بائبل Bible
Pashton Bible

مرقس ۴

د څلور ډوله مځکې مثال

( متی ۱۳: ۱-۹، لوقا ۸ :۴-۸ )

۱ او هغۀ بیا د بحیرې په غاړه په تعلیم ورکولو پېل وکړ او دومره خلک ورته راټول شول، چې هغه ترې په بحیرې کې کشتۍ ته وخوت او هلته کیناست او ټول خلک ورته د بحیرې په غاړه راغونډ وو.  ۲ نو هغوی ته يې په مثالونو کې ډېر څه ورزده کول او دخپل تعلیم په ترڅ کې يې ورته وفرمایل:  ۳ غوږ ونیسئ! یو بزګر د تخم شیندلو لپاره بهرلاړ.  ۴ او کله یې چې تخم شینده، نو لږ څه په لار کې ولوېد، مرغان راغلل او هغه یې وخوړل.  ۵ او څه برخه يې په تیږو کې ولوېد، چېرې چې خاوره ډېره نه وه او لکه څنګه چې مځکې ژورتیا نه درلوده، ډېر ژر راشین شو.  ۶ خو کله چې لمر راپورته شو نو وسوځېد، ځکه چې ریښې یې نه درلودې او وچ شو.  ۷ او یو څه برخه د اغزو په منځ کې ولوېد، نو کله چې اغزو وده وکړه، هغه فصل یې پټ کړ او حاصل یې ورنه کړ.  ۸ او پاتې په ښه مځکه کې ولوېد او حاصل یې ورکړ، راشین شو، وده یې وکړه، او باريې ونیو، ځینې دېرش، ځینې شپېته اوځینې سل چنده.  ۹ اوويې فرمایل: څوک چې اورېدونکي غوږونه لري نو وادې وري. 

د مثال تشریح

( متی ۱۳ : ۱۰ - ۱۷، لوقا ۸ : ۹-۱۰)

۱۰ او کله چې ځانته شو، نو دولسو شاګردانو او نور چې ورسره وو، له هغۀ څخه د مثالونو په هکله پوښتنه وکړه.  ۱۱ نو هغوی ته يې وفرمایل: تاسو ته دخدای په پاچاهي د پوهېدو راز درکړل شوی دی، خو هغو ته چې بهردي ټول شیان په مثالونو کې بیانېږي  ۱۲ ترڅو تل وګوري، خو ونه ویني، اورېدونکي شي، خو پوه نه شي، ګواکې راوګرځي او د هغوی ګناهونه وبخښل شي.  ۱۳ او هغوی ته یې وفرمایل: آیا په دې مثالونو پوه نشوئ؟ نو څنګه به په نورو ټولو مثالونو پوه شئ؟  ۱۴ بزګر کلام کري.  ۱۵ او دوی د لارې په غاړه هغه خلک دي، چېرې چې کلام کرل کېږي او کله چې کلام واوري، نو سمدلاسه شېطان راشي او کرل شوي کلام د هغوی له زړونو څخه وتښتوي.  ۱۶ همدغه راز په تیږلن ځای کې کرل شوي، هغه کسان دي چې کله کلام واوري نو په خوښۍ سره يې مني.  ۱۷ خو ریښې نه لري او فاني وي او کله چې د کلام له امله ستونزه یا کړاو وویني، نو سمدلاسه تیندک خوري او ښوئیږي.  ۱۸ او په اغزوکې کرل شوي، هغوی دي چې کله کلام واوري  ۱۹ نو دنیوي اندېښنې، د شتمنۍ غرور او د نورو شیانو هوسونه په هغوی کې ننوځي، کلام زندۍ کوي او بې‌حاصله پاتې شي.  ۲۰ او په ښه مځکه کې کرل شوي، هغوی دي چې کله کلام واوري هغه مني اوحاصل ورکوي، ځینې دېرش، ځنیې شپېته اوځینې سل چنده.  

څراغ

( لوقا ۸: ۱۶- ۱۸)

۲۱ نوهغوی ته يې وفرمایل: آیا تاسو څراغ د دې لپاره راوړئ ترڅو هغه د لوښي یا کټ لاندې کېږدئ؟ آیا هغه پرڅراغدان باندې نه ږدئ؟  ۲۲ ځکه هېڅ داسې پټ شی نشته چې ښکاره نه شي او داسې پټ راز نشته چې رڼا ته رانه شي.  ۲۳ هر څوک چې اورېدونکي غوږونه لري نو وادې وري.  ۲۴ بیا یې هغوی ته وفرمایل: متوجه اوسئ چې څه اورئ، په هره پیمانه یې چې ورکوئ، په هماغه پیمانه به یې اخلئ، بلکې ستاسو لپاره چې اورئ نور به هم زیات شي.  ۲۵ ځکه څوک چې څه لري هغۀ ته به نور هم ورکړل شي او هغه څوک چې څه نه لري، نو حتی که څه لري، هغه به هم ترې واخیستل شي. 

د تخم د شنه کېدلومثال

۲۶ او ويې فرمایل: د خدای پاچاهي داسې ده لکه یو بزګر چې په مځکه کې تخم وشیندي  ۲۷ که چېرې هغه د شپې او ورځې ویده وي یا ویښ خو تخم شین کېږي او وده کوي خو هغه نه پوهېږي چې څنګه.  ۲۸ ځکه مځکه په خپله حاصل ورکوي، لومړی بوټی راشین کېږي، بیا وږی او له هغې وروسته په وږي کې بشپړه دانه.  ۲۹ او کله چې فصل ورسېږي نو هغه لور راواخلي، ځکه چې د فصل د رېبلو وخت رارسېدلی وي. 

د شړشمو د دانې مثال

( متی ۱۳: ۳۱-۳۲، لوقا ۱۳: ۱۸-۱۹)

۳۰ بیا یې وفرمایل: د خدای پاچاهي د څه شي سره تشبیه کړو او د هغې لپاره څه ډول مثال ورکړو  ۳۱ دا د هغې شړشمو د دانې په څېر ده چې، کله یې په مځکه کې کري نو د مځکې تر ټولو کوچنی تخم وي  ۳۲ خو کله چې وکرل شي شين کېږي او د باغ له ټولو بوټو څخه لوئېږي، څانګې یې غټې شي او د هوا مرغان د هغې د سیوري لاندې ځالې جوړوي.  ۳۳ او څومره به چې هغوی اورېدلی شو، نو پدې ډول ډېرو مثالونو سره یې ورته کلام بیانول  ۳۴ او له مثال پرته یې هغوی ته هېڅ خبره ونکړه، خو په یواځیتوب کې یې خپلو شاګردانو ته د مثالونو ټولی ماناوې واضحه کړې. 

په بحېره کې د طوفان آرامول

( متی ۸: ۲۳ - ۲۸، لوقا ۸: ۲۲-۲۵ )

۳۵ او په هماغه ورځ ماښام مهال یې هغوی ته وفرمایل: راځئ چې بلې غاړې ته لاړ شو.  ۳۶ نو هغه ډله یې هلته پرېښوده او هغه یې په هماغه کشتۍ کې چې ناست ؤ، ویوړ او نورې کشتۍ هم ورسره وې.  ۳۷ ناڅاپه د باد طوفان راغی، د اوبو څپې پر کشتۍ لګیدلې او نږدې ؤ چې له اوبو ډکه شي.  ۳۸ او عیسی د کشتۍ په وروستۍ برخه کې پر بالښت سر ایښی ویده ؤ، نو هغه یې راویښ کړ او ورته یې وویل: ای استاذه! آیا تاسره هېڅ اندېښنه نشته چې موږ هلاک شو؟  ۳۹ نو هغه راپورته شو، باد یې ورټلو او بحیرې ته یې وفرمایل: آرام شه او ودرېږه! نو باد آرام شو او هماغه شېبه کراره کراري شوه.  ۴۰ نو هغوی ته یې وفرمایل: ولې دومره ووېرېدلئ، آیا اوس هم ایمان نلرئ؟  ۴۱ او پداسې حال کې چې سخت وېرېدلي وو یو بل ته یې ویل: دا لا څوک دی چې حتی باد او بحیره هم د هغۀ اطاعت کوي. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.