متی ۱۹
د واده او طلاق په هکله لارښوونې
( مرقس ۱۰ : ۱-۱۲ )
۱ او کله چې عیسی داخبرې پای ته ورسولې نو له ګلیل څخه روان شو او د اردن په بله غاړه کې د یهودیې سیمې ته لاړ ۲ او یوه لویه ډله د هغۀ پسې راغله او هغۀ روغتیا ورکړه ۳ نو فریسیان راغلل ترڅو هغه وآزمایي او ویې ویل: آیا روا ده چې یو سړی په هره وجه چې وغواړي خپلې ښځې ته طلاق ورکړي؟ ۴ هغۀ ورته ځواب ورکړ: آیا تاسو ندي لوستي چې خالق په پېل کې نر او ښځه پېدا کړل ۵ او ويې فرمایل چې پدغه وجه به سړی له خپل مور او پلار څخه بېل شي او له خپلې ښځې سره به یوځای شي او دواړه به یو بدن وګرځي؟ ۶ نو لدې کبله له واده وروسته هغوی دوه نه بلکې یو تن دي، نوځکه هغه څه چې خدای یوځای کړي،انسان دې یې نه بېلوي ۷ هغۀ ته يې وویل: نو دڅه لپاره موسی امر وکړ چې ښځې ته دی طلاق لیک ورکړي او هغه دې پرېږدي؟ ۸ هغوی ته يې وفرمایل: موسی ستاسو د زړونو د سختۍ له کبله تاسو ته اجازه درکړه چې خپلو ښځو ته طلاق ورکړئ، خو له پېله داسې نه وو ۹ او تاسو ته وایم، هرڅوک چې د زنا له علت پرته خپلې ښځې ته طلاق ورکړي او بل واده وکړي، نو هغه زنا کوي او څوک چې له طلاقې شوې ښځې سره واده وکړي، هغه زنا کار دی ۱۰ شاګردانو یې ورته وویل: که چېرې د مېړه معامله له ښځې سره پدې ډول وي، نو غوره به دا وي چې واده ونکړي ۱۱ نو هغوی ته يې وفرمایل: ټول خلک نشي کولای ترڅو دا خبره ومني، خو هغه خلکوته چې قدرت ورکړل شوی دی ۱۲ ځکه ځینې د مور له ګېډې خصیان پېدا شوي او داسې خصیان شته چې دخلکو لخوا خصیان شوي دي او داسې خصیان هم شته چې د آسمان دپاچاهۍ لپاره يې ځانونه خصیان کړي دي، نو څوک يې چې منلی شي ودې مني.ماشومان پرېږدئ چې ماته راشي
( مرقس ۱۰ : ۱۳-۱۶، لوقا ۱۸: ۱۵-۱۷ )
۱۳ بیايې څو ماشومان هغۀ ته راوستل ترڅوخپل لاسونه پرې کېږدي او دعا ورته وکړي خوشاګردانو يې هغه خلک ورټل ۱۴ نو عیسی ورته وفرمایل: اجازه ورکړئ چې واړه ماشومان زما څنګ ته راشي او هغوی مه ایساروئ، ځکه د آسمان پاچاهي د همداسې خلکو ده ۱۵ خپل لاسونه يې پرهغوی کېښودل او له هغه ځایه روان شو.ځوان شتمن
( مرقس ۱۰: ۱۷-۳۱ ، لوقا ۱۸: ۱۸-۳۰)
۱۶ بیا یوتن راغی او هغۀ ته يې وویل، ای استاذه! کوم نېک عمل وکړم ترڅو تلپاتې ژوندون ترلاسه کړم؟ ۱۷ هغۀ ته يې وویل: ولې د نېکۍ په هکله زما څخه پوښتنه کوې؟ نېک خو یواځې یو ذات دی، خو که چېرې ته غواړې چې ژوندون ته لار ومومې نو پر احکامو عمل وکړه ۱۸ هغۀ وویل: کوم احکام؟ عیسی ورته وفرمایل: قتل مه کوه، زنا مه کوه، غلا مه کوه، په دروغو ګواهي مه ورکوه ۱۹ دخپل پلار او مور درناوی کوه او له ګاونډي سره دخپل ځان په څېر مینه وکړه ۲۰ ځوان ورته وویل: دا هرڅه مې ساتلي دي، نو نور څه کموالی لرم؟ ۲۱ عیسی هغۀ ته وفرمایل: که چېرې غواړې چې بشپړ شې، نو لاړشه خپله ټوله شتمني خرڅه کړه او پربیوزلو يې وویشه، ترڅو په آسمان کې خزانه ومومې او بیا راشه زما پېروي وکړه ۲۲ او کله چې ځوان دا هرڅه واورېدل نو غمژن شو، ځکه چې ډېره شتمني يې درلوده ۲۳ بیا عیسی خپلوشاګردانو ته وفرمایل: زه په یقین سره تاسو ته وایم چې شتمن سړی به ډېر په مشکله د آسمان پاچاهۍ ته ورننوځي ۲۴ بیاهم تاسوته وایم چې د ستنې له ستومي څخه د اوښ تېرېدل تردې آسانه دي چې شتمن د خدای پاچاهۍته ورننوځي ۲۵ کله چې شاګردانو دا هرڅه واورېدل نوسخت حېران شول او ويې ویل: نوڅوک کولای شي چې خلاصون پېدا کړي؟ ۲۶ عیسی هغوی ته متوجه شو اوويې فرمایل: دا د انسان لپاره ناشونې ده، خو دخدای لپاره هرڅه شوني دي ۲۷ پطروس خبره ورغبرګه کړه ویې ویل: دا دی موږ هرڅه پریښي دي او ستا پېروي کوو، نوهلته به زموږ لپاره څه وي؟ ۲۸ عیسی هغوی ته وفرمایل: په یقین سره تاسو ته وایم، تاسو چې زما پېروي کوئ، نو د قیامت په ورځ کله چې د انسان زوی د لویئ پر تخت کېني، نو تاسو به هم پر دولسو تختونو کېنئ او د اسرائیلو پر دولسو قامونو به قضاوت وکړئ ۲۹ او هرڅوک چې زما د نوم پخاطرخپل کورونه، یا وروڼه او خوېندې، مور پلار یا بچي، یا جایداد پرېږدي، نو سل چنده به ترلاسه کړي او تلپاتې ژوندون به ومومي ۳۰ خو ډېر لومړني به وروستني او وروستني به لومړني شي.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.