بائبل Bible
Pashton Bible

متی ۲۳

عیسی فریسیان او د شرعې عالمان ملامته کوي

( مرقس ۱۲ : ۳۸-۳۹، لوقا ۱۱ : ۴۳-۴۶ او ۲۰ : ۴۵-۴۶ )

۱ بیا عیسی هغې ډلې اوخپلو شاګردانو ته وفرمایل:  ۲ د شرعې عالمان او فریسیان د موسی پرچوکۍ ناست دي  ۳ نو هغه څه چې تاسو ته وايي، هغه واورئ اوعمل پرې وکړئ خو دهغوی په څېرعمل مه کوئ، ځکه هغوی چې څه وايي، نو پرهغې عمل نه کوي  ۴ دوی درانده او سخت پیټي تړي او د خلکو پر اوږو يې باروي او خپله نه غواړي چې یوه ګوته هم وخوځوي  ۵ خپل ټول کارونه ددې لپاره کوي، چې خلک يې وویني، خپل تعویذونه پلن او دچپنو لمنې اوږدې جوړوي  ۶ په میلمستیاو کې په لوړو ځایونو کې له کېناستلو او په کنیسو کې له لوړو چوکیو سره مینه لري  ۷ په کوڅو کې درناوی خوښوي او داهم خوښوي چې خلک یې د استاذ په نامه راوبلي  ۸ خو تاسو باید د استاذ په نوم را ونه بلل شئ، ځکه ستاسو استاذ یو دی او تاسو ټول وروڼه یاست  ۹ او دمځکې پرمخ هېچا ته پلار مه وایاست، ځکه ستاسو پلار یو دی او هغه په آسمان کې دی  ۱۰ او تاسو باید هېڅکله استاذان ونه بلل شئ، ځکه تاسو یو استاذ لرئ او هغه مسیح دی  ۱۱ او څوک چې پتاسو کې مشر وي، هغه دې د ټولو خادم واوسي  ۱۲ او هرڅوک چې ځان لوړ ګڼي، نو ښکته به شي او څوک چې خپل ځان عاجزه کړي، نو سر لوړی به شي. 

د مذهبي مشرانو غندل

( مرقس ۱۲ : ۴۰، لوقا ۱۱ : ۳۹-۴۲ او ۴۴- ۵۲ او ۲۰: ۴۷)

۱۳ افسوس پرتاسو، دشرعې عالمانواو فریسیانو ای منافقو چې تاسو د آسمان د پاچاهۍ دروازې دخلکو پرمخ تړئ، خپله هم نه ورننوځئ او ورننوتونکي هم منع کوئ  ۱۴  ۱۵ افسوس پر تاسو، دشرعې عالمانو او فریسیانو، ای منافقو، تاسو په مځکه او بحیرې کې د دې لپاره سفر کوئ ترڅو یوکس خپل دین ته راواړوئ، خو کله چې هغه ستاسو دین قبول کړي نو له ځان څخه يې دوه چنده د دوزخ زوی جوړوئ  ۱۶ افسوس پرتاسو، ای ړندو لارښوونکو چې وایاست، هرڅوک چې پر سپېڅلي کور قسم وخوري نو باک نلري، خو که چېرې دسپېڅلي کور پر سرو زرو قسم وخوري، نو باید پوره يې کړي  ۱۷ ای ناپوهانو او ړندو، پدې دواړو کې کوم یو غوره دی؟ سره زر یاهغه سپېڅلی کور چې سره زر پاکوي؟  ۱۸ او تاسو وایاست چې که څوک د قربانۍ پرځای قسم وخوري نو باک نلري، خو که څوک د قربانۍ دځای پر هديې قسم وخوري، باید وريې کړي  ۱۹ ای ړندو خلکو، کوم یو غوره دی؟ هدیه یا د قربانۍ ځای، کوم چې هدیه پاکوي؟  ۲۰ او څوک چې د قربانۍ پرځای قسم خوري، نو د قربانۍ پرځای او پرهغه څه چې په هغې کې دي، قسم خوري ۲۱ اوڅوک چې پرسپېڅلي کورقسم خوري، نو پرسپېڅلي کور او پر هغۀ چې په هغې کې مېشت دي قسم خوري  ۲۲ او څوک چې پر آسمان قسم خوري، نو دخدای پر تخت او پرهغۀ چې دتخت لپاسه ناست دی قسم خوري  ۲۳ افسوس پرتاسو، ای د شرعې عالمانو او منافقو فریسیانو، ځکه د ویلني، بادیانو او زیرې لسمه خو ورکوئ، خو د شریعت لوی احکام، رېښتینولي، رحم او وفاداري مو پریښې ده، پکار وه چې هغه مو هم ترسره کولای، او دامو هم نه پرېښودلای  ۲۴ ای ړندو لارښوونکو، تاسوماشی له چاڼه راوباسئ خو اوښ تېروئ  ۲۵ افسوس پر تاسو، ای دشرعې عالمانو او منافقو فریسیانو، ځکه تاسو د پیالې او بشقاب بهرنی اړخ پاکوئ، خو د هغې دننه له حرص او افراط څخه ډک وي  ۲۶ ای ړوند فریسی، لومړی د پیالې او بشقاب دننه پاک کړه، ترڅو بهر یې هم پاک شي  ۲۷ افسوس پرتاسو ای منافقو دشرعې عالمانو او فریسیانو، ستاسو مثال دهغو قبرونو په څېر دی چې بهر سپين کړي او ښایسته ښکاري خو دننه د مړو له هډوکو او هر ډول پلیتیو څخه ډک وي  

په همدې ډول تاسوهم په ظاهرکې خلکوته رېښتیني ښکارئ، خو دننه له ځان ښودنې او فساد څخه ډک یاست.

د منافقانو په هکله

۲۸ ( لوقا ۱۱: ۴۷-۵۱) ۲۹ افسوس پر تاسو، ای منافقو دشرعې عالمانو او فریسیانو، تاسو د انبیاو قبرونه جوړوئ او د سپېڅلو هدیرې ښایسته کوئ  ۳۰ او دا وایاست چې که چېرې موږ دخپلو پلرونو په وخت کې وای، نو له هغوی سره به مو د انبیاو په وینو تویولو کې برخه نه وه اخیستې  ۳۱ نو پرخپل ځان ګواهي ورکوئ چې تاسو د انبیاو د قاتلینو اولاد یاست  ۳۲ نو تاسو دخپلو پلرونو نیمګړې پیمانه ډکه کړئ  ۳۳ ای مارانو او د مارانو بچو، څرنګه به له دوزخ څخه وتښتئ؟  ۳۴ او دادی اوس تاسوته انبیاء، حکیمان اوعالمان درلېږم، خو تاسو به ځینې مړه کړئ، ځینې به په دار وخېژوئ اوځینې به په کنیسو کې په قمچینو ووهئ او له یوه ښاره به یې بل ښار ته وشړئ  ۳۵ ترڅو د مځکې پرمخ د ټولو رېښتینو خلکو د تویو شوو وینو جریمه پرتاسو راشي، د رېښتیني هابېل له وینې څخه د برخیا د زوی زکریا تر وینې پورې، کوم چې مو د سپېڅلي کور او د قربانۍ ځای تر منځ وواژه  

زه په یقین سره تاسوته وایم چې دا هرڅه به پدې نسل باندې راځي.

د اورشلیم لپاره د عیسی خپګان

۳۶ ( لوقا ۱۳: ۳۴-۳۵) ۳۷ ای اورشلیمه، ای اورشلیمه، د انبیاو قاتله او درلېږل شویو سنګساروونکېه، څو ځلې مې وغوښتل چې ستا اولاد د هغې چرګې په څېرسره راټول کړم، کومه چې خپل چرګوړي د وزرولاندې راټولوي، خو تا ونه غوښتل  ۳۸ دا دی ستاسو کور تاسو ته وران درپرېښودل کېږي  ۳۹ او تاسو ته وایم چې نور به ما ونه وینئ ترڅو ووایاست، مبارک دی هغه څوک چې د مالک په نوم راځي. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.