بائبل Bible
Pashton Bible

متی ۵

د غرۀ په سر موعظه

( لوقا ۶: ۲۰ - ۲۳)

۱ او کله يې چې دخلکوګڼه ګوڼه ولیدله نو دغرۀ سرته وخوت، کله چې هغه کېناست نو شاګردان یې د هغۀ څنګ ته راټول شول  ۲ هغوی ته یې په تعلیم ورکولو پېل وکړ او ويې فرمایل:  ۳ بختور دي هغوی چې په روح کې غریبان دي، ځکه د آسمان پاچاهي د هغوی ده  ۴ بختور دي هغوی چې غمژن دي، ځکه هغوی به راحت ومومي  ۵ بختور دي هغوی چې حلیمان دي، ځکه هغوی به د مځکې وارثان شي  ۶ بختور دي هغوی چې د رېښتینولۍ اوږي تږي دي، ځکه هغوی به ماړه شي  ۷ بختور دي هغوی چې رحم کوي، ځکه پر هغوی به رحم وشي  ۸ بختور دي هغوی چې زړونه یې پاک دي، ځکه هغوی به د خدای لیدنه وکړي  ۹ بختور دي هغوی چې سوله کوونکي دي، ځکه هغوی به د خدای زامن وبلل شي  ۱۰ بختور دي هغوی چې د رېښتینولۍ لپاره کړاوونه ګالي، ځکه د آسمان پاچاهي د هغوی ده  ۱۱ تاسو بختور یاست کله چې خلک زما پخاطر تاسو ته سپکې سپورې وايي، تکلیفونه در رسوي او پر تاسو په درواغو هر ډول تورونه پورې کوي  ۱۲ خوښ اوسئ او خوشالي وکړئ، ځکه ستاسو اجر په آسمان کې لوی دی، ځکه چې دوی لتاسو وړاندې هم په همدې ډول انبیاء کړولي دي. 

مالګه او رڼا

( مرقس ۹:۵۰، لوقا ۱۴: ۳۴-۳۵)

۱۳ تاسو د دنیا مالګه یاست، خو که چېرې مالګه بې‌خونده شي نو بیا به په څه شي خوندوره شي؟ پرته لدې چې بهر وغورځول شي او دخلکو د پښولاندې شي د استعمال بل ځای نلري  ۱۴ تاسو د نړۍ رڼا یاست، کوم ښار چې د غرۀ لپاسه جوړ شي هغه پټېدی نشي  ۱۵ اوڅراغ د دې لپاره نه روښانه کوي ترڅوهغه د کاسې لاندې کېږدي، بلکې د څراغدان لپاسه کېښودل کېږي ترڅو په کورکې ټولومېشتو خلکوته رڼا ورکړي  ۱۶ همدغه راز پرېږدئ ترڅو ستاسو رڼا پرخلکو وځلېږي، ترڅو هغوی ستاسو نېک کارونه وویني او ستاسو د آسماني پلار لويي بیان کړي. 

د تورات په هکله

۱۷ تاسو دا فکر مه کوئ چې ګوندې زه راغلی یم ترڅو تورات یا د انبیاو صحیفې باطلې کړم، زه د باطلولو لپاره نه یم راغلی، بلکې راغلی یم ترڅو بشپړ یې کړم  ۱۸ نوځکه په رېښتیا سره تاسو ته وایم، ترڅو چې آسمان او مځکه لمنځه لاړه نشي، د تورات یو حرف یا یو ټکې به هم لمنځه لاړ نشي، ترڅو چې دا هرڅه پوره نشي  ۱۹ نو که هرڅوک لدې احکامو څخه وړوکې حکم مات کړي او نورو خلکوته هم همدغه شان تعلیم ورکړي، نو د آسمان په پاچاهۍ کې به ډېر کوچنی وشمېرل شي، خو هرڅوک چې پرهغو عمل وکړي او تعلیم يې ورکړي، نو د آسمان په پاچاهۍ کې به لوی وشمېرل شي  ۲۰ نوځکه زه تاسوته وایم چې ترڅوستاسو رېښتینولي د شریعت پرعالمانو او فریسیانو زیاته نشي نو تاسو به هېڅکله د آسمان پاچاهۍ ته داخل نشئ. 

د غصې په هکله

۲۱ اورېدلي مو دي چې لومړنیو ته ویل شوي وو قتل مه کوئ او هرڅوک چې قتل وکړي نو هغۀ ته به سزا ورکول کېږي  ۲۲ خو زه تاسو ته وایم، هرڅوک چې خپل ورور ته غصه وکړي نو هغه به هم ملامته شي او که څوک د خپل ورور سپکاوی وکړي نو هغه دمحاکمې وړ دی او څوک چې ورته احمق ووايي نو د دوزخ د اور مستحق دی  ۲۳ نو کله چې تاسو د قربانۍ ځای ته هدیه راوړئ او هلته در په یاد شي چې ستا ورور لتا څخه خفه دی  ۲۴ نو خپله هدیه د هغې ځای مخې ته کېږده، لومړی لاړ شه او له خپل ورور سره پخلاینه وکړه او بیا راشه خپله هدیه وړاندې کړه  ۲۵ ترڅو چې له خپل مدعي سره په لار کې یې نو سوله ورسره وکړه، ګواکې ستا مدعي تا قاضي ته وسپاري او قاضي به تا افسر ته ورکړي او په زندان کې به وغورځول شې ۲۶ او په یقین سره تا ته وایم ترڅو چې وروستۍ روپۍ ورنکړې نو له هغې ځایه به بهر را ونه وځې. 

د شهوت په هکله

۲۷ اورېدلي مو دي، چې ویل شوي زنا مه کوئ  ۲۸ خو زه تاسو ته وایم که چېرې څوک یوې ښځې ته د شهوت په نظر وګوري نو هماغه شېبه يې په زړه کې له هغې سره زنا کړې ده  ۲۹ نو که چېرې ستا ښي سترګه تا د ګناه لور ته وړي نو ويې باسه او له ځانه يی لرې وغورځوه، ځکه ستا لپاره دا غوره ده ترڅو ستا له غړیو څخه یو غړی لمنځه لاړ شي، د دې پرځای چې ستا ټول بدن په دوزخ کې وغورځول شي  ۳۰ او که چېرې ستا ښي لاس تا د ګناه لور ته وړي نو غوڅ یې کړه او له ځانه يې لرې وغورځوه، ځکه ستا لپاره ډېره ګټوره ده چې ستا د بدن له غړیو څخه یو غړی لمنځه لاړ شي، نه دا چې ستا ټول بدن په دوزخ کې وغورځول شي. 

د طلاق په هکله

( متی ۱۹: ۹، مرقس ۱۰ : ۱۱-۱۲، لوقا ۱۶: ۱۸)

۳۱ ویل شوي دي که چېرې څوک خپله ښځه طلاقه کړي نو هغې ته دې طلاق لیک ورکړي  ۳۲ خو زه تاسو ته وایم: که چېرې څوک د زنا له ګناه پرته په بله وجه خپله ښځه طلاقه کړي، نو د هغې د زنا کولو لامل ګرځي او هرڅوک چې له طلاقې شوې ښځې سره واده وکړي نو هغه هم زنا کوي. 

د قسم په هکله

۳۳ بیا هم تاسو اورېدلي چې لومړنیو ته ویل شوي وو په دروغو قسم مه خورئ، بلکې د خدای په نوم خوړلي قسمونه خامخا پوره کړئ  ۳۴ خو زه تاسو ته وایم چې هېڅکله هم قسم مه خورئ، نه پر آسمان ځکه چې د خدای تخت دی  ۳۵ او نه پر مځکه ځکه چې دهغۀ د پښو ایښودو ځای دی او نه په اورشلیم ځکه چې د لوی پاچا ښار دی  ۳۶ او په خپل سر هم قسم مه خورئ ځکه چې تاسو نشی کولای ترڅو یو وېښته سپين یا تورکړې  ۳۷ بلکې ستاسو هره خبره دې د هو په ځای کې هو او د نه په ځای کې نه وي، ځکه تر دې زیات د شېطان کار دی. 

د انتقام په هکله

( لوقا ۶: ۲۹-۳۰)

۳۸ اورېدلي مو دي چې ویل شوي دي: د سترګې په بدل کې سترګه او د غاښ په بدل کې غاښ  ۳۹ خو زه تاسوته وایم چې د شریر انسان په مقابل کې مه درېږئ، بلکې که څوک په ښي مخ څپېړه درکړي نو بل مخ هم دهغۀ لور ته ور واړوئ  ۴۰ او که چېرې څوک وغواړي چې لتا سره دعوی وکړي او ستا کمیس درڅخه واخلي نو ته خپله چپنه هم هغۀ ته ورکړه  ۴۱ او که چېرې څوک تا مجبوره کړي چې یو مایل ورسره لاړ شې، نو ته ورسره دوه مایله لاړ شه  ۴۲ او هرڅوک چې درنه څه شې وغواړي نو ور یې کړه او که څوک درڅخه پور وغواړي نو مخ ترې مه اړوه. 

له دښمن سره د مینې په هکله

( لوقا ۶: ۲۷ - ۲۸، ۳۲ - ۳۶)

۴۳ تاسو اورېدلي چې ویل شوي دي له خپل ګاونډي سره مینه او له خپل دښمن څخه کرکه وکړئ  ۴۴ خو زه تاسو ته وایم چې له خپلو دښمنانو سره مینه وکړئ او څوک چې تاسو ځوروي د هغوی لپاره دعا وکړئ  ۴۵ ترڅو دخپل آسماني پلار زامن شئ، هغه چې خپل لمر پر بدانو او نېکانو یوشان راخېژوي او پرعادلانو او ظالمانو یوشان باران اوروي  ۴۶ ځکه که چېرې تاسو له هغوخلکو سره مینه کوئ کوم چې لتاسو سره مینه کوي، نو بیاڅه اجر ترلاسه کوئ؟ آیا مالیه ټولوونکي همداسې نه کوي؟  ۴۷ او که چېرې یواځې خپلو وروڼو ته سلام وایاست نو بیا څه غوره والی لرئ؟ آیا غېر یهود همداسې نه کوي؟  ۴۸ نو تاسو کامل شئ لکه څنګه چې ستاسو پلار چې په آسمان کې دی، هغه کامل دی. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.