بائبل Bible
Pashton Bible

  بل  

متی ۱

د عیسی مسیح د نسب لړۍ

( لوقا ۳: ۲۳-۳۸)

۱ د عیسی مسیح دنسب لړۍ چې د داؤد زوی دی او داؤد د ابراهیم زوی  ۲ ابراهیم داسحاق پلار ؤ، اسحاق د یعقوب، یعقوب د یهودا او د هغۀ د وروڼو پلار ؤ  ۳ یهودا د فارز او زرح پلار ؤ، د دوی مور تامار وه، فارز دخزرون پلار او حزرون د رام پلار  ۴ رام دعمیناداب پلار،عمیناداب د نَحشون پلار او نَحشون د شَلمون پلار  ۵ شَلمون د بوعز پلار، چې راحاب یې مور وه او بوعز د عوبید پلار چې روت یې مور وه اوعوبید د یسي پلار  ۶ او یسي د داؤد پاچا پلار ؤ، داؤد د سلیمان پلار ؤ چې د اوریا ښځه یې مور وه  ۷ سلیمان د رِحُبعام پلار، رِحُبعام د ابیاپلار او ابیا دآسا پلار  ۸ آسا د یهوشافاط پلار، ېهوشافاط د یورام پلار او یورام د عُزیا پلار  ۹ عُزیا د یوتام پلار، یوتام د آحاز پلار او آحاز د حزقیا پلار  ۱۰ حزقیا د منسي پلار، منسي د آمون پلار او آمون د یوشیا پلار  ۱۱ یوشیا د یکنیا او د هغۀ د وروڼو پلار ؤ، دغه مهال یهودیان بابل ته تبعید شوي وو  ۱۲ بابل ته د یهودیانو له تبعید وروسته، یکنیا د شئَلتی‌ایل پلار ؤ او شئَلتی‌ایل د زروبابل پلار ۱۳ زروبابل د ابیود پلار او ابیود د ایلیاقیم پلار او ایلیاقیم د عازور پلار  ۱۴ عازور د صادوق پلار، صادوق د یاکېن پلار او یاکېن د ایلیهود پلار  ۱۵ ایلیهود د ایلعازر پلار، ایلعازر د متان پلار او متان د یعقوب پلار ؤ  ۱۶ یعقوب د یوسف پلار ؤ کوم چې د مریمې مېړه ؤ او مریمه د عیسی مور وه، څوک چې مسیح بلل کېږي  ۱۷ نو پدې توګه له ابراهیم څخه تر داؤده څوارلس نسلونه او له داؤد څخه بابل ته د یهودو تر تبعید کېدو څوارلس نسلونه او له تبعید کېدو ترمسیح پورې څوارلس نسلونه دي. 

د عیسی مسیح زوکړه

( لوقا ۲: ۱-۷)

۱۸ د عیسی مسیح زوکړه داسې وه: لکه څرنګه چې د هغۀ مور مریمه یوسف ته کوژدن شوې وه او لدې وړاندې چې دوی سره یوځای شي نو مالومه شوه چې هغه له سپېڅلی روح څخه امېد واره ده  ۱۹ د هغې مېړه یوسف چې یو نېک سړی ؤ هوډ یې وکړ ترڅو په پټه توګه هغه پرېږدي او پدې توګه د هغې شرم پټ کړي  ۲۰ او کله چې هغۀ پدې هکله فکرکاوه، نو د مالک خدای فرښته ورته په خوب کې ښکاره شوه او ويې ویل: ای د داؤد زوی یوسفه! له مریمې سره له واده کولو څخه مه وېرېږه! ځکه د هغې امېد واري له سپېڅلي روح څخه ده  ۲۱ هغه به یو زوی وزېږوي او دهغۀ نوم به عیسی کېږدې، ځکه چې هغه به خپلو خلکو ته له ګناهونو څخه خلاصون ورکړي  ۲۲ او دا هرڅه د دې لپاره را منځ ته شول، ترڅو د خدای هغه کلام پوره شي کوم چې د نبي په ژبه ویل شوی ؤ چې:  ۲۳ ګورئ! یوه پېغله به امېدواره شي، یو ماشوم به وزېږوي او د هغۀ نوم به عمانوئیل کېږدي چې مانا يې ده: خدای زموږ مل دی  ۲۴ او کله چې یوسف له خوبه راویښ شو، نو لکه څرنګه چې ورته د خدای فرښتې امرکړی ؤ، هماغسې یې وکړل او هغه یې واده کړه  ۲۵ او د زوی تر زېږېدو پورې یې له هغې سره کوروالی ونکړ او د هغۀ نوم يې عیسی کېښود. 

  بل  

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2024 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.