مرقس ۲
شل سړي ته روغتیا ورکول
( متی ۹: ۱- ۸، لوقا ۵: ۱۷-۲۶ )
۱ څو ورځې وروسته کله چې عیسی کپرناحوم ته راستون شو او خلک خبر شول چې په کور کې دی، ۲ نو دومره خلک ورته راغونډ شول چې له دروازې بهر هم نه ځائېدل او کله یې چې هغوی ته کلام بیانولو ۳ نو یو شل سړی یې هغۀ ته راوست چې څلورو کسانو راپورته کړی ؤ. ۴ او کله یې چې د ډېرې ګڼې ګوڼې له کبله ونشو کولای چې هغۀ ته ورسېږي، نو هغوی د کوټې بام په هغه ځای کې سوری کړ چېرې چې عیسی ؤ او شل سړی یې په بستره کې د هغۀ مخې ته ورکوز کړ. ۵ کله چې عیسی د هغوی ایمان ولید نو شل ته یې وفرمایل: ای زویه! ستا ګناهونه وبخښل شول. ۶ او ځینې د شرعې عالمان چې هلته ناست وو په خپلو زړونو کې یې فکر وکړ چې: ۷ ولې دا سړی داسې خبرې کوي؟ دا خو کُفر دی! آیا له خدای پرته بل څوک کولایشي چې دچا ګناهونه وبخښي؟ ۸ هماغه شېبه عیسی په روح کې پوه شو چې هغوی له ځان سره داسې فکر کوي، نو هغوی ته يې وفرمایل: ولې په خپلو زړونو کې داسې فکر کوئ؟ ۹ کومه خبره کول آسانه ده، داچې شل ته ووايم ستا ګناهونه وبخښل شول، یا داچې ووایم: پورته شه، خپل بستره واخله او روان شه؟ ۱۰ خو ستاسو د پوهې لپاره چې، د انسان زوی د مځکې پرمخ د ګناهونو دبخښنې واک لري، نو شل ته يې وفرمایل: ۱۱ تاته وایم! راپورته شه، بستره دې واخله او خپل کور ته لاړ شه. ۱۲ هغه راپورته شو، بې له ځنډه یې خپل بستره واخیست او د ټولو مخکې روان شو، داسې چې ټول حېران شول، د خدای ستاینه یې کوله او ویل یې: داسې کار موږ هېڅ کله نه ؤ لیدلی.د متی په کور کې میلمستیا
( متی ۹ : ۹-۱۳، لوقا ۵ : ۲۷-۳۲)
۱۳ بیا عیسی د بحیرې غاړې ته لاړ، ګڼ خلک ورته راغلل او هغوی ته یې تعلیم ورکړ ۱۴ او کله چې په لار روان ؤ، نو دحلفي زوی لاوي یې ولید چې د مالیې ټولو پر چوکۍ ناست ؤ، هغۀ ته يې وفرمایل: ما پسې راشه، نو هغه را پاڅېد او د هغۀ پسې روان شو. ۱۵ او کله چې هغه د لاوي په کور کې ډوډۍ ته ناست ؤ، نو ډېر مالیه ټولوونکي او ګنهګاران له هغۀ او د هغۀ له شاګردانو سره ناست وو، ځکه چې ډېرو خلکو دهغۀ پېروي کوله. ۱۶ او کله چې د شرعې ځینو عالمانو چې د فریسیانو له ډلې څخه وو ولیدل چې هغه له مالیه ټولوونکو او ګنهګارانوسره ډوډۍ خوري، نودهغۀ شاګردانو ته یې وویل: ولی هغه له مالیه ټولوونکو اوګنهګارانو سره خوراک اوڅښاک کوي؟ ۱۷ کله چې عیسی دا واورېدل نوهغوی ته يې وفرمایل: روغان طبیب ته اړتیا نه لري خو ناروغان او زه د دې لپاره راغلی نه یم چې رېښتیني د توبې لور ته راوبلم، بلکې ګنهګاران.د روژې په هکله پوښتنه
( متی ۹: ۱۴-۱۷، لوقا ۵ : ۳۳-۳۹ )
۱۸ یو ځلې چې د یحیی شاګردانو او فریسیانو روژه نیولې وه، نو ځینې خلک عیسی ته راغلل او ورته يې وویل: ولې د یحیی شاګردان او د فریسیانو شاګردان روژه نیسي، خو ستا شاګردان روژه نه نیسي؟ ۱۹ نوعیسی هغوی ته وفرمایل: آیا امکان لري چې د واده مېلمانه پداسې حال کې روژه ونیسي چې زوم ورسره وي؟ او ترڅو چې زوم ورسره وي، نو هغوی نه شي کولی چې روژه ونیسي. ۲۰ خو داسې وخت به راشي چې زوم به له هغوی څخه واخیستل شي، نو بیا به په هغه ورځ روژه ونیسي. ۲۱ او هېڅوک په زړو جامو کې نوی پیوند نه لګوي، که نه نو هغه نوی پیوند له زړو څخه بېلېږي او شلیدلی ځای به نور هم لوی شي. ۲۲ او هېڅوک نوي شراب په زړو مشکونو کې نه اچوي، که نه نوهغه نوي شراب به مشکونه وشلوي، شراب به توی شي او مشکونه به هم لمنځه لاړ شي، بلکې نوي شراب باید په نویو مشکونو کې واچول شي. ۲۳ او د یوې خالي په ورځ چې عیسی د کروندې له منځ څخه تېرېده، نو شاګردانو یې په روانه کې د فصل وږي راوشکول. ۲۴ نو فریسیانو هغۀ ته وویل: ولې داسې کار کوې چي هغه د خالي په ورځ روا نه دی؟ ۲۵ هغۀ ورته وفرمایل: آیا تاسو لوستلي نه دي، کله چې داؤد او ملګري یې اړین او اوږي وو ۲۶ نوڅنګه د مذهبي مشرانو د مشر ابیاتار په ورځو کې د خدای کور ته ننوت او وړاندې شوې ډوډۍ یې وخوړه، چې خوراک یې د مذهبي مشرانو پرته بل چاته روا ندی او خپلو ملګرو ته یې هم ورکړه. ۲۷ او هغوی ته یې وفرمایل: دخالي ورځ د انسان لپاره جوړ شوی، نه انسان د خالي ورځ لپاره. ۲۸ نو لدې کبله د انسان زوی د خالي د ورځې څښتن هم دی.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.