متی ۶
د خېرات په هکله
۱ خبردارچې خپله رېښتینولي دخلکو په وړاندې مه ښکاره کوئ ترڅو تاسو وویني، که نه نو د خپل آسماني پلار سره به هېڅ اجر ونلرئ ۲ نو کله چې خېرات ورکوئ، لځانه وړاندې سورنی مه وهئ، لکه څرنګه چې ریاکاران په کنیسو او بازارونو کې کوي ترڅو خلک يې وستایي، په یقین سره تاسو ته وایم چې هغوی خپل اجرموندلی دی ۳ بلکې کله چې تاسوخېرات ورکوئ نو ستاسوکیڼ لاس دې پدې پوه نشي چې ستاسو ښي لاس څه کوي ۴ ترڅو ستاسو خېرات ورکول پټ پاتې شي او ستاسو پلار چې هر پټ شی ویني تاسو ته اجر درکړي.د دعا په هکله
( لوقا ۱۱: ۲-۴)
۵ او کله چې دعا کوئ، نو د ځان ښودونکو په څېر مه اوسئ، ځکه هغوی داخوښوي چې په کنیسو اوڅلور لاروکې ودرېږي او دعا وکړي ترڅوخلک هغوی وویني، په یقین سره زه تاسو ته وایم چې هغوی خپل اجر ترلاسه کړی دی ۶ خو کله چې تاسو دعا کوئ نو خپلې کوټې ته ننوځئ، دروازه بنده کړئ او دخپل پټ پلارپه حضورکې دعا وکړئ، نوستاسو پټ لیدونکی پلار به تاسو ته اجر درکړي ۷ او کله چې دعا کوئ نو د غېریهودو په څېر بېځایه تکرار پکې مه کوئ، ځکه هغوی فکرکوي چې په ډېر تکرار کولو سره به د هغوی دعاوې واورېدل شي ۸ نو د هغوی پشان مه اوسئ، ځکه ستاسو پلار وړاندې لدې چې تاسو ترې څه وغواړئ، ستاسو په اړتیاو باندې پوه دی ۹ نو تاسو پدې ډول دعا وکړئ: ای زموږ پلاره چې په آسمان کې يې! ستا نوم دې سپېڅلی وي ۱۰ ستا پاچاهي دې راشي، ستا رضا دې په مځکه کې پوره شي، لکه څنګه چې په آسمان کې پوره کېږي ۱۱ زموږ ورځنۍ ډوډۍ هره ورځ موږ ته راکړه ۱۲ زموږ ګناهونه وبخښه، لکه څنګه چې موږ هم خپل ګنهګاران بخښو ۱۳ او موږ په آزمېښت کې مه اچوه، بلکې له بدۍ څخه مو وژغوره ۱۴ ځکه که چېرې تاسو د خلکو تېروتنې وبخښئ نوستاسو آسماني پلار به هم ستاسوګناهونه وبخښي ۱۵ خو که د خلکو تېروتنې ونه بخښئ، نوستاسوآسماني پلار به هم ستاسو ګناهونه ونه بخښي.د روژې په هکله
۱۶ کله چې روژه نیسئ نو د ریاکارانو په څېرخپل تندي مه تروه کوئ، ځکه هغوی خپلې څېرې بدلوي ترڅو د خلکو په نظر کې روژه دار ښکاره شي، زه په یقین سره تاسو ته وایم چې هغوی خپل اجر موندلی دی ۱۷ خو کله چې تاسو روژه نیسئ نوخپل سرونه غوړ کړئ او خپل مخونه ووینځئ ۱۸ ترڅو څوک دا ونه وايي چې ګوندې تا روژه نيولې ده نو ستا آسماني پلار چې په رازونو خبر دی، هغه به تاته اجر درکړي.د شتمنۍ په هکله
( لوقا ۱۲ : ۳۳-۳۴)
۱۹ د مځکې پر مخ ځان ته خزانې مه راټولوئ، چېرې چې کېرړي او زنګ زیان ور رسوي، چېرې چې غله يې ماتوي او غلا کوي ۲۰ بلکې د ځان لپاره په آسمان کې خزانې ټولې کړئ، چېرې چې کېرړي او زنګ زیان نه ور رسوي او چېرې چې غله یې نه ماتوي او نه یې غلا کوي ۲۱ ځکه چېرې چې خزانه وي نو ستا زړه به هم په هماغه ځای کې وي.د بدن څراغ
( لوقا ۱۱: ۳۴-۳۶)
۲۲ سترګه د بدن څراغ ده، که چېرې ستا سترګې روغې وي نو ستا ټول بدن به روښانه وي ۲۳ او که چېرې ستا سترګې ناروغې وي نو ستا ټول بدن به له تیارو ډک وي، که چېرې هغه رڼا چې پتا کې ده او هغه تیاره وي نو څومره لویه تیاره ده.خدای او شتمنۍ
( لوقا ۱۶: ۱۳ او ۱۲: ۲۲-۳۱)
۲۴ هېڅوک د دوو بادارانو خدمت نشي کولای، ځکه چې له یوه څخه به کرکه او له بل سره به مینه کوي، یا به یوه ته وفادار وي او بل به سپک ګڼي، نوځکه ناشونې ده چې په یوه وخت کې هم د خدای او هم د شتمنۍ خدمت وکړئ ۲۵ نو لدې کبله تاسو ته وایم چې د ځان لپاره اندېښنه مه کوئ، دا چې څه به وخورئ یا څه به وڅښئ او نه د خپل بدن لپاره چې څه به واغوندئ،آیا ژوند له خوراک او بدن له جاموڅخه غوره نه دی؟ ۲۶ د هوا مرغانو ته وګورئ! نه خو کرل کوي، نه ریبل او نه يې په زېرمو کې ذخيره کوي، خو بیا هم ستاسو آسماني پلار هغوی ته رزق ورکوي، آیا تاسو له هغوی څخه غوره نه یاست؟ ۲۷ آیا لتاسو څخه څوک شته چې په اندېښنې کولو سره د خپل عمر یو ساعت هم زیات کړي؟ ۲۸ او ولې د جامو لپاره اندېښنه کوئ؟ د دښتې د ګلونو په هکله فکر وکړئ، نه خواري کوي او نه وریشي ۲۹ خو تاسو ته وایم چې سلیمان له خپل ټول شان او شوکت سره د هغې یو غوندې هم سینګار نشو ۳۰ نو که چېرې خدای د دښتې واښه چې نن شته او سبا په تنور کې اچول کېږي داسې پټوي، نو ای کم ایمانو! تاسو به ترهغو ښه پټ نکړي؟ ۳۱ نو خکه اندېښنه مه کوئ او دا مه وایاست چې څه وخورو یا وڅښو، یا څه واغوندو ۳۲ ځکه چې غېر یهود ددې شیانو پسې په منډو دي،خو ستاسو آسماني پلارستاسو له اړتیاو څخه ښه خبر دی ۳۳ تاسو ترهرڅه دمخه دخدای دپاچاهۍ او دهغې د رېښتینولۍ لټون وکړئ، نور هرڅه به تاسو ته درکړل شي ۳۴ او د سبا اندېښنه مه کوئ، سبا به خپله اندېښنه په خپله کوي او د نن غم د نن لپاره بس دی.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.