متی ۱۵
د مشرانو رواجونه
( مرقس ۷: ۱-۱۳)
۱ بیا فریسیان او د شرعې عالمان له اورشلیم څخه عیسی ته راغلل او ويې ویل ۲ ولې ستا شاګردان د مشرانو رواجونه ماتوي او کله چې ډوډۍ خوري خپل لاسونه نه وینځي؟ ۳ هغۀ ځواب ورکړ: تاسو ولې د خپلو رواجونو پخاطر د خدای حکم ماتوئ؟ ۴ ځکه خدای امر کړی چې د خپل مور او پلار احترام وکړئ اوڅوک چې خپل پلار یا مورته ښکنځلې وکړي باید ووژل شي ۵ خو تاسو وایاست چې که څوک خپل پلار یا مور ته ووايي: ستاسو هرحق چې زما په غاړه ؤ، لدې وروسته مې هغه خدای ته وقف کړل ۶ نو له هغې وروسته اړینه نده چې د خپل پلار یا مور احترام وکړي، نو په خپل رسم و رواج سره مو د خدای حکم باطل کړی دی ۷ ای ریاکارانو! اشعیا ستاسو په هکله څومره ښه نبوت کړی او فرمایلي يې دي: ۸ دا خلک په خپلو شونډو سره زما ستاینه کوي، خو زړونه يې زماڅخه لرې دي ۹ هغوی زما عبادت ضایع کوي، ځکه چې د فرائضو پرځای د انسانانو د احکامو تعلیم ورکوي.هغه شیان چې انسان پلیتوي
(مرقس ۷: ۱۴-۲۳)
۱۰ بیا یې هغه ډله راوبلله او هغوی ته يې وفرمایل: غوږ شئ او ځان پوه کړئ ۱۱ هغه څه چې د خُلې له لارې ښکته ځي انسان نه پلیتوي، بلکې هغه څه چې له خُلې څخه راؤځي انسان پلیتوي ۱۲ همغه مهال د هغۀ شاګردان راغلل او هغۀ ته یې وویل: آیا پوهېږې، کله چې فریسیانو دا خبره واورېدله، نو خوابدي شول؟ ۱۳ نوهغۀ په ځواب کې وفرمایل: هرهغه نیالګی چې زما آسماني پلار نه وي کرلی، باید له بېخه وویستل شي ۱۴ هغوی پرېږدئ، دا ړانده لارښوونکي دي او کله چې ړوند د ړوند لارښود شي، نو دواړه په کوهي کې لوېږي ۱۵ بیا پطروس ورته وویل: دا مثال زموږ لپاره تشریح کړه ۱۶ عیسی وفرمایل: آیاتاسو تراوسه هم ناپوهه یاست؟ ۱۷ آیا تاسو نپوهېږئ چې کوم شی د خُلې له لارې ښکته کېږي، هغه ګېډې ته ځي او بیا بهر غورځول کېږي؟ ۱۸ خوهغه څه چې په خُله ویل کېږي، هغه له زړه څخه راؤځي او همدغه شیان انسان پلیتوي ۱۹ ځکه چې بد فکرونه لکه، قتل، زنا، بد اخلاقۍ، غلا، د دروغو ګواهۍ او تور پورې کول له زړه څخه راؤځي ۲۰ همدغه شیان انسان پلیتوي خو په نا وینځلو لاسونو خوراک کول انسان نه پلیتوي.د کنعاني ښځې ایمان
( مرقس ۷: ۲۴-۳۰)
۲۱ بیا عیسی له هغې ځایه راووت او د صور او صیدون سیمې ته لاړ ۲۲ ناڅاپه یوه کنعانۍ ښځه له هغه ځایه راووتله او په لوړ غږ يې هغۀ ته وویل: ای مالکه، ای د داؤد زویه! پرما رحم وکړه، ځکه زما لور پېریانو سخته نیولې ده ۲۳ خو هغۀ هېڅ ځواب ورنکړ، ترڅو چې شاګردان يې رامخ ته شول او له هغۀ څخه یې غوښتنه وکړه، دا ښځه رخصت کړه، ځکه چې موږ پسې ډېرې چیغې وهي ۲۴ هغۀ هغوی ته په ځواب کې وفرمایل: زه یواځې د اسرائیلو د قام د ورکو شویو پسونو لپاره رالېږل شوی یم ۲۵ بیا هغه ښځه راغله، د هغۀ عبادت يې وکړ او ويې ویل: ای مالکه! زما مرسته وکړه ۲۶ نو هغۀ ورته په ځواب کې وفرمایل: دا مناسبه نده چې د ماشومانو برخه ډوډۍ واخلو او سپيو ته يې واچوو ۲۷ ښځې وویل: هوکې مالکه! خوسپي هم د خپلو بادارنو د دسترخوان غورځول شوي توکړې خوري ۲۸ نوعیسی هغې ته په ځواب کې وفرمایل: ای ښځې! ستا ایمان ډېر لوی دی، ستا هیله دې پوره شي او هماغه شېبه د هغې لور روغه شوه.د عیسی له معجزو څخه د خلکو حېرانتیا
۲۹ عیسی له هغه ځایه حرکت وکړ او د ګلیل دبحیرې غاړې ته راغی، د غرۀ لپاسه وخوت او هلته کېناست ۳۰ نو ډېرخلک هغۀ ته راغلل چې ګڼ شمېر ګوډان، ړانده، شلان او ګونګیان يې له ځانه سره راوستلي وو د هغۀ پښو ته يې کېښودل او هغۀ هغوی ته روغتیا ورکړه. ۳۱ او کله چې هغې ډلې خپل ګونګیان ویانده، شلان روغ، ګوډان ګرځېدونکي او ړانده بینا ولیدل، نو ډېر حېران شول او د اسرائیلو د خدای ستاینه یې وکړه.څلور زره کسانو ته خوراک ورکول
( مرقس ۸: ۱-۱۰ )
۳۲ بیا عیسی خپل شاګردان راوغوښتل او ورته یې وفرمایل: پدې خلکو مې ډېر زړه وسوځېد، ځکه درې ورځې وشوې چې زموږ سره دي، خو د خوراک لپاره هېڅ هم نلري او زه نه غواړم چې هغوی اوږي ولېږم، ګواکې په لارکې بېهوښه شي ۳۳ شاګردانو ورته وویل: پدې دښته کې به د دومره لويې ډلې د مړولو لپاره ډوډۍ له کومه راپېدا کړو ۳۴ نو عیسی هغوی ته وفرمایل: تاسو څو ډوډۍ لرئ؟ هغوی وویل: اووه ډوډۍ او څو کوچني کبان ۳۵ نو خلکوته یې وفرمایل ترڅو پرمځکه کېني ۳۶ او هغه اووه ډوډۍ او کبان یې راواخیستل، شکر یې وکړ، ماته یې کړه، خپلو شاګردانو ته یې ورکړه او شاګردانو هغې ګڼې ته ورکړه ۳۷ ټولو وخوړله او ماړه شول او له پاتې شوې ډوډۍ څخه یې اووه ټوکرۍ ډکې پورته کړلې ۳۸ او د ډوډۍ د خوړونکو شمېره له ښځو او ماشومانو پرته څلور زره کسان وو ۳۹ بیا يې هغه ګڼه رخصت کړه، په کشتۍ کې سپور شو او د مجدآ سیمې ته لاړ.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.