متی ۱۸
څوک تر ټولو لوی دی
( مرقس ۹ : ۳۳-۳۷، لوقا ۹ : ۴۶-۴۸ )
۱ هماغه شېبه شاګردان د عیسی څنګ ته راغلل او ويې ویل: د آسمان په پاچاهۍ کې څوک ترټولو لوی دی؟ ۲ نوعیسی یو ماشوم راوغوښت، د هغوی په منځ کې یې ودراوه ۳ او ويې فرمایل: زه په یقین سره تاسوته وایم چې، ترڅو تاسو راونګرځئ او د دې ماشوم پشان کوچني نشئ، نو د آسمان پاچاهۍ ته به داخل نشئ ۴ نو هرڅوک چې د دې کوچني ماشوم پشان ځان عاجزه کړي، هماغه به د آسمان په پاچاهۍ کې تر ټولو لوی وي ۵ او څوک چې داسې ماشوم زما په نوم ومني، نو زه یې منلی یم.د وسوسو په هکله خبرتیا
( مرقس ۹: ۴۲-۴۸، لوقا ۱۷: ۱-۲ )
۶ خو څوک که یو هم له دغه ماشومانو څخه چې پر ما ایمان لري تېر باسي، نو د هغۀ لپاره غوره ده چې د ژرندې غټ پَل په غاړه کې واچوي او د بحیرې په تل کې ډوب شي. ۷ افسوس پردنیا چې د داسې تېر ویستنو لامل ګرځي، ځکه وسوسې به خامخا رامنځ ته کېږي، خو افسوس دهغه چا په حال چې د تېر ویستلو باعث وګرځي ۸ که چېرې ستا لاس یا پښه تا تېر باسي نو هغه پرې کړه او له ځانه يې لرې وغورځوه، ځکه ستا لپاره غوره ده چې ګوډ او شل ژوندون ته ورننوځې، لدې څخه چې له دوو لاسونو او دوو پښو سره په تلپاتې اور کې وغورځول شې ۹ او که چېرې ستا سترګه تا تېر باسي نو له ځان څخه يې وباسه او لرې یې وغورځوه، ځکه ستا لپاره دا غوره ده چې له یوې سترګې سره ژوندون ته ورننوځې، لدې څخه چې له دواړو سترګو سره د دوزخ په اور کې وغورځول شې.د ورک شوي پسه مثال
( لوقا ۱۵: ۳-۷)
۱۰ ګورئ! یو لدې ماشومانو څخه هم سپک مه ګڼئ، ځکه د دوی فرښتې تل په آسمان کې زما د آسماني پلار مخ ویني ۱۱ ځکه چې د انسان زوی راغلی ترڅو ورک شوي وژغوري ۱۲ تاسو څه ګمان کوئ، که چېرې یو کس سل پسونه ولري او له هغې څخه یو ورک شي، آیا نهه نوي په غرۀ کې نپرېږدي او د هغې ورک شوي د لټون پسې نه ځي؟ ۱۳ او کله چې هغه بیا مومي نو تاسوته وایم چې، پرهغه یو باندې ډېره خوښي کوي، ترهغو نهونويو چې ورک شوي ندي ۱۴ همدغه راز ستاسو د آسماني پلار رضا دا نده چې یو لدې ماشومانو څخه دې هلاک شي.که چېرې یو ورور ګناه وکړي
۱۵ که چېرې ورور دې ستاپه مقابل کې ګناه وکړي، نو لاړشه او له هغۀ سره په یواځیتوب کې خبرې وکړه، که چېرې ستا خبرې ته غوږ ونیسي، نوخپل ورور دې وموند ۱۶ او که چېرې ستا خبره وانوري، نو یو یا دوه تنه نور له ځان سره واخله، ترڅو د دوو یا دریو ګواهانو له ژبې، هرڅه ثابت شي ۱۷ او که چېرې د هغوی خبره هم ونه مني نو بیا کلیسا ته ووایه او که چېرې د کلیسا خبره هم ونه مني، نو هغه دې ستا لپاره د یو غېر یهودي یا مالیه ټولوونکي په څېر وي ۱۸ او په یقین سره تاسو ته وایم، هغه څه چې تاسو په مځکه کې وتړئ، نو په آسمان کې به هم وتړل شي او هغه څه چې تاسو په مځکه کې پرانیزئ، نو په آسمان کې به هم پرانیستل شي ۱۹ او یوځل بیا تاسو ته وایم، هر کله چې په مځکه کې ستاسو دوه تنه په یوه زړه سوال وکړي نو زما آسماني پلار به هغه ورکړي ۲۰ ځکه په کوم ځای کې چې دوه یا درې تنه زما په نامه سره را ټول شي، نو زه هلته د هغوی په منځ کې حاضر یم.د نه بخښونکي خادم مثال
۲۱ بیا پطروس راغی او ويې ویل: مالکه! که چېرې ورور مې را سره بد وکړي نو څو ځلې هغه وبخښم؟ آیا اووه ځلې؟ ۲۲ عیسی ورته وفرمایل: زه تا ته نه وایم چې تر اوو ځلو، بلکې اویا وارې اووه ځله ۲۳ نو لدې کبله د آسمان پاچاهي هغه پاچا ته ورته ده چې غوښتل يې له خپلو خادمانو سره محاسبه وکړي ۲۴ او کله يې چې حساب کتاب پېل کړ، نو هغه کس يې ورته راوست چې لس زره دیناره له هغۀ څخه پوروړی ؤ ۲۵ هغۀ څه نلرل چې پور لنډ کړي، نو بادار يې امر وکړ ترڅو هغه له ښځې، بچو او ټولې شتمنۍ سره خرڅ او پوریې پرې کړي ۲۶ او هغه خادم د هغۀ په مخکې په ګونډو شو او ويې ویل: ای باداره! ماته مهلت راکړه ترڅو ستا ټول پور ادا کړم ۲۷ نو بادار پر خادم رحم وکړ، هغه يې آزاد کړ او دهغۀ پور يې وبخښلو ۲۸ خو کله چې هغه خادم بهرلاړ، نو خپل یو ملګری يې ولید چې لده څخه سل دیناره پوروړی ؤ، هغه يې له ستوني څخه راونیو او ورته يې وویل: زما پور راکړه ۲۹ نو هغه ملګری يې د هغۀ پر پښو ولوېد، غوښتنه يې وکړه او ويې ویل: مهلت راکړه ترڅو ټول پور بېرته درکړم ۳۰ خو هغۀ ونه منل، لاړ او هغه يې په زندان کې واچاوه ترڅو د هغۀ پور ورکړي ۳۱ او کله چې د هغۀ ملګرو دا پېښې ولیدلې نو ډېر غمژن شول، لاړل او هغه څه چې پېښ شوي وو، ټوله کیسه يې خپل بادار ته وکړه ۳۲ نو بادار يې سمدلاسه هغه راوغوښت او ورته يې وویل: ای بدکار خادمه! ما تاته هغه ټول پور در وبخښلو کوم چې تا ماته د هغې په هکله عذر کړی ؤ ۳۳ آیا لازمه نوه چې تا هم پرخپل ملګري خادم رحم کړی وای، لکه څرنګه چې ما پرتا رحم وکړ؟ ۳۴ نو بادار يې سخت غصه شو او هغه يې عسکرو ته وسپاره ترڅو ټول پور ورکړي ۳۵ نو که چېرې تاسی هم خپل ورور د زړه له کومې ونه بخښئ نو زما آسماني پلار به هم لتاسوسره همدغه ډول سلوک وکړي.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.