بائبل Bible
Pashton Bible

متی ۱۰

د عیسی مسیح دولس رسولان

( مرقس ۳:۱۳-۱۹، لوقا ۶: ۱۲-۱۶)

۱ او هغۀ خپل دولس شاګردان راوغوښتل، هغوی ته یې د پېریانو د ویستلو او هرډول رنځ او ناروغیو د روغتیا واک ورکړ  ۲ د هغو دولسو رسولانو نومونه دا دي: لومړۍ شمعون چې په پطروس مشهور دی او د هغۀ ورور اندریاس، یعقوب د زبدي زوی او دهغۀ وروریوحنا  ۳ فیلیپوس اوبرتولما، توما اومالیه ټولوونکی متی، یعقوب د حلفي زوی او تدي  ۴ شمعون ننګیالی او یهودا اسخریوطي کوم چې دهغۀ جاسوسي وکړه. 

عیسی خپل دولس رسولان ولېږل

( مرقس ۶: ۷-۱۳، لوقا ۹:۱-۶)

۵ نو عیسی خپل دولس رسولان ولېږل، هغوی ته یې لارښوونه وکړه او ورته یې وفرمایل: غېر یهودو ته مه ورځئ او د سامریانو ښارونو ته مه ننوځئ  ۶ بلکې د اسرائیلو د کور د ورکو شوو پسونوڅنګ ته ورشئ  ۷ او د تللو په حالت کې دا پېغام ورکړئ چې د آسمان پاچاهي نږدې ده  ۸ ناروغانو ته روغتیا ورکړئ، مړي راژوندي کړئ، د جذام ناروغان پاک کړئ او پېریان وباسئ، وړیا مو موندلې او وړیا یې ورکړئ  ۹ سره زر، سپین زر یا مس په خپلو ملابندونو کې مه ذخېره کوئ  ۱۰ او د سفر لپاره بکس، دوه کمیسونه یا څپلۍ او نور سامان له ځان سره مه اخلئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ مستحق دی  ۱۱ او کله چې هرښار یا کلي ته ننوځئ، نو پوښتنه وکړئ چې هلته څوک ستاسو د کوربه توب وړتیا لري او تر وتلو پورې هلته پاتې شئ  ۱۲ او کوم کور ته چې ننوځئ نو هغوی باندې سلام واچوئ  ۱۳ که چېرې هغه کور د سلام وړ وي، نو ستاسو سلام به هغوی ته ورسېږي او که چېرې وړ نه وي، نو ستاسو سلام به تاسو ته در وګرځي  ۱۴ خو که چېرې څوک تاسو ونه مني او یا ستاسو خبروته غوږ کېنږدي، نو کله چې له هغې کور یا ښار څخه وځئ نو د خپلو پښو دوړې وڅنډئ  ۱۵ او زه په یقین سره تاسو ته وایم چې د قیامت په ورځ به د سدوم او عمورې د مځکې حال لدې ښار څخه غوره وي. 

د کړاوونو او ربړونو په هکله پېش بینې

( مرقس ۱۳: ۹-۱۳، لوقا ۲۱: ۱۲-۱۷)

۱۶ ګورئ! زه تاسو د پسونو پشان د شرمښانو منځ ته لېږم، نو د مارانو په څېر هوښیار او د کفترو په څېر بې‌آزاره واوسئ  ۱۷ او د خلکو په هکله هوښیار اوسئ، ځکه هغوی به تاسو محکمو ته وسپاري او په کنیسو کې به مو په قمچینو ووهي  ۱۸ او تاسو به زما پخاطر د چارواکو او پاچایانو مخې ته بوځي ترڅو پرهغوی او غېر یهودو باندې ګواهي ورکړئ  ۱۹ او کله چې تاسو وسپاري نو دا اندېښنه مه کوئ چې څه او څنګه ووایاست، ځکه هماغه شېبه به تاسو ته درکړل شي چې باید څه ووایاست  ۲۰ ځکه هغه مهال تاسو ویونکي نه یاست، بلکې د پلار روح به پتاسوکې خبرې کوي  ۲۱ ورور به ورور او پلار به زوی مرګ ته وسپاري اولاد به د مور پلار پرخلاف راپورته شي او مرګ ته به یې وسپاري  ۲۲ زما د نوم پخاطر به ټول خلک لتاسو څخه کرکه کوي، خو څوک چې تر پایه صبر وکړي نو وبه ژغورل شي  ۲۳ او کله چې تاسو په یوه ښار کې وکړوي نو بل ښارته پناه یوسئ او زه درته په یقین سره وایم لدې وړاندې چې د اسرائیلو ټولو ښارونو ته لاړ شئ نو د انسان زوی به راشي  ۲۴ زده کوونکی له ښوونکي څخه غوره ندی او نه خو غلام له خپل بادار څخه غوره دی  ۲۵ د زده کوونکي لپاره دا کافي ده ترڅو دخپل استاذ پشان شي او غلام دخپل بادار پشان، نو که چېري د کور خاوند ته بعلزبول وویل شي نو د کور اوسېدونکي به تردې هم په ټيټ نوم ونومول شي. 

وېره له چانه

( لوقا ۱۲: ۲-۷)

۲۶ نوله هغوی څخه مه وېرېږئ، ځکه داسې پټ شی نشته چې راښکاره نشي او نه داسې پټ راز چې را برسېره نشي  ۲۷ هغه څه چې زه په تیاره کې تاسو ته وایم په رڼا کې یې ووایاست او هغه څه چې تاسو ته په غوږ کې وویل شي نو د بامونو په سر یې بیان کړئ  ۲۸ او د جسم له وژونکو څخه چې د روح د وژلو قدرت نلري مه وېرېږئ، بلکې له هغۀ څخه ووېرېږئ چې په دوزخ کې د روح او جسم دواړو د وژلو ځواک لري  ۲۹ آیا دوه مرغۍ په یوه روپۍ نه پلورل کېږي؟ سره لدې چې ستاسو د پلار له حکم پرته یوه هم پرمځکه نه رالوېږي  ۳۰ او ستاسو د سرټول وېښتان هم شمېرل شوي دي  ۳۱ نو وېره مه کوئ ځکه تاسو له بې شمېره مرغیو څخه ډېر غوره یاست. 

د مسیح اقرار کول

( لوقا ۱۲: ۸-۹)

۳۲ او څوک چې دخلکو پر وړاندې زما اقرار وکړي نو زه به هم دخپل آسماني پلار پر وړاندې دهغۀ اقرار وکړم ۳۳ خو هرڅوک چې د خلکو پر وړاندې زما څخه انکار وکړي، نو زه به هم دخپل آسماني پلار پر وړاندې له هغۀ څخه انکار وکړم. 

سوله یا جګړه

( لوقا ۱۲: ۵۱-۵۳ او ۱۴: ۲۶-۲۷)

۳۴ دا ګمان مه کوئ چې زه راغلی یم ترڅو مځکې ته سوله راوړم زه د سولې لپاره راغلی نه یم بلکې د تورې لپاره  ۳۵ زه راغلی یم ترڅو زوی دخپل پلار او لور د خپلې مور او ننګور د خواښې په مقابل کې راپورته کړم  ۳۶ او د سړي دښمنان به د هغۀ د کور خلک وي  ۳۷ هرڅوک چې له خپل پلار یا مور سره زما څخه ډېره مینه کوي، نو هغه زما لایق نه دی او هرڅوک چې له خپل زوی یا لور سره زما څخه ډېره مینه کوي، هغه زما لایق نه دی  ۳۸ اوڅوک چې خپل صلیب راپورته نکړي اوما پسې رانشي، هغه زما لایق نه دی  ۳۹ څوک چې کوښښ کوي خپل ځان ساتي نو له لاسه به يې ورکړي او څوک چې زما لپاره خپل ځان له لاسه ورکړي نو هغه به ترلاسه کړي. 

اجر

( مرقس ۹: ۴۱)

۴۰ څوک چې تاسو ومني، زه یې ومنلم او چاچې زه ومنلم نو زما رالېږونکی یې منلی دی  ۴۱ او څوک چې یو نبي د نبي په نوم ومني، د نبي اجر به ومومي او څوک چې یو رېښتینی د رېښتیني په نوم ومني نو د رېښتیني اجر به ومومي  ۴۲ او هرڅوک چې دغو کوچنیانو ته زما د شاګردۍ په نامه د یخو اوبو یو جام ورکړي، نو په یقین سره تاسو ته وایم بې‌اجره به پاتې نشي. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.