بائبل Bible
Pashton Bible

متی ۱۷

د عیسی د څېرې د بڼې بدلیدل

( مرقس ۹ : ۲-۱۳، لوقا ۹ : ۲۸-۳۶ )

۱ شپږ ورځې وروسته عیسی، پطروس، یعقوب او د هغۀ ورور یوحنا له ځان سره واخیستل او هغوی يې په یواځېتوب کې لوړ غرۀ ته بوتلل  ۲ هلته، د هغوی په وړاندې د هغۀ د څېرې بڼه بدله شوه، څېره یې د ځلېدونکي لمر او جامې یې د رڼا په څېرسپينې شوې  ۳ ناڅاپه موسی او الیاس هغوی ته را ښکاره شول چې له هغۀ سره یې خبرې کولې  ۴ خو پطروس عیسی ته وویل: مالکه! غوره به وي چې موږ همدلته پاتې شو که ته غواړې نو درې څپرګي به جوړ کړم، یو ستا لپاره، بل د موسی او بل هم د الیاس لپاره  ۵ او د هغۀ خبره لا پای ته نوه رسېدلې چې ناڅاپه یوې ځلېدونکې وریځې پر هغوی سیورې وکړ او له وریځې څخه یو غږ راغی چې، دا زما ګران زوی دی او زه ترې خوشاله یم، هغۀ ته غوږ کېږدئ  ۶ او کله چې شاګردانو دا واورېدل نو ډېرسخت ووېرېدل او پړمخې ولوېدل  ۷ خو عیسی د هغوی څنګ ته ورغی، هغوی یې لمس کړل او ويې فرمایل: راپاڅېږئ او مه وېرېږئ  ۸ او کله چې هغوی سترګې خلاصې کړې، نو له عیسی پرته يې هېڅوک هم ونه لیدل  ۹ او کله چې هغوی له غرۀ څخه راکوزېدل، نو عیسی هغوی ته امر وکړ چې ترڅو د انسان زوی له مړوڅخه راپورته نشي، نو هغه څه مو چې ولیدل دهغې په هکله هېچاته هم څه ونه وايئ  ۱۰ شاګردانو يې له هغۀ څخه پوښتنه وکړه چې دشرعې عالمان ولی وايي چې الیاس باید لومړی راشي؟  ۱۱ هغۀ ځواب ورکړچې هو، الیاس راځي او ټول شیان به سم کړي  ۱۲ او تاسو ته وایم چې الیاس راغی خو هغوی ونه پېژانده او څه يې چې غوښتل له هغۀ سره يې وکړل، په همدې ډول به د انسان زوی هم د دوی له لاسه کړاو وویني  ۱۳ هماغه مهال شاګردان پوه شول چې د تعمید ورکوونکي یحیی په هکله يې له هغوی سره خبرې کولې. 

له یو هلک څخه د پېریانو ویستل

( مرقس ۹ : ۱۴-۲۹، لوقا ۹ : ۳۷-۴۳ )

۱۴ او کله چې هغوی بېرته خلکو ته راغلل نو یو کس راغی، د هغۀ مخکې په ګونډو شو  ۱۵ او ويې ویل: مالکه! زما پر زوی رحم وکړه، هغه ډېرسخت ناروغ او کړېدلی دی او څوڅو ځلې یې ځان په اور او اوبو کې غورځولی دی  ۱۶ هغه مې ستا شاګردانو ته راووست، خو هغوی ونشوکولای چې هغۀ ته روغتیا ورکړي  ۱۷ عیسی ځواب ورکړ، ای بې‌ایمانه او بې لارې نسله! ترڅو به زه لتاسو سره اوسم او ترڅو به تاسو زغمم؟ هغه ما ته راولئ  ۱۸ نو عیسی هغه پېری ورټلو او هغه له هغۀ څخه ووت او هماغه شېبه هغه هلک روغ شو  ۱۹ لدې وروسته شاګردان عیسی ته راغلل او په ګوښه کې یې له هغۀ څخه پوښتنه وکړه چې: ولې موږ ونشو کړای چې هغه پېری ترې وکاږو؟  ۲۰ عیسی هغوی ته وفرمایل: ستاسو د بې‌ایمانۍ له کبله، ځکه زه تاسو ته وایم، که چېرې د شړشمو د دانې په کچه ایمان مو درلودای او دې غرۀ ته مو ویلي وای چې لدې ځایه هغه بل ځای ته لاړ شي نو تللی به وای او هېڅ کار به تاسو لپاره ناشونی نه ؤ. ۲۱  

د خپلې مړینې په هکله د عیسی دویمه پېش بینی

( مرقس ۹ : ۳۰-۳۲، لوقا ۹ : ۴۳- ۴۵ )

۲۲ او کله چې لا هغوی په ګلیل کې يوځای وو نو عیسی هغوی ته وفرمایل: د انسان زوی به د خلکو لاس ته وسپارل شي  ۲۳ هغوی به هغه ووژني او هغه به په دریمه ورځ بیا راژوندی شي، نو هغوی ډېر غمژن شول  ۲۴ او کله چې هغوی کپرناحوم ته ننوتل، نو مالیه ټولوونکي پطروس ته راغلل او ورته يې وویل: آیا ستاسو استاذ مالیه نه ورکوي؟  ۲۵ هغۀ ورته وویل: هو ورکوي یې! خو کله چې کورته راننوت نو عیسی پرهغۀ مخکې شو او ويې فرمایل: ای شمعونه څه فکر کوې؟ د نړۍ پاچا له کوموکسانوڅخه محصول او مالیه اخلي؟ له خپلو زامنو څخه، که له پردیوڅخه؟  ۲۶ پطروس هغۀ ته وویل: له پردیو څخه، عیسی ورته وفرمایل: نو په یقین سره زامن آزاد دي  ۲۷ خو د دې لپاره چې په دوی مو بد نه لورېږي نو بحیرې ته لاړشه او چنګک واچوه، لومړنی کب چې ونیسې، خُله يې خلاصه کړه نو ته به پکې یوه سېکه ومومې، هغه واخُله او هغوی ته یې ورکړه دا به زما او ستا مالیه پوره کړي. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.