بائبل Bible
Pashton Bible

متی ۴

په دښته کې د عیسی آزمېښت

( مرقس ۱: ۱۲-۱۳، لوقا ۴: ۱-۱۳)

۱ بیا سپېڅلی روح عیسی دښتې ته ویوړ ترڅو شېطان هلته هغه وسوسه کړي  ۲ او لکه څرنګه چې هغه څلویښت شپې او ورځې روژه نیولې وه نو په پای کې اوږی شو  ۳ بیا آزمېښت کوونکی د هغۀ څنګ ته راغی او ورته یې وویل: که چېرې ته د خدای زوی یې نو دې تیږو ته ووایه چې ډوډۍ شي  ۴ خو هغۀ ځواب ورکړ: لیکل شوي دي چې انسان یواځې په ډوډۍ ژوندی نه پاتې کېږي بلکې په هرې هغې کلمې چې د خدای له خُلې څخه راؤځي  ۵ بیا شېطان هغه سپېڅلي ښار اورشلیم ته ویوړ او دسپېڅلي کور پرمناره يې ودراوه  ۶ او هغۀ ته يې وویل: که چېرې ته د خدای زوی یې نو خپل ځان لاندې وغورځوه، ځکه لیکل شوي دي چې خدای به ستا په هکله خپلو فرښتو ته امر وکړي چې تا په خپلو لاسونوکې پورته ونیسي ترڅوستاپښه په تیږې ونه لګېږي  ۷ عیسی هغۀ ته وفرمایل: همدغه راز لیکل شوي چې دخپل مالک خدای آزمېښت مه کوه  ۸ بیا شېطان هغه یو ډېر لوړ غرۀ ته ویوړ او د نړۍ ټول هېوادونه يې دهغو له جلال سره هغۀ ته وښودل  ۹ او هغۀ ته يې وویل: که چېرې په ګونډو شې او زما عبادت وکړې نو دا هرڅه به تا ته دروبخښم  ۱۰ نو عیسی هغۀ ته وفرمایل: ای شېطانه، لرې شه! ځکه لیکل شوي چې: یواځې خپل مالک خدای ته سجده وکړه او دهغۀ عبادت کوه  ۱۱ هماغه شېبه شېطان هغه پرېښود، فرښتې راغلې او د هغۀ خدمت يې کاوه. 

په ګلیل کې د عیسی موعظه

( مرقس ۱: ۱۴-۱۵، لوقا ۴ : ۱۴-۱۵)

۱۲ او کله چې عیسی واورېدل چې یحیی نیول شوی دی نو ګلیل ته راستون شو  ۱۳ ناصریه يې پرېښوده او کپرناحوم ته راغی او د زبولون او نفتالیم پرسرحد د بحیرې پغاړه مېشت شو  ۱۴ ترڅو هغه څه چې د اشعیا نبي په ژبه ویل شوي وو پوره شي چې:  ۱۵ د زبولون مځکه او د نفتالیم مځکه، د بحیرې لور ته، د اردن بلې خواته د غېر یهودو ګلیل  ۱۶ هغه قام چې په تیاره کې مېشت ؤ، لویه رڼا یې ولیدله او پرهغو چې د مرګ پرمځکه او سیوري کې ناست وو یوه رڼا وځلېدله  ۱۷ له هماغه وخته عیسی په وعظ پېل وکړ او ويې فرمایل: توبه وباسئ ځکه چې د آسمان پاچاهي نږدې ده. 

عیسی څلورو کب نیوونکو ته بلنه ورکوي

( مرقس ۱: ۱۶-۲۰، لوقا ۵: ۱-۱۱)

۱۸ او کله چې عیسی د ګلیل د بحیرې په غاړه روان ؤ نو دوه وروڼه یانې شمعون چې په پطروس مشهور ؤ او د هغۀ ورور اندریاس یې ولیدل چې په بحیره کې یې جال غورځاوه، ځکه چې کب نیوونکي وو  ۱۹ نو هغوی ته یې وفرمایل: ما پسې راشئ ترڅولتاسونه دخلکو ښکاریان جوړکړم  ۲۰ نوهغوی سمدلاسه خپل جالونه کېښودل او د هغۀ پسې روان شول  ۲۱ او کله چې له هغه ځایه مخکې لاړ نو دوه نور وروڼه یانې د زبدي زوی یعقوب او د هغۀ ورور یوحنا يې ولیدل چې په کشتۍ کې يې له خپل پلار زبدي سره جالونه جوړول، نو هغوی يې هم راوبلل  ۲۲ او هغوی هماغه شېبه کشتۍ او خپل پلار پرېښودل او د هغۀ پسې روان شول. 

په ټول ګلیل کې د عیسی موعظې

( لوقا ۶: ۱۸ - ۱۹)

۲۳ عيسی په ټول ګلیل کې ګرځېده او د هغوی په کنیسو کې یې تعلیم ورکاوه، د پاچاهۍ د زیري وعظ یې کاوه او د قام هر رنځ او ناروغۍ ته یې روغتیا ورکوله  ۲۴ د هغۀ نوم په ټول سوریه کې شهرت وموند او ټول ناروغان چې په ډول ډول ناروغیو او دردونو اخته وو، مېرګي نيولي، پېریانیان او شلان يې ورته راوستل او هغۀ روغتیا ورکړه  ۲۵ او له ګلیل، دیکاپولس، اورشلیم، یهودیې او اردن له بلې غاړې څخه ګڼ شمېر خلک د هغۀ پسې روان شول. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.