بائبل Bible
Pashton Bible

متی ۱۴

د تعمید ورکوونکي یحیی وژل کېدل

( مرقس ۶: ۱۴-۲۹، لوقا ۹: ۷-۹)

۱ په همغو ورځوکې کله چې هیرودیس تېتراخ دعیسی له شهرته خبرشو  ۲ نوخپلوخادمانوته یې وویل: همدغه تعمید ورکوونکی یحیی دی چې له مړوڅخه راپورته شوی، نو لدې کبله مُعجزې ښکاره کوي  ۳ ځکه چې هیرودیس د خپل ورور فیلیپوس د ښځې هیرودیا په خاطر یحیی نیولی ؤ، هغه یې بندي کړی او په زندان کې یې ساتلی ؤ  ۴ ځکه یحیی هغۀ ته ویلي وو چې ‌‌‌‌دهغې ساتل ستا لپاره حرامه ده  ۵ او کله یې چې دهغۀ د وژلونیت وکړ نو له خلکو څخه ووېرېد، ځکه خلکوهغه نبي ګڼلو  ۶ خوکله يې چې د هیرودیس د زوکړې ورځ لمانځله نو د هیرودیا لور په محفل کې داسې ونڅېدله چې هیرودیس يې خوشاله کړ  ۷ نو لدې کبله هغۀ قسم یاد کړ او ژمنه يې وکړه چې هرڅه وغواړي نو هغې ته به يې ورکړي  ۸ نوهغې د خپلې مور په لمسون وویل چې باید همدا شېبه دې د تعمید ورکوونکي یحیی سر په یوه لوښي کې ما ته راکړل شي  ۹ پاچا اندېښمن شو خو د خپل قسم او مېلمنو په خاطر يې امر وکړ چې دهغې غوښتنه دې پوره کړی شي  ۱۰ هغۀ خپل کسان ولېږل او په زندان کې د یحیی سر له تنې څخه بېل کړ  ۱۱ د هغۀ سر يې په لوښي کې کېښود، هغې ته یې وسپاره او هغې خپلې مور ته وېوړ  ۱۲ د هغۀ شاګردان راغلل، د هغۀ مړی يې راپورته کړ او ښخ يې کړ، بیا لاړل اوعیسی يې خبرکړ. 

پنځه زره کسانو ته خوراک ورکول

( مرقس ۶: ۳۰ - ۴۴ ، لوقا ۹: ۱۰ - ۱۷، یوحنا ۶: ۱ - ۱۴)

۱۳ او کله چې عیسی دا واورېدل نو په کشتۍ کې سپور شو او له هغې ځایه د بېدیا لور ته لاړ، خو کله چې خلک خبر شول، نو له ښارونو څخه د وچې له لارې پیاده د هغۀ پسې ورغلل  ۱۴ او کله چې هغه غاړې ته راورسېد نو یوه لویه ګڼه یې ولیده، زړه يې پرې وسوځيد او د هغوی ناروغانو ته يې روغتیا ورکړه  ۱۵ مازدیګر مهال شاګردان یې د هغۀ څنګ ته ورغلل او ورته يې وویل: دا بېدیا ده او ورځ په ختمېدو ده، نو دغه ګڼه رخصت کړه ترڅو کلیو ته لاړ شي او دخپل خوراک لپاره خواړه وپېري  ۱۶ خو عیسی هغوی ته وفرمایل: د هغوی تللو ته اړتیا نشته، تاسو ورته خواړه ورکړئ  ۱۷ خو هغوی هغۀ ته وویل: دلته له پنځو ډوډیو او دوه کبانو پرته نور هېڅ هم نلرو  ۱۸ نو ویې فرمایل: هغه دلته ماته راوړئ  ۱۹ او هغې ډلې ته يې امر وکړ چې پرواښو کېني، پنځه ډوډۍ او دوه کبان يې راواخیستل، د آسمان لورته يې وکتل، برکت يې ورکړ، ډوډۍ يې ماته کړه، شاګردانو ته يې ورکړه او شاګردانو هغې ډلی ته ورکړه  ۲۰ ټولو وخوړله، ماړه شول اوله پاتې شویو ټوټو څخه يې دولس ټوکرۍ ډکې پورته کړې  ۲۱ او ډوډۍ خوړونکي پرښځو او ماشومانو سر بېره نږدې پنځه زره سړي ؤ. 

د اوبو پر مخ ګرځېدل

( مرقس ۶: ۴۵-۵۲، یوحنا ۶: ۱۵-۲۱)

۲۲ بیا سمدلاسه عیسی خپل شاګردان کشتۍ ته وخېژول ترڅو له هغۀ ترمخه بلې غاړې ته لاړ شي او هغه ډله رخصت کړي  ۲۳ او کله يې چې خلک ولېږل، نو د عبادت لپاره یواځې د غرۀ سرته وخوت او د شپې مهال هلته یواځې ؤ  ۲۴ خو دغه مهال کشتۍ له وچې څخه لرې وه په چپو کې را ایساره شوه ځکه چې باد د مخالف لوري نه لګېده  ۲۵ او د شپې په څلورمه برخه کې عیسی د بحېرې لپاسه د هغوی لورته راروان ؤ  ۲۶ خو کله چې شاګردانو هغه د بحېرې لپاسه راروان ولید، نو ووېرېدل او چیغې یې کړې چي دا پېری دی  ۲۷ خو عیسی بې له ځنډه هغوی ته وفرمایل: ډاډه اوسئ، مه وېرېږئ، دا زه یم  ۲۸ پطروس ځواب ورکړ، مالکه! که چېرې ته يې نو ماته ووایه ترڅو زه هم د اوبو لپاسه درشم  ۲۹ نو هغۀ ته يې وفرمایل: راشه! نو هماغه شېبه پطروس له کشتۍ څخه راکوز شو او د اوبو لپاسه روان شو، ترڅو د عیسی څنګ ته ورشي  ۳۰ خو کله يې چې سخت باد ولید نو ووېرېد او کله چې ډوبېده نو چیغې یې کړې مالکه ما وژغوره!  ۳۱ نو عیسی سمدلاسه لاس وراوږد کړ، هغه يې راونیو او ورته یې فرمایل: ای کم ایمانه! ولې دې شک وکړ؟  ۳۲ او کله چې په کشتۍ کې کېناستل نو باد کرار شو  ۳۳ د کشتۍ سپرلۍ راغلې د هغۀ عبادت یې وکړ او ويې ویل: ته واقعاً د خدای زوی یې. 

په ګینسیرت کې روغتیا ورکول

( مرقس ۶: ۵۳-۵۶)

۳۴ او کله چې هغوی بلې غاړې ته تېرشول او ګینسیرت ته ورسېدل  ۳۵ نوخلکو هغه وپېژانده نو ټولې سیمې ته يې استازي ولېږل ترڅو ټول ناروغان هغۀ ته راولي  ۳۶ او له هغۀ څخه يې وغوښتل چې اجازه ورکړي ترڅو د هغۀ د څادر څنډه لمس کړي او چا چې لمس کړه نو هغوی روغ شول. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.