بائبل Bible
Pashton Bible

متی ۱۱

د یحیی د شک لرې کول

( لوقا ۷ : ۱۸-۳۵)

۱ او کله چې عیسی خپلو دولسو شاګردانو ته دغه لارښوونې وکړې نو له هغې ځای څخه روان شو، ترڅو دهغوی په ښارونو کې تعلیم ورکړي او وعظ وکړي  ۲ او کله چې یحیی په زندان کې د مسیح د کارونو په هکله واورېدل نو خپل څو تنه شاګردان يې ورولېږل  ۳ او هغۀ ته يې وویل: آیا هغه راتلونکی ته یې، که موږ د بل چا انتظار وباسو؟  ۴ عیسی هغوی ته ځواب ورکړ: لاړ شئ او هغه څه مو چې اورېدلي او لیدلي دي یحیی ترې خبرکړئ  ۵ داچې ړانده بینا کېږي، شلان ګرځي، د جذام ناروغان پاکېږي، کاڼه اوري، مړي را ژوندي کېږي او غریبان زیری اوري  ۶ خو بختور هغه څوک دی چې پرما شک ونکړي  ۷ کله چې هغوی لاړل نو عیسی له هغې ډلې سره د یحیی په هکله خبرې پېل کړې چې: د څه شي د لیدلو لپاره دښتې ته تللي وئ؟ آیا د هغې لوښې لپاره چې د باد په وسیله خوځېږي؟  ۸ د څه شي د لیدلو لپاره بهر تللي وئ؟ د هغه سړي لپاره چې ورېښمینې جامې یې اغوستې دي؟ بې له شکه هغه خلک چې ورېښمینې جامې اغوندي د پاچایانو په قصرونو کې اوسېږي  ۹ خو د څه شي د لیدلو لپاره بهر تللي وئ؟ آیا د یو نبي لپاره؟ هوکې! تاسو ته وایم: له نبي څخه هم غوره  ۱۰ ځکه هغه هماغه څوک دی چې د هغۀ په هکله لیکل شوي دي، دا دی زه لتا څخه وړاندې خپل رسول لېږم، ترڅو ستا لاره ستا پر وړاندې تیاره کړي  ۱۱ نو په یقین سره تاسو ته وایم چې: له یحیی څخه پرته بل څوک لوی ندی زېږول شوی، خو بیاهم د خدای په پاچاهۍ کې تر ټولو کوچنی له هغۀ څخه لوی دی  ۱۲ او د تعمید ورکوونکي یحیی له ورځو څخه تر اوسه، د آسمان پاچاهي مجبوره کېږي او سر زوري په زور سره پرهغې یرغل کوي  ۱۳ ځکه چې ټولو انبیاو او تورات تر یحیی پورې نبوت کاوه  ۱۴ او که چېرې دا منئ نو یحیی هماغه الیاس دی چې باید راغلی وای  ۱۵ هرڅوک چې اورېدونکي غوږونه لري نو باید واوري  ۱۶ او زه د دې زمانې خلک له څه شي سره تشبیه کړم؟ له هغو ماشومانو سره چې په بازار کې ناست وي، خپلو ملګرو ته نارې وهي او وايي:  ۱۷ موږ تاسو ته شپېلۍ ووهله او تاسو نڅا ونکړه او موږ تاسو ته وير وکړ خو تاسو ژړا ونکړه  ۱۸ ځکه یحیی راغی، نه یې خوراک کاوه او نه څښاک، نو دوی وویل چې هغه پېریانی دی  ۱۹ خو اوس چې د انسان زوی راغلی، چې هم خوراک کوي هم څښاک، نو وايي وګورئ خیټور شرابي، د ګنهګارانو او مالیه ټولوونکو ملګری دی، خو حکمت په خپلو کارونو کولو رېښتینی ثابت شوی دی. 

پر ګنهګارو ښارونو افسوس کول

( لوقا ۱۰: ۱۳- ۱۵)

۲۰ بیا یې د هغو ښارونو په غندلو پېل وکړ، په کومو کې چې هغۀ خپلې ډېرې مُعجزې ښکاره کړې وې او په توبه نه ویستلو يې هغوی ملامته کړل  ۲۱ او ویې فرمایل: افسوس پرتا ای خورزینه! افسوس پرتا ای بېت‌صېدا! ځکه هغه مُعجزې چې پتا کې شوي دي، که چېرې په صور اوصیدون کې شوي وای، نوپه یقین سره هغوی به په ایرو کې ناست وو او توبه به يې ویستلې وه  ۲۲ خو تاسو ته وایم چې د قیامت په ورځ به د صور او صیدون حالت لتاسوڅخه آسانه وي  ۲۳ او ای کپرناحومه! آیا ته داسې ګڼې چې ستا مقام به تر آسمانه پورته کړای شي؟ ته به دوزخ ته وغورځول شې، ځکه کومې مُعجزې چې پتا کې وشوې، که چېرې په سدوم کې شوې وای، نو هغه به تر ننه پاتې ؤ  ۲۴ خو تاسو ته وایم چې د قیامت په ورځ به د سدوم د مځکې حالت لتا څخه آسانه وي. 

زما لورته راشئ

( لوقا ۱۰: ۲۱-۲۲)

۲۵ بیا عیسی متوجه شو او ویې فرمایل: ای پلاره، ای د مځکې او آسمان مالکه! زه ستا ستاینه کوم چې داخبرې دې له پوهانو او هوښیارانو څخه پټې ساتلې او وړو ماشومانو ته دې ښکاره کړې دي  ۲۶ هو پلاره! ستا غوښتنه همداسې وه  ۲۷ هرڅه زما پلار ماته راسپارلي دي او هېڅوک له پلار پرته زوی نه پېژني او پلار هم له زوی پرته څوک نه پېژني، خو پرته له هغه چاچې زوی یې ورته وښايي  ۲۸ ای ټولو هغو خواریکښو چې پېټی مو دروند دی ماته راشئ، زه به تاسو ته آرامي درکړم  ۲۹ زما جغ په غاړه کېږدئ او زما څخه زده کړه وکړئ، ځکه زه مهربان او په زړه نرم یم، نو ستاسو روحونه به آرام ومومي  ۳۰ ځکه چې زما جغ پوست او زما پېټی سپک دی. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.