بائبل Bible
Pashton Bible

مرقس ۱

د تعمید ورکوونکي یحیی اعلان

( متی ۳ : ۱-۱۲، لوقا ۳: ۱-۱۸، یوحنا ۱: ۱۹-۲۸)

۱ دخدای د زوی عیسی مسیح د انجیل پېل.  ۲ لکه څنګه چې د اشعیا نبي په کتاب کې لیکل شوي دي: دا دی زه خپل قاصد لتا نه مخکې لېږم ترڅو تاته لار هواره کړي.  ۳ په دښته کې نارې وهونکی چیغې وهي چې د مالک لار هواره کړئ او دهغۀ لارې نېغې کړئ.  ۴ تعمید ورکوونکی یحیی په دښته کې ښکاره شو او د ګناهونو د بخښنې په موخه یې دتعمید او توبې وعظ کاوه.  ۵ د یهودیې دسیمې او اورشلیم ټول اوسېدونکي هغۀ ته ورتلل، په خپلو ګناهونو یې اقرار کاوه او د اردن په سیند کې یې له هغۀ څخه تعمید اخیست.  ۶ د یحیی جامې د اوښ له وړۍ څخه وې، دڅرمنې کمربند به یې پرملا تړلی ؤ، ملخان او ځنګلي شهد دهغۀ خوراک وو.  ۷ هغۀ وعظ کاوه او ویل یې چې: زما نه وروسته به زما څخه ځواکمن سړی راځي، چې زه د دې لایق نه یم ترڅو ټیټ شم او دهغۀ دڅپلیو بندونه پرانیزم.  ۸ زه تاسوته په اوبو تعمید درکوم، خو هغه به تاسو ته په سپېڅلی روح سره تعمید درکړي. 

د عیسی تعمید او آزمېښت

(متی ۳: ۱۳ او ۴: ۱۱، لوقا ۳ : ۲۱-۲۲ او ۴ : ۱-۱۳)

۹ او په هغو ورځو کې داسې وشول چې عیسی د ناصریې له ګلیل څخه راغی او په اُردن کې یې له یحیی څخه تعمید واخیست.  ۱۰ او کله چې هغه له اوبو څخه راووت نو آسمان يې پرانیستی ولید او سپېڅلی روح د کوترې په شکل کې پرهغۀ نازل شو  ۱۱ او له آسمان څخه یو غږ راغی چې: ته زما خوږ زوی یې او زه لتا څخه راضي یم.  ۱۲ بیا سمدلاسه سپېڅلی روح هغه دښتې ته ویوړ  ۱۳ او شېطان څلویښت ورځې د هغۀ آزمېښت وکړ، له ځناورو سره اوسېده او فرښتو د هغۀ خدمت کاوه. 

څلور کب نیونکو ته بلنه

( متی ۴ : ۱۲-۲۲، لوقا ۴ : ۱۴ - ۱۵ او ۵: ۱ - ۱۱)

۱۴ بیا د یحیی له نیول کېدو وروسته عیسی ګلیل ته راغی او د خدای د زیري وعظ یې کاوه  ۱۵ او فرمایل یې: وخت ختم دی او د خدای پاچاهي نږدې ده، نو توبه وکړئ او پر زیري ایمان راوړئ.  ۱۶ او کله چې هغه د ګلیل د بحیرې په غاړه روان ؤ نو شمعون او د هغۀ ورور اندریاس یې ولیدل چې په بحیره کې یې جال غورځاوه، ځکه چې ښکاریان وو.  ۱۷ نو عیسی هغوی ته وفرمایل: ما پسې راشئ ترڅو لتاسو نه د خلکو ښکاریان جوړ کړم.  ۱۸ نو سمدلاسه يې جالونه کېښودل او د هغۀ پسې روان شول.  ۱۹ او کله چې له هغه ځایه لږ څه وړاندې لاړ، نو د زبدي زوی یعقوب او د هغۀ ورور یوحنا یې ولیدل چې په کشتۍ کې یې خپل جالونه سمول.  ۲۰ نو سمدلاسه یې هغوی هم راوبلل، هغوی خپل پلار زبدي له مزدورانو سره په کشتۍ کې پرېښود او د هغۀ پسې روان شول. 

عیسی مسیح تعلیم او روغتیا ورکوي

( لوقا ۴: ۳۱-۳۷)

۲۱ او کله چې کپرناحوم ته داخل شو نو بې له ځنډه د خالي په ورځ کنیسې ته ننوت او په تعلیم ورکولو يې پېل وکړ.  ۲۲ هغوی د هغۀ له تعلیم څخه حېران شول، ځکه چې هغوی ته يې د شرعې د عالمانو په څېر نه، بلکې په پوره واک سره تعلیم ورکاوه.  ۲۳ او د هغوی په کنیسې کې یو تن ؤ چې پېریان یې درلودل، نو ناڅاپه یې چیغې کړې او ویې ویل:  ۲۴ ای ناصري عیسی! موږ سره څه کار لرې؟ آیا زموږ د بربادۍ پسې راغلی یې؟ زه تا پېژنم چې څوک یې، ای د خدای سپېڅلیه!  ۲۵ عیسی هغه وراټه او ورته یې وفرمایل: غلی شه او له هغۀ څخه راووځه!  ۲۶ هماغه شېبه پېري هغه سړی پرمځکه راوویشت او په یوه چیغه له هغۀ څخه راووت.  ۲۷ او هغوی ټول حېران شول، تر دې چې یو له بل څخه پوښتنې کولې او ویل یې: دا څه دي؟ دا خو یو نوی تعلیم دی، هغه پېریانو ته په واک سره امر کوي او هغوی یې مني.  ۲۸ دا خبره ډېره ژر مشهوره شوه او د هغۀ نوم د ګلیل په ټوله سیمه کې شهرت وموند. 

ډېرو خلکو ته روغتیا ورکول

(متی ۸: ۱۴-۱۷، لوقا ۴: ۳۸-۴۱)

۲۹ بیا له کنیسې څخه بهر راووت او سمدلاسه له یعقوب او یوحنا سره د شمعون او اندریاس کور ته ننوت.  ۳۰ د شمعون خواښې تبې نیولې او په کټ کې پرته وه، نو هماغه شېبه یې عیسی د هغې له حالت څخه خبر کړ.  ۳۱ نو هغې ته ورنږدې شو، له لاسه يې ونیوله او په راپورته کېدو کې يې د هغې مرسته وکړه، د هغې تبه لرې شوه او د هغوی په خدمت يې پېل وکړ.  ۳۲ او ماښام له لمر پریوتو وروسته يې ټول ناروغان او پېریانو نیولي هغۀ ته راوستل  ۳۳ او د ښار ټول خلک دکور د دروازې مخې ته راغونډ شول.  ۳۴ ډېرو خلکو ته یې چې په ډول ډول ناروغیو اخته وو روغتیا ورکړه، ډېر پېریان يې وویستل او پرې یې نښودل ترڅو پېریان خبرې وکړي، ځکه چې هغه یې پېژانده.  

په ګلیل کې د عیسی موعظې

( لوقا ۴: ۴۲-۴۴)

۳۵ سهار د وخته له لمرختو وړاندې راپورته شو، بهرلاړ، یوې خرابې ته ورسېد او هلته په دعا بوخت شو.  ۳۶ شمعون او ملګري یې په بېړه د هغۀ پسې لاړل  ۳۷ او کله یې چې هغه وموند نو ورته یې وویل: ټول خلک تا لټوي.  ۳۸ نوهغوی ته يې وفرمایل: باید خواوشا کلیو ته هم لاړ شو ترڅو هلته وعظ وکړم، ځکه زه په همدې خاطر راوتلی یم.  ۳۹ نو په ټول ګلیل او د هغۀ په کنیسوکې یې وعظ کاوه او پېریان یې ویستل. 

د یو جذامي روغتیا

( متی ۸: ۱-۴، لوقا ۵: ۱۲-۱۶)

۴۰ یو جذامي هغۀ ته راغی، په ګونډو شو، غوښتنه یې وکړه او ورته یې وویل: که چېرې وغواړې نو کولای شې چې ما پاک کړې.  ۴۱ د عیسی زړه پرې وسوځېد، خپل لاس یې وراوږد کړ، هغه یې لمس کړ او ويې فرمایل: زه غواړم چې پاک شې.  ۴۲ او کله یې چې دا خبره وکړه نو هماغه شېبه هغه له جذامه پاک شو.  ۴۳ بیا عیسی هغۀ ته تاکید وکړ او له دې حکم سره یې رخصت کړ  ۴۴ چې هېچا ته پدې هکله څه مه وایه، بلکې لاړ شه، خپل ځان مذهبي مشر ته وښایه او د خپل ځان د پاکۍ لپاره د موسی ټاکلې هدیه ورکړه ترڅو د هغوی لپاره ګواهي وګرځي.  ۴۵ خو هغه سړی بهر لاړ، لدې کیسې یې ټول خلک خبر کړل او دا خبره يې تر لرې خپره کړه، تر دې چې له هغې وروسته هغۀ نشو کولای په ښکاره ډول ښار ته راننوځي، بلکې له ښاره بهر په یواځې ځایونو کې اوسېده، خو خلک بیا هم له هر لوري هغۀ ته راتلل. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.