بائبل Bible
Pashton Bible

متی ۲۱

اورشلیم ته په بریالیتوب سره ننوتل

( مرقس ۱۱: ۱-۱۱، لوقا ۱۹: ۲۸-۴۰، یوحنا ۱۲ : ۱۲-۱۹ )

۱ او کله چې اورشلیم ته نږدې شول او د زیتون غرۀ ته نږدې بېت‌فاجي ته ورسېدل، نو عیسی خپل دوه تنه شاګردان ولېږل  ۲ او ورته يې وفرمایل: دغه مخامخ کلي ته لاړشئ، نو سمدلاسه به یوه خره او دهغې کوټی تړلي ومومی، هغه راپرانیزئ او ماته یې راولئ  ۳ که څوک درته څه ووايي، نو ورته ووایئ چې مالک ته پکارده، نو بې له ځنډه به يې راپرېږدي  ۴ او دا هرڅه وشول ترڅو هغه پېش بینی پوره شي کومه چې نبي کړې وه،  ۵ د صهیون لورته ووایاست چې، دا دی ستا پاچا تا ته راځي چې، په عاجزۍ سره به پر خره نه، بلکې پرکوټي سپور وي  ۶ نو شاګردان لاړل او څه ډول چې ورته عیسی لارښونه کړې وه هماغسې یې وکړل  ۷ خره يې له کوټي سره راوستله، خپلې چپنې یې پرې واچولې او هغه پرې سپور شو  ۸ او یوې لویې ډلې خپلې چپنې په لار کې هوارې کړې او ځېنو د ونو څانګې را پرې کولې او په لار کې یې اچولې  ۹ او یوه ډله له هغۀ څخه وړاندې او وروسته روانه وه چې نارې یې وهلې، ثنا دې وي د داؤد پر زوی، مبارک دی هغه څوک چې د مالک په نوم راځي، پر هغۀ دې په لوړ آسمان کې هم ثنا وي  ۱۰ او کله چې اورشلیم ته ننوت نو ټول ښار په جوش کې راغی او ویل يي دا څوک دی؟  ۱۱ نو هغې ډلی ورته وویل، دا عیسی نبي دی، دګلیل له ناصریې څخه. 

عیسی سپېڅلی کور پاکوي

( مرقس ۱۱: ۱۵-۱۹، لوقا ۱۹: ۴۵-۴۸، یوحنا ۲: ۱۳-۲۲)

۱۲ بیا عیسی سپېڅلي کورته ننوت او ټول خلک یې بهر وویستل، کوموچې هلته پېرل اوپلورل کول، د صرافانو تختونه او د کوترو خرڅوونکو چوکۍ یې نسکورې کړې  ۱۳ او هغوی ته يې وفرمایل: لیکل شوي دي چې زما کور به د دعا کور وي خو تاسو ترې د غلوسمڅه جوړه کړې ده  ۱۴ او په سپېڅلي کور کې ړانده او شلان هغۀ ته راغلل او هغوی ته يې روغتیا ورکړه  ۱۵ او کله چې لویو مذهبي مشرانو او دشرعې عالمانو د هغۀ حېرانوونکي کارونه ولیدل او همدغه راز چې کوچنیانو په سپېڅلي کور کې د ثنا دې وي د داؤد پر زوی، نارې وهلې نو ډېر په غصه شول  ۱۶ او هغۀ ته يې وویل: آیا نه اورې چې دوی څه وايي؟ نوعیسی هغوی ته وفرمایل هو، خو تاسو ندي لوستلي چې، تا د ماشومانو او شیدې رودونکو له خُلو څخه ثنا بشپړه کړه؟  ۱۷ نو هغوی يې پرېښودل، له ښارڅخه د بېت‌عنیا لور ته لاړ او هلته يې شپه تېره کړه. 

د اینځر پر ونې لعنت

( مرقس ۱۱: ۱۲-۱۴ او ۲۰-۲۴)

۱۸ او سبا سهار کله چې ښارته راستون شو، نو اوږی شو  ۱۹ د لارې په غاړه يې د اینځر ونه ولیده او د هغې لورته لاړ، خو په هغې کې یې له پاڼو پرته نور هېڅ شی هم ونه موندل، نو ورته يې وفرمایل: لدې وروسته دې پتا کې مېوه ونشي، نو هغه ونه هماغه شېبه وچه شوه  ۲۰ شاګردان د هغې په لیدلو حېران شول او پوښتنه يې وکړه چې د اینځر دغه ونه څنګه دومره ژر وچه شوه؟  ۲۱ عیسی هغوی ته ځواب ورکړ، زه په یقین سره تاسو ته وایم که چېرې تاسو ایمان ولرئ او شک ونکړئ، نو نه یواځې به هغه څه چې د اینځر پر ونې وشوه ترسره کړای شئ بلکې که دې غرۀته ووایاست چې له خپل ځایه راپورته شه او دې بحیرې ته ولوېږه، نو همدغه شان به وشي  ۲۲ که ایمان ولرئ، هرڅه چې په دعا کې وغواړئ، نو ترلاسه به يې کړئ.  

د عیسی د ځواک او واک په هکله پوښته

( مرقس ۱۱: ۲۷-۳۳، لوقا ۲۰: ۱-۸)

۲۳ او کله چې سپېڅلي کور ته ننوت اوتعلیم یې ورکاوه، نو لویو مذهبي مشرانو او د قام سپین ږیري د هغۀ څنګ ته راغلل او ويې ویل: ته په کوم ځواک سره دا کارونه کوې او دا ځواک تا ته چا درکړی دی؟  ۲۴ عیسی ورته په ځواب کې وفرمایل: زه هم لتاسو څخه يوه پوښتنه کوم، که هغې ته ځواب ووایاست، نو زه به هم تاسو ته ووایم چې دا کارونه په کوم ځواک سره کوم  ۲۵ د یحیی تعمید له کومه ځایه ؤ؟ له آسمان څخه که له انسان څخه؟ نو هغوی له ځان سره فکر وکړ او یو له بل سره يې وویل: که چېرې ووایو چې له آسمان څخه ؤ، نو خامخا به وايي چې ولې مو پرې ایمان رانه وړ  ۲۶ او که ووایو چې له انسان څخه ؤ نو له خلکو څخه وېرېږو، ځکه ټول یقین لري چې یحیی نبي ؤ  ۲۷ نو عیسی ته يې ځواب ورکړ چې: موږ نپوهېږو، نو عیسی ورته وفرمایل: زه هم تاسو ته نه وایم چې په کوم ځواک دا کار کوم. 

د دوو زامنو کیسه

۲۸ او پدې هکله څه فکر کوئ؟ د یو سړي دوه زامن وو، لومړي ته یې وویل: ای زویه! نن د انګورو باغ ته لاړ شه او کار وکړه  ۲۹ نوهغۀ ورته په ځواب کې وویل: نه ځم، خو وروسته پښېمانه شو او لاړ  ۳۰ بیا هغه دویم زوی ته ورغی او همغه شان یې ورته وویل، هغۀ ځواب ورکړ چې دادی ځم، خو لاړ نشو  ۳۱ نو لدې دواړو څخه کوم یو د پلار خبره ومنله؟ ورته یې وویل: لومړني، نو عیسی هغوی ته وفرمایل: په یقین سره تاسو ته وایم چې مالیه ټولوونکي او فاحشې به لتاسوڅخه وړاندې دخدای پاچاهۍ ته ورننوځي  ۳۲ ځکه کله چې یحیی د سمې لارې د ښودنې لپاره تاسو ته راغی، نو پر هغۀ مو ایمان رانه وړ، خو مالیه ټولوونکو او فاحشو پرهغۀ ایمان راوړ، خو کله چې تاسوهغه ولید، نو بیا هم پښېمانه نشوئ، تر څو پر هغۀ ایمان راوړئ. 

د ظالمو اجاره دارانو کیسه

( مرقس ۱۲ : ۱-۱۲، لوقا ۲۰: ۹-۱۹ )

۳۳ یو بل مثال واورئ، یو د مځکې خاوند ؤ او د انګورو باغ یې وکرلو، چار دیواري يې ترې راتاوه کړه، دشرابو بټۍ يې پکې ولګوله، برج یې پکې جوړ کړ، باغ يې په اجاره ورکړ او خپله بل هېواد ته لاړ  ۳۴ کله چې دمېوې موسم رانږدې شو، نو خپل خادمان يې اجاره دارانو ته ولېږل ترڅو حاصل ترې راوړي  ۳۵ خو اجاره دارانو خادمان راونیول، نو یو یې وواهه، بل یې وواژه او دریم یې سنګسارکړ  ۳۶ بیا هغۀ له لومړي ځل څخه هم زیات خادمان ورولېږل، نو له هغوی سره يې هم همدغه ډول سلوک وکړ  ۳۷ په پای کې یې خپل زوی ورولېږه ويې ویل: ما د زوی درناوی به وکړي  ۳۸ خو کله چې اجاره دارانو د هغۀ زوی ولید، نو یو له بل سره وویل: دا خو وارث دی راځئ ويې وژنو، چې میراث يې موږته پاتی شي  ۳۹ نو هغه يې ونیو، د انګورو د باغ څخه یې بهر وغورځولو او مړ یې کړ ۴۰ نو کله چې مالک راشي، له اجاره دارانو سره به څه وکړي؟  ۴۱ هغوی وویل: البته هغه بدکاران به په سختۍ سره ووژني او باغ به نورو اجاره دارانو ته وسپاري، ترڅو د هغۀ مېوې په خپل موسم کې ور ورسوي  ۴۲ عیسی هغوی ته وفرمایل: آیا تاسو په صحیفو کې ندې لوستلي چې کوم ګټ ګلکارانو رد کړ هماغه د ودانۍ د تهداب دکنج اصلي ګټ وګرځېد، دا د خدای له لوري وشو او زموږ په نظر کې عجیبه خبره ده  ۴۳ لدې کبله تاسو ته وایم چې، دخدای پاچاهي به لتاسوڅخه واخیستل شي او هغوخلکو ته به ورکړل شي، کوم چې ښه مېوه ورکوي  ۴۴ او څوک چې پر دې ګټ ولوېږي نو دړې وړې به شي، خو که چېرې هغه پرچا راولوېد نوچیت به يي کړي  ۴۵ کله چې لویو مذهبي مشرانو او فریسیانو د هغۀ مثالونه واورېدل نو پوه شول چې د هغوی په هکله وېنا کوي  ۴۶ او سره لدې چې هغوی غوښتل هغه ونيسي خو له خلکو څخه ووېرېدل، ځکه چې هغوی، هغه نبي ګڼلو. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.