متی ۲
له عیسی څخه د ستورو پېژندونکو لیدنه
۱ او کله چې عیسی د هیرودیس پاچا په زمانه کې، د یهودیې په بېتلحم کې وزېږید، نوڅوتنه ستوري پېژندونکي له ختیځ څخه اورشلیم ته راغلل او ويې ویل: ۲ هغه ماشوم چېرې دی کوم چې به په راتلونکي کې د یهودو پاچا وي؟ ځکه موږ دهغۀ ستوری په ختیځ کې په راختلو لیدلی دی او راغلي یو ترڅو د هغۀ عبادت وکړو ۳ کله چې هیرودیس پاچا او د اورشلیم خلکو دا واورېدل نوسخت اندېښمن شول، ۴ ټول لوی مذهبي مشران او د شرعې عالمان يې را غونډ کړل او له هغوی څخه یې پوښتنه وکړه چې مسیح به چېرې پېدا کېږي؟ ۵ نو هغوی هغۀ ته وویل: د یهودیې په بېتلحم کې،ځکه چې یونبي داسې لیکلي دي: ۶ او ته ای بېتلحمه! ته د یهودا په مځکه کې د یهودا له ټولو حاکمانو څخه هم کوچنی نه یې، ځکه لتا څخه به یو داسې حاکم را ووځي چې زما د قام اسرائیلو شپونتوب به وکړي ۷ بیا هیرودیس ستوري پېژندونکي په پټه راوبلل او د ستوري د راښکاره کېدو د وخت په هکله يې ترې پلټنې وکړې ۸ بیا يې هغوی بېتلحم ته ولېږل او ورته يې وویل: لاړ شئ او د هغه ماشوم په هکله کلکه پلټنه وکړئ او کله مو چې پیدا کړ نو ما ته خبر راکړئ، ترڅو زه هم ورشم او د هغۀ عبادت وکړم ۹ او کله یې چې د پاچا خبرې واورېدې، نو روان شول او ناڅاپه یې هغه ستوری چې په ختیځ کې لیدلی ؤ ولید، چې د هغوی نه مخکې روان ؤ او په کوم ځای کې چې ماشوم ؤ د هغه ځای لپاسه ودرېد ۱۰ او دستوري په لیدلو ډېرخوشاله شول ۱۱ کورته ننوتل، ماشوم یې دهغۀ له مور مریمې سره ولید او د عبادت لپاره هغوی ته په ګونډوشول، خپلې همیانۍیې پرانیستلې او دسرو زرو، لوبانو او مُرتحفې یې ورته ډالۍ کړې ۱۲ او لکه څرنګه چې په خوب کې هغوی ته الهام شوی ؤ چې بېرته هیرودیس ته ورنشي، نو له بلې لارې خپل وطن ته ستانه شول.مصر ته تښتېدل
۱۳ او کله چې هغوی روان شول، نو ناڅاپه دمالک خدای فرښته یوسف ته په خوب کې ورښکاره شوه او ورته یې وویل: پورته شه! ماشوم او مور يې راواخله او مصرته وتښته او ترهغې هلته واوسېږه ترڅو زه درته ووایم، ځکه چې هیرودیس د دې ماشوم په لټه کې دی ترڅو هغه ووژني ۱۴ نودشپې مهال راپاڅېد، ماشوم او مور يې راواخیستل او د مصر لور ته روان شول ۱۵ او د هیرودیس تر مړینې هلته پاتې شول، ترڅو د خدای هغه کلام پوره شي کوم چې یې د نبي په ژبه ویلی ؤ: ما خپل زوی له مصرڅخه را وباله.د ماشومانو وژنه
۱۶ کله چې هیرودیس پوه شوچې ستورو پېژندونکو هغه تېر ایستلی دی نو سخت په غصه شو او دهغې نېټې په اساس چې له ستورو پېژندونکو څخه يې مالومه کړې وه، د ټولو دوه کلنو او تر دې د کم عمره ماشومانو د وژلو حکم يې وکړ ۱۷ نو دغه وخت هغه څه هم پوره شول، کوم چې د ارمیا نبي په ژبه ویل شوي وو: ۱۸ په رامه کې یو غږ واورېدل شو، ژړا، زارۍ او لوی ویر، راحیل د خپلو بچو لپاره ژاړي او تسلي نه مني، ځکه هغوی فنا شول.ناصریې ته راستنېدل
۱۹ او کله چې هیرودیس مړشو نو په مصرکې د مالک خدای فرښته یوسف ته په خوب کې ورښکاره شوه او ورته يې وویل: ۲۰ پورته شه! ماشوم او مور يې را واخله او د اسرائیلو مځکې ته روان شه، ځکه هغوی چې د دې ماشوم د وژلو تکل یې درلود مړه شوي دي ۲۱ نو هغه راپاڅېد، ماشوم او مور یې را واخیستل او د اسرائیلو مځکې ته راغلل ۲۲ خو کله يې چې واورېدل چې ارخلاؤس د خپل پلار هیرودیس پرځای پر یهودیې پاچا شوی دی، نو هغې لور ته له تللو څخه ووېرېد، په خوب کې ورته خبر داری ورکړل شو او د ګلیل سیمې ته ستون شو ۲۳ هغه لاړ او د ناصریې په نوم ښار کې مېشت شو ترڅو هغه څه پوره شي کوم چې د انبیاو په ژبه ویل شوي وو چې: هغۀ ته به ناصري وویل شي.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.