بائبل Bible
Pashton Bible

متی ۷

پر نورو نیوکه کول

( لوقا ۶: ۳۷ - ۳۸، ۴۱ - ۴۲)

۱ قضاوت مه کوئ ترڅو پر تاسو قضاوت ونشي  ۲ ځکه په کوم ډول چې تاسو قضاوت کوئ پرتاسو به هم قضاوت وشي او په کومه پېمانه یې چې اندازه کړئ، تاسو ته به هم اندازه کړای شي  ۳ ولی د خپل ورور په سترګه کې ډکی وینې او په خپله سترګه کې لرګی نه وینې؟  ۴ یا څنګه خپل ورور ته وایې چې: اجازه راکړه ترڅو ستا له سترګې څخه ډکی وباسم، حال دا چې په خپله سترګه کې دې لرګی پروت دی  ۵ ای ریاکاره! لومړی له خپلې سترګې څخه لرګی راوباسه، نو بیا به ښه ووینې ترڅو د خپل ورور له سترګې څخه ډکی راوباسې  ۶ پاک شیان سپیو ته مه ورکوئ او مرغلرې د خوګانو په مخکې مه غورځوئ، ګواکې هغه تر پښو لاندې کړي، راوبه ګرځي او تاسو به څيرې کړي. 

وغواړئ چې درکړل شي

( لوقا ۱۱: ۹ - ۱۳)

۷ وغواړئ نو تاسو ته به درکړل شي، ولټوئ نو پېدا به یې کړئ، دروازه ووهئ نو تاسوته به خلاصه کړای شي  ۸ ځکه څوک یې چې وغواړي نو ترلاسه به یې کړي او څوک یې چې ولټوي نو هغه به یې بیا مومي او څوک چې دروازه ووهي نو هغۀ ته به پرانېستل شي  ۹ آیا پتاسو کې داسې څوک شته چې زوی یې ترې ډوډۍ وغواړي او هغه ورته تیږه ورکړي؟  ۱۰ يا ترینه کب وغواړي او هغه ورته مار ورکړي؟  ۱۱ نو سره لدې چې تاسو بدکاران یاست او پدې پوهېږئ چې خپلو اولادونو ته ښې تحفې ورکړئ، نو ستاسو آسماني پلار به هغو ته څومره ښه شیان ورکړي چې له هغۀ څخه یې وغواړي  ۱۲ نو تاسو چې له خلکو څخه د کوم ډول رویې تمه لرئ، تاسو هم له هغوی سره هماغه شان رویه وکړئ، د شریعت او انبیاو پېغام همدا دی. 

د ژوند لار

( لوقا ۱۳: ۲۴)

۱۳ له تنګې دروازې څخه دننه شئ، ځکه هغه لار چې د هلاکت لور ته ځي پلنه او پراخه ده او د هغې ننوتونکي هم ډېر دي  ۱۴ خو هغه لار چې د ژوند لور ته ځي تنګه او سخته ده او د هغې موندونکي هم لږ دي. 

ونه او د هغې مېوه

( لوقا ۶: ۴۳-۴۴)

۱۵ له دروغژنو نبیانو څخه ځان وژغورئ، کوم چې د پسونو په جاموکې تاسو ته راځي خو په باطن کې څېروونکي شرمښان دي  ۱۶ هغوی به له مېوو څخه وپېژنئ، آیا له اغزو څخه انګور او له ځنګلي بوټي څخه اینځر راټولوي؟  ۱۷ همدغه راز هره ښه ونه ښه مېوه ورکوي اوبده ونه بده مېوه ورکوي  ۱۸ ښه ونه بده مېوه نشي ورکولی اوبده ونه ښه مېوه نشي ورکولی  ۱۹ هره ونه چې ښه مېوه ونه نیسي هغه وهل کېږي او په اور کې غورځول کېږي  ۲۰ نو لدې کبله به تاسو هغوی له مېوو څخه وپېژنئ. 

زه تاسو نه پېژنم

( لوقا ۱۳: ۲۵-۲۷)

۲۱ یواځې ما ته په مالک مالک ویلو به څوک د آسمان پاچاهۍ ته وردننه نشي، بلکې هغه څوک چې زما د آسماني پلار رضا ترسره کړي  ۲۲ ډېر به د قیامت په ورځ ماته ووايي: مالکه، مالکه! آیا ستا په نوم مو نبوت نه ؤ کړی؟ او ستا په نوم مو پېریان نه ؤ ایستلي؟ او ستا په نوم مو ډېرې مُعجزې نه وې ښکاره کړې؟  ۲۳ نو هغه وخت به هغوی ته په ډاګه ووایم چې زه تاسو نه پېژنم، ای بدکارانو! زما څخه لرې شئ  ۲۴ نو هرڅوک چې زما دا خبرې واوري او پرې عمل وکړي نو هغه به د هغه پوه سړي سره تشبیه کړم چې خپل کوريې پرګټ باندې جوړکړ  ۲۵ کله چې باران وورید، سېلابونه راغلل، بادونه راوالوتل او پر دغه کور یې څپې ووهلې نو ړنګ نشو، ځکه چې پرګټ باندې جوړ شوی ؤ  ۲۶ او هرهغه چا چې زما خبرې واورېدې او پرهغې یې عمل ونکړ، د هغه ناپوهه سړي پشان دی چې خپل کوریې پرشګوباندې جوړکړ ۲۷ او کله چې باران وورېد، سېلابونه راغلل، بادونه راوالوتل او پردغه کوریې څپې ووهلې نو هغه ړنګ شو او څه لویه خرابي وه  ۲۸ کله چې عیسی دا خبرې پای ته ورسولې نو هغه ډله د هغۀ له تعلیم څخه حېرانه پاتې شوه  ۲۹ ځکه هغۀ د شرعې د عالمانو په څېر نه بلکې د ځواک د خاوند په څېر تعلیم ورکاوه. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.