بائبل Bible
Pashton Bible

متی ۹

شل سړي ته روغتیا ورکول

( مرقس ۲: ۱-۱۲، لوقا ۵: ۱۷-۲۶)

۱ بیا په کشتۍ کې سپورشو، پورېوت اوخپل ښارته راغی  ۲ پدغه وخت کې یې یو شل سړی هغۀ ته راوست چې په بستره کې یې څملولی ؤ، کله چې عیسی د هغوی ایمان ولید نو شل ته يې وفرمایل: ای زویه! ډاډه اوسه ستا ګناهونه وبخښل شول  ۳ هغه مهال د شریعت ځینې عالمانو له ځان سره وویل: دا سړی کُفر وايي  ۴ عیسی د هغوی په خیالونو پوه شو او ويې فرمایل: ولې داسې بد فکرونه کوئ؟  ۵ آیا دا خبره کول آسانه ده چې څوک ووايي ستا ګناهونه وبخښل شول او که دا چې پورته شه او په لار روان شه؟  ۶ خو د دې لپاره ترڅو تاسو پوه شئ چې د انسان زوی د مځکې پرمخ د ګناهونو د بخښنې واک هم لري، نو شل سړي ته يې مخ ور واړاوه او ورته يې وفرمایل: ودرېږه، بستره دې راواخله او خپل کور ته لاړشه  ۷ سړی سمدلاسه را پاڅېد او خپل کور ته لاړ  ۸ او هغې ډلې چې کله دا ننداره ولیدله نوسخت حېران شول، وېرې واخیستل او د خدای ستاینه یې وکړه، کوم چې خلکوته دا ډول ځواک وربخښي. 

د متی په کور کې مېلمستیا

( مرقس ۲: ۱۳-۱۷، لوقا ۵: ۲۷-۳۲)

۹ او کله چې عیسی له هغې ځایه تېرېده، نو د متی په نوم یو سړی يې ولید چې د مالیه ټولونې پرچوکۍ ناست ؤ، نو هغۀ ته يې وفرمایل: ما پسې راشه! هغه سمدلاسه را پاڅېد او د هغۀ پسې روان شو  ۱۰ او کله چې عیسی د هغۀ په کور کې ډوډۍ ته ناست ؤ نو ګڼ شمېرمالیه ټولوونکي او ګنهګاران راغلل، دعیسی او دهغۀ له شاګردانو سره کېناستل  ۱۱ کله چې فریسیانو داهرڅه ولیدل نو دهغۀ شاګردانو ته يې وویل: تاسو استاذ ولې له مالیه ټولوونکو او ګنهګارانو سره ډوډۍ خوري؟  ۱۲ کله چې عیسی دا واورېدل نو ويې فرمایل: روغ خلک طبیب ته اړتیا نلري خو ناروغان!  ۱۳ لاړ شئ او پدې ځان پوه کړئ چې زه رحمت غواړم نه قرباني او زه د دې لپاره نه يم راغلی چې رېښتیني د توبې لور ته راوبلم بلکې ګنهګاران. 

د روژې په هکله پوښتنه

( مرقس ۲: ۱۸-۲۲، لوقا ۵: ۳۳-۳۹)

۱۴ بیا د یحیی شاګردان هغۀ ته راغلل او ويې ویل: ولې موږ او فریسیان ډېرې روژې نیسو خوستا شاګردان روژې نه نیسي؟  ۱۵ عیسی هغوی ته وفرمایل: آیا د زوم د کور خلک ترهغې چې زوم ورسره وي کولای شي چې وير وکړي؟ خو داسې ورځې به راشي چې شاه به ترې واخیستل شي، بیا به هغوی روژه ونیسي  ۱۶ او هېڅوک هم پر زړو جامو نوی پېوند نه لګوي، ځکه چې هغه پېوند له جامې څخه بېلېږي او شکېدلی ځای به نور هم لوی شي  ۱۷ همدغه راز نوي شراب په زړو مشکونو کې نه اچوي او که نه نو مشکونه به وشکېږي، شراب به توې شي او مشکونه به هم لمنځه لاړ شي، بلکې نوي شراب په نویو مشکونو کې اچوي ترڅو دواړه خوندي پاتې شي. 

د یایروس د لور ژوندي کول

( مرقس ۵: ۲۱-۴۳، لوقا ۸: ۴۰-۵۶)

۱۸ هغۀ لا دا خبرې کولې چې د کنیسې یو مشر راغی، ورته په سجده شو او ويې ویل: همدا اوس مې لور مړه شوه، خو که چېرې ته راشې او خپل لاس پرې کېږدې نو را ژوندۍ به شي  ۱۹ عیسی پاڅېد او شاګردان یې هم ورپسې روان شول  ۲۰ نو دغه مهال یوه ښځه چې له دولسو کلونو راپدیخوا د وینې بهیدنې په ناروغۍ اخته وه، د شا له لوري راغله او د هغۀ د جامو په یوه څنډه يې لاس وواهه  ۲۱ ځکه هغې له ځان سره ویلي وو که چېرې زه یواځې دهغۀ جامې لمس کړم نو روغه به شم  ۲۲ عیسی مخ ور واړاوه، هغې ته یې وکتل او ويې فرمایل: ای لورې! ډاډه اوسه ځکه ستا ایمان تاته روغتیا درکړه او هماغه شېبه هغه ښځه روغه شوه  ۲۳ او کله چې عیسی د کنیسې د مشر کورته ننوت نو د ماتم کوونکو ګڼه ګوڼه او یوه ډله نور خلک یې ولیدل چې د غم شپېلۍ یې غږولې  ۲۴ نو هغوی ته يې وفرمایل: لرې شئ، ځکه چې انجلۍ مړه نه بلکې ویده ده او هغوی د هغۀ پورې وخندل  ۲۵ خو کله چې هغه ډله بهر وویستل شوه نو هغه دننه ننوت، انجلۍ یې له لاسه ونیوله او هماغه شېبه هغه راپورته شوه  ۲۶ او د دې کار آوازه په هغې ټولې سیمې کې خپره شوه. 

د دوو ړندو بینا کول

۲۷ او کله چې عیسی له هغې ځایه روان شو، نو دوه ړانده د هغۀ پسې شول او نارې یې وهلې چې: ای د داؤد زویه پرموږ رحم وکړه  ۲۸ او کله چې کورته ننوت نو هغه دوه ړانده هم د هغۀ څنګ ته ورغلل، نو عیسی هغوی ته وفرمایل: آیا ایمان لرئ چې زه د دې قدرت لرم ترڅو دا کار وکړم؟ هغوی وویل: هو مالکه  ۲۹ نو هماغه شېبه يې دهغوی سترګې لمس کړې او ويې فرمایل: څنګه چې ستاسو ایمان وي هماغه شان دې وشي  ۳۰ اوهماغه وخت د هغوی سترګې بینا شوې او عیسی هغوی ته په کلکه وفرمایل چې پدې هکله هېچاته څه ونه وايي  ۳۱ خو کله چې هغوی بهرلاړل نو په ټوله سیمه کې یې دا خبره مشهوره کړه  ۳۲ او کله چې هغوی بهر تلل، نو یو ګونګ پېریانی یې هغۀ ته راوست  ۳۳ او کله يې چې پېرۍ ترې وشړله نو ګونګ خبرې وکړې، ټول حېران شول او ويې ویل: داسې کار په اسرائیلو کې نه ؤ لیدل شوی  ۳۴ خو فریسیانو وویل: د پېریانو د مشر په مرسته پېریان راوباسي  ۳۵ عیسی په ټولو ښارونو او کلیو کې ګرځېده، په کنیسو کې یې تعلیم ورکاوه، د پاچاهۍ د زیري وعظ یې کاوه او د خلکو هرې ناروغۍ او رنځ ته يې روغتیا ورکوله  ۳۶ او کله یې چې د خلکو ګڼه ګوڼه ولیدله نو زړه یې پرې وسوځېد، ځکه هغوی دبې‌شپونکېوپسونو په څېر اندېښمن او بې‌وسه وو  ۳۷ نوخپلو شاګردانو ته یې وفرمایل: فصل پرېمانه دی خو مزدوران لږ دي  ۳۸ نو ځکه دفصل له څښتن څخه وغواړئ ترڅو د فصل د راټولولو لپاره مزدوران راولېږي. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.