بائبل Bible
Pashton Bible

متی ۲۵

د لسو پېغلو مثال

۱ په هغه وخت کې به دآسمان پاچاهي د هغو لسو پېغلو پشان وي کومو چې خپل څراغونه واخیستل او د زوم د هرکلي لپاره بهر ووتلې  ۲ خو له هغوی څخه پنځه هوښیارې او پنځه کم عقلې وې  ۳ کم عقلو خپل څراغونه واخیستل خو تېل يې له ځانه سره وانه خیستل  ۴ خو هوښیارانو يې له خپلو څراغونو سره په لوخو کې تېل واخیستل  ۵ خو کله چې د زوم راتګ وځنډېد نو ټولې ګنګس ویدې شوې  ۶ او په نیمه شپه کې غږ وشو چې دا دی زوم راغی، هرکلي ته يې راووځئ  ۷ نو ټولې پېغلې راپورته شوې اوخپل څراغونه یې سم کړل  ۸ او کم عقلو هوښیارانو ته وویل: له خپلو تېلوڅخه لږ موږ ته هم راکړئ، ځکه زموږ څراغونه مړه کېږي  ۹ خو هوښیارانو ورته په ځواب کې وویل: نه یې درکوو، ځکه دا تېل به زموږ د ټولو لپاره بسیا ونه کړي، که کېدای شي نو دوکان ته لاړې شئ او د ځان لپاره نور تېل واخلئ  ۱۰ او کله چې هغوی د تېلو اخیستلو پسې لاړلې، نو زوم راورسېد، څوک چې حاضر وو له هغۀ سره د واده محفل ته ننوتل او دروازې بندې شوې  ۱۱ له هغې وروسته هغه نورې پېغلې هم راغلې او ويې ویل: مالکه، مالکه! موږ ته هم دروازه خلاصه کړه  ۱۲ خو هغۀ ځواب ورکړ: په یقین سره درته وایم چې زه تاسو نه پېژنم  ۱۳ نو بېداره اوسئ، ځکه چې تاسو د هغې ورځې او وخت څخه بې خبره یاست. 

د دریو خادمانو مثال

( لوقا ۱۹: ۱۱ - ۲۷)

۱۴ یا د آسمان پاچاهي دهغه سړي په څېرده چې غوښتل یې په سفر ولاړ شي، خپل خادمان يې راوغوښتل او خپل مالونه يې ورته وسپارل  ۱۵ یوه ته يې د سرو زرو پنځه سېکې، بل ته يې دوه او دریم ته يې یوه سیکه ورکړه، هر یوه ته یې د خپل لیاقت په اندازه ورکړې او په سفر روان شو  ۱۶ نو چاته يې چې پنځه سېکې ورکړې وې هغه لاړ، په هغې یې تجارت وکړ او نورې پنځه سېکې يې وګټلې  ۱۷ او همدغه راز د دوو سېکو خاوند هم دوه نورې سېکې وګټلې  ۱۸ خوهغه چې یوه سېکه اخیستې وه، لاړ، مځکه یې وکېندله او د خپل بادار پیسې یې هلته ښخې کړلې  ۱۹ ډېره موده وروسته د هغوخادمانو بادار راغی او له هغوی څخه يې حساب وغوښت  ۲۰ نوچا ته چې پنځه سېکې ورکړل شوې وې راغی، پنځه نورې سېکې یې راوړې او ويې ویل، مالکه، پنځه سېکې دې راکړې وې، دا دی نورې پنځه سېکې مې وګټلې  ۲۱ بادار یې ورته وویل، آفرین ای ښه او رېښتیني خادمه! ته په لږو شیانو کې رېښتینی وې نو تا به په ډېرو شیانو وټاکم، راشه او د خپل بادار په خوشالۍ کې شریک شه  ۲۲ او د دوو سېکو خاوند هم راغی او ويې ویل، ای باداره، ما ته دی دوه سېکې راکړې وې، دا دی دوه سېکې نوره ګټه مې کړې ده  ۲۳ بادار یې ورته وویل، آفرین ای ښه او رېښتیني خادمه، ته په لږو شیانوکې رېښتینی وې نو تا به په ډېرو شیانو وټاکم، راشه او دخپل بادار په خوشالۍ کې شریک شه  ۲۴ بیا هغۀ چې یوه سېکه یې اخیستې وه رامخ ته شو او ويې ویل، ای باداره، لکه څرنګه چې تا پېژنم ته ډېرسخت مزاجه سړی يې، ته هلته لَو کوې، چېرې چې تا کرلي نه وي او له هغه ځایه يې راټولوې چې تا خواره کړي نه وي  ۲۵ نو ځکه ووېرېدم، لاړم او ستا سېکه مې په مځکه کې ښخه کړه، دا دی ستا مال دلته دی  ۲۶ نو بادار یې هغۀ ته ځواب ورکړ، ای بدکار او سست خادمه، لکه څرنګه چې ته پوهېدې، زه له هغه ځایه ریبم چېرې مې چې کرلي نه وي او له هغه ځایه یې را ټولوم چېرې مې چې تخم شیندلی نه وي  ۲۷ نو لدې کبله باید تا زما نغدې له صرافانو سره ایښی وای او کله چې راغلی وم نو خپل مال به مې له ګټې سره اخیستی وای  ۲۸ اوس هغه سېکه ورڅخه واخلئ او د لسو سېکو څښتن ته يې ورکړئ  ۲۹ ځکه څوک چې څه لري هغۀ ته به نور هم ورکړل شي، چې څه ترې زیات هم شي او څوک چې څه نلري نو هغه څه چې لري، حتی هغه به هم ترې واخیستل شي  ۳۰ او دا بې‌ ګټې خادم تیاروته وغورځوئ، چېرې چې به ژړا او د غاښونو چیچل وي. 

د قضاوت ورځ

۳۱ او کله چې د انسان زوی له خپل شان او شوکت سره راشي او ټولې فرښتې ورسره وي، نو بیا به دخپل جلال پرتخت کېني  ۳۲ او ټول قامونه به د هغۀ په حضور کې راغونډ شي او هغه به خلک یو له بل څخه داسې جلا کړي لکه څرنګه چې شپونکی پسونه له اوزو څخه جلا کوي  ۳۳ هغه به پسونه ښي لاس او اوزې به خپل کېڼ لاس ته کړي  ۳۴ بیا به پاچا د ښي لاس خاوندانو ته ووايي، ای زما د پلار مبارکو خلکو راشئ او د هغې پاچاهۍ وارثان شئ، کومه چې د نړۍ له پېدایښت څخه ستاسو لپاره جوړه شوې ده  ۳۵ ځکه کله چې زه اوږی وم نو تاسو ما ته خواړه راکړل اوکله چې زه تږی وم نو تاسو ماته څښاک راکړل او زه مسافر وم نو زما هرکلی مو وکړ  ۳۶ بربنډ وم نو زه مو پټ کړم، ناروغه وم نو زما پوښتنه مو وکړه، بندي وم نو زما لیدو ته راغلئ  ۳۷ نو هغه مهال به رېښتیني ورته په ځواب کې ووايي، ای مالکه، موږ کله ته اوږی لیدلی وې چې خواړه مو درکړي وای، یا تږی وې چې څښاک مو درکړي وای  ۳۸ یا کله ته مسافر وې چې موږ ستا هرکلی کړی وای، یا ته بربنډ وې چې موږ پټ کړی وای  ۳۹ یا کله ته ناروغ او بندي وې چې ستا پوښتنه مو کړې وای؟  ۴۰ نو پاچا به ورته په ځواب کې ووایي په یقین سره تاسو ته وایم، کله مو چې زما په وروڼو کې، له کوچني څخه کوچني یو تن سره هم څه کړي نو هغه مو زما سره کړي دي  ۴۱ او بیا به د کېڼ لاس خلکو ته ووايي، ای لعنتیانو، زما څخه لرې شئ، د هغۀ تلپاتې اور لور ته کوم چې د شېطان او دهغۀ د فرښتو لپاره تیار شوی دی  ۴۲ ځکه زه اوږی وم، تاسو ما ته خواړه رانکړل، تږی وم ما ته مو څښاک رانکړ  ۴۳ مسافر وم، زما هرکلی مو ونکړ، بربنډ وم زه مو پټ نکړم، ناروغ او بندي وم زما پوښتنه مو ونکړه  ۴۴ نو هغوی به هم په ځواب کې ووايي: ای مالکه! موږ کله ته اوږی یا تږی، یا مسافر یا بربنډ، یا ناروغ یا په بند کې لیدلی وې او ستا خدمت مو نه ؤ کړی؟  ۴۵ نو هغه به ورته په ځواب کې ووايي: خو کله چې تاسو لدې کوچنیانو سره څه ندي کړي نو زما سره مو هم ندي کړي  ۴۶ او هغوی به تلپاتې عذاب ته لاړ شي خو رېښتیني به تلپاتې ژوندون ته. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.