متی ۱۳
د څلور ډوله مځکې مثال
( مرقس۴ : ۱-۹، لوقا ۸: ۴-۸)
۱ بیا په هماغه ورځ عیسی له کوره راووت او د بحېرې پرغاړه کېناست ۲ ډېرخلک له هغۀ څخه راتاو شول، تردې چې هغه ترې کشتۍ ته وخوت، هلته کېناست او هغه ټوله ډله د بحېرې په غاړه ولاړه پاتې شوه ۳ او هغوی ته يې په مثالونو کې ډېرې خبرې وکړې ویې فرمایل: یو بزګر د تخم شیندلو لپاره بهر لاړ ۴ او کله يې چې تخم شینده، نو یوه برخه د لارې څنګ ته ولوېد، مرغان راغلل او هغه يې وخوړ ۵ او څه تخم په تیږو کې ولوېد، چېرې چې ډېره خاوره نه وه او ژر زرغون شو، ځکه چې مځکې ژوروالی نه درلود ۶ خو کله چې لمر راوخوت نو وسوځېد، ځکه چې رېښې يې نه درلودې او وچ شو ۷ خوڅه تخم په اغزو کې ولوېد، اغزو وده وکړه او هغه يې لاندې کړ ۸ خوڅه تخم په ښه مځکه کې ولوېد، ښه رازرغون شو، ځینې یو په سل، ځینې یو په شپیته او ځینې یو په دیرش ۹ که څوک اورېدونکي غوږونه لري نو هغه دې واوري.د مثال مقصد
( مرقس ۴: ۱۰-۱۲، لوقا ۸: ۹-۱۰)
۱۰ بیا شاګردان راغلل او له هغۀ څخه يې پوښتنه وکړه چې، ولې ته لدوی سره په مثالونو کې خبرې کوې؟ ۱۱ نو هغوی ته يې ځواب ورکړ: د آسمان د پاچاهۍ رازونه د پوهاوي په موخه تاسو ته درکړل شوي، خو دوی ته ندي ورکړل شوي ۱۲ ځکه څوک چې څه لري نو هغۀ ته به نور هم ورکړل شي او نور به هم ورسره ډېر شي اوڅوک يې چې نلري نو هغه څه چې لري هغه به هم ترې واخیستل شي ۱۳ نو لدې کبله لدوی سره په مثالونو کې خبرې کوم، ځکه چې دوی ګوري خو نه ویني، اورېدونکي دي خو نه اوري او نه پوهېږي ۱۴ او د دوی په هکله د اشعیا نبوت پوره کېږي چې وايي: په اورېدلو به يې واوري خو پرې به پوه نشي، نظر به واچوي وبه يې ګوري خو وبه يې نه ویني ۱۵ ځکه چې د دې قام زړونه سخت شوي دي، غوږونه يې کاڼه شوي دي او سترګې یې پټې شوي دي او که نه نو سترګو به يې لیدل، غوږونو به يې اورېدل او زړونه به يې پوهېدل، هغوی به بېرته راستانه شوي وای او ما به هغوی ته روغتیا ورکړې وه ۱۶ خو ستاسو سترګې بختورې دي، ځکه چې ویني او ستاسو غوږونه بختور دي، ځکه چې اوري ۱۷ او تاسوته په یقین سره وایم چې، ډېرو انبیاو او بزرګانو غوښتل ترڅو هغه څه وویني کوم چې تاسو وینئ، خو ويې نه لیدل او هغه څه چې اورئ ترڅو هغوی یې هم واوري، خو هغوی وانه ورېدل.د مثال تشریح
( مرقس ۴: ۱۳-۲۰، لوقا ۸: ۱۱-۱۵)
۱۸ نو تاسو د بزګر مثال واورئ ۱۹ څوک چې د خدای د پاچاهۍ کلام اوري او پرهغې پوه نشو، نو شېطان راځي او هغه څه چې د هغۀ په زړه کې کرل شوي وي هغه ورڅخه وړي، نو دا هغه تخم دی چې په لار کې کرل شوی دی ۲۰ او کوم چې په تیږو کې غورځېدلي هغه دی چې کلام یې واورېد او سمدلاسه يې په خوښۍ سره ومنلو ۲۱ خو ریښه يې کلکه نه وه او د درېدو طاقت یې نه درلود او کله چې د کلام په وجه له سختۍ یا کومې ستونزې سره مخامخ شي، نو هماغه وخت وښوئېږي ۲۲ او هغه چی د اغزو په منځ کې ولوېد، هغه دی چې کلام واوري، خو دنیوي اندېښنې او د شتمنۍ غولونه کلام زندۍ کړي او بېمېوې پاتې شي ۲۳ او هغه چي په ښه مځکه کې وکرل شو هغه دی چې کلام يې واورېد، په هغۀ پوهېږي او مېوه هم ورکوي، ځینې یو په سل، ځینې یو په شپېته او ځینې یو په دېرش مېوه نیسي.د بېګټې واښو (جودرو) مثال
۲۴ او هغوی ته يې یوبل مثال راوړ ويې فرمایل: د آسمان پاچاهي د هغه سړي په څېرده چې په خپل پټي کې ښه تخم وکري ۲۵ او کله چې ویده ؤ نو دښمن يې راغی، په غنمو کې يې جودر وشیندل او لاړ ۲۶ او کله چې غنم راشنه شول او وږي یې وویستل نو جودر هم راښکاره شول ۲۷ نو مزدوران خپل بادار ته ورغلل او ورته يې وویل: ای باداره! آیا تا په خپله مځکه کې ښه تخم کرلی نه ؤ؟ نو دا جودر پکې له کومه ځایه راغلل؟ ۲۸ نو هغوی ته يې وویل: دا د دښمن کار دی، بیا مزدورانو وویل: آیا لاړ شو ترڅو هغه راټول کړو؟ ۲۹ خو هغۀ ورته وویل: نه، داسې نه چې د جودرو د راټولولو پرمهال غنم هم ورسره وباسئ ۳۰ نو پرېږدئ چې دواړه د لَو تر وخته یوځای سره وده وکړي او د لَو په موسم کې به لَوګرو ته ووایم چې لومړی جودر راټول کړي او د سوزولو لپاره ترې ګېډۍ جوړې کړي، خو غنم زما په زېرمو کې ذخېره کړئ.د شړشمو د دانې مثال
( مرقس ۴: ۳۰-۳۲، لوقا ۱۳: ۱۸-۱۹)
۳۱ او هغوی ته يې یوبل مثال راوړ ويې فرمایل: د آسمان پاچاهي دشړشمو دهغې دانې په مثال ده چې یوتن راواخیسته او په خپل پټي کې یې وکرله ۳۲ سره لدې چې د دې تخم دانه له نورو ټولو تخمونو څخه کوچنۍ ده خو کله چې وده وکړي نو د نورو ټولو بوټو په پرتله لوئېږي او یوه داسې ونه ترې جوړېږي چې د هوا مرغان راځي او په څانګو کې یې ځالې جوړوي.د تومنې (خمیر مایې) مثال
( لوقا ۱۳: ۲۰-۲۱)
۳۳ او هغوی ته يې یوبل مثال راوړ ويې فرمایل: د آسمان پاچاهي د هغې تومنې په څېر ده چې یوې ښځې راواخیسته او په درې پیمانو وړو کې یې ګډه کړه تر څو ټول خمیره شو ۳۴ او عیسی دغه ټولې خبرې هغو خلکو ته په مثالونو کې وکړې او له مثال پرته يې هغوی ته هېڅ هم ونه ویل ۳۵ ترڅو د خدای هغه کلام پوره شي، کوم چې د نبي په ژبه ویل شوی ؤ: خپله خوله په مثالونو سره پرانېزم او هغه خبرې به ښکاره کړم چې د نړۍ له پېدایښت راهیسې پټې پاتې دي.د جودرو د مثال تشریح
۳۶ بیا عیسی هغه ډله رخصت کړه او کورته ننوت، شاګردان یې د هغۀ څنګ ته راغلل او ویې ویل: موږ ته په پټي کې د جودرو مثال تشریح کړه ۳۷ نو هغوی ته یې په ځواب کې وفرمایل: څوک چې ښه تخم کري، هغه د انسان زوی دی ۳۸ او پټی دا دنیا ده، ښه تخم د پاچاهۍ زامن دي او جودر د شېطان اولاد دی ۳۹ هغه دښمن چې هغه یې وکرل شېطان دی، د لَو موسم آخره زمانه ده او لَوګري فرښتې دي ۴۰ او لکه څرنګه چې جودر راټولوي او په اورکې یې سوزوي، نو همدغه ډول به په آخره زمانه کې وشي ۴۱ چې د انسان زوی به خپلې فرښتې راولېږي، ټول تیندک ورکوونکي او ګنهګاران به راټول کړي ۴۲ او هغوی به د اور په تنور کې واچوي، چېرې چې به ژړا او د غاښونو چیچل وي ۴۳ او هغه وخت به رېښتیني د خپل پلار په پاچاهۍ کې د لمر په څېر وځلېږي، څوک چې اورېدونکي غوږونه لري نو هغوی دې واوري.د آسماني پاچاهۍ نور درې مثالونه
۴۴ او د آسمان پاچاهي په مځکه کې د هغې پټې خزانې په څېر ده، چې یو سړي هغه وموندله او بېرته یې پټه کړه، په خوښۍ سره لاړ او هرڅه یې چې لرل هغه يې خرڅ کړل اوهغه مځکه یې واخیستله ۴۵ او د آسمان پاچاهي د هغه تاجر په څېر ده، چې د ښو مرغلرو په لټه کې وي ۴۶ او کله یې چې یوه قیمتي مرغلره وموندله نو لاړ، خپله ټوله شتمنې یې وپلورله او هغه یې وپېرله ۴۷ او همدغه راز د آسمان پاچاهي د هغې جال په څېر ده، چې کله بحیرې ته واچول شي نو هر ډول کبان پکې ننوځي ۴۸ او کله چې ډک شي نو غاړې ته یې راوباسي، بیا کېني او ښه کبان په لوښو کې واچوي او خراب لرې وغورځوي ۴۹ همدغه راز به په آخره زمانه کې هم وشي، فرښتې به راووځي، بدان به له نېکانو بېل کړي ۵۰ او هغوی به د اور په تنور کې واچوي، چېرې به چې ژړا او د غاښونو چیچل وي ۵۱ عیسی هغوی ته وفرمایل: آیا تاسو پدې ټولو خبرو پوه شوئ؟ هغوی وویل: هو ۵۲ نو هغوی ته یې وفرمایل: لدې کبله هر استاذ چې د آسمان په پاچاهۍ کې زده کړه کړې، د کور د هغه خاوند په څېر دی چې د خپل کور له پس خانې څخه نوي او زاړه شیان راوباسي.د ناصریې د خلکو بېایماني
( مرقس ۶: ۱-۶، لوقا ۴: ۱۶-۳۰)
۵۳ کله چې عیسی دا مثالونه پای ته ورسول، نو له هغه ځایه روان شو ۵۴ او کله چې خپل ښار ته لاړ، نو هغوی ته یې په کنیسو کې تعلیم ورکاوه، پدې ډول چې هغوی حېران شول او ویل يې: دې سړي دا ډول حکمت او مُعجزې له کومه ځایه تر لاسه کړي ۵۵ آیا دا د ترکاڼ زوی ندی؟ آیا دا دمریمې زوی ندی؟ آیا یعقوب، یوسف، شمعون او یهودا د ده وروڼه ندي؟ ۵۶ آیا ټولې خویندې يې دلته زموږ سره ندي؟ نو دا هرڅه یې له کومه ځایه ترلاسه کړل؟ ۵۷ اوهغوی دهغۀ سپکاوی وکړ، خوعیسی هغوی ته وفرمایل: یو نبي له خپل ښار او کور پرته په بل هرځای کې عزتمن وي ۵۸ او د هغوی د بېایمانۍ له کبله یې هلته ډېرې مُعجزې ښکاره نکړې.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.