بائبل Bible
Pashton Bible

مرقس ۱۱

اورشلیم ته په بریالیتوب ننوتل

( متی ۲۱ : ۱-۱۱، لوقا ۱۹: ۲۸- ۴۰، یوحنا ۱۲: ۱۲-۱۹)

۱ او کله چې هغوی اورشلیم ته نږدې د زیتون په غرۀ کې، بیت‌فاجي اوبیت‌عنیا ته ورسېدل، نوعیسی له خپلو شاګردانو څخه دوه تنه ولېږل  ۲ او هغوی ته یې وفرمایل: کله چې دغې مخامخ کلي ته لاړئ او ورننوتئ، نو هلته به یو تړل شوی کوټی ومومئ چې تر اوسه هېڅوک پرې سپور شوی نه دی، هغه پرانیزئ او دلته یې راولی.  ۳ که څوک درنه پوښتنه وکړي چې په دې څه کوئ، نو ورته ووایئ چې زموږ مالک ته په کار دی، نو بې له ځنډه به هغه دلته راولېږي.  ۴ هغوی لاړل او هغه کوټی یې له دروازې څخه بهر په کوڅه کې تړلی وموند او هغه یې راپرانیست  ۵ هلته شته خلکو ورته وویل: ولې داکوټی پرانیزئ؟  ۶ هغوی ورته هماغه شان وویل لکه څرنګه چې عیسی ویلي وو، نو هغوی یې پرېښودل چې لاړ شي.  ۷ بیا یې هغه کوټی عیسی ته راوست، خپلې چپنې یې پرې واچولې او هغه پرې سپور شو  ۸ او ډېرو خلکو خپلې چپنې او ځینو نورو د ونو څانګې را پرې کړې او په لاره کې یې ورته خپرې کړې  ۹ اوڅوک چې له هغۀ څخه مخکې او وروسته روان وو، هغوی چیغې وهلې، مبارک دې وي هغه څوک چې د مالک په نوم راځي  ۱۰ مبارک دې وي زموږ د پلار داؤد راتلونکې پاچاهي، چې دمالک په نوم راځي اوستاینه په لوړو آسمانوکې.  ۱۱ بیاعیسی اورشلیم ته راغی او سپېڅلي کور ته ننوت، ګیرچاپېره یې وکتل اوماښام ناوخته له دولسو شاګردانو سره بیت‌عنیا ته لاړ. 

د اینځر بې ثمره ونه

( متی ۲۱ : ۱۸-۱۹)

۱۲ او کله چې هغوی بله ورځ له بیت‌عنیا څخه راووتل، نوعیسی سخت وږی شو.  ۱۳ له لرې څخه یې د اینځر ونه ولیده چې پاڼې یې درلودې، نو ورغی ترڅو په هغې کې دخوراک لپاره څه پېدا کړي، خو کله چې ور ورسېد نو له پاڼو پرته یې په کې نور څه ونه موندل، ځکه د اینځرو موسم نه ؤ.  ۱۴ نو ونې ته یې وفرمایل: نور به هېڅوک هېڅکله هم ستامېوه ونه خوري او شاګردانو یې واورېدل. 

د سپېڅلي کور پاکول

( متی ۲۱: ۱۲-۱۷، لوقا ۱۹: ۴۵-۴۸، یوحنا ۲: ۱۳-۲۲)

۱۵ بیا اورشلیم ته ننوتل او کله چې عیسی سپېڅلي کور ته ننوت، نو د هغو خلکو په ویستلو یې پېل وکړ چې په سپېڅلي کورکې یې پېرل اوپلورل کول، د صرافانو تختونه او د کوترو پلورونکو دناستې ځایونه یې رانسکورکړل  ۱۶ او نه یې پرېښودل چې هېڅوک پکې تجارتي توکي ښکته پورته یوسي.  ۱۷ بیا یې هغوی ته په تعلیم ورکولو پېل وکړ او ویې فرمایل: آیا لیکل شوي نه دي چې زما کور به د د ټولو قامونو د دعا ځای وبلل شي؟ خو تاسو ترې د غلو سمڅه جوړه کړې ده.  ۱۸ او کله چې لوی مذهبي مشرانو او د شرعې عالمانو دا هرڅه واورېدل، نو د هغۀ د وژنې په لټه کې شول او له هغۀ څخه وېرېدل ځکه چې ټول خلک دهغۀ له تعلیم څخه حېران وو.  ۱۹ او کله چې ماښام شو نو له ښار څخه بهر لاړ. 

د اینځر د وچې شوې ونې نه سبق

( متی ۲۱: ۲۰-۲۲)

۲۰ او بله ورځ سهار د وخته کله چې هغوی په لاره تېرېدل، نو ویې لیدل چې هغه د اینځر ونه له بېخه وچه شوې وه. ۲۱ نو پطروس هغه خبره رایاده کړه او هغۀ ته یې وویل: اې استاذه، وګوره! هغه د اینځر ونه چې تا پرې لعنت ویلی ؤ، وچه شوې ده.  ۲۲ عیسی هغوی ته په ځواب کې وفرمایل: پرخدای ایمان ولرئ.  ۲۳ زه تاسوته په یقین سره وایم، که چېرې څوک دې غرۀ ته ووايي چې له خپل ځای څخه پورته شه او په دې بحیره کې وغورځېږه او په زړه کې شک ونه لري، بلکې یقین ولري، نو چې هرڅه وايي، هغه به د هغۀ لپاره وشي.  ۲۴ نو له دې کبله تاسو ته وایم چې د هرڅه لپاره دعا وکړئ او یقین ولرئ، نو تاسو ته به درکړل شي.  ۲۵ کله چې د دعا لپاره ودرېږئ او ستاسو په زړه کې د چا پر خلاف خبرې وي نوهغه وبخښئ، ترڅو ستاسو آسماني پلارهم ستاسوخطاګانې وبخښي. ۲۶ خوکه چېرې تاسو بخښنه ونکړئ، نوستاسو آسماني پلار به هم هېڅکله ستاسو تېروتنې ونه بخښي. 

د عیسی ځواک او واک

( متی ۲۱: ۲۳-۲۷، لوقا ۲۰: ۱-۸)

۲۷ هغوی بیا اورشلیم ته راغلل او کله چې هغه په سپېڅلي کور کې ګرځیده، نو لوی مذهبي مشران، د شرعې عالمان او د قام مشران هغۀ ته راغلل  ۲۸ او ورته یې وویل: ته په کوم واک سره دا کارونه کوې او تاته چا واک درکړی ترڅو دا کارونه وکړې؟  ۲۹ عیسی هغوی ته په ځواب کې وفرمایل: زه هم له تاسو څخه د یوې خبرې پوښتنه کوم، ماته ځواب راکړئ ترڅو زه هم تاسو ته ووایم چې زه په کوم ځواک دا کارونه کوم.  ۳۰ د یحیی تعمید له آسمانه ؤ که له انسانه؟  ۳۱ نو هغوی په خپلوکې مشوره وکړه، ویې ویل: که چېرې ووایو چې د خدای له لوري ؤ، نو خامخا به ووايي چې: ولې مو پرې ایمان را نه وړ؟  ۳۲ او که چېرې موږ ووایو چې له انسان څخه ؤ، نو بیا به څه وشي؟ هغوی له خلکوڅخه وېرېدل ځکه چې ټولوخلکو ایمان درلود چې یحیی نبي ؤ.  ۳۳ نو عیسی ته یې په ځواب کې وویل چې: موږ نه پوهېږو، نو عیسی هغوی ته ځواب ورکړ: زه هم تاسو ته نه وایم چې په کوم ځواک سره دا کارونه ترسره کوم. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.