بائبل Bible
Pashton Bible

مرقس ۹

۱ او هغوی ته يې وفرمایل: په یقین سره تاسو ته وایم چې په دې ولاړو خلکو کې داسې خلک هم شته چې ترڅو د خدای پاچاهي کومه چې به په خپل پوره ځواک سره راځي ونه ویني، نو د مرګ خوند به ونه څکي. 

د عیسی د څېرې د بڼې بدلېدل

( متی ۱۷ : ۱ - ۱۳، لوقا ۹ : ۲۸ - ۳۶ )

۲ او شپږ ورځې وروسته عیسی پطروس، یعقوب او یوحنا له ځان سره واخیستل او له هغوی سره یواځې د یو لوړ غرۀ سرته وخوت او د هغوی په شتون کې د هغۀ د څېرې بڼه بدله شوه.  ۳ جامې یې ځلانده او د واورې په څېر سپینې شوې، داسې سپینې چې د مځکې پرمخ به یې یو جامې وینځونکی هم سپینې نکړای شي.  ۴ الیاس او موسی هغوی ته ښکاره شول چې له عیسی سره یې خبرې کولې.  ۵ بیا پطروس د عیسی لور ته متوجه شو او ويې ویل: ای استاذه! غوره به وي چې موږ همدلته پاتې شو او که وغواړې نو درې څپرګي به جوړ کړو، یو ستا، یو د موسی او یو د الیاس لپاره.  ۶ او دا خبره یې د دې لپاره وکړه چې ډېر زیات وېرېدلي وو او نه پوهېدل چې څه ووايي.  ۷ ناڅاپه وریځې پر هغوی سیوری وکړ او له وریځې څخه یو غږ راغی چې: دا زما خوږ زوی دی، د هغۀ خبرې واورئ.  ۸ او کله یې چې خپل خواوشا ته وکتل، نو له عیسی پرته یې نور هېڅوک هم ونه لیدل  ۹ او کله چې له غرۀ څخه راکوزېدل نو هغوی ته يې په کلکه وفرمایل چې، ترڅو د انسان زوی له مړو څخه راپورته نه شي، نوهغه څه مو چې ولیدل د هغې په هکله چاته څه ونه وایي.  ۱۰ هغوی دا خبره ومنله او یو له بل څخه به یې پوښتنه کوله چې، له مړو څخه د راپورته کېدو مطلب به څه وي.  ۱۱ او له هغۀ څخه يې پوښتنه وکړه چې: ولې دشرعې عالمان وايي چې الیاس باید لومړی راشي؟  ۱۲ هغۀ ورته په ځواب کې وفرمایل: هو! الیاس لومړی راځي ترڅو هرڅه سم کړي، خو ولې لیکل شوي چې د انسان زوی باید ډېر کړاوونه ویني او خوار او سپک وګڼل شي  ۱۳ خو تاسو ته وایم چې الیاس هم راغی او لکه څرنګه چې د هغۀ په هکله لیکل شوي وو، نو دوی چې څه وغوښتل له هغۀ سره یې وکړل. 

پېریاني ماشوم ته روغتیا ورکول

( متی ۱۷ : ۱۴ -۲۱، لوقا ۹ : ۳۷ - ۴۳ )

۱۴ او کله چې هغوی بېرته شاګردانو ته راغلل، نو ویې لیدل چې یو ګڼ شمېر خلک او د شرعې ځینې عالمان له هغوی څخه راتاو وو او بحث یې ورسره کاوه.  ۱۵ نو هماغه شېبه چې ټولې ګڼې هغه ولید نو حېران شول، په منډه منډه راغلل او هغۀ ته یې سلام واچاوه.  ۱۶ بیا یې د شرعې له عالمانو څخه پوښتنه وکړه چې لدوی سره د څه په هکله بحث کوئ؟  ۱۷ د هغوی له منځ څخه یو تن ځواب ورکړ ویې ویل: ای استاذه! خپل زوی مې تاته راوستی چې پېریان لري او خبرو ته یې نه پرېږدي  ۱۸ په هرځای کي یې چې ونیسي نو راغورځوي یې، خُله یې ځګونه کوي، غاښونه چیچي او شخ پاتې شي، ما ستا شاګردانو ته وویل چې هغه ترې راوباسي خو ویې نشو کولی.  ۱۹ هغوی ته یې ځواب ورکړ ویې فرمایل: ای بې‌ایمانه ډلې! ترڅو به زه لتاسو سره یم او ترڅو به تاسو زغمم؟ هغه ماته راولئ.  ۲۰ نو هغه یې ورته راوست او کله چې پېري هغه ولید نو پرهلک یې حمله وکړه، په مځکه یې وویشت، خولې یې ځګونه وکړل او راتاو یې کړ.  ۲۱ نو د هلک له پلار څخه یې پوښتنه وکړه چې، له څومره مودې راهیسې په دې حال دی؟ ویې ویل: له ماشوموالي څخه.  ۲۲ ډېر ځلې یې هغه په اور او اوبو کې وغورځاوه ترڅو ويې وژني، اوس که چېرې کولای شې نو پر موږ رحم وکړه او زموږ مرسته وکړه.  ۲۳ عیسی هغۀ ته وفرمایل: ولې داسې وایې که چېرې ته څه کولای شې؟ څوک چې کلکه عقیده ولري نو د هغۀ لپاره هرڅه شوني دي.  ۲۴ هماغه شېبه د ماشوم پلارچیغې کړې چې: زه ایمان لرم، زما له بې‌ایمانۍ سره مرسته وکړه.  ۲۵ کله چې عیسی ولیدل، دخلکو ګڼه ګوڼه رانږدې کېږي، نو هغه پېری یې وراټه او ورته یې وفرمایل: ای ګونګ او کوڼ پېریه! زه تاته امر کوم چې له هغۀ څخه راووځه او بیا هېڅکله پکې مه ننوځه.  ۲۶ نو چیغه یې ووهله او هغه یې پرمځکه وویشت، هغه هلک د مړي په شان شو او ډېرو وویل چې مړشوی دی.  ۲۷ خو عیسی له لاسه ونیو، راپورته یې کړ او ودرېد  ۲۸ او کله چې عیسی کور ته ننوت، نو شاګردانویې ترې پوښتنه وکړه چې، ولې موږ ونشو کړای ترڅو هغه راوباسو؟  ۲۹ نو هغوی ته یې وفرمایل: دا ډول پېریان له دعا پرته بل په هېڅ شي نه ویستل کېږي. 

د خپلې مړینې په هکله د عیسی دویمه پېش بینی

( متی ۱۷ : ۲۲ - ۲۳، لوقا ۹ : ۴۳- ۴۵ )

۳۰ بیا هغوی له هغې سیمې څخه لاړل او په ګلیل تېر شول او هغۀ نه غوښتل چې څوک پرې خبر شي چې هغه چېرې دی  ۳۱ ځکه چې خپلو شاګردانو ته یې تعلیم ورکاوه او ورته یې ویل: د انسان زوی به خلکو ته وسپارل شي، هغه به ووژني او له وژل کېدو وروسته به په دریمه ورځ راپورته شي.  ۳۲ خو شاګردانو دا خبره درک نکړه او وېرېدل ترڅو له هغۀ څخه پوښتنه وکړي. 

څوک تر ټولو لوی دی

( متی ۱۸: ۱-۵، لوقا ۹ : ۴۶ - ۴۸ )

۳۳ هغوی بیا کپرناحوم ته راغلل او کله چې کور ته ننوت نو له هغوی څخه یې پوښتنه وکړه چې، د لارې په اوږدو کې مو یو له بل سره د څه شي په هکله بحث کاوه؟  ۳۴ هغوی غلي شول، ځکه چې په لار کې یې یو له بل سره د دې په هکله بحث کاوه چې څوک تر ټولو لوی دی.  ۳۵ نو کیناست او دولس شاگردان یې راوغوښتل او ورته یې وفرمایل: څوک چې غواړي لومړی شي نوباید ځان تر ټولو وروسته کړي او د ټولو خادم شي.  ۳۶ بیایې یوماشوم راواخیست، د هغوی په منځ کې یې ودراوه، په غېږ کې یې ونیو او هغوی ته یې وفرمایل:  ۳۷ هرڅوک چې لدې ماشومانو څخه یو هم زما په نوم ومني، نو هغوی زه منلی یم او څوک چې ما ومني نو زما رالېږونکی یې منلی دی. 

څوک چې زموږ پر ضد ندی، هغه زموږ سره دی

( لوقا ۹ : ۴۹ - ۵۰ )

۳۸ بیا یوحنا وفرمایل: ای استاذه! موږ یو تن ولید چې ستا په نامه یې پېریان ویستل او هغه زموږ څخه نه ؤ، نو موږ منع کړ.  ۳۹ عیسی وفرمایل: هغه مه منع کوئ، ځکه هرڅوک چې زما په نوم مُعجزه وکړي، نو هغه نه شي کولای چې هماغه مهال ماته بد ووايي  ۴۰ ځکه هرڅوک چې زموږ پرضد نه دی، هغه زموږ څخه دی  ۴۱ او زه تاسو ته وایم: که چېرې څوک تاسو ته په دې خاطر یو جام اوبه درکړي چې دمسیح شاګردان یاست، نو یقیناً هغه به بې‌اجره پاتې نه شي  ۴۲ او هرڅوک چې له دې ماشومانو څخه چې پرما یې ایمان راوړی، یوه ته هم تیندک ورکړي، نو د هغۀ لپاره به ښه وي چې د ژرندې پَل ورته په غاړه کې واچول شي او په بحیره کې وغورځول شي. 

د وسوسې په هکله خبرتیا

( متی ۱۸ : ۶ - ۹، لوقا ۱۷: ۱ - ۲ )

۴۳ نو که چېرې ستا لاس ستا د ښویېدنې لامل ګرځي، نو هغه پرې کړه، ځکه غوره ده چې له لاس پرته تلپاتې ژوندون ته ننوځې، تر دې چې له دواړو لاسونو سره دوزخ ته ننوځې، هغه اور ته چې غلی کېدونکی نه دی  ۴۴ کوم چې چینجي یې نه مړه کېږي او اور یې نه غلی کېږي  ۴۵ او که چېرې ستا پښه ستا د ښویېدنې لامل ګرځي، نو پرې یې کړه، ځکه تاته ګټوره ده ترڅو تلپاتې ژوندون ته ګوډ ننوځې، نه دا چې له دواړو پښو سره په دوزخ کې واچول شې، هغه اور ته چې غلی کېدونکی نه دی  ۴۶ کوم چې چینجي یې نه مړه کېږي او اور یې نه غلی کېږي.  ۴۷ او کله چې ستا سترګه تا ګناه ته ولمسوي نو ويې باسه، ځکه ستا لپاره غوره ده چې په یوه سترګه د خدای پاچاهۍ ته ننوځې، تر دې چې له دواړو سترګو سره د دوزخ په اور کې واچول شې  ۴۸ چېرې چې چینجي یې نه مړه کېږي او اور یې نه غلی کېږي  ۴۹ ځکه هرڅوک به په اور سره مالګین شي، ۵۰ مالګه ښه شی دی، خو که چېرې مالګه بې‌خونده شي، نو بیا به په څه شي خوندوره شي؟ په خپلو کې مالګه وساتئ او یو له بل سره سوله وکړئ. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.