متی ۲۷
عیسی د پېلاطوس په دربار کې
( مرقس ۱۵:۱، لوقا ۲۳: ۱-۲، یوحنا ۱۸: ۲۸-۳۲)
۱ او کله چې سهارشو، نو لویومذهبي مشرانو او د قام مشرانو د عیسی په هکله جرګه وکړه، ترڅو هغه ووژني ۲ نو هغه يې لاس تړلی وېوړ او د روم والي پېلاطوس ته يې وسپاره.د یهودا اسخریوطي ځان وژنه
( د رسولانو عملونه ۱: ۱۸-۱۹)
۳ او کله چې د هغۀ سپارونکي یهودا ولیدل چې عیسی محکوم شوی دی، نو پښیمان شو او د سپینو زرو دیرش سېکې یې لویومذهبي مشرانو او د قام مشرانو ته بېرته ورکړې ۴ او ويې ویل، زه ګنهګار یم چې د یوې بېګناه وینې جاسوسي مې کړې ده، نو هغوی ورته وویل، دا نو موږ پورې څه اړه لري؟ ته خپله ښه پوهېږې ۵ بیا هغۀ د سپینو زرو سېکې په سپېڅلي کور کې وغورځولې، لاړ او خپل ځان يې زندۍ کړ ۶ خو لویو مذهبي مشرانو د سپينو زرو هغه سېکې راواخیستې او ويې ویل، په خزانه کې د دې اچول روا ندي، ځکه چې د وینې قیمت دی ۷ نو مشوره یې وکړه او د کولال پټی یې پرې واخیست ترڅو د غریبانو لپاره پکې هدېره جوړه کړي ۸ له همدی کبله تر نن ورځې پورې هغه پټی د وینې د پټي په نامه یادېږي ۹ او پدې توګه هغه خبره پوره شوه، کومه چې د ارمیا نبي په ژبه ویل شوې وه چې، هغوی د سپینو زرو دیرش سېکې واخیستې، کومې چې په بني اسرائیلو کې د سړي د سر بیه وه ۱۰ او پرهغې یې د کولال پټی واخیست، لکه څرنګه چې مالک ماته فرمایلي وو.عیسی د پېلاطوس په وړاندې
( مرقس ۱۵: ۲ - ۵، لوقا ۲۳: ۳-۵، یوحنا ۱۸: ۳۳-۳۸)
۱۱ اوس عیسی د والي په مخکې ولاړ ؤ، نو والي له هغۀ څخه پوښتنه وکړه، آیا ته د یهودو پاچا یې؟ عیسی هغۀ ته وفرمایل، دا ته وايې ۱۲ او کله چې لویومذهبي مشرانو او د قام مشرانو پرهغۀ تورونه پورې کړل نوهغۀ هېڅ ځواب ورنکړ ۱۳ نو پېلاطوس هغۀ ته وویل، آیا ته دغه ټولې ګواهۍ نه اورې چې ستا پرخلاف کېږي؟ ۱۴ خو هغۀ ته يې په ځواب کې یوه خبره هم ونکړه، حتی چې والي هم حېران شو.د عیسی د وژلو حکم
(مرقس ۱۵: ۶-۱۵، لوقا ۲۳: ۱۳-۲۵، یوحنا ۱۸: ۳۹ - ۱۹:۱۶)
۱۵ او په هر اختر کې د والي دود او طریقه دا وه، چې د خلکو په خوښه به يې د هغوی لپاره یو بندي آزاداوه ۱۶ او په هغه وخت کې باراباس یو لار وهونکی بد نام بندي ؤ ۱۷ نو کله چې خلک را ټول شول پېلاطوس له هغوی څخه پوښتنه وکړه چې، څوک غواړئ چې ستاسو لپاره يې آزاد کړم؟ باراباس، یاعیسی چې په مسیح مشهور دی ۱۸ ځکه هغه پوهېده چې عیسی يې د حسد لمخې ورسپارلی دی ۱۹ او کله چې پرتخت ناست ؤ، نو ښځې يې هغۀ ته پېغام ولېږه چې، ګوره دې رېښتینی سړي ته څه ونه وايې، ځکه نن شپه مې په خوب کې د هغۀ په هکله ډېرکړاو ولید ۲۰ خو لویو مذهبي مشرانو او د قام مشرانوخلک دې ته لمسولي وو ترڅو د باراباس آزادي او دعیسی مرګ وغواړی ۲۱ او کله چې والي له هغوی څخه پوښتنه وکړه چې، لدې دوو تنوڅخه کوم یو غواړئ چې تاسو ته یې آزاد کړم؟ نو هغوی وویل، باراباس ۲۲ بیا پېلاطوس هغوی ته وویل، نو له عیسی سره چې په مسیح مشهور دی څه وکړم؟ ټولو وویل، پرصلیب يې وخېژوه ۲۳ نوهغۀ وویل، ولې، څه ګناه يې کړې ده؟ خوهغوی نورې هم نارې کړې او ویل یې، پرصلیب دې وخېژول شي. ۲۴ او کله چې پېلاطوس ولیدل چې هېڅ هم نشي کولای بلکې تاوتریخوالی نورهم ډېرېږي، نو اوبه يې وغوښتلې، دخلکو په مخکې يې خپل لاسونه ووینځل او ويې ویل، تاسو پوهېږئ زه د دې سړي له وینې څخه بري یم، دا ستاسو کار دی ۲۵ ټولو خلکو ځواب ورکړ، د هغۀ خون دې زموږ او زموږ د اولادونو پغاړه وي ۲۶ او له هغې وروسته يې باراباس هغوی ته آزاد کړ، عیسی يې په قمچینو وواهه او هغه یې وسپاره ترڅو پر صلیب يې وخېژوي.پرعیسی مسیح د رومي عسکرو ملنډې وهل
(مرقس ۱۵: ۱۶-۲۰، یوحنا ۱۹: ۲-۳)
۲۷ بیا د والي عسکرو عیسی د والي دکارځای ته وېوړ او ټوله قشله یې ترې راچاپېره کړه ۲۸ هغه يي بربنډکړ اوبانجاني چپنه يې ورواغوستله ۲۹ د اغزو تاج يې جوړکړ اوهغۀ ته یې ورپه سرکړ، یوه همسا يې ورته په لاس کې ورکړه، د هغۀ په مخکې په ګونډوشول او په ملنډو سره يې ورته ویل، سلام ای د یهودو پاچا ۳۰ پر هغۀ يې لاړې تو کولې، همسا یې ترې واخیسته او په سر يې پرې واهه ۳۱ او کله يې چې ملنډې بس کړې نو چپنه يې ترې وویستله، خپلې جامې یې ور واغوستلې او هغه یې روان کړ ترڅو پرصلیب یې وخېژوي.عیسی پر صلیب
( مرقس ۱۵: ۲۱ - ۳۲، لوقا ۲۳ : ۲۶-۴۳، یوحنا ۱۹: ۱۷-۲۷)
۳۲ د لارې په اوږدو کې یې شمعون قیرواني نومې سړی وموند او هغه يې مجبور کړ ترڅو دهغۀ صلیب پر اوګه کړي ۳۳ بیا ګولګتا نومي ځای ته ورسېدل، چې مانا یې د کوپړیو ځای دی ۳۴ او هغۀ ته يې دڅښلو لپاره له تریخي سره ګډکړي شراب ورکړل خو کله يې چې وڅکل نو ويې نه څښل. ۳۵ نو هغه يې پرصلیب وخېژاوه، د هغۀ پر جامو يې پچه واچوله او په خپلو کې یې سره وویشلې ۳۶ او هلته د هغۀ دڅارنې لپاره کېناستل ۳۷ او د هغۀ د سر لپاسه يې جرمي لوحه راځوړنده کړه چې پرې ليکل شوي وو، دا عیسی دی، د یهودو پاچا ۳۸ بیا يې دوه غله، یو د هغۀ ښي او بل کېڼ لاس ته له هغۀ سره پرصلیب راوځړول ۳۹ او لاروي چې له هغه ځایه تېرېدل نو دملنډو په موخه به یې خپل سرونه خوځول، ښکنځلې به یې کولې او ویل یې ۴۰ ای هغه سړیه چې سپېڅلی کور ورانوې او بیا يې په درې ورځوکې جوړوې، خپل ځان وژغوره او که چېرې دخدای زوی يې نو له صلیبه راکوزشه ۴۱ همدغه راز لویومذهبي مشرانو، د شرعې له عالمانو او قامي مشرانو سره یوځای ملنډې وهلې او ویل یې ۴۲ نور يې ژغورل خو خپل ځان نشي ژغورلی، که چېرې هغه په رېښتیا داسرائیلو پاچا وي نو له صلیبه دې راکوز شي چې موږ هم پرې ایمان راوړو ۴۳ پرخدای يې توکل کاوه، نو که چېرې خدای له هغۀ سره مینه لري اوس دې هغه وژغوري، ځکه ده به ویل چې زه د خدای زوی یم ۴۴ همدغه راز هغو دوو غلو هم ورته ښکنځلې کولې، چې له هغۀ سره پرصلیب خېژول شوي وو.د عیسی مړینه
( مرقس ۱۵: ۳۳-۴۱، لوقا ۲۳: ۴۴- ۴۹، یوحنا ۱۹ : ۲۸-۳۰)
۴۵ له غرمې ترماسپښینه ټوله مځکه تیارې ونیوله ۴۶ او نږدې ماسپښین مهال عیسی په زوره چیغه ووهله چې، ایلي، ایلي لَما سَبَقتَني! ای زماخدایه، ای زماخدایه، زه دې ولې یواځې پرېښودم ۴۷ سمدلاسه ځینوحاضرینو چې دا واورېدل، نو ویل يې چې هغه الیاس نبي رابلي ۴۸ سمدلاسه له هغوی څخه یو تن منډه کړه، یو اسفنج یې راواخیست، له سرکې څخه يې ډک کړ، د لرګي په څوکه يې کېښود او د هغۀ خلې ته يې نږدې کړ، ترڅو ويې څښي ۴۹ او نورو وویل، پرېږدئ ترڅو ووینو چې الیاس دهغۀ دخلاصون لپاره راځي که نه. ۵۰ عیسی یوځل بیا چیغه ووهله او ساه يې ورکړه ۵۱ هماغه وخت د سپېڅلي کور پرده لپاسه ترلاندې څيرې او دوه ټوټې شوه، مځکه وخوځېدله او ګټان وچاودېدل ۵۲ قبرونه واز شول او د ډېرو سپېڅلو بدنونه چې ویده وو راویښ شول ۵۳ او د هغۀ له راپورته کېدو وروسته له قبرونو څخه راووتل، سپېڅلي ښارته لاړل او ډېرو ته ښکاره شول ۵۴ او کله چې مشر رومي افسر او د هغۀ ملګرو، کومو چې دعیسی څوکيداري کوله، زلزله او داپېښې ولیدې، نو ډېر سخت ووېرېدل او ويې ویل، بېشکه دا سړی د خدای زوی ؤ ۵۵ او هلته له ګلیل څخه ډېرې ښځې د عیسی پسې راغلې وې، ترڅو د هغۀ خدمت وکړي او له لرې څخه يې ننداره کوله ۵۶ په هغوی کې یوه مجدلیه مریمه، بله د یعقوب او یوسف مور مریمه او د زبدي د زامنو مور وه.د عیسی تدفین
( مرقس ۱۵: ۴۲-۴۷، لوقا ۲۳: ۵۰-۵۶، یوحنا ۱۹: ۳۸-۴۲)
۵۷ او کله چې ماښام شو نو یوسف نومې یو شتمن سړی چې د ارمتیې اوسېدونکی او دعیسی شاګرد ؤ راغی ۵۸ هغه پېلاطوس ته ورغی او دعیسی مړی يې ترې وغوښت او پېلاطوس امر وکړ ترڅو مړی ورکړل شي ۵۹ نو یوسف د هغۀ مړی را پورته کړ او هغه يې په یو پاک کتان کې راونغښت ۶۰ او هغه يې په یو نوي قبرکې چې د ځان لپاره يې په ګټ کې کنیستی ؤ کېښود، یوغټ ګټ يې د قبرخُلې ته را وغورځاوه او ترې لاړ ۶۱ مجدلیه مریمه او هغه بله مریمه هلته د قبر په مخکې ناستې وې.پر قبر څوکېداران
۶۲ او په سبا ورځ چې دخالي ورځ وه، لوی مذهبي مشران او فریسیان یوځای پېلاطوس ته ورغلل ۶۳ او ورته يې وویل، ای مالکه، زموږ په یاد دي چې کله دا ګمراه کوونکی ژوندی ؤ، نو ویلي یې وو چې، له درې ورځو وروسته را پورته کېږم ۶۴ نو حکم وکړه ترڅو د درېو ورځو پورې د قبر سخته څارنه وشي، هسې نه چې شاګردان يې د شپې راشي، د هغۀ مړی په غلا وباسي او خلکو ته ووايي چې له مړو څخه را پورته شوی دی، نو پدې توګه به وروستۍ ګمراهي له لومړۍ څخه هم ډېره بده شي ۶۵ نو پېلاطوس هغوی ته وویل چې، لاړ شئ او د عسکرو ډله له ځان سره بوځئ او څومره چې کولای شئ نو په قبر کلکه پېره وکړئ ۶۶ نو هغوی لاړل او د قبر د خُلې پرګټ یې مهرونه ولګول او په څوکیدارانو يې د قبر پېره کوله.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.