متی ۲۰
د انګورو د باغ مزدوران
۱ د آسمان پاچاهي د کور د هغۀ څښتن په څېر ده چې سهار د وخته بهر لاړ، ترڅو دخپل انګورو د باغ لپاره مزدوران ونیسي ۲ او کله یې چې له مزدورانو سره د ورځې یو دینار قرارداد وکړ نو هغوی يې د انګورو باغ ته ولېږل ۳ نږدی نهه بجې بیا بهرلاړ او ځیني نور يې په بازار کې ولیدل چې اوزګار ولاړ وو ۴ هغوی ته يې وویل: تاسو هم د انګورو باغ ته لاړ شئ او څه چې ستاسو حق کېږي تاسو ته يې درکوم ۵ نو هغوی لاړل، بیا غرمه مهال او همدغه راز درې بجې لاړ او همدغسې یې وکړل ۶ او بیا له لمر لوېدو یو ساعت ترمخه لاړ او څو تنه چې اوزګار ولاړ وو هغوی ته يې وویل: دڅه لپاره دلته ټوله ورځ اوزګار ولاړیاست؟ ۷ هغوی ورته وویل: نن هېچا موږ د مزدورۍ لپاره ونه نیولو، نو هغوی ته يې وویل: تاسو هم د انګورو باغ ته لاړ شئ ۸ او کله چې ماښام شو نو دباغ څښتن خپل ناظر ته وویل: مزدوران راوغواړه او له آخري څخه تر لومړني پورې، د هغوی مزدوري ورکړه ۹ نو څوک چې له لمر پریواته څخه یوساعت مخکې راغلي وو راغلل او هرتن یو دینار واخیست ۱۰ او څوک چې لومړي راغلي وو او ګمان یې کاوه چې ډېرې به واخلي، خو هغوی هم یو دینار واخیست ۱۱ او کله يې چې پیسې واخیستې نو د باغ څښتن ته يې شکایت وکړ ۱۲ ويې ویل: دغو وروستنیو تش یوساعت کار وکړ او موږ سره چې سختي او ګرمي مو تېره کړې یوشان شول ۱۳ نو له هغوی څخه یو تن ته یې وویل: ملګریه! لتا سره خو مې زیاتی ندی کړی، آیا په یوه دینار دې ماسره فېصله نه وه کړی؟ ۱۴ خپل حق واخُله او لاړ شه، زه غواړم چې دې وروستي ته هم ستاپشان ورکړم ۱۵ آیا زه نشم کولای چې په خپل مال کې څه وغواړم هغه وکړم؟ آیا ته زما سخاوت ته په بد نظر ګورې؟ ۱۶ نو لدې کبله به لومړي وروستي او وروستي به لومړي شي.د خپلې مړینې په هکله د عیسی دریمه پېش بینې
( مرقس ۱۰: ۳۲-۳۴، لوقا ۱۸: ۳۱-۳۴ )
۱۷ او کله چې عیسی د اورشلیم لورته تلو نو دولس شاګردان يې ګوښه کړل او ورته يې وفرمایل: ۱۸ دادی اورشلیم ته ځو. او هلته به د انسان زوی لویومذهبي مشرانواو دشرعی عالمانو ته وسپارل شي. هغوی به هغه په مرګ محکوم کړي. ۱۹ هغه به غېر یهودو ته وسپارل شی، ترڅو دهغۀ سپکاوی وکړي، په قمچېنو يې ووهي، په صلیب يې وخېژوي او په دریمه ورځ به ژوندی راپورته شي.د یو مور غوښتنه
( مرقس ۱۰: ۳۵-۴۵)
۲۰ بیا د زبدي د زامنو مور له خپلو زامنو سره هغۀ ته ورغله، په ګونډو شوه او له هغۀ څخه يې غوښتنه وکړه ۲۱ نو هغې ته يې وفرمایل: ته څه غواړې؟ هغې وویل: مهرباني وکړه ترڅو زما دا دوه زامن، ستا په پاچاهۍ کې یوستا ښي او بل کېڼ لاس ته کېني ۲۲ عیسی ځواب ورکړ: تاسو نپوهېږئ چې څه غواړئ، آیا کولای شئ له هغه جام څخه چې زه یې څښم تاسوهم وڅښئ؟ هغۀ ته يې وویل، هو کولای شو ۲۳ نو هغوی ته يې وفرمایل: سمه ده، تاسو به زما له جام څخه وڅښئ خو زما ښي او کېڼ لاس ته کېنول زما انتخاب ندی، بلکې دا د هغوخلکو لپاره دی چې زما پلار ورته داځای له وړاندې نه ټاکلی دی ۲۴ او کله چې هغو نورو لسو دا واورېدل، نو له هغو دوو وروڼو څخه سخت خوابدي شول ۲۵ خو عیسی هغوی را وغوښتل او ورته یې وفرمایل: تاسو پوهېږئ چې غېر یهودي چارواکي ولسونه ترخپل لاس لاندې ساتي او لویان یې هغوی ته خپل زور ښایی ۲۶ خو ستاسو په منځ کې باید داسې نه وي، بلکې هرڅوک چې غواړي ستاسو په منځ کې مشرشي، هغه دې ستاسو خادم وي ۲۷ او څوک چې غواړي ستاسو په منځ کې مخکې شي نو هغه باید ستاسو غلام وي ۲۸ لکه څرنګه چې د انسان زوی ددې لپاره ندی راغلی چې دهغۀ خدمت وکړای شي، بلکې ددې لپاره راغلی ترڅو خدمت وکړي او خپل ځان د ډېرو د خلاصون لپاره فدیه کړي.د دوو ړندو سوالګرو بینا کول
( مرقس ۱۰ : ۴۶-۵۲، لوقا ۱۸: ۳۵-۴۳)
۲۹ او کله چې له اریحا څخه بهر تلل، نو یوه لویه ډله د هغوی پسې روانه وه ۳۰ هلته د لارې په غاړه دوه ړانده ناست وو او کله يې چې واورېدل، عیسی لدې لارې څخه تېرېږي، نوچیغې یې کړې چې، مالکه، ای د داؤد زویه پرموږ رحم وکړه! ۳۱ خو هرڅومره چې خلکو هغوی ستغل ترڅو غلي شي، هغوی لا زیاتې چیغې وهلې چې مالکه، ای د داؤد زویه! پرموږ رحم وکړه ۳۲ نو عیسی ودرېد هغوی یې راوبلل او ورته يې وفرمایل: څه غواړئ چې ستاسو لپاره يې وکړم؟ ۳۳ هغۀ ته يې وویل: مالکه! غواړو چې زموږ سترګې بینا شي ۳۴ نو عیسی پرهغوی رحم وکړ او د هغوی سترګې يې لمس کړې هماغه شېبه هغوی بینا شول او د هغۀ پسې روان شول.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.