متی ۱۶
د آسماني نخښې غوښتنه
( مرقس ۸ : ۱۱-۱۳، لوقا ۱۲: ۵۴-۵۶)
۱ بیا فریسیان او صدوقیان هغۀ ته راغلل او د آزمېښت په موخه يې له هغۀ څخه وغوښتل چې هغوی ته آسماني مُعجزه ښکاره کړي ۲ نو هغوی ته يې ځواب ورکړ چې: مازدیګر مهال تاسو وایاست چې هوا به ښه وي، ځکه چې آسمان سور دی ۳ او سهار مهال وایاست نن به هوا خرابه شي، ځکه آسمان سور او خړ دی، تاسو پدې پوهېږئ ترڅو د آسمان په رنګونو کې توپير وکړئ، خو د دې زمانې په علامو نه پوهېږئ! ۴ شریر او زناکار نسل نخښه غواړي، خو دوی ته به د یونس نبي له نخښې پرته بله نخښه ورنکړل شي، بیا یې هغوی پرېښودل او ترې روان شو.د فریسیانو او صدوقیانو تومنې
( مرقس ۸: ۱۴-۲۱ )
۵ او کله چې شاګردان يې بلې غاړې ته تلل نو ډوډۍ وړل ترې هېرشول ۶ عیسی هغوی ته وفرمایل: د فریسیانو اوصدوقیانو له تومنې څخه احتیاط وکړئ ۷ نوهغوی په خپلو کې بحث پېل کړ اوويې ویل: له همدې کبله موهم ډوډۍ نده راوړې ۸ عیسی پدې پوه شو اوهغوی ته یې وفرمایل: ای سست ایمانو! ولې له ځان سره فکر کوئ آیا لدې کبله چې ډوډۍ مو نده راوړې؟ ۹ آیا اوس هم پوه نه یاست او هغه پنځه ډوډۍ او پنځه زره کسان اوڅو ټوکرۍ چې پورته مو کړې ۱۰ او یا هغه اووه ډوډۍ او څلور زره کسان او څو ټوکرۍ چې پورته مو کړې؟ ۱۱ نو بیا ولی نپوهېږئ؟ تاسو ته مې د ډوډۍ په هکله ندي ویلي، بلکې دا چې د فریسیانو او صدوقیانو له تومنې څخه ځانونه وساتئ ۱۲ نو بیا پوه شول چې موږ ته يې د اوړو د تومنې په هکله نه، بلکې د فریسیانو او صدوقیانو د تعلیم په هکله حکم کړی دی.د پطروس اقرار، ته مسیح یې
( مرقس ۸ : ۲۷-۳۰، لوقا ۹ : ۱۸-۲۱ )
۱۳ او کله چې عیسی د قېصریې فېلیپې سیمې ته راغی، نو له خپلو شاګردانو څخه یې پوښتنه وکړه ويې ویل: د خلکو په نظر کې د انسان زوی څوک دی؟ ۱۴ هغوی ورته يې وویل: ځینې وايي تعمید ورکوونکی یحیی دی، ځینې وايي الیاس او ځینې وايي چې ارمیا دی او یا خو له انبیاو څخه یو دی ۱۵ نو هغوی ته يې وفرمایل: تاسو ما څوک ګڼئ؟ ۱۶ شمعون پطروس په ځواب کې وویل: ته مسیح یې، د ژوندي خدای زوی ۱۷ عیسی هغۀ ته فرمایل: ای شمعون د یونا زویه! ته بختور یې، ځکه چې دا هرڅه جسم او وینې تا ته ندي ښکاره کړي، بلکې زما پلار چې په آسمان کې دی ۱۸ او زه هم تا ته وایم چې ته پطروس یې، پر دغې ګټ به خپله کلیسا جوړوم او د جهنم دروازې به پرهغې برلاسی ونه مومي ۱۹ او د آسمان د پاچاهۍ کنجیانې تا ته سپارم، هغه څه چې ته په مځکه کې وتړې نو په آسمان کې به هم وتړل شي او هغه څه چې په مځکه کې پرانیزې، نو په آسمان کې به هم پرانیستل شي ۲۰ بیا يې خپلو شاګردانو ته په کلکه وفرمایل چې چا ته ونه وايي چې هغه مسیح دی.د خپل مرګ په هکله د عیسی مسیح لومړنۍ پېش بینی
( مرقس ۸ : ۳۱ - ۹: ۱، لوقا ۹ : ۲۲-۲۷)
۲۱ او له همغه وخته عیسی خپلوشاګردانو ته داخبره څرګنده کړه چې اورشلیم ته تلل، د مشرانو، د شریعت د عالمانو او لوی مذهبي مشرانو له لوري کړاو ورکول، وژل کېدل او په دریمه ورځ راپورته کېدل اړین دي ۲۲ خو پطروس هغه ونیو او پداسې حال کې چې هغه يې منع کاوه ويې ویل: خدای دی نکړي مالکه چې داهرڅه پرتا راشي. ۲۳ خوهغه راوګرځېد او پطروس ته يې وفرمایل: ای شېطانه! زما څخه لرې شه، ځکه چې ته زما د ښوئیدنې لامل ګرځې، ځکه ته په خدایي چارو کې نه بلکې په انساني چارو کې فکرکوې ۲۴ بیاعیسی خپلو شاګردانو ته وفرمایل: که څوک غواړي چې زما پېروي وکړي، نو له خپل ځان څخه دې منکر شي، خپل صلیب دې راپورته کړي او ما پسې دې راشي ۲۵ ځکه هرڅوک چې وغواړي خپل ځان وژغوري، نو له لاسه به يې ورکړي، خو هرڅوک چې زما لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړي، هغه به ترلاسه کړي ۲۶ ځکه د یو سړي لپاره څه ګټه لري چې ټوله دنیا ترلاسه کړي خوخپل ژوند له لاسه ورکړي او دخپل ژوند د بیا لاس ته راوړلو په بدل کې څه ورکولی شي؟ ۲۷ ځکه د انسان زوی به د خپل پلار په جلال کې له فرښتو سره راشي او هغه وخت به هرچا ته د هغۀ د عمل له مخې بدل ورکوي ۲۸ زه تاسو ته په یقین سره وایم چې دلته ځینې کسان ولاړ دي، ترڅو چې د انسان زوی ونه ویني چې په خپله پاچاهۍ کې راځي نو د مرګ خوند به ونه څکي.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.