بائبل Bible
Pashton Bible

مرقس ۳

وچ لاسي سړي ته روغتیا ورکول

( متی ۱۲: ۹-۱۴، لوقا ۶: ۶-۱۱)

۱ هغه بیا کنیسې ته ننوت او هلته یو سړی ؤ چې لاس یې وچ شوی ؤ.  ۲ نو هغوی عیسی ته کتل چې آیا هغه به د خالي په ورځ هغۀ ته روغتیا ورکړي که نه، ځکه هغوی غوښتل پر هغۀ تور ولګوي.  ۳ نو هغۀ وچ لاسي سړي ته وفرمایل: راشه او په منځ کې ودرېږه!  ۴ او هغوی ته يې وفرمایل: د خالي په ورځ کوم کار روا دی، نیکي کول که بدي، د چا ژغورل یا وژل؟ نو هغوی غلي پاتې شول.  ۵ او هغۀ ګېر چاپېره هغوی ته په غصې سره وکتل ځکه چې زړونه یې سخت وو اوهغه سړي ته یې وفرمایل: خپل لاس را اوږد کړه، هغۀخپل لاس وراوږد کړ او لاس يې روغ شو.  ۶ فریسیان سمدلاسه بهر لاړل او له هېرودیانو سره يې د هغۀ په هکله مشوره وکړه چې څنګه یې ووژني.  ۷ بیا عیسی له خپلو شاګردانو سره د بحیرې غاړې ته لاړ او له ګلیل او یهودیې څخه ګڼ شمېر خلک دهغۀ پسې روان وو.  ۸ او کله چې د یهودیې، اورشلیم، ادومیې، د اردن د بلې غاړې او د صور او صیدون د شاوخوا ډېروخلکو دهغۀ دکارونو په هکله واورېدل، نو هغۀ ته راغلل.  ۹ او خپلو شاګردانو ته يې وفرمایل چې، ماته یوه کشتۍ تیاره کړئ، ترڅو د خلکو د ګڼې ګوڼې له ټېل څخه لرې واوسم.  ۱۰ ځکه هغۀ ډېروته روغتیا ورکوله، حتی چې په چا به ډېر درد ؤ، نو دهغۀ لور ته به يې زور واهه، ترڅو هغه لمس کړي.  ۱۱ او کله به چې پېریانو هغه ولید، نو د هغۀ په مخکې به په خاورو کې ولوېدل او چیغې به یې وهلی چې، ته د خدای زوی یې.  ۱۲ او هغوی ته يې په کلکه امر وکړ چې، مابه خلکو ته نه ښکاره کوئ. 

د دولسو شاګردانو ټاکل

( متی ۱۰: ۱-۴، لوقا ۶ : ۱۲-۱۶)

۱۳ بیا د یو غرۀ سر ته لاړ او څوک یې چې غوښتل ځان ته یې وبلل او هغوی ورغلل.  ۱۴ هغۀ دولس تنه وټاکل او د رسولانو نوم یې ورکړ چې له هغۀ سره به اوسېږي او د وعظ لپاره به ولېږل شي.  ۱۵ او د پېریانو د ویستلو واک هم ولري.  ۱۶ نو دولس تنه یې وټاکل او په شمعون یې پطروس نوم کېښود،  ۱۷ بیا د زبدي زامن یعقوب او د هغۀ ورور یوحنا راغلل او هغوی يې د تندر زامن ونومول،  ۱۸ اندریاس، فیلیپوس، برتولما، متی، توما، د حلفي زوی یعقوب، تدي او شمعون ننګیالی  ۱۹ او یهودا اسخریوطي کوم چې د هغۀ جاسوسي وکړه. 

مذهبي مشران پر عیسی تور پورې کوي

( متی ۱۲ : ۲۲-۳۲، لوقا ۱۱: ۱۴-۲۳ او ۱۲: ۱۰)

۲۰ بیا هغه کور ته ننوت او یوځل بیا پرې دومره خلک راټول شول چې هغوی د ډوډۍ خوړلو وخت ونه موند.  ۲۱ او کله چې د هغۀ خپلوانو دا خبرې واورېدې، نو بهر لاړل ترڅو هغه راپورته کړي، ځکه ځینو ویل چې هغه بېخوده شوی دی.  ۲۲ او د شرعې هغه عالمان چې له اورشلیم څخه راغلي وو، ويې ویل چې: هغه بعلزبول لري او د پېریانو د مشر په مرسته پېریان باسي.  ۲۳ نو هغوی يې ځان ته راوغوښتل او په مثالونو کي یي ورته وفرمایل: څنګه کېدای شي چې یو شېطان بل شېطان وباسي؟  ۲۴ که چېرې یوه پاچاهي په خپل منځ کې وویشل شي، نو هغه پاچاهي پاتې کېدای نه شي.  ۲۵ او کله چې یو کور پر خپل ضد وویشل شي، نو هغه کور پایداره پاتې کېدای نه شي.  ۲۶ او که چېرې شېطان له خپل ځان سره مقاومت وکړي او وویشل شي، نو هغه نه شي کولای چې کلک پاتې شي بلکې هلاکېږي.  ۲۷ او هېڅوک نه شي کولای ترڅو د زورور سړي کور ته ننوځي او د هغۀ اسباب لوټ کړي، خو دا چې لومړی هغه وتړي او له هغې وروسته د هغۀ کور لوټ کړي.  ۲۸ او په یقین سره تاسو ته وایم چې، د انسان ټول ګناهونه او هر ډول کُفر يې چې ویلی وي بخښل کېږي،  ۲۹ خوڅوک چې د سپېڅلی روح په مقابل کې کُفر ووايي، نو تر ابده به ونه بخښل شي، بلکې هغه به د تلپاتې ګناه مجرم وي.  ۳۰ هغۀ ځکه دا وفرمایل چې، هغوی ویل، هغه پېریانی دی. 

عیسی خپله کورنۍ معرفې کوي

( متی ۱۲: ۲۶-۵۰، لوقا ۸: ۱۹-۲۱)

۳۱ بیا د هغۀ مور او وروڼه راغلل، بهر ودرېدل او پېغام یې واستاوه ترڅو هغه راوغواړي.  ۳۲ نو کوم خلک چې له هغۀ څخه ګېرچاپېره ناست وو هغۀ ته یې وویل: ستا مور او وروڼه بهر ولاړ دي او تا لټوي.  ۳۳ نوهغوی ته يې په ځواب کې وفرمایل: زما مور او زما وروڼه څوک دي؟  ۳۴ او هغو ګېرچاپېره ناستو خلکو ته یې وکتل او ويې فرمایل: دوی زما مور او وروڼه دي.  ۳۵ ځکه هرڅوک چې دخدای رضا غواړي، هماغه زما ورور، خور او مور ده. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.