بائبل Bible
Pashton Bible

مرقس ۷

د خدای حکمونه او انساني رواجونه

( متی ۱۵: ۱-۹)

۱ بیا هغه فریسیان او د شرعې عالمان چې له اورشلیم څخه راغلي وو له هغۀ څخه راتاو شول  ۲ ځکه د هغۀ ځینې شاګردان يې لیدلي وو چې په ناوینځلو لاسونو ډوډۍ خوري  ۳ ځکه چې فریسیان او ټول یهودیان د خپلو مشرانو د رواج کلک پابند دي او ترڅو چې لاسونه سم ونه وینځي نو ډوډۍ نه خوري.  ۴ او کله به چې له بازار څخه راغلل، نو ترڅو به یې چې ځانونه ونه وینځل، ډوډۍ یې نه خوړله او داسې نور ډېر رواجونه لکه د پیالو، دېګونو او مِسي کاسو وینځل.  ۵ نو فریسیانو او د شرعې عالمانو له هغۀ څخه پوښتنه وکړه چې: ولې ستا شاګردان د مشرانو رواجونو ته ژمن ندي او په ناوینځلو لاسونو ډوډۍ خوري؟  ۶ نو هغوی ته يې په ځواب کې وفرمایل: اشعیا نبي ستاسو منافقانو په هکله څومره سمه پېش بینی کړی، لکه څرنګه چې لیکل شوي دي: داخلک تش په خُله زما درناوی کوي، خو زړونه یې زما څخه لرې دي  ۷ نو بې‌ځایه زماعبادت کوي، ځکه دفرائضوپرځای د انسانې رواجونو تعلیم ورکوي.  ۸ تاسو د خدای حکم پریښې او د انساني رواجونو تقلید کوئ.  ۹ نو هغوی ته یې وفرمایل: تاسو د خدای احکام په چالاکۍ سره یو خوا ته کوئ، ترڅو خپل رواجونه ترسره کړئ.  ۱۰ لکه چې موسی وفرمایل: د خپل مور او پلار احترام وکړئ او هر څوک چې خپل مور یا پلار ته بد رد ووايي، نو باید ووژل شي  ۱۱ خو تاسو وایاست: که چېرې څوک خپل مور او پلار ته ووايي: هغه څه چې باید تاسو ته یې درکړم، هغه مې خدای ته وقف کړي  ۱۲ نو له هغې وروسته اجازه نه ورکوئ ترڅو د خپل مور او پلار خدمت وکړي.  ۱۳ نو د خدای کلام په خپل جوړ کړي رواج سره باطلوئ او داسې نور ډېر کارونه کوئ. 

پلیت شیان

( متی ۱۵: ۱۰ -۲۰ )

۱۴ نو هغه ډله يې بیا راوبلله او ورته یې وفرمایل: ټول ماته غوږ ونیسئ او ځان پوه کړئ  ۱۵ داسې هېڅ شی نشته چې له بهر نه د انسان بدن ته داخل شي او هغه پلیت کړي، خو هغه څه چې د انسان له دننه څخه راوځي، هغه انسان پلیتوي.  ۱۶ هرڅوک چې اورېدونکي غوږونه لري نو وادې وري  ۱۷ کله چې عیسی له دې ډلې څخه بېل شو او کور ته ننوت، نو شاګردانو یې ترې د دې مثال په هکله پوښتنه وکړه.  ۱۸ هغۀ هغوی ته وفرمایل: تاسو هم دغه شان ناپوهه یاست او نه پوهېږئ چې کوم شی له بهر نه په انسان کې ننوځي نو له هغې سره نه پلیتېږي.  ۱۹ ځکه چې د هغۀ زړه ته نه ننوځي، بلکې خېټې ته یې ځي او بیا له هغۀ څخه بهر وځي او په دې توګه هغۀ ټولو خوراکونو ته پاک وویل  ۲۰ او ویې فرمایل: هغه څه چې د انسان له څخه راووځي هغه انسان پلیتوي  ۲۱ هغه دادې چې د انسان له زړه څخه راووځي بد خیالونه، حرام کارونه، غلا، وژنه، زنا  ۲۲ حرص، بدي، ټګي، فحاشي، کینه، غیبت، غرور، کبر اوحماقت.  ۲۳ دغه ټول شیان له دننه څخه راوځي او انسان پلیتوي. 

له یوې انجلۍ څخه د پېریانو ویستل

( متی ۱۵ : ۲۱ - ۲۸ )

۲۴ بیا له هغه ځایه روان شو، د صور او صیدون سیمې ته لاړ او یو کور ته ننوت، هغۀ غوښتل چې هېڅوک ترې خبر نه شي، خو پټ پاتې نه شو  ۲۵ ځکه یوه ښځه چې لور يې پېریان لرل، کله چې د هغۀ له راتګ څخه خبره شوه، نو راغله او د هغۀ په پښو یې ځان وغورځاوه.  ۲۶ هغه ښځه یونانۍ او د سوریې د فنیقیې اوسېدونکې وه اوهغۀ ته یي زاري وکړې ترڅو له لورڅخه یې پېریان وشړي.  ۲۷ نوعیسی هغې ته وفرمایل: پرېږده چې لومړی بچي ماړه شي او دا مناسبه نه ده چې د بچو ډوډۍ واخیستل شي او سپوته واچول شي.  ۲۸ هغې ښځې په ځواب کې وفرمایل: ای مالکه! سمه ده، خو د کور سپي هم د بچو د خوراک پاتې شوي خوري.  ۲۹ نو هغې ته یې وفرمایل: ستا د دې خبرې پخاطر، زه لاړه شه، پېری ستا د لور نه وتلی دی  ۳۰ او کله چې کور ته لاړه، نو ویې لیدل چې پېری د هغې د لور نه وتلی ؤ او انجلۍ په خپله بستره کې آرام کاوه. 

د عیسی له مُعجزو څخه د خلکو حېرانتیا

۳۱ بیا هغه د صور له سیمی څخه روان شو او د صیدون له لارې د دیکاپولوس په حدودو تېر شو او د ګلیل بحیرې ته ورسېد.  ۳۲ نو هلته یې هغۀ ته یوکوڼ راوست چې ژبه یې هم بندېدله او غوښتنه یې ترې وکړه چې پرهغۀ لاس کېږدي.  ۳۳ نو هغه یې د ډلې له منځ څخه یوې ګوښې ته ویوړ، خپلې ګوتې یې د هغۀ په غوږونو کي کېښودې، لاړې یې ورتو کړې او د هغۀ ژبه یې لمس کړه.  ۳۴ د آسمان لور ته یې وکتل، اسویلی یې وویست اوهغۀ ته یې وفرمایل: افتح، یانې پرانیستل شه.  ۳۵ نوهماغه شېبه دهغۀ غوږونه خلاص او د ژبی غوټه یې پرانیستل شوه او په سم ډول یې خبرې وکړې.  ۳۶ او هغوی ته یې په کلکه وفرمایل چې په دې هکله هېچاته څه ونه وایئ، خو څومره ډېر چې هغۀ تاکید کاوه، هغوی له هغې څخه زیات دا خبره خپروله.  ۳۷ هغوی ډېر زیات حېران وو او ویل یې: ټول کارونه یې ښه کړي دي، کڼو ته غوږونه، او ګونګیانو ته ژبې ورکوي. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.