متی ۲۴
د سپېڅلي کور د ورانېدو پېش بینی
( مرقس ۱۳: ۱-۲، لوقا ۲۱: ۵-۶)
۱ بیا کله چې عیسی له سپېڅلي کور څخه بهر راووت نو شاګردان يې رامخ ته شول ترڅو هغۀ ته د سپېڅلي کور ودانۍ وښايي ۲ نو هغۀ ځواب ورکړ، آیا دا هرڅه وینئ؟ په یقین سره تاسو ته وایم چې دلته به یو ګټ د بل لپاسه پاتې نشي او ټول به ونړول شي.د ستونزو پېل کېدل
( مرقس ۱۳: ۳-۱۳، لوقا ۲۱: ۷-۱۹)
۳ او کله چې هغه د زیتونو دغرۀ لپاسه ناست ؤ نو شاګردان یې په یواځیتوب کې هغۀ ته راغلل او ويې ویل: موږ ته ووایه چې دا کارونه به کله را منځ ته کېږي؟ او ستا د راتګ او آخرې زمانې نخښې کومې دي؟ ۴ عیسی هغوی ته ځواب ورکړ، ګورئ چې څوک مو بېلارې نکړي ۵ ځکه چې ډېر به زما په نوم راشي او وايي به چې زه مسیح یم او ډېر به بېلارې کړي ۶ جګړې او دجګړو خبرونه به واورئ، خو ګورئ چې وارخطا نشئ، ځکه د دې ټولو پېښېدل اړین دي، خو آخر وخت به لا راغلی نه وي چې ۷ قام به له قام او هیواد به له هیواد سره په جګړه شي، په بېلا بېلو ځایونو کې به وچکالي او زلزلې راشي ۸ او دغه ټول به لکه د لنګون د درد پېل وي ۹ هغه وخت به تاسو کړاوونو ته وسپاري، وبه مو وژني او ټول قامونه به زما د نوم پخاطر لتاسوڅخه کرکه کوي ۱۰ او په هغې زمانې کې به ډېرخلک تیندکونه وخوري، یو له بل سره به خیانت وکړي او یو له بل څخه به کرکه کوي ۱۱ ډېر دروغژن نبیان به راښکاره شي او ډېر به بېلارې کړي ۱۲ او د ګناهونو د ډېرښت له امله به د ډېرو مینه یو له بل سره سړه شي ۱۳ خو څوک چې تر پایه صبر وکړي، نو وبه ژغورل شي ۱۴ او په ټولې نړۍ کې به د خدای د پاچاهۍ د دغې ښه زیري وعظ وشي، ترڅو پرټولو قامونو باندې ګواهي واوسي او بیا به قیامت راشي.پلیت ورانوونکی
( مرقس ۱۳: ۱۴- ۲۳، لوقا ۲۱: ۲۰ - ۲۴)
۱۵ نو هرکله چې تاسې هغه پلیت ورانوونکی کوم چې دانیال نبي د هغۀ په هکله خبرې کړې وې په سپیڅلي ځای کې ولاړ ووینئ نو لوستونکي دې پرې پوه شي ۱۶ نو دغه مهال څوک چې په یهودیه کې وي، هغوی دې غرونوته وتښتي ۱۷ او څوک چې د بام لپاسه وي، نو د سامان دپورته کولو لپاره دې لاندې نه راکوزېږي ۱۸ او څوک چې په کرونده کې وي نو دخپلو جامو د اخیستلو لپاره دې نه راستنېږي ۱۹ او په هغو ورځوکې دې پرامېدوارو او شیدې ورکوونکو مېندو باندې افسوس وي ۲۰ نو دعا کوئ چې ستاسو تېښته دې په ژمي یا د خالي په ورځ نه وي ۲۱ ځکه هغه وخت به دومره لوی مصیبت راشي چې د دنیا له پېله تر اوسه، نه راغلی او نه به راشي ۲۲ او که چېرې هغه ورځې لنډې کړی شوې نه وای نو هېڅ بشر به ژغورل شوی نه وای، خو د غوره شویو لپاره هغه ورځې لنډې کړای شوي دي. ۲۳ هغه وخت که څوک تاسو ته ووايي: دا دی مسیح دلته یا هلته دی، نو باور مه کوئ ۲۴ ځکه چې دروغژن مسیحیان او دروغژن نبیان به راښکاره شي او داسې نخښې او لويې مُعجزې به وکړي، که چېرې شونې وي نو غوره شوي به هم بې لارې کړي ۲۵ ګورئ! دا دی تاسوته مې ترمخه خبر درکړ ۲۶ نو که چېرې تاسو ته ووايي چې، هغه هلته په دښته کې دی نو بهر ورپسې مه وځئ او که درته ووايي چې په کورکې دی نو باور پرې مه کوئ ۲۷ ځکه د انسان د زوی راتلل به هم د هغې برېښنا په څېر وي، کومه چې له ختیځ څخه تر لویدیځ پورې خپرېږي ۲۸ چېرې چې مرداره وي نو مردارخواره ټپوسان هم هلته راټولېږي.د انسان د زوی راتګ
( مرقس ۱۳: ۲۴ - ۲۸، لوقا ۲۱: ۲۵ - ۲۸ )
۲۹ او د هغو ورځو له تنګسې وروسته به سمدلاسه لمر تیاره شي او سپوږمۍ به خپله رڼا له لاسه ورکړي، ستوري به له آسمان څخه راتویی شي او آسماني ځواکونه به ولړزول شي ۳۰ او بیا به د انسان د زوی نخښه په آسمان کې راښکاره شي او د مځکې ټول قامونه به ماتم وکړي او د انسان زوی به وویني چې د آسمان په ورېځو کې به په ځواک او لوی شان اوشوکت سره راشي ۳۱ خپلې فرښتې به له لوړغږو شپېلیو سره ولېږي، ترڅو د هغۀ غوره شوي د نړۍ له څلورو ګوټونو او د آسمان له یوې څنډې تر بلې څنډې پورې سره راټول کړي.د اینځر د ونې مثال
( مرقس ۱۳: ۲۸-۳۱، لوقا ۲۱: ۲۹-۳۳)
۳۲ نو د اینځر د ونې له مثال څخه سبق واخلئ، کله چې د هغې نازکه څانګه غوټۍ وکړي او پاڼې را زرغونوي، نو تاسو پوهېږئ چې اوړی رانږدې دی ۳۳ همدغه راز تاسو هم کله چې دا هرڅه ووینئ نو پوه شئ چې هغه نږدې نه بلکې په دروازه کې دی ۳۴ او په یقین سره تاسو ته وایم، ترڅو چې دا هرڅه رامنځ ته نشي، نو د دی نسل خلک به مړه نشي ۳۵ آسمان او مځکه به لمنځه لاړ شي خو زما کلام به لمنځه لاړ نشی.نامالومه ورځ او وخت
( مرقس ۱۳: ۳۲ - ۳۷، لوقا ۲۱: ۳۴ - ۳۸)
۳۶ او د هغې ورځې او ساعت په هکله هېڅوک مالومات نلري، حتی د آسمان فرښتې او زوی هم، خو یواځې پلار ترې خبر دی ۳۷ او لکه څرنګه چې د نوح په ورځو کې وو، د انسان د زوی راتګ به هم همدغه شان وي ۳۸ ځکه له طوفان څخه مخکې ورځو کې تر هغه وخته پورې چې نوح کشتۍ ته ننوت، هغوی خوراک څښاک کاوه، ښځې یې کولې، میړونه یې کول ۳۹ هغوی ناخبره وو، ترڅو چې سیلاب راغی او ټول یې وېوړل، نو همدغه راز به د انسان د زوی راتګ هم وي ۴۰ هغه وخت که دوه تنه په پټي کې وي، نو یو به واخیستل شي او بل به پرېښودل شي ۴۱ او دوه ښځې چې مېچن کوي، نو یوه به واخیستل شي او بله به پاتې شي ۴۲ نو بېداره اوسئ، ځکه تاسو نپوهېږئ چې په کوم ساعت کې ستاسو مالک راځي ۴۳ خو پدې پوه شئ چې، که چېرې د کور څښتن پوهېدای چې د شپې په کوم وخت کې غل راځي، نو ویښ به پاتې وای او نه يې پرېښوده چې کور يې ووهل شي ۴۴ نو ځکه تاسو هم تیار اوسئ، ځکه د انسان زوی به پداسې وخت کې راشي چې تاسو به يې ګمان هم نه کوئ.رېښتینی خادم
( لوقا ۱۲: ۴۱-۴۸)
۴۵ نو بیا هغه رېښتینی خادم څوک دی چې بادار يې هغه د کور د خادمانو سرپرست وټاکي، ترڅو هغوی ته په ټاکلي وخت خوراک ورکړي؟ ۴۶ نو بختور دی هغه خادم چې کله يې بادار راشي او هغه په خپل کار کې بوخت وویني ۴۷ په یقین سره تاسو ته وایم چې هغه به پرخپلې ټولې شتمنۍ واکمن کړي ۴۸ خو که چېرې هغه بد خادم له ځان سره ووايي چې بادار مې په راتګ کې ځنډ کوي ۴۹ او د خپلو ملګرو خادمانو په وهلو ټکولو او له شرابیانو سره په خوراک او څښاک پېل وکړي ۵۰ نو د خادم بادار به پداسې ورځ راشي چې هغه يې انتظار نه کوي او پداسې وخت کې به راشي چې هغه خبر نه وي ۵۱ نو هغه به ټوټې ټوټې کړي او برخلیک به يې له منافقانو سره کړي، چېرې به چې ژړا او د غاښونو چیچل وي.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.