متی ۲۸
د عیسی بیا راژوندي کېدل
( مرقس ۱۶: ۱-۱۰، لوقا ۲۴: ۱-۱۲، یوحنا ۲۰: ۱-۱۰)
۱ د خالي په سبا دیکشنبې په ورځ سهارد وخته، مجدلیه مریمه او بله مریمه د قبر لیدو ته ورغلې ۲ چې ناڅاپه یوه سخته زلزله راغله، ځکه چې له آسمانه دمالک فرښته راکوزه شوه، ګټ یې د قبر له خُلې څخه ورغړاوه اوخپله پرې کېناسته ۳ د هغې مخ د برېښنا او جامې یې د واورې په څېرسپینې وې ۴ دهغې په لیدلو څوکېداران له وېرې په رپېدو شو او د مړو په څېر راپرېوتل ۵ خو فرښتې هغو ښځو ته وویل، تاسو مه وېرېږئ، زه پوهېږم چې تاسو مصلوب شوی عیسی لټوئ ۶ هغه دلته نشته او لکه څرنګه يې چې ویلي وو راپورته شوی دی، راشئ هغه ځای وګورئ په کوم کې چې پروت ؤ ۷ نو ژر لاړې شئ او شاګردان يې خبر کړئ، چې هغه له مړو څخه راپورته شوی دی او دا دی لتاسو وړاندې به ګلیل ته لاړشي او هلته به هغه ووینئ، ګورئ دا مې تاسو ته وویل. ۸ نو هغوی له قبرڅخه په وېرې او ډېرې خوښۍ سره روانې شوې او لاړلې ترڅو دهغۀ شاګردانو ته خبر ورکړي ۹ چې عیسی ورسره مخامخ شو او ورته يې وفرمایل، پرتاسو دې سلام وي، هغوی ور وړاندې شوې، د هغۀ پښو ته ور ټیټې شوې او د هغۀ عبادت یې وکړ ۱۰ بیا عیسی هغوی ته وفرمایل، مه وېرېږئ، لاړې شئ او زما وروڼو ته ووایاست چې ګلیل ته لاړ شي اوهلته به ما وویني.څوکیدارانو ته رشوت ورکول
۱۱ او کله چې هغوی تللې نوځینې عسکر ښارته ورسېدل او لوی مذهبي مشران یې لدې ټولو پېښو څخه خبرکړل ۱۲ نو هغوی د قام له مشرانو سره راټول شول، مشوره یې وکړه او عسکرو ته يې ډېرې پېسې ورکړې ۱۳ او ورته يې وویل، داسې ووایئ چې کله موږ د شپې ویده وو نو د هغۀ شاګردان راغلي او د هغۀ مړی یې غلا کړی ۱۴ او که چېرې دا خبره د والي غوږونوته ورسېږي، نو موږ به ورسره جوړجاړی وکړو او تاسوته به هېڅ ډول نقصان ونه رسېږي ۱۵ هغوی پېسې واخیستې او په څه ډول یې چې پوه کړي وو هماغه شان يې وکړل او دا کېسه تر ننه په یهودو کې مشهوره ده.شاګردانو ته د عیسی حکم
(مرقس ۱۶: ۱۴ - ۱۸، لوقا ۲۴: ۳۶ - ۴۹، یوحنا ۲۰: ۱۹ - ۲۳، د رسولانو عملونه ۱: ۶ - ۸ )
۱۶ او یوولس شاګردان دګلیل هغه غرۀ ته لاړل، کوم چې عیسی ورته ښودلی ؤ ۱۷ او کله يې چې هغه ولید نو دهغۀ عبادت يې وکړ، خوځینو شک وکړ ۱۸ بیا عیسی وړاندې ورغی، له هغوی سره يې خبرې وکړې او ورته يې وفرمایل، د آسمان او مځکې ټول واک ما ته راکړل شوی دی ۱۹ نو لاړشئ او ټول قامونه زما شاګردان کړئ، هغوی ته د پلار، زوی او سپېڅلی روح په نوم تعمید ورکړئ ۲۰ او هغوی ته تعلیم ورکړئ چې هغه ټول حکمونه عملي کړي کوم چې ما تاسو ته درکړي دي او باور ولرئ چې زه به د تل لپاره د عمر تر پایه لتاسو سره اوسم.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.