بائبل Bible
Pashton Bible

متی ۳

د تعمید ورکوونکي یحیی وعظ

( مرقس ۱: ۱-۸، لوقا ۳: ۱-۱۸، یوحنا ۱: ۱۹-۲۸)

۱ او په هغو ورځو کې تعمید ورکوونکی یحیی د یهودیې په دښته کې راښکاره شو او دا وعظ یې کاوه چې:  ۲ توبه وباسئ، ځکه چې د آسمان پاچاهي نږدې ده  ۳ ځکه داهغه څوک دی چې اشعیا نبي د هغۀ په هکله خبر ورکړ، کله چې هغۀ وویل: په دښته کې د نارې وهونکي غږ دی چې د مالک لپاره لاره جوړه کړئ او د هغۀ لارې نېغې کړئ  ۴ د یحیی جامې د اوښ له وړیو څخه جوړې شوې وې، د څرمنې ملابند يې له ملاڅخه تړلی ؤ، ملخان اوځنګلي شهد دهغۀ خوراک ؤ  ۵ پدغه وخت کې د اورشلیم، ټولې یهودیې او د ټول اردن د خوا او شا خلک هغۀ ته ورتلل  ۶ پخپلو ګناهونو يې اعتراف کاوه او د اردن په سیند کې یې له هغۀ څخه تعمیداخیست  ۷ او کله چې هغۀ ډېر فریسیان او صدوقیان ولیدل چې هغۀ ته د تعمید لپاره راتلل، نو هغوی ته يې وویل ای د مارانو بچو! چا تاسو ته وویل چې له راتلونکي غضب څخه وتښتئ؟  ۸ اوس نو د توبې مېوه راوړئ  ۹ او دا خبره په زړه کې مه راولئ چې ابراهیم زموږ پلار دی، ځکه تاسو ته وایم چې خدای پدې قادر دی ترڅو لدې تیږو څخه د ابراهیم لپاره اولاد پېدا کړي  ۱۰ اوس د ونو پر ریښو تبر اېښودل شوی دی نو هره هغه ونه چې ښه مېوه ورنکړي، وبه وهل شي او په اور کې به وغورځول شي  ۱۱ زه تاسو ته د توبې لپاره په اوبو تعمید درکوم، خوڅوک چې زما څخه وروسته راځي، هغه لما څخه ځواکمن دی او زه د هغۀ د څپلیو پورته کولو لایق هم نه یم، هغه به تاسو ته په سپېڅلی روح او اور سره تعمید درکړي  ۱۲ ښاخۍ د هغۀ په لاس کې ده، هغه خپل درمند په ښه توګه پاکوي،خپل غنم به په زېرمو کې را ټول کړي، خو بوس به په نه سړېدونکي اور کې وسوځوي. 

یحیی عیسی ته تعمید ورکوي

( مرقس ۱: ۹-۱۱، لوقا ۳: ۲۱-۲۲)

۱۳ بیا عیسی له ګلیل څخه اردن ته راغی، ترڅو له یحیی څخه تعمید واخلي  ۱۴ خو یحیی هغه منع کړ او ورته يې وویل: زه باید لتا څخه تعمید واخلم، خو ته ما ته راځې؟  ۱۵ عیسی ځواب ورکړ: اوس پرېږده، ځکه موږته همدغه ډول مناسب دي ترڅو رېښتینولي بشپړه کړو، نو هغۀ ومنل  ۱۶ او کله چې عیسی تعمید واخیست، نوسمدلاسه له اوبوڅخه راووت،هماغه شېبه آسمان د هغۀ پرمخ خلاص شو او د خدای روح یې ولید چې د کوترې په څېر راکوز شو او په هغۀ کېناست  ۱۷ او له آسمانه یو غږ راغی چې ویل یې: دا زما ګران زوی دی کوم چې زه ترې خوشاله یم. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.