بائبل Bible
Pashton Bible

مرقس ۱۰

د طلاق په هکله تعلیم

( متی ۱۹ : ۱ - ۱۲، لوقا ۱۶: ۱۸ )

۱ او کله چې عیسی له هغه ځایه روان شو او د اردن د سیمې بلې غاړې، د یهودیې سیمې ته راغی، نو بیا یوه ډله هغۀ ته راغونډه شوه، هغه هم دخپل عادت له مخې هغوی ته په تعلیم ورکولو پېل وکړ.  ۲ نو فریسیان ورغلل او د آزمېښت په موخه یې له هغۀ څخه پوښتنه وکړه چې: آیا یو سړي ته روا دی ترڅو خپله ښځه طلاقه کړي؟  ۳ نو هغوی ته یې په ځواب کې وفرمایل: موسی تاسو ته څه ویلي دي؟  ۴ هغوی وویل: موسی اجازه کړی چې سړی دې طلاق نامه ولیکي او ښځه دې پرېږدي.  ۵ عیسی هغوی ته په ځواب کې وفرمایل: ستاسو د زړونو د سختوالي له امله يې دا حکم تاسو ته ولیکه  ۶ خو خدای د پېدایښت له پېله هغوی نر او ښځه پېدا کړل.  ۷ نو له دې کبله باید سړی خپل مور او پلار پرېږدي او له خپلې ښځې سره یو ځای شي  ۸ او دوی دواړه به یو وجود وي، ځکه تر دې وروسته هغوی دوه نه دي، بلکې یو بدن دي.  ۹ نو هغه څه چې خدای یو ځای کړي، انسان دې یې نه بیلوي.  ۱۰ او کله چې کور ته لاړل نو شاګردانو یې ترې یو ځل بیا په دې هکله پوښتنه وکړه.  ۱۱ نو هغوی ته يې وفرمایل: هرڅوک چې خپله ښځه طلاقه کړي او له بلې سره واده وکړي، نو د لومړۍ ښځې په حق کې زنا کوي.  ۱۲ او که چېرې ښځه خپل خاوند ته طلاق ورکړي او له بل سره واده وکړي، نو هغه هم زنا کوي. 

عیسی مسیح ماشومانو ته برکت ورکوي

( متی ۱۹ : ۱۳ - ۱۵، لوقا ۱۸ : ۱۵ - ۱۷)

۱۳ بیا یې هغۀ ته ماشومان راوستل ترڅوهغوی لمس کړي، خو شاګردانو یې هغوی منع کړل.  ۱۴ او کله چې عیسی دا ولیدل نو په غصه شو اوهغوی ته یې وفرمایل: پرېږدئ ترڅو واړه ماشومان زما څنګ ته راشي اوهغوی مه ایساروئ، ځکه چې دخدای پاچاهي د همدغه ډول خلکو ده.  ۱۵ او په یقین سره تاسوته وایم، هرڅوک چې د خدای پاچاهي د دې وړوکي ماشوم په شان ونه مني، نو هېڅکله به هغې ته ورداخل نه شي.  ۱۶ بیا هغۀ، هغوی په غېږ کې پورته کړل په سرونو یې ورته لاس راکښه او برکت یې ورکړ. 

ځوان شتمن

( متی ۱۹ : ۱۶ - ۳۰، لوقا ۱۸ : ۱۸ - ۳۰ )

۱۷ او کله چې عیسی په سفر روان شو، نو یو سړی په منډه منډه د هغۀ مخې ته راغی، په ګونډو شو او پوښتنه یې وکړه: ای نېکه استاذه! څه وکړم ترڅو د تلپاتې ژوندون وارث شم؟  ۱۸ عیسی هغۀ ته وفرمایل: ولې دې ماته نیک وویل، پداسې حال کې چې له خدای پرته بل هېڅوک نیک نه دی؟  ۱۹ په احکامو پوهېږې چې: قتل مه کوه، زنا مه کوه، غلا مه کوه، په دروغو ګواهي مه ورکوه، فریب مه کوه او د خپل مور پلار درناوی کوه.  ۲۰ هغۀ ورته په ځواب کې وفرمایل: ای استاذه! دا هرڅه له ماشوموالي څخه کوم.  ۲۱ نو عیسی هغۀ ته وکتل، مینه یې پرې راغله او ورته یې وفرمایل: پتا کې یو شی کم دی، لاړ شه هرڅه چې لرې خرڅ یې کړه او پر بې‌وزلو یې ووېشه، نو په آسمان کې به خزانه بیا مومې، بیا راځه او ما پسې روان شه.  ۲۲ خو هغه په دې خبره خفه روان شو، ځکه چې ډېر شتمن سړی ؤ.  ۲۳ عیسی ګیرچاپېره خپلو شاګردانو ته وکتل او ورته یې وفرمایل: څومره ستونزمنه ده چې بډایان د خدای پاچاهۍ ته ننوځي.  ۲۴ شاګردان د هغۀ په دې خبره سخت حېران شول، خو عیسی بیا هغوی ته وفرمایل: ای بچو! څومره ګران ده ترڅو بډایان دخدای پاچاهۍ ته ننوځي.  ۲۵ دستنې په سوري کې د اوښ ننوتل آسانه دي، خو دخدای پاچاهۍ ته د شتمن سړي ننوتل سخت دي.  ۲۶ نو هغوی ډېرسخت حېران شول او یو بل ته یې ویل: نوڅوک کولای شي چې خلاصون ومومي؟  ۲۷ عیسی هغوی ته وکتل او ویې فرمایل: د انسان لپاره ناشونې ده خو د خدای لپاره نه، ځکه چې هرڅه خدای ته ممکن دي.  ۲۸ پطروس لګیا شو او ویل یې: دا دی موږ هرڅه پریښي او ستا پېروي کوو.  ۲۹ نو عیسی ورته وفرمایل: زه په یقین سره تاسو ته وایم، هرڅوک چې زما او زما د انجیل لپاره خپل کور، یا وروڼه، یا خویندې، یا مور، یا پلار، یا بچي او خپلې شتمنۍ پرېږدي  ۳۰ نو په دنیا کې به سل چنده کورونه، وروڼه، خویندې، میندې، بچي او شتمنۍ له کړاوونو سره ورکړل شي او په آخرت کې به تلپاتې ژوندون ترلاسه کړي  ۳۱ خو ډېرلومړني به وروستنی او ډېر وروستني به لومړني شي. 

د خپلې مړینې په هکله د عیسی مسیح دریمه پېش بینی

( متی ۲۰ : ۱۷ - ۱۹، لوقا ۱۸ : ۳۱- ۳۴ )

۳۲ او کله چې هغوی اورشلیم ته په لاره روان وو او عیسی له ټولو نه مخکې ؤ، نو شاګردان حېران وو اوڅوک چې ورپسې روان وو هغوی وېرېدل، هغۀ شاګردان ګوښه کړل او د هغه څه نه یې خبرول، چې هغۀ ته پېښېدونکي وو،  ۳۳ هغۀ ورته وفرمایل: دا دی موږ اورشلیم ته ځو او د انسان زوی به لوی مذهبي مشرانو او د شرعې عالمانو ته وسپارل شي، پرهغۀ به د قتل فتوی‌‌ وکړي او پردیو ته به یې وسپاري  ۳۴ پرهغۀ به ملنډې ووهي، لاړې به پرې توکړي، په متروکو به یې ووهي او وبه یې وژنی، خو په دریمه ورځ به بیا راژوندی شي. 

د یعقوب او یوحنا غوښتنه

( متی ۲۰ : ۲۰ - ۲۸ )

۳۵ بیا د زِبدي دوه زامن یعقوب او یوحنا د هغۀ څنګ ته راغلل او ورته یې وویل: ای استاذه! موږ غواړو چې لتا نه څه وغواړو او هغه راته وکړې.  ۳۶ نو هغوی ته یې وفرمایل: څه غواړئ چې ستاسو لپاره یې وکړم؟  ۳۷ هغوی ورته وویل: موږ ته اجازه راکړه چې ستا په جلال کې، یوستا ښي او بل کیڼ لور ته کینو.  ۳۸ عیسی هغوی ته وفرمایل: تاسو چې څه غواړئ په هغې نه پوهېږئ، آیا کولای شئ کومه پیاله چې زه څښم، تاسو یې هم وڅښئ او کوم تعمید چې زه اخلم تاسویې هم واخلئ؟  ۳۹ هغوی ورته وفرمایل: هو، کولای شو، نو عیسی ورته وفرمایل: سمه ده چې کومه پیاله زه څښم تاسو به یې وڅښئ او کوم تعمید چې زه اخلم تاسو به یې هم واخلئ  ۴۰ خو زما ښي او کیڼ لاس ته کېناستل زما په واک کې نه دي چې چاته یې ورکړم، پرته له هغو څخه چې ورته ټاکل شوي دي  ۴۱ او کله چې هغو لسو تنو دا واورېدل نو پر یعقوب او یوحنا یې غصه راغله.  ۴۲ بیا عیسی هغوی راوبلل او ورته یې وفرمایل: تاسو پوهېږئ هغه خلک چې د غېر یهودو قامونو څارواکي ګڼل کېږي، پر هغوی حکومت کوي او لویان یې پر هغوی مسلط دي.  ۴۳ خو تاسو کې باید داسې نه وي، تاسو کې چې څوک غواړي مشر شي نو هغه دې ستاسو خادم واوسي  ۴۴ او څوک چې غواړي تاسو کې لومړی شي نو هغه دې د ټولو خادم واوسي  ۴۵ او د انسان زوی هم د دې لپاره نه دی راغلی ترڅو د هغۀ خدمت وکړای شي، بلکې د دې لپاره چې خدمت وکړي او خپل ژوند د ډېرو لپاره قربان کړي. 

ړوند بارتیماؤس ته روغتیا ورکول

( متی ۲۰: ۲۹-۳۴، لوقا ۱۸: ۳۵-۴۳)

۴۶ بیا هغوی اریحا ته راغلل او کله چې هغه له خپلو شاګردانو او یوې غټې ډلې سره له اریحا څخه بهر تلو، نو د تیماؤس زوی، ړوند ګدایګر بارتیماؤس د لارې په غاړه ناست ؤ.  ۴۷ او کله یې چې واورېدل چې، عیسی ناصري راغی، نو چیغې یې کړې او ویل یې: ای د داؤد زویه عیسی! پرما رحم وکړه.  ۴۸ ډېرو خلکو هغه وستغه ترڅو غلی شي، خو هغۀ لا ډېرې چیغې کړې چې: ای د داؤد زویه! پرما رحم وکړه.  ۴۹ نو عیسی ودرېد او ویې فرمایل، ترڅو هغه را وبلي، بیا هغوی هغه ړوند راوغوښت او ورته یې وویل: مه خفه کېږه، راپورته شه چې هغه دې غواړي.  ۵۰ نو هماغه شېبه يې خپله چپنه وغورځوله، ودرېد او عیسی ته راغی. ۵۱ عیسی هغۀ ته وفرمایل: ستا لپاره څه وکړم؟ ړوند ورته وویل: ای استاذه! غواړم چې بینا شم.  ۵۲ نو عیسی هغۀ ته وفرمایل: لاړ شه! ستا ایمان تاته روغتیا درکړه، نوهماغه شېبه بینا او عیسی پسي روان شو. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.