بائبل Bible
Pashton Bible

مرقس ۸

څلور زره تنو ته ډوډۍ ورکول

( متی ۱۵: ۳۲ -۳۹ )

۱ او په هغو ورځو کې یو ګڼ شمېرخلک بیا راغونډ شول، خو د خوراک لپاره یې څه نه لرل، نوعیسی خپل شاګردان راوغوښتل او ورته یې وفرمایل:  ۲ په دې ډلې مې زړه وسوځېد، ځکه له درې ورځو راهیسې زما سره دي او د خوراک لپاره هېڅ هم نه لري.  ۳ او که چېرې زه دوی کورونو ته اوږي ولېږم، نو په لار کې به بې‌هوشه شي، ځکه لدوی څخه ځینې له ډېرلرې څخه راغلي دي.  ۴ نو شاګردانو یې هغۀ ته وویل: پدې دښته کې څوک کولای شي چې هغوی په ډوډۍ ماړه کړي؟  ۵ او له هغوی څخه یې پوښتنه وکړه چې: څو ډوډۍ لرئ؟ هغوی وویل: اووه  ۶ نو هغې ډلې ته یې وفرمایل چې پرمځکه کیني، هغه اووه ډوډۍ یې راواخیستې، شُکریې وویست، ماتې یې کړې اوخپلو شاګردانو ته يې ورکړې تر څو خلکو ته یې کېږدي، نو هغوی د هغې ډلې مخې ته کېښودله  ۷ او څو کوچني کبان یې هم درلودل، هغو ته یې هم برکت ورکړ او ویې ویل چې، دا هم ورته کېږدئ.  ۸ هغوی وخوړله، ماړه شول او له پاتې شوو توکړو څخه ډکې اووه ټوکرۍ یې پورته کړلې.  ۹ هغوی خواوشا څلور زره کسان وو او عیسی هغوی رخصت کړل.  ۱۰ بیا سمدلاسه له شاګردانو سره په کشتۍ کې سپور شو او د دلمانوته سیمې ته لاړ. 

د مُعجزې غوښتنه

( متی ۱۶ : ۱-۴ )

۱۱ نو فریسیان راغلل او له هغۀ سره یې بحث پېل کړ او د آزمېښت په موخه یې له هغۀ څخه د آسماني مُعجزې غوښتنه وکړه.  ۱۲ هغۀ د زړه له کومې اسویلې وکړ او ویې فرمایل: دانسل دڅه لپاره مُعجزه غواړي؟ او زه تاسو ته وایم چې، دې نسل ته به هېڅ ډول نخښه ورنه کړل شي. ۱۳ او لدې خبرې سره یې هغوی پرېښودل او د بلې غاړې ته لاړ. ۱۴ او له هغوی څخه هېرشول ترڅو له ځان سره ډوډۍ واخلي او په کشتۍ کې یې له ځانه سره یواځې یوه ډوډۍ لرله.  ۱۵ نوعیسی هغوی ته وفرمایل: خبردار! د فریسیانو او هیرودیس له تومنې څخه ځان وساتئ.  ۱۶ نو هغوی له ځان سره فکر وکړ او ویې ویل: دا ځکه وايي چې موږ ډوډۍ نه ده راوړې.  ۱۷ عیسی پوه شو او هغوی ته یې وفرمایل: ولې داسې فکر کوئ چې ګوندې ډوډۍ نلرئ؟ آیا تاسو اوس هم نه پوهېږئ، تاسوته مالومه نه ده، اوتر اوسه ستاسو زړونه سخت دي؟  ۱۸ تاسو سترګې لرئ، خو نه وینئ، غوږونه لرئ او نه اورئ، آیا تاسو نه هېر دي؟  ۱۹ کله چې مې پنځه ډوډۍ د پنځه زرو کسانو لپاره ماتې کړې، نو څو ټوکرۍ مو له ټوکړو څخه ډکې پورته کړلې؟ هغوی ورته وویل: دولس ۲۰ او کله مې چې اووه ډوډۍ د څلور زرو کسانو لپاره ماتې کړې، نو څو ټوکرۍ مو له توکړو ډکې پورته کړې؟ هغوی ورته وویل: اووه.  ۲۱ نو ورته یې وفرمایل: لا تراوسه هم نه پوهېږئ؟ 

د ړوند سړي بینا کول

۲۲ او کله چې بیت‌‌صیدا ته راغی، نو یو ړوند سړی یې ورته راوست او له هغۀ څخه یې وغوښتل ترڅو هغه لمس کړي.  ۲۳ نو هغه ړوند یې له لاسه ونیو، له کلي څخه یې بهر بوتلو، خپلې لاړې یې دهغۀ په سترګو پورې کړې، لاس یې پرې کېښود او پوښتنه یې ترې وکړه چې: آیا څه وینې؟  ۲۴ نو هغۀ خواوشا وکتل او ويې ویل: خلک وینم چې ګرځي راګرځي او د ونو په شان ښکاري.  ۲۵ او بیایې خپل لاسونه د هغۀ پرسترګو کېښودل او د هغۀ سترګې یې خلاصې کړې، د هغۀ سترګې روغې شوې او هماغه شېبه یې هرڅه روښانه ولیدل.  ۲۶ نو هغه یې خپل کور ته ولېږه او ورته یې وفرمایل: د کلي له لارې کور ته مه ځه. 

د پطروس اقرار د عیسی په هکله

( متی ۱۶ : ۱۳ -۲۰، لوقا ۹ : ۱۸ - ۲۱ )

۲۷ او عیسی له خپلو شاګردانو سره د قیصریې فیلیپي کلیو ته لاړ، په لارکې یې له خپلوشاګردانو څخه پوښتنه وکړه ویې فرمایل: خلک ما څوک ګڼي؟  ۲۸ هغوی ځواب ورکړ: ځینې وايي چې تعمید ورکوونکی یحیی، ځینې وایي چې الیاس او ځینې وایي چې له نبیانو څخه یو.  ۲۹ نو له هغوی څخه یې پوښتنه وکړه چې تاسو ما څوک ګڼئ؟ پطروس ورته په ځواب کې وویل: ته مسیح یې.  ۳۰ نو هغوی ته یې په کلکه وفرمایل چې، د هغۀ په هکله هېچاته هم څه ونه وايي. 

د خپلې مړینې په هکله د عیسی لومړۍ پېش بینی

( متی ۱۶ : ۲۱ - ۲۸، لوقا ۹ : ۲۲ - ۲۷ )

۳۱ او بیا یې هغوی ته په تعلیم ورکولو پېل وکړ چې: اړینه ده ترڅو د انسان زوی ډېر کړاو وویني، د مشرانو، د لوی مذهبي مشرانو او د شرعې د عالمانو له لوري به رد شي، وبه وژل شي او درې ورځې وروسته به بیا راپورته شي.  ۳۲ هغۀ دا خبره په ښکاره ټکو کې وکړه، پطروس هغه له لاسه ونیو، یوې ګوښې ته یې ویوړ او له دې خبرو یې منع کړ  ۳۳ خوعیسی مخ راوګرځاوه، خپلو شاګردانو ته یې وکتل، پطروس یې وراټه او ورته یې وفرمایل: ای شېطانه، ما نه لرې شه! ستا فکرونه انساني دي، نه خدايي.  ۳۴ بیا یې خلک له شاګردانو سره راوبلل او ورته یې وفرمایل: هرڅوک چې غواړي ما پسې راشي، نو هغه دې له ځان څخه تېر شي، خپل صلیب دې راپورته کړي او ما پسې دې راشي  ۳۵ ځکه څوک چې غواړي خپل ځان وژغوري، نو له لاسه به يې ورکړي او څوک چې خپل ژوند زما او د انجیل لپاره له لاسه ورکړي، نو هغه به یې ترلاسه کړي.  ۳۶ نو د یو سړي لپاره څه ګټه لري چې ټوله دنیا ترلاسه کړي، خو خپل ژوند له لاسه ورکړي.  ۳۷ آیا هغه دخپل ځان د بیا ترلاسه کولو لپاره کوم قیمت ورکولی شي؟  ۳۸ ځکه هرڅوک چې په دې زناکاره او ګنهګاره نسل کې، زما او زما له خبرو څخه وشرمېږي، نو کله چې د انسان زوی د خپل پلار په جلال کې له سپېڅلو ملائکو سره راشي، نوهغه به هم ترې وشرمېږي. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.