مرقس ۶
د ناصريې د خلکو بې ایماني
( متی ۱۳: ۵۳-۵۸، لوقا ۴ : ۱۶- ۳۰ )
۱ بیا عیسی له هغه ځایه روان شو او د شاګردانو سره خپل ښار ته لاړ. ۲ کله چې د خالي ورځ راورسېده نو کنیسه کې یې په تعلیم ورکولو پېل وکړ او ډېرو چې د هغۀ تعلیم اورېده نو حېرانېدل او ویل یې: دې سړي داخبرې له کومه ځایه زده کړې، داڅنګه حکمت ده ته ورکړل شوی او داڅنګه مُعجزې د هغۀ په لاس ښکاره کېږي؟ ۳ آیا دا د مریمې زوی ترکاڼ، د یعقوب، یوشا، یهودا او شمعون ورور نه دی؟ او آیا د هغۀ خوېندې دلته زموږسره نه اوسېږي؟ او دغه شان هغوی هغه ردکړ. ۴ عیسی هغوی ته وفرمایل: یو نبي ته له خپل وطن او کورنۍ پرته په هرځای کې درناوی کېږي ۵ او هغۀ هلته هېڅ ډول مُعجزه ونکړه، پرته لدې چې پرڅو مریضانو یې لاسونه راکښل او هغوی ته يې روغتیا ورکړه. ۶ او هغه د هغوی له بېایمانۍ څخه حېران شو، هغه د هغو کلیو په شاوخوا کې ګرخېده او تعلیم یې ورکاوه.د دولسو شاګردانو لېږل
( متی۱۰: ۵ -۱۵، لوقا ۹: ۱-۶)
۷ بیا يې هغه دولس شاګردان راوغوښتل او د دوه دوه تنو په لېږلو يې پېل وکړ او هغوی ته يې د پېریانو ویستلو واک ورکړ. ۸ او هغوی ته يې په کلکه وفرمایل چې له امسا پرته بل هېڅ شی له ځان سره وانخلي، نه ډوډۍ، نه کڅوړه او نه په کمربند کې پیسې. ۹ څپلۍ په پښو کړئ او دوه کمیسونه مه وړئ ۱۰ او هغوی ته يې وفرمایل: په هر ځای کې چې کوم کور ته ننوځئ، نو ترڅو چې په هغه ښار کې یاستئ هملته پاتې شئ ۱۱ او په هغه ځای کې چې تاسو ونه مني او ستاسو خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو له هغه ځایه ووځئ او د خپلو پښو دوړې وڅنډئ، ترڅو پر هغوی ګواهي وګرځي. ۱۲ بیا روان شو او وعظ یې وکړ ترڅوخلک توبه وکړي. ۱۳ ډېرپېریان یې وویستل، ډېری ناروغان یې په غوړو غوړ کړل او روغتیا یې ورکړه.د تعمید ورکوونکي یحیی وژل کېدل
( متی ۱۴: ۱-۱۲، لوقا ۹: ۷-۹)
۱۴ او هیرودیس پاچا خبرشو، ځکه چې د عیسی نوم ډېرمشهور شوی ؤ، ځینو به ویل چې: تعمید ورکوونکی یحیی را ژوندی شوی دی ځکه داسې مُعجزې کوي ۱۵ خوځینو به ویل الیاس دی او ځینو به ویل دا پخوانیو نبیانو پشان یو نبي دی. ۱۶ خو کله چې هیرودیس د هغۀ په هکله واورېدل نو ویې ویل: دا هماغه یحیی دی چې ما یې سرغوڅ کړی ؤ او اوس له مړو څخه را پورته شوی دی. ۱۷ هیرودیس دخپلې ښځې هیرودیا په غوښتنه امر وکړ ترڅو یحیی ونیسي او په زندان کې یې واچوي، هیرودیا تر دې وړاندې د هیرودیس د ورور فیلیپوس ښځه وه ۱۸ او یحیی هیرودیس ته ویلي وو چې دا د قانون خلاف کار دی چې ته د خپل ورور له ښځې سره واده وکړې. ۱۹ نو هیرودیا دغه کینه په زړه کې درلودله او غوښتل یې چې هغه ووژني، خو وس یې نه رسېد ۲۰ هیرودیس له یحیی څخه وېرېده، ځکه پوهېده چې هغه یو سپېڅلی او رېښتینی سړی دی او له دې کبله یې هغه وساته او غوښتل یې چې د هغۀ خبرې واوري، خو د هغۀ خبرو هیرودیس ډېر ناراحته کړی ؤ. ۲۱ هیرودیا هغه وخت دا فرصت وموند کله چې هیرودیس د خپلې زوکړې په ورځ خپلورئیسانو، پوځي افسرانو او د ګلیل مشرانو ته میلمستیا کړې وه ۲۲ او د هیرودیا لور دننه راغله، نڅا یې وکړه، نو هیرودیس او دهغۀ میلمانه دومره خوشاله شول چې، پاچا هغې انجلۍ ته وویل: هرڅه چې غواړې ویې غواړه، زه به یې درکړم. ۲۳ او هغې ته یې قسم یادکړ چې زما څخه هرڅه وغواړې نو دربه یې کړم، حتی که زما نیمه پاچاهي هم وي. ۲۴ هغه بهر ووتله او خپلې مور نه يې پوښتنه وکړه چې څه ترې وغواړم؟ هغې ورته وویل: دتعمید ورکوونکي یحیی سرترې وغواړه. ۲۵ نوانجلۍ سمدلاسه دپاچا حضور ته ورغله او ورته یې وویل: زه غواړم چې همدا اوس د تعمید ورکوونکي یحیی سر ما ته په یو پطنوس کې راکړې. ۲۶ پاچا ډېرسخت غمژن شو، خو دخپل کړي قسم او دمحفل د حاضرینو د خوشالۍ لپاره يې ونه غوښتل ترڅو خپل کړی لوظ مات کړي ۲۷ نو بې له ځنډه یې جلاد ولېږه او ورته یې وویل چې، د هغۀ سر راوړي ۲۸ او د هغۀ سر یې په یو پطنوس کې راوړ، هغې انجلۍ ته یې ورکړ او انجلۍ هغه خپلې مور ته ورکړ ۲۹ او کله چې دهغۀ شاګردان خبر شول نو راغلل، د هغۀ مړی یې ویوړ او په قبر کې یې ښخ کړ.پنځه زره تنو ته خوراک ورکول
( متی ۱۴ : ۱۳ - ۲۱، لوقا ۹: ۱۰ - ۱۷، یوحنا ۶: ۱-۱۴ )
۳۰ بیا رسولان عیسی ته راغونډ شول او هغه څه یې چې کړي وو او تعلیم یې ورکړی ؤ، له هغې څخه يې خبر کړ. ۳۱ نو هغوی ته يې وفرمایل: تاسو ما پسې یو ګوښه ځای ته راشئ چې لږ استراحت وکړئ، ځکه تګ او راتګ دومره ډېر ؤ چې د ډوډۍ خوړلو وخت يې هم نه درلود. ۳۲ بیا هغوی په کشتۍ کې کېناستل او یوې ګوښه دښتې ته لاړل. ۳۳ او کله چې خلکو ولیدل چې هغوی روان دي، نو ډېرو هغوی وپېژندل او له ټولو ښارونو څخه هغې لور ته پیاده روان شول او له هغوی څخه مخکې هلته ورسېدل. ۳۴ او کله چې هغه غاړې ته ورسېد نو ډېره لویه ګڼه یې ولیده او زړه یې پرې وسوځېد، ځکه چې د بېشپونکي ګډورو په څېر وو او هغوی ته یې د ډېرو خبرو تعلیم ورکړ. ۳۵ کله چې ډېره ورځ تېره شوه، نو شاګردان یې هغۀ ته راغلل او ويې ویل: دا یوه خوشې دښته ده او ورځ هم په تېرېدو ده ۳۶ نو دا خلک رخصت کړه ترڅو نږدې کلیو او بانډو ته لاړ شي او د خپل خوراک لپاره څه شیان واخلي. ۳۷ نو هغوی ته يې وفرمایل: تاسو خوراک ورکړئ، نو هغوی وویل: آیا لاړ شو او د دوی لپاره د دوسوو دینارو ډوډۍ راواخلو، ترڅو دوی ته خوراک ورکړو؟ ۳۸ هغوی ته یې وفرمایل: لاړ شئ او وګورئ چې څو ډوډۍ لرئ، کله یې چې ولیدل نو ويې ویل: پنځه ډوډۍ او دوه کبان. ۳۹ نو هغوی ته يې وفرمایل چې، دوی ټول ډله ډله په شنو واښو باندې کینوئ. ۴۰ بیا سل سل او پنځوس پنځوس په صفونو کې کېناستل ۴۱ او هغۀ پنځه ډوډۍ او دوه کبان يې راواخیستل، آسمان ته يې وکتل، برکت یې ورکړ، ډوډۍ یې ماته کړه او شاګردانو ته یې ورکړه چې هغوی ته یې ورکړي او هغۀ دوه کبان هم پرټولو وویشي. ۴۲ نو ټولو وخوړله او ماړه شول ۴۳ او له پاتې کبانو او ډوډیو څخه یې دولس ټوکرۍ ډکې کړې ۴۴ او ډوډۍ خوړونکي نږدې پنځه زره سړي وو.د اوبو پرمخ ګرځېدل
( متی ۱۴ : ۲۲-۳۳، یوحنا ۶: ۱۵-۲۱ )
۴۵ بیا یې سمدلاسه خپل شاګردان په کشتۍ کې سپاره کړل ترڅو له هغۀ نه مخکې بیتصیدا ته تېر شي او هغۀ پخپله د خلکو هغه ډله رخصت کړه. ۴۶ او کله یې چې هغوی رخصت کړل، نو خپله د دعا لپاره د غرۀ سر ته وخوت ۴۷ او کله چې ماښام شو، نو کشتۍ د بحېرې منځ ته ورسېده او هغه یواځې په وچه ؤ ۴۸ او هغوی یې ولیدل چې د کشتۍ په چلولو کې ستړي شوي وو، ځکه چې باد له مخالف لوري لګېده، نو د شپې له سهار کېدو لږ څه وړاندې د اوبو لپاسه روان شو، د هغوی څنګ ته ورغی او غوښتل یې چې له هغوی څخه تېرشي ۴۹ او کله یې چې هغه ولید د اوبو لپاسه روان دی، نو فکر یې وکړ چې پېری دی، نو چیغې یې کړې ۵۰ ځکه کله چې ټولو هغه ولید نو ووېرېدل او سمدلاسه یې هغوی ته وفرمایل: زړور اوسئ، دا زه یم، مه وېرېږئ. ۵۱ او کله چې له هغوی سره په کشتۍ کې سپور شو نو باد هم آرام شو او په دې سره هغوی بېاندازې حېران شول ۵۲ ځکه هغوی لا د ډوډۍ په مُعجزه پوه نه وو او د هغوی زړونه سخت شوي وو. ۵۳ کله چې هغوی بلې غاړې ته ورسېدل د ګینسیرت سیمې ته راغلل او هلته یې لنګر واچاوه. ۵۴ او کله چې له کشتۍ څخه راووتل نو سمدلاسه خلکو وپېژندل. ۵۵ هغوی په بېړه په ټولو سیمو کې ګرځېدل او هر چا چې اورېدل چې هغه دلته دی نو خپل ناروغان یې پرتختونو اچول او هغۀ ته یې راوستل ۵۶ او کله به چې هغه هر لور، کلیو، ښارونو او بانډو ته تلو، نو ناروغان به يې ورته په لارو کې کېښودل او له هغۀ څخه به يې غوښتل چې اجازه ورکړي ترڅو د هغۀ د جامو څنډه لمس کړي او هر چا چې هغه لمس کاوه نو روغتیا یې موندله.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.