بائبل Bible
Pashton Bible

متی ۲۶

د عیسی د وژلو د سیسه

( مرقس ۱۴: ۱- ۲، لوقا ۲۲: ۱- ۲، یوحنا ۱۱: ۴۵-۵۳)

۱ او کله چې عیسی داټولې خبرې پای ته ورسولې نوخپلو شاګردانو ته يې وفرمایل  ۲ تاسو پوهېږئ چې دوه ورځې وروسته د فسحې اختر دی او د انسان زوی به وسپارل شي ترڅو پرصلیب وخېژول شي  ۳ بیا لوی مذهبي مشران او دقام مشران، دمذهبي مشرانو دمشر کیاپاس په ماڼۍ کې سره راټول شول  ۴ او د سیسه یې جوړه کړه ترڅو عیسی په چل ول سره ونیسي او ويې وژني  ۵ خو هغوی وویل چې دا کار باید د اختر په ورځو کې ونشي، هسې نه چې په قام کې بلوا را پورته شي. 

پرعیسی دعطروشیندل

( مرقس ۱۴: ۳ - ۹، یوحنا ۱۲: ۱- ۸)

۶ او کله چې عیسی په بېت‌عنیا کې د جذامي شمعون په کور کې ؤ  ۷ نویوه ښځه راغله چې د مرمرو په عطردان کې ورسره قيمتي، خوشبویه عطر وو او کله چې هغه دسترخوان ته کېناست نو عطر يې په سر ورخالي کړل  ۸ او کله چې شاګردانو دا ولیدل نوغصه شول او ويې ویل، ولی دا اسراف وشو؟  ۹ ځکه کېدای شول چې دا عطر په ګرانه بیه خرڅ شوي او پېسې یې غریبانو ته ورکړل شوې وای  ۱۰ عیسی چې دا هرڅه درک کړل نو هغوی ته يې وفرمایل: ولې دا ښځه ځوروئ؟ هغې زما سره ډېر ښه کار وکړ  ۱۱ ځکه چې غریبان به تل لتاسو سره وي، خو زه به د تل لپاره لتاسو سره نه یم  ۱۲ او دې ښځې چې زما پر بدن عطر واچول نو زه يې د ښخولو لپاره تیار کړم  ۱۳ او په یقین سره تاسو ته وایم چې کله هم په ټوله نړۍ کې د دې ښه زیري پېغام ورکول کېږي، نو څه چې هغې وکړل، دا به هم په هغې سره یادېږي. 

د یهودا اسخریوطي خیانت

( مرقس ۱۴: ۱۰-۱۱، لوقا ۲۲: ۳-۶ )

۱۴ له هغو دولسوڅخه یو تن چې یهودا اسخروطي نومېده، لویو مذهبي مشرانو ته ورغی  ۱۵ او ورته يې وویل، که چېرې زه عیسی تاسو ته وسپارم نو تاسو به ماته څه راکړئ؟ هغوی ورته د سپینو زرو دیرش سېکې ورکړې  ۱۶ او له هماغه وخته د مهلت په تمه ؤ، ترڅو هغه، هغوی ته وسپاري. 

د فسحې تیارول

( مرقس۱۴: ۱۲-۲۱، لوقا ۲۲: ۷-۱۴ او ۲۱-۲۳، یوحنا ۱۳: ۲۱ -۳۰)

۱۷ او د فسحې د اختر په لومړۍ ورځ شاګردان عیسی ته راغلل او ورته يې وویل: په کوم ځای کې غواړې چې ستا لپاره د فسحې خوراک تیارکړو؟  ۱۸ نو هغوی ته يې وفرمایل: په ښار کې د فلاني سړي څنګ ته لاړ شئ او ورته ووایاست، استاذ وايي چې زما وخت رانږدې شوی دی او زه غواړم چې له خپلو شاګردانو سره یوځای ستاسو په کور کې فسح وخورم  ۱۹ نو لکه څرنګه چې عیسی امرکړی ؤ شاګردانو یې هم هماغه شان د فسحې ډوډۍ تیاره کړه.  ۲۰ او کله چې ماښام شو نو له هغو دولسو سره کېناست  ۲۱ اود ډوډۍ خوړلو پر مهال یې هغوی ته وفرمایل: په یقین سره تاسوته وایم چې یو لتاسوڅخه به زما جاسوسي وکړي  ۲۲ نو هغوی ډېر سخت غمژن شول او هر یو، یو له بل پسې هغۀ ته وویل، مالکه! آیا هغه زه یم؟  ۲۳ هغۀ ځواب ورکړ، چا چې ما سره لاس په کاسه کې ښکته کړ نو هماغه به زما جاسوسي وکړي  ۲۴ د انسان زوی به خامخا په هماغه لار لاړ شي، کومه چې د هغۀ لپاره لیکل شوې ده، خو افسوس د هغه چا پرحال چې د انسان د زوی جاسوسي کوي، د هغه سړي لپاره غوره وه چې هېڅ پېدا شوی نه وای  ۲۵ او یهودا چې د هغۀ جاسوس ؤ ځواب ورکړ: ای استاذه! آیا هغه زه یم؟ نوهغۀ ته يې وفرمایل، دا ستا وېنا ده. 

د مالک ماښامنی

( مرقس۱۴: ۲۲-۲۶، لوقا ۲۲: ۱۴-۲۰، لومړی قرنتیان ۱۱: ۲۳ - ۲۵)

۲۶ او کله چې هغوی ډوډۍ خوړله نو عیسی ډوډۍ راواخیسته، برکت يې ورکړ، ماته يې کړه، شاګردانو ته يې ورکړه، او ويې فرمایل، واخلئ وخورئ، دا زمابدن دی  ۲۷ پیاله يې راواخیسته، شکر يې وویست، هغوی ته يې ورکړه او ويې فرمایل، تاسو ټول لدې څخه وڅښئ  ۲۸ ځکه دا زما په وینه کې یو تړون دی، چې د ډېرو د ګناهونو د بخښنې په لار کې توېږي  ۲۹ او تاسو ته وایم چې زه به لدې وروسته د انګورو اوبه ونه څښم، ترڅو چې د خپل پلار په پاچاهۍ کې یې له تاسو سره تازه ونه څښم. 

پطروس له عیسی څخه انکار کوي

(مرقس ۱۴: ۲۸ - ۳۱، لوقا ۲۲: ۳۱-۳۴، یوحنا ۱۳: ۳۶-۳۸)

۳۰ او کله چې د سرود له ویلو وروسته د زیتونو غرۀ ته روان شول  ۳۱ نو عیسی هغوی ته وفرمایل، نن شپه به تاسو ټول زما پخاطر زماڅخه لرې لاړشئ، لکه څرنګه چې لیکل شوي دي، زه به شپونکی ووهم او د رمې پسونه به خواره واره شي  ۳۲ خو له را پورته کېدو وروسته به ترتاسو وړاندې ګلیل ته لاړ شم  ۳۳ پطروس هغۀ ته ځواب ورکړ، که چېرې ټول ستا په خاطر لتا څخه لرې لاړ شي خو زه به هېڅکله لاړ نشم  ۳۴ عیسی هغۀ ته وفرمایل، په یقین سره تا ته وایم چې همدا نن شپه به ترچرګ بانګ وړاندې، درې ځلې زماڅخه انکار وکړې  ۳۵ پطروس هغۀ ته وویل، حتی که لتا سره مړ هم شم، خو لتا څخه به انکار ونکړم او ټولو شاګردانو همدغه شان وویل. 

په ګېټسمني بڼ کې دعا

( مرقس ۱۴: ۳۲ - ۴۲، لوقا ۲۲: ۳۹-۴۶)

۳۶ بیاعیسی له هغوی سره هغه ځایته ورسېد چې په ګېټسمني بڼ مشهور ؤ او خپلو شاګردانو ته يې وفرمایل، دلته کېنئ ترڅو زه لاړ شم اوهلته دعا وکړم  ۳۷ نو پطروس او د زبدي دوه زامن يې له ځان سره واخیستل، بې‌اندازې غمژن او دردمن شو  ۳۸ او هغوی ته یې وفرمایل: زړه مې له ډېره غمه مرګ ته نږدې دی، دلته پاتې شئ او زما سره بېداره اوسئ  ۳۹ نو لږ څه مخکې لاړ، مخ یې مځکې ته کړ، دعا يې وکړه او ويې ویل، ای زما پلاره! که چېرې شونې وي نو دا جام زما څخه لرې کړه، خو زما په خوښه نه، بلکې ستا په اراده  ۴۰ بیا دخپلو شاګردانو څنګ ته راغی او هغوی يې ویده وموندل، نو پطروس ته یې وفرمایل، آیا تاسو نشئ کولای چې زما سره یو ساعت هم ویښ پاتې شئ؟  ۴۱ ویښ اوسئ او دعا وکړئ ترڅو په آزمېښت کې ونه لوېږئ ځکه چې روح تیار دی خو بدن کمزوری دی  ۴۲ بیا دویم ځلي لاړ، دعا یې وکړه او ويې ویل، ای زما پلاره، که چېرې دا جام زما له څښلو پرته لرې کېدای نشي نو څه چې ستا اراده وي هغه دې وشي  ۴۳ هغه بیا راغی او هغوی یې ویده وليدل، ځکه چې سترګې یې درندې شوې وې  ۴۴ نو هغوی یې پرېښودل، دریم ځلي لاړ او بیا یې په هماغو الفاظو دعا وکړه  ۴۵ بیا د شاګردانو څنګ ته راغی او ورته يې وفرمایل: آیا تاسو اوس هم ویده یاست او آرام کوئ؟ اوس د دې وخت رارسېدلی چې د انسان زوی د ګنهګارانو لاس ته وسپارل شي  ۴۶ را پورته شئ چې لاړ شو، ګورئ زما جاسوس رارسېدلی دی. 

د عیسی سره خیانت او د هغۀ نیول

( مرقس ۱۴: ۴۳-۵۰، لوقا ۲۲: ۴۷-۵۳، یوحنا ۱۸: ۳-۱۲)

۴۷ هغۀ لاخبرې کولې چې ناڅاپه یهودا، کوم چې له دولسو شاګردانوڅخه یو ؤ، تورې او کوتکي په لاس له یوې غټې ډلې سره راغی، هغوی لویو مذهبي مشرانو او دقام مشرانو رالېږلي وو  ۴۸ او جاسوس هغوی ته نخښه ورکړې وه چې کوم سړی زه ښکل کړم نوهماغه دی، ویې نیسئ  ۴۹ نو هماغه شېبه دعیسی څنګ ته راغی او ويې ویل سلام استاذه، او هغه يې ښکل کړ  ۵۰ عیسی هغۀ ته وفرمایل، ای ملګریه، د څه لپاره چې راغلی يې هغه وکړه، بیا هغوی را وړاندې شول او عیسی يې ټینګ ونیوه  ۵۱ او هماغه شېبه دعیسی له ملګروڅخه یوتن لاس اوږدکړ، توره يې راوویستله او د مذهبي مشرانو د مشر پرخادم يې ګوذار وکړ او د هغۀ غوږ يې پري کړ  ۵۲ نوعیسی هغۀ ته وفرمایل، خپله توره بېرته په تېکي کې کېږده، ځکه څوک چې توره راوخلي نو په توره به ووژل شي  ۵۳ آیا فکر کوئ زه نشم کولای چې له خپل پلار څخه وغواړم ترڅو زما لپاره له دولسو لښکرو څخه ډېرې فرښتې راولېږي؟  ۵۴ خو بیا به د صحیفو لیکنې څنګه پوره کېږي چې باید همداسې وشي؟  ۵۵ او هماغه شېبه يې هغې ډلې ته وفرمایل، آیا د لار وهونکي غل د نیولو لپاره له تورو او کوتکو سره راغلي یاست؟ زه هره ورځ لتاسو سره په سپېڅلي کور کې ناست او تعلیم ورکوم، خو تاسو زه ونه نیولم  ۵۶ خو دا هرڅه وشول ترڅو د انبیاو لیکنې پوره شي، هغه وخت د هغۀ ټولو شاګردانو هغه پرېښود او وتښتېدل. 

عیسی د یهودو د جرګې پر وړاندې

( مرقس ۱۴: ۵۳-۶۵، لوقا ۲۲: ۵۴-۵۵، او ۶۳-۷۱، یوحنا ۱۸: ۱۴-۱۳ او ۱۹-۲۴)

۵۷ او هغوی چې عیسی يې نیولی ؤ، هغه يې د مذهبي مشرانو د مشر کیاپاس کورته وېوړ، چېرې چې د شرعې عالمان او مشران راټول شوي وو  ۵۸ او پطروس په لږڅه واټن کې د هغۀ پسې روان ؤ، هغه دمذهبي مشرانو د مشر کورته ورننوت او له عسکرو سره کېناست ترڅو د کار پای وویني  ۵۹ لویو مذهبي مشرانو او د شورا ټولو غړو غوښتل ترڅو د عیسی پرخلاف د دروغو ګواهي پېدا کړي او هغه ووژني  ۶۰ خو ويې نه موندله، سره لدې چې څوتنه دروغژن ګواهان راوړاندې شول، په پای کې دوه تنه راغلل  ۶۱ او ويې ویل، دې سړي ویلي وو چې زه کولای شم ترڅو دخدای دغه سپېڅلی کور وران او په درې ورځو کې یې بیا جوړ کړم  ۶۲ نو د مذهبي مشرانومشر راپورته شو او هغۀ ته يې وویل، ولې ځواب نه ورکوې؟ ولې دوی ستا پرخلاف ګواهي ورکوي؟  ۶۳ خو عیسی غلی پاتې شو، بیا دمذهبي مشرانو مشر هغۀ ته وویل، تا ته په ژوندي خدای قسم درکوم چې موږ ته ووایه، آیا ته د خدای زوی مسیح يې که نه؟  ۶۴ عیسی هغۀ ته وفرمایل، دا ستا وېنا ده او همدغه راز تاسو ته وایم چې لدې وروسته به د انسان زوی ووینئ چې د خدای ښي لاس ته به ناست وي او د آسمان په ورېځوکې به یې په راتلو ووينئ  ۶۵ بیا د مذهبي مشرانو مشر خپل ګریوان څېرې کړ او ويې ویل، دی کُفر وايي، نور موږ ګواهانو ته څه اړتیا لرو؟ اوس تاسو د هغۀ کُفر واورېد  ۶۶ ستاسو فېصله څه ده؟ هغوی ځواب ورکړ، د وژلو لایق دی  ۶۷ نو د هغۀ پر مخ يې لاړې توکړې، هغه یې وواهه. او ځینو په څپېړو واهه  ۶۸ او ورته یې ویل، ای مسیحه، موږ ته نبوت وکړه او ووایه ته چا ووهلې؟ 

پطروس له عیسی څخه انکار کوي

( مرقس ۱۴: ۶۶-۷۲، لوقا ۲۲: ۵۶-۶۲، یوحنا ۱۸: ۱۵-۱۸ او ۲۵-۲۷)

۶۹ او پطروس چې په بهر انګړ کې ناست ؤ نو یوه خادمه انجلۍ راغله او ورته يې وویل چې ته خو هم د ګلیلي عیسی سره وې  ۷۰ نو هغه د ټولو په مخکې منکرشو او ويې ویل، نپوهېږم چې ته څه وايې  ۷۱ او کله چې هغه بهر دهلیز ته لاړ نو یوې بلې خادمې انجلۍ ولید او ننداره چیانو ته يې وویل چې دا سړی هم د ناصري عیسی له ملګرو څخه ؤ  ۷۲ خو هغۀ بیا قسم وکړ او منکرشو چې زه دا سړی نه پېژنم  ۷۳ څو شیبې وروسته څو تنه نندارچیان چې هلته ولاړ وو را وړاندې شول او پطروس ته يې وویل، ته هم لدوی څخه يې ځکه چې ستا له لهجې څخه مالومېږي  ۷۴ نو هغۀ په ښېرو او قسمونو پېل وکړ چې دا سړی نه پېژنم او په همدی وخت کې چرګ بانګ وکړ  ۷۵ نو پطروس ته د عیسی خبره وریاده شوه چې ویلي يې وو، د چرګ له بانګ د مخه به درې ځلې ته زما څخه انکار وکړې، نو بهر لاړ او ډېر سخت یې وژړل. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.