بائبل Bible
Pashton Bible

متی ۸

یو جذامي ته روغتیا ورکول

( مرقس ۱: ۴۰-۴۵، لوقا ۵: ۱۲-۱۶)

۱ او کله چې هغه له غرۀ څخه راکوز شو نو یوه لویه ډله ور پسې روانه شوه  ۲ ناڅاپه یو جذامي راغی، د هغۀ مخکې په ګونډو شو او ويې ویل: مالکه! که چېرې ته وغواړې نو ما پاکولای شې  ۳ عیسی لاس ور اوږد کړ، هغه يې لمس کړ او ورته يې وفرمایل: زه غواړم، پاک شه! هماغه شېبه هغه له جذامه پاک شو  ۴ عیسی هغۀ ته وفرمایل: پدې هکله چاته څه مه وايه، بلکې لاړشه او خپل ځان مذهبي مشر ته وښایه او کومه شکرانه چې موسی ټاکلې ده هغه ورکړه ترڅو د هغوی لپاره ګواهي شي. 

د رومي افسر ایمان او د هعۀ د خادم روغتیا

( لوقا ۷: ۱-۱۰)

۵ او کله چې عیسی کپرناحوم ته ننوت نو یو رومي افسر ورته راغی او له هغۀ څخه یې غوښتنه وکړه چې  ۶ مالکه! زما خادم په کور کې شل پروت دی او ډېرسخت دردمن دی  ۷ عیسی هغۀ ته وفرمایل: زه به درشم او روغتیا به ورکړم  ۸ خو افسر په ځواب کې وویل: ای مالکه! زه د دې وړ نه یم ترڅو ته زما د بام لاندې راشې، خو که ته له همدې ځایه څه ووایې نو زما خادم به روغ شي  ۹ ځکه زه هم د امر لاندې سړی یم او د خپل لاس لاندې عسکر لرم او کله چې یوه ته ووایم لاړشه نو ځي او چې بل ته ووایم راشه نو راځي او چې خپل غلام ته ووایم فلانی کار وکړه نو هغه یې کوي  ۱۰ کله چې عیسی دا خبرې واورېدې نو حېران شو او خپلو ملګرو ته یې وفرمایل: په یقین سره تاسو ته وایم چې دا ډول ایمان مې په اسرائیلو کې هم ندی لیدلی  ۱۱ زه تاسو ته وایم چې ډېرخلک به له ختیځ او لویدیځ څخه راشي او د آسمان په پاچاهۍ کې به له ابراهیم، اسحاق او یعقوب سره په مېلمستیا کې کېني  ۱۲ خو د پاچاهۍ زامن به په تیارو کې بهر وغورځول شي، چېرې چې به ژړا او د غاښونو چیچل وي  ۱۳ بیاعیسی هغه افسرته وفرمایل: لاړشه! ستا د ایمان په اساس دې تا ته درکړل شي او هماغه شېبه د هغۀ خادم روغ شو. 

د پطروس د خواښې او نورو ناروغانو روغتیا

( مرقس ۱: ۲۹-۳۴، لوقا ۴: ۳۸-۴۱)

۱۴ او کله چې عیسی د پطروس کور ته لاړ نو ويې لیدل چې د پطروس خواښې تبې نیولې پرته وه  ۱۵ نو دهغې لاس يې لمس کړ، هغه تبې پرېښوده، راپورته شوه او د هغوی په خدمت يې پېل وکړ  ۱۶ او کله چې ماښام شو نو ډېر پېریانیان يې هغۀ ته راوستل، هغۀ په یوه امر له هغوی څخه پېریان وشړل او ټولو ناروغانو ته يې روغتیا ورکړه  ۱۷ ترڅو هغه وېنا پوره شي کومه چې د اشعیا نبي په ژبه ویل شوې وه چې: هغۀ زموږ کمزورۍ واخیستې او زموږ رنځونه یې زموږ څخه لرې کړل. 

د مسیح پېروي

( لوقا ۹: ۵۷-۶۲)

۱۸ او کله چې عیسی یوه لویه ډله ولیدله چې له هغۀ څخه را تاوه وه نو امر يې وکړ ترڅو بلې غاړې ته لاړ شي  ۱۹ هماغه وخت د شرعې یو عالم د هغۀ څنګ ته ورغی او ورته يې وویل: استاذه! هر چېرې چې ته ځې زه هم درسره ځم  ۲۰ عیسی هغۀ ته وفرمایل: ګیدړان غارونه لري او د هوا مرغان ځالې، خو د انسان زوی د خپل سر د ایښودو لپاره ځای نلري  ۲۱ بیا د هغۀ له شاګردانو څخه یو تن هغۀ ته وویل: مالکه! لومړی ما ته اجازه راکړه ترڅو لاړشم او خپل پلار ښخ کړم  ۲۲ عیسی هغۀ ته وفرمایل: ما پسې راشه او پرېږده چې مړي خپل مړي ښخ کړي. 

په بحیره کې د طوفان آرامول

( مرقس ۴: ۳۵-۴۱، لوقا ۸: ۲۲-۲۵)

۲۳ او کله چې په کشتۍ کې سپور شو نو شاګردان يې هم ورسره سپاره شول  ۲۴ ناڅاپه په بحیره کې یو لوی طوفان راغی، تر دې چې څپې پرکشتۍ راواوښتې او هغه ویده ؤ  ۲۵ نو شاګردان راغلل، هغه يې راویښ کړ او ورته يې وویل: مالکه! موږ وژغوره چې ډوبېږو  ۲۶ نو هغوی ته يې وفرمایل: ای کم ایمانو! ولې وېرېږئ؟ هماغه وخت را پاڅېد، بحیره او بادونه يې ورټل او آرامه آرامي شوه  ۲۷ او کله چې خلکو دغه مُعجزه ولیدله نو ویې ویل: دا څنګه سړی دی چې حتی بادونه او بحیره هم د هغۀ اطاعت کوي؟ 

دوو پېریانیانو ته روغتیا ورکول

( مرقس ۵: ۱-۲۰، لوقا ۸ : ۲۶-۳۹)

۲۸ او کله چې بلې غاړې د جدریانو سیمې ته ورسېد نو دوه تنه پېریانیان د هدېرې څخه راووتل او هغۀ ته ور مخامخ شول، هغوی دومره خطرناک وو چې هېچا نشو کولای له هغې لارې تېر شي  ۲۹ هغوی چیغې کړې: ای د خدای زویه! زموږ سره څه کار لرې؟ آیا ته دلته راغلی يې ترڅو له وخت نه وړاندې موږ ته عذاب راکړې  ۳۰ هلته لږ لرې دخوګانو یوه لویه رمه څرېدله  ۳۱ نو پېریانو له هغۀ څخه غوښتنه وکړه ويې ویل: که چېرې ته موږ وباسې نو دخوګانو هغې رمې ته مو ورولېږه  ۳۲ نوهغوی ته يې وفرمایل چې لاړشئ، هغوی راووتل او د خوګانو په رمه کې ورننوتل، هماغه شېبه ټوله رمه له پېچومې څخه کښته بحېرې ته ولوېده او په اوبو کې ډوبه شوه  ۳۳ خوګ څروونکي وتښتېدل، ښار ته لاړل او د پېریانیانو ټوله کیسه يې مشهوره کړه  ۳۴ نو ټول ښار د عیسی د کتلو لپاره بهر راووت او کله يې چې هغه ولید نو غوښتنه يې ترې وکړه ترڅو د هغوی له سیمې څخه ووځي. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.