بائبل Bible
Pashton Bible

متی ۲۲

د واده د میلمستیا مثال

( لوقا ۱۴: ۱۵-۲۴ )

۱ عیسی بیا هم هغوی ته بل مثال راوړ او ویې فرمایل:  ۲ د آسمان پاچاهي د هغه پاچا په څېر ده چې د خپل زوی د واده ډوډۍ يې تیاره کړه  ۳ او خپل خادمان یې ولېږل ترڅو رابلل شوي د واده ډوډۍ ته راولي، خو هغوی رانغلل  ۴ بیا یې نور خادمان ولېږل او ورته يې وویل: رابلل شوو ته ووایئ چې خپل دسترخوان مې تیار کړی، خپل غوایان اوچاغ خوسکي مې حلال کړي او هرڅه تیار دي، نو د واده ډوډۍ ته راشئ  ۵ خو هغوی بې پروايي وکړه خپله لار يې ونیوله او لاړل، یوخپل پټي ته او بل خپل تجارت ته  ۶ او نورو دهغۀ خادمان راونیول، شکنځلې یې ورته وکړې او ويې وژل  ۷ پاچا غصه شو، خپل لښکريې ورولېږه، هغه قاتلان یې ووژل او دهغوی ښاريې وسوزاوه  ۸ بیا یې خپلوخادمانوته وویل: واده تیار دی، خو رابلل شویو د هغې وړتیا نه درلوده  ۹ اوس نو لویو لارو ته لاړ شئ او هرڅوک چې پېدا کړئ واده ته يې راوبلئ  ۱۰ بيا خادمان لویو لارو ته ووتل، ښه او بد هرڅوک يې چې وموندل را ټول يې کړل، تر دې چې د واده کور له میلمنو څخه ډک شو  ۱۱ خو کله چې پاچا د میلمنو د لیدلو لپاره راننوت، نو یو تن يي ولید چې د واده جامې یې نه وې اغوستې  ۱۲ نو هغۀ ته یې وویل: ای دوسته ته څنګه دلته راغلی يې او ولې دې د واده جامې ندي اغوستې؟ نوهغه غلی شو  ۱۳ هماغه وخت پاچا خپلو خادمانو ته وویل: دا سړی لاس تړلی او پښې تړلی پورته کړئ، او بهر په تیاره کې یې وغورزوئ، چېرې چې ژړا او د غاښونو چیچل وي  ۱۴ ځکه رابلل شوي ډېر دي، خو غوره شوي لږ دي. 

د مالیې په هکله پوښتنه

( مرقس ۱۲ : ۱۳-۱۷، لوقا ۲۰ : ۲۰-۲۶ )

۱۵ بیا فریسیان لاړل او پلان يې جوړ کړ چې څنګه هغه په خپلو خبرو کې راونیسي  ۱۶ هغوی خپل شاګردان له هېرودیانو سره هغۀ ته ورولېږل او وویل: استاذه! موږ پوهېږو چې ته رېښتینی یې، په رېښتیا سره د خدای د لارې تعلیم ورکوې او دچا پروا نه لرې، ځکه چې دخلکو ظاهر ته نه ګورې  ۱۷ نو موږ ته ووایه چې ستا څه نظر دی، آیا موږ د روم قیصر ته په مالیې ورکولو مکلف یو که نه؟  ۱۸ خو عیسی د هغوی بده اراده درک کړه او ويې فرمایل: ای ریاکارانو! ولی زما آزمېښت کوئ؟  ۱۹ د مالیې سېکه ماته وښایاست نو هغوی ورته یودینار راوړ  ۲۰ نوعیسی هغوی ته وفرمایل: دا انځور او نوم دچا دی؟  ۲۱ هغوی ځواب ورکړ: د قیصر، نو هغوی ته يې وفرمایل: د قیصر مال قیصرته او دخدای مال خدای ته ورکړئ  ۲۲ او کله چې هغوی دا واورېدل نو حېران شول، هغه یې پرېښود او ترې لاړل. 

د قیامت په هکله پوښتنه

( مرقس ۱۲ : ۱۸-۲۷، لوقا ۲۰ : ۲۷-۴۰ )

۲۳ او په هماغه ورځ صدوقیان چې له قیامت څخه منکر وو، هغۀ ته راغلل او پوښتنه يې وکړه چې  ۲۴ ای استاذه! موسی ویلي، که چېرې څوک بې‌اولاده مړ شي نو باید ورور يې د هغۀ له ښځې سره واده وکړي ترڅو دځان لپاره نسل پېدا کړي  ۲۵ یو وخت زموږ په منځ کې اووه وروڼه اوسېدل، لومړي ښځه وکړه او مړ شو او لکه څرنګه چې اولاد يې نه درلود، نو ښځه يې ورور ته پاتې شوه  ۲۶ په همدې ډول تر دویم، دریم، تر اووم  ۲۷ او په پای کې هغه ښځه هم مړه شوه  ۲۸ نو په قیامت کې به له هغو اوو څخه د چا ښځه وي، ځکه ټولو له هغې سره واده کړی ؤ؟  ۲۹ عیسی هغوی ته ځواب ورکړ: تاسو ګمراه یاستئ، ځکه چې تاسو نه په کلام پوهېږئ او نه د خدای په ځواک  ۳۰ ځکه د قیامت په ورځ به ښځې او سړي یو له بل سره ودونه نه کوي، هغوی به د آسمان د فرښتو په څېر وي  ۳۱ خو د مړو د راژوندي کېدلو په هکله مو د خدای کلام ندی لوستی چې خدای په خپله تاسوته فرمایلي دي،  ۳۲ زه د ابراهیم خدای، د اسحاق خدای او د یعقوب خدای یم، خدای د مړو خدای نه بلکې د ژوندو خدای دی  ۳۳ او کله چې هغې ډلې دا هرڅه واورېدل، نو د هغۀ له تعلیم څخه حېران شول. 

تر ټولو لوی حکم

( مرقس ۱۲ : ۲۸-۳۴، لوقا ۱۰ : ۲۵-۲۸ )

۳۴ او کله چې فریسیانو واورېدل چې عیسی صدوقیان قانع کړي دي، نو سره را ټول شول  ۳۵ او له هغوی څخه یو تن چې عالم ؤ، د آزمېښت په موخه یې له هغۀ څخه پوښتنه وکړه چې  ۳۶ ای استاذه! په شریعت کې ترټولو لوی حکم کوم یو دی؟  ۳۷ عیسی هغۀ ته وفرمایل: دا چې دخپل مالک خدای سره په ټول زړه، په ټول ځان او ټول فکرسره مینه وکړې  ۳۸ دا تر ټولو لومړی او لوی حکم دی  ۳۹ او دویم حکم همدی ته ورته دی، یانې له خپل ګاونډي سره د خپل ځان پشان مینه وکړه  ۴۰ او په همدې دوو حکمونو باندې شریعت او د انبیاو ټولې صحیفې ولاړې دي. 

مسیح د چا زوی دی

( مرقس ۱۲: ۳۵-۳۷، لوقا ۲۰ : ۴۱-۴۴ )

۴۱ بیا کله چې فریسیان سره یوځای راټول شوي وو نو عیسی له هغوی څخه پوښتنه وکړه چې،  ۴۲ د مسیح په هکله څه فکر کوئ؟ هغه د چا زوی دی؟ هغوی ورته وویل: د داؤد زوی دی  ۴۳ نو هغوی ته يې وفرمایل: نو بیا ولی داؤد هغۀ ته په روح کې مالک وايي؟  ۴۴ لکه څرنګه چې وايي: مالک خدای زمامالک ته وفرمایل: زماښي لاس ته کېنه ترڅوستا دښمنان ستا دپښولاندې کړم  ۴۵ نوکله چې داؤد هغه مالک ګڼي، څنګه به د هغۀ زوی وي؟  ۴۶ او هېچا دهغۀ په ځواب کې څه ونه شو ویلي او له هغې ورځې وروسته هېچا جرأت ونکړ چې له هغۀ څخه پوښتنه وکړي. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.