بائبل Bible
Pashton Bible

مرقس ۵

د هدېرې لېوني ته روغتیا ورکول

( متی ۸ : ۲۸-۳۴، لوقا ۸: ۲۶-۳۹ )

۱ او بیا د بحیرې بلې غاړې ته د جدریانو سیمې ته راغلل  ۲ او کله چې هغه له کشتۍ څخه راکوز شو، نو سمدلاسه یو سړی چې پېریان یې درلودل له هدېرې څخه راووت ترڅوله هغۀ سره وویني.  ۳ هغه په هدېره کې اوسېده او هېچا نشو کولای چې حتی په زنځیرونو کې یې هم تړلی وساتي  ۴ ځکه چې ډېر ځلې یې په زولنو او زنځیرونو تړلی ؤ، خوهغۀ زنځیرونه شلولي او زولنې یې ماتې کړې وې او هغه دومره قوي ؤ چې هېچا نشو کولای ترڅو هغه را ایسار کړي  ۵ هغه به شپه او ورځ د غرونو او قبرونو په شاوخوا کې چیغې وهلې او ځان به يې په تیږو ټپي کاوه.  ۶ او کله یې چې د لرې نه عیسی ولید، نو ورمنډه یې کړه او په پښو ورپریوت.  ۷ په لوړ غږ یې چیغه کړه او ويې ویل: ای عیسی، د لوی خدای زویه! زما سره څه کار لرې؟ د خدای پخاطرما مه په عذابوه  ۸ ځکه هغۀ پېریانو ته وفرمایل چې له دې سړي څخه راووځئ  ۹ او بیا یې له هغۀ څخه پوښتنه وکړه: نوم دې څه دی؟ هغۀ ورته وویل: زما نوم لښکر دی، ځکه چې ډېر یو.  ۱۰ نو هغۀ ته یې ډېره زاري وکړه چې هغوی له هغې سیمې څخه بهر ونه شړي.  ۱۱ او هغه وخت د خوګانو یوه غټه رمه د غونډۍ د پاسه څرېدله  ۱۲ نو پېریانو له هغۀ څخه غوښتنه وکړه ويې ویل: موږ خوګانو ته ولېږه ترڅو په هغوی کې ننوځو  ۱۳ هغۀ، هغوی ته اجازه ورکړه، نو هغه پېریان راووتل او په خوګانو کې ننوتل او هغه رمه چې نږدې دوه زره خوګان وو، د غونډۍ له پېچومي څخه په ذغاسته ښکته بحیرې ته ولوېدله او ډوبه شوله.  ۱۴ خوګ څرونکي وتښتېدل او دا خبر یې د ښار په خواوشا کې خپور کړ او خلک د دې پېښې د لیدلو لپاره بهر راووتل  ۱۵ او کله چې عیسی ته راغلل نو هغه سړی یې ولید چې د پېریانو لښکر نیولی ؤ، هغۀ جامې اغوستې وې او روغ شوی ؤ، نو سختې وېرې واخیستل  ۱۶ او هغوی چې دا هرڅه لیدلي وو، نو د پېریاني سړي او خوګانو له کیسې یې ټول خبرکړل.  ۱۷ او له هغۀ څخه یې وغوښتل چې د هغوی له سیمې څخه ووځي  ۱۸ او کله چې عیسی په کشتۍ کې سپور شو، نو هغۀ پېریاني سړي غوښتل چې له هغۀ سره لاړشي  ۱۹ خو هغۀ اجازه ورنه کړه او ورته یې وفرمایل: خپل کور او ملګرو ته ورشه او څه چې خدای له تا سره وکړل له هغې څخه یې خبرکړه او دا چې خداى څه ډول پرتا رحم وکړ.  ۲۰ نو هغه سړی لاړ او په دیکاپولس کې یې دهغه څه په هکله خبرې وکړې چې عیسی له هغۀ سره کړي وو او ټول خلک حېران شول. 

یایروس د لور ژوندي کول

( متی ۹: ۱۸-۲۶، ۸ : ۴۰-۵۶)

۲۱ او کله چې عیسی په کشتۍ کې بلې غاړې ته پورېوت، نو هغه لا د بحیرې په غاړه ؤ چې ډېرخلک ترې راتاو شول.  ۲۲ نو د یایروس په نامه د کنیسې له مشرانو څخه یو تن راغی او کله يې چې عیسی ولید نو د هغۀ پرپښو پرېوت  ۲۳ له هغۀ څخه يې غوښتنه وکړه او ويې ویل: زما لور مرګي حال پرته ده، راشه لاس پرې کېږده، روغه یې کړه او ژوند یې وژغوره.  ۲۴ نو هغه له هغوی سره لاړ، ډېرخلک دهغۀ پسې وو او پرهغۀ به يې ټیل کاوه.  ۲۵ په هغوی کې یوه ښځه هم وه چې له دولسو کلونو راهیسې د وینې بهېدنې په ناروغۍ اخته وه.  ۲۶ هغې د ډېرو طبیبانو کړاو لیدلی ؤ او خپله ټوله شتمني يې په ځان مصرف کړې وه خو روغه شوې نه وه او تکلیف یې نورهم زیاتېده.  ۲۷ هغې دعیسی په هکله اورېدلي وو، نو هغه په ګڼه ګوڼه کې د شا لخوا راغله او د هغۀ جامې یې لمس کړې  ۲۸ ځکه هغې له ځان سره ویلي وو چې که چېرې د هغۀ جامې هم لمس کړم نو زه به روغه شم.  ۲۹ هماغه شېبه د هغې وینه ودرېدله او په ځان پوهه شوه چې له هغې بلاڅخه خلاصه شوه.  ۳۰ عیسی هماغه شېبه په ځان پوه شوچې یوځواک ترې ووت، نوهغې ډلې ته يې مخ راوګرځاوه او ويې فرمایل: زما جامې چا لمس کړې.  ۳۱ نو شاګردانو يې هغۀ ته وویل: ته ګورې چې خلکو درباندې بیروبار جوړ کړی، خو بیا هم وايې چې زه چا لمس کړم؟  ۳۲ خو هغۀ ګېرچاپېره کتل ترڅو هغه ښځه وویني کومې چې دا کار کړی ؤ.  ۳۳ خو هغه ښځه چې پوهه شوی وه روغتیا يې موندلې، پداسې حال کې چې له وېرې رپېدله هغۀ ته راغله، د هغۀ په وړاندې په ګونډو شوه او ټول حقیقت يې بیان کړ.  ۳۴ نو هغې ته يې وفرمایل: ای لورې! ته خپل ایمان روغه کړې، په سلامتۍ سره لاړه شه او د تل لپاره له دې بلا څخه خلاصه اوسه.  ۳۵ هغۀ لا دا خبرې کولې چې د کنیسې د مشر له کوره ځینې راغلل او ويې ویل: لور دې مړه شوه، نور د څه لپاره استاذ ته زحمت ورکوې؟  ۳۶ کله چې عیسی د هغوی خبره واورېدله، نو دکنیسې مشر ته یې وفرمایل: مه وېرېږه، فقط ایمان ولره  ۳۷ او له پطروس، یعقوب او د یعقوب د ورور یوحنا پرته یې بل هېچا ته اجازه ورنه کړه ترڅو له هغۀ سره لاړ شي.  ۳۸ او کله چې د کنیسې د مشر کور ته ورسېد، نو یوه غمژنه ډله يې ولیدله چې سخت ویر او ماتم يې کاوه.  ۳۹ نو دننه لاړ او هغوی ته یې وفرمایل: ولی ویر او ژړا کوئ؟ انجلۍ مړه نه بلکې ویده ده.  ۴۰ هغوی د هغۀ پورې خندا وکړه خو هغۀ، هغوی ټول بهر ولېږل، د انجلۍ مور پلار او خپل ملګري یې له ځان سره واخیستل او چېرې چې انجلۍ ویده وه هلته ننوت  ۴۱ د انجلۍ لاس یې ونیو او ورته یې وفرمایل: تلیتا قامي! چې مانا یې ده: ای لورې، راپورته شه!  ۴۲ هماغه شېبه انجلۍ راپورته او روانه شوه، هغه دولس کلنه وه او هغه خلک ډېرسخت حېران شول  ۴۳ او هغوی ته يې په کلکه وفرمایل چې له دې کاره څوک خبرنکړي او ويې ویل چې هغې ته د خوراک لپاره څه ورکړي. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.