بائبل Bible
Pashton Bible

متی ۱۲

د خالی ورځې په هکله پوښتنه

( مرقس ۲: ۲۳-۲۸، لوقا ۶: ۱-۵)

۱ په هغه وخت کې عیسی د خالي په ورځ دغنمو له پټوڅخه تېرېده، د هغۀ شاګردان چې اوږي شوي وو، نو د وږو په شکولو او خوړلو يې پېل وکړ  ۲ کله چې فریسيانو دا ولیدل نوهغۀ ته یې وویل: وګوره! ستا شاګردان داسې کار کوي چې د خالي په ورځ د هغې کول ناروا دي  ۳ نو هغوی ته يې وفرمایل: آیا تاسو لوستلي ندي چې کله داؤد او د هغۀ ملګري اوږي وو نو څه يې وکړل؟  ۴ هغه څنګه د خدای کور ته ننوت او د نذر ډوډۍ یې وخوړه، چې دهغې خوړل له مذهبي مشرانو پرته، هغۀ او د هغۀ ملګرو ته روا نه وه  ۵ آیا تاسو په تورات کې لوستي ندي چې مذهبي مشران په سپېڅلي کور کې د خالي په ورځو کې د خالي د ورځې درنښت نکوي، خو بیا هم بیګناه شمېرل کېږي  ۶ خو تاسوته وایم چې دلته څه نور هم شته کوم چې د سپېڅلي کور نه هم لوی دی  ۷ او که چېرې تاسو د دې آیت په مانا پوهېدلای چې: زه رحم غواړم نه قرباني نو تاسو به هم بېګناه خلک نه ملامتول  ۸ ځکه چې د انسان زوی د خالي د ورځې مالک هم دی. 

د وچ لاسي سړي روغتیا

( مرقس ۳: ۱-۶، لوقا ۶: ۶-۱۱)

۹ نوله هغې ځای څخه لاړ او د هغوی کنیسې ته ورننوت  ۱۰ هلته يې یو سړی ولید چې لاس يې وچ شوی ؤ، نو له عیسی څخه يې پوښتنه وکړه: آیا د خالي په ورځ روغتیا ورکول روا دي که نه؟ هغوی پدې لټه کې وو، ترڅو د هغۀ د تورنولو لپاره دلیل پېدا کړي  ۱۱ نو هغۀ ورته وفرمایل: آیا ستاسوڅخه داسې څوک شته چې یوه مېږه ولري او هغه د خالي په ورځ په کنده کې ولوېږي او هغه دې یې راونباسي؟  ۱۲ نو انسان له مېږې څخه څومره ډېر غوره دی، نو لدې کبله د خالي په ورځو کې نېکي کول روا دي  ۱۳ بیا يې هغه سړي ته وفرمایل: لاس دې را اوږد کړه، هغۀ لاس ور اوږد کړ او هغه وچ لاس یې د بل لاس په څېرروغ شو ۱۴ خو فریسیان بهرلاړل او غونډه یې وکړه چې څه ډول هغه ووژني  ۱۵ او کله چې عیسی د هغوی په پلان پوه شو نو له هغې ځای څخه روان شو او یوه لویه ډله د هغۀ پسې ور روانه وه، نوهغو ټولو ته يې روغتیا ورکړه  ۱۶ او هغوی ته يې په کلکه وفرمایل چې هغۀ ته شهرت ورنکړي  ۱۷ ترڅو هغه وېنا پوره شي کومه چې د اشعیا نبي په ژبه ویل شوې وه:  ۱۸ دا دی زما هغه خادم کوم چې ما غوره کړی دی، زما محبوب چې روح مې ترې خوشاله دی، زه به پرهغۀ د خپل روح سیوری وکړم، ترڅو غېر یهودو ته انصاف اعلان کړي  ۱۹ شخړه او شور به ونکړي او هېڅوک به په کوڅو کې د هغۀ غږ وانوري  ۲۰ رالوېدلې دُرمه به ماته نکړي او نیمه سوې پلته به غلې نکړي ترڅو انصاف بریالی کړي  ۲۱ او قامونه به د هغۀ د نوم پورې هېلې وتړي. 

د مذهبي مشرانو تور

( مرقس ۳: ۲۰-۳۰، لوقا ۱۱: ۱۴-۲۳)

۲۲ او بیا خلکو یو پېریانی چې ړوند او ګونګ ؤ هغۀ ته راوست، نو هغۀ ته يې روغتیا ورکړه او هغه ړوند او ګونګ بینا او ویاند شو  ۲۳ هغه ټوله ډله حېرانه شوه او ويې ویل: آیا دا سړی د داؤد زوی ندی؟  ۲۴ خو کله چې فریسیانو دا هرڅه واورېدل نو ويې ویل: دا سړی د پېریانو د مشر بعلزبول په مرسته پېریان وباسي  ۲۵ او کله چې عیسی د هغوی په خیالاتو پوه شو نو ورته يې وفرمایل: هره پاچاهي چې پرخپل ضد وویشل شي لمنځه ځي او په هر کور کې چې کورګوټي جوړ شي هغه را نسکورېږي  ۲۶ نو که چېرې شېطان، شېطان وباسي خامخا په خپل ځان کې وېشل کېږي، نو د هغۀ پاچاهي به څنګه پاتې شي؟  ۲۷ او که چېرې زه د بعلزبول په مرسته پېریان وباسم، نو بیا ستاسو زامن د چا پواسطه پېریان راوباسي؟ لدې امله به هغوی ستاسو قضاوت کوونکي واوسي  ۲۸ خو که چېرې زه د خدای د روح پواسطه پېریان وباسم، نو په یقین سره د خدای پاچاهي پرتاسو راغلې ده  ۲۹ او څرنګه څوک کولای شي چې د یو زورور سړي کورته ننوځي او د هغۀ اسباب لوټ کړي، خو دا چې لومړی هغه زورور وتړي او بیا دهغۀ کور لوټ کړي  ۳۰ هرڅوک چې ماسره ندی، هغه زما پرخلاف دی او څوک چې زما سره راټول نشي نو شیندل کېږي  ۳۱ نو لدې کبله تاسو ته وایم چې، د انسان هر ډول کُفر او ګناه بخښل کېږي، خو د سپېڅلي روح پرخلاف کُفر به ونه بخښل شي  ۳۲ او هرڅوک چې د انسان د زوی پرخلاف خبرې وکړي، وبه بخښل شي، خوڅوک چې د سپېڅلي روح پرخلاف خبرې وکړي، هغه به ونه بخښل شي، نه پدې دنیا او نه په راتلونکې دنیا کې. 

ونه او د هغې مېوه

( لوقا ۶: ۴۳ – ۴۵ )

۳۳ ښه ونه وکرئ نو د هغې مېوه به هم ښه وي او که چېرې بده ونه وکرئ نو د هغې مېوه به هم بده وي، ځکه چې ونه د هغې له مېوې څخه پېژندل کېږي.  ۳۴ ای د مار بچو! څنګه کولای شئ چې ښه خبره وکړئ پداسې حال کې چې بد یاست، ځکه چې ژبه له ډک زړه څخه خبرې کوي  ۳۵ ښه سړی د خپل زړه له ښې خزانې څخه ښه شیان راوباسي او بد سړی د خپل زړه له بدې خزانې څخه بد شیان راوباسي  ۳۶ خو تاسو ته وایم: هره غلطه خبره چې خلک يې کوي، د قیامت په ورځ به د هغې حساب ورکوي  ۳۷ ځکه چې تاسو به د خپلو خبرو له امله یا برأت واخلئ او یا به د خپلو خبرو له امله ملامته کړای شئ. 

دمُعجزې غوښتنه

( مرقس ۸: ۱۱-۱۲، لوقا ۱۱: ۲۹ - ۳۲ )

۳۸ بیا ځینو د شریعت عالمانو او فریسیانو هغۀ ته په ځواب کې وویل: ای استاذه! موږ غواړو چې لتا څخه مُعجزه ووینو  ۳۹ نو هغۀ ورته په ځواب کې وفرمایل: بدکار او زناکار نسل مُعجزه غواړي خو هغوی ته به د یونس نبي له مُعجزې پرته بله ورنکړل شي  ۴۰ لکه څرنګه چې یونس درې شپې او ورځې د کب په ګېډه کې پاتې شو، نو په همدې ډول به د انسان زوی هم درې شپې او ورځې د مځکې په ګېده کې تېرې کړي  ۴۱ د نینوا خلک به د قیامت په ورځ لدې طایفې سره راپورته شي او هغوی به ملامته کړي، ځکه هغوی د یونس د موعظې له کبله توبه وویستله، خو څوک چې دلته دی هغه له یونس څخه هم لوی دی  ۴۲ د قیامت په ورځ به د سویل ملکه، لدې طایفې سره راپورته شي او دوی به ملامته کړي، ځکه هغه د مځکې له آخري برخې څخه راغله ترڅو د سلیمان حکمت واوري، خو دلته چې څوک دی هغه تر سلیمانه ډېر لوی دی. 

د پېریانو بېرته راتلل

( لوقا ۱۱: ۲۴ - ۲۶ )

۴۳ او کله چې پېری له یو سړي څخه ووځي نو د آرام لپاره په بې‌اوبو دښتو کې ګرځي او کله چې د آرام ځای ونه مومي  ۴۴ نو وايي: له کوم کور څخه چې راغلی وم، بېرته ورستنېږم او کله چې راشي او خپل کور پاک او جارو شوی وویني  ۴۵ نو بیا ځي او له ځانه سره نور اووه سخت پلیت پېریان راولي، په هغه کې ننوځي او هلته مېشت کېږي او د هغه سړي پایلې له پېل څخه هم خرابې شي، نو په همدې ډول به لدې بدکار نسل سره هم وشي. 

عیسی خپله اصلي کورنۍ راپېژني

( مرقس ۳: ۳۱-۳۵، لوقا ۸: ۱۹-۲۱)

۴۶ هغۀ لا د هغې ډلې سره خبرې کولې چې مور او وروڼه یې راښکاره شول او له هغۀ سره د خبرو کولو په موخه بهر ولاړ وو  ۴۷ نو یو تن هغۀ ته وویل: ستا مور او وروڼه بهر ولاړ دي او غواړي چې لتا سره خبرې وکړي  ۴۸ نو خبرې کوونکي ته يې په ځواب کې وفرمایل: زما مور څوک ده؟ او زما وروڼه څوک دي؟  ۴۹ خپل لاس يې د شاګردانو لور ته اوږد کړ او ويې فرمایل: دوی زما مور او وروڼه دي  ۵۰ ځکه هرڅوک چې زما د آسماني پلار رضا ترسره کړي، نو هماغه زما ورور، خور او مور ده. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.