مرقس ۱۲
د ظالمو اجاره دارانو کیسه
( متی ۲۱: ۳۳ -۴۶، لوقا ۲۰: ۹-۱۹ )
۱ بیا عیسی هغوی ته په مثالونوکې خبرې پېل کړې: یوسړي د انګورو باغ نیال کړ، چار دیوارې یې ترې تاوه کړه، د انګورو د اوبو لپاره یې پکې حوض وکنیست، د څارنې برج یې پکې جوړ کړ، اجاره دارانو ته یې په اجاره ورکړ اوخپله بل هیوادته لاړ. ۲ کله چې دحاصل موسم راورسېد، نوخپل خادم یې هغو اجاره دارو ته ورولېږه، ترڅو خپله برخه د باغ مېوه ترې واخلي. ۳ خو هغوی هغه ونیوه ویې واهه او خالي لاس یې ولېږه. ۴ نو هغۀ بیا خپل یو بل خادم ورولېږه، هغوی د هغۀ سرهم مات کړ او د هغۀ سپکاوی یې وکړ. ۵ بیا هغۀ یو بل ورولېږه، هغه یې وواژه او له هغۀ پرته نور هم وو چې څه یې ووهل او ځینې یې ووژل. ۶ په پای کې د هغۀ یو نازولی زوی پاتې شو، هغه یې ورولېږه او ويې ویل چې: زما د زوی درناوی خو به وکړي ۷ خو اجاره دارو وویل: دا خو وارث دی، راځئ چې ویې وژنو، نو ټول میراث به زموږ شي. ۸ نو هغه يې ونیو، ويې واژه او د انګورو له باغه يې بهر وغورځاوه. ۹ نو اوس به د باغ مالک څه وکړي؟ هغه به راشي، اجاره داران به ووژني او باغ به نورو اجاره دارو ته وسپاري. ۱۰ آیا دا لېکنه مو نه ده لوستې: کوم ګټ چې ګلکارانو رد کړی ؤ، هغه د ودانۍ دکنج اصلي ګټ وګرځېد. ۱۱ داهرڅه دخدای له لوري دي اوموږ ته عجیب ښکاري. ۱۲ هغوی غوښتل چې هغه ونیسي خو له خلکوڅخه وېرېدل، ځکه هغوی پوهېدل چې دا مثال یې د هغوی په باره کې راوړ، نو هغه یې پرېښود او ترې لاړل.قیصر ته د مالیې ورکول
( متی ۲۲: ۱۵- ۲۲، لوقا ۲۰: ۲۰-۲۶)
۱۳ او بیا يې څو تنه فریسیان او هیرودیان هغۀ ته ورولېږل، ترڅو د خبرو له لارې یې په دام کې ونښلوي. ۱۴ نو هغوی راغلل او ورته یې وویل: ای استاذه! موږ یقین لروچې ته رېښتینی یې، له چا څخه باک نه کوې ځکه د خلکو ظاهر ته نه ګورې، بلکې په رېښتیا سره د خدای د لارې تعلیم ورکوې نو قیصر ته مالیه ورکول روا دي که نه؟ ور یې کړو که نه؟ ۱۵ خو هغه چې د هغوی ریاکاري درک کړې وه، ورته یې وفرمایل: ولې زما آزمېښت کوئ؟ ماته یو دینار راوړئ ترڅو ویې وینم ۱۶ او کله یې چې راوړ نو هغوی ته یې وفرمایل: دا د چا انځور او نوم دی؟ هغۀ ته یې وویل: د قیصر ۱۷ نو عیسی هغوی ته په ځواب کې وفرمایل: څه چې د قیصر دي هغه قیصر ته او هغه څه چې د خدای دي نو خدای ته یې ورکړئ او هغوی د هغۀ له خبرو څخه سخت حېران شول.د قیامت په باب پوښتنه
(متی ۲۲: ۲۳- ۳۳، لوقا ۲۰ : ۲۷ -۴۰)
۱۸ او صدوقیان چې له قیامت څخه منکر وو هغۀ ته راغلل او ورڅخه یې پوښتنه وکړه چې: ۱۹ ای استاذه! موسی زموږ لپاره لیکلي چې هرکله د چا ورور مړشي، ښځه ترې پاتې شي او اولاد ونه لري، نو د هغۀ ورور دې د هغۀ له ښځې سره واده وکړي، ترڅو د خپل ورور لپاره اولاد پېدا کړي ۲۰ نو اووه وروڼه وو چې لومړي یې ښځه وکړه، مړشو اوهېڅ اولاد یې پرېنښود ۲۱ نو دویم هغه واده کړه او بېاولاده مړ شو، همدغه راز دریم هم ۲۲ تر دې چې هغو اوو واړو له هغې سره واده وکړ خو اولاد ترې ونه شو او تر ټولو وروسته هغه ښځه هم مړه شوه ۲۳ نو کله چې د قیامت په ورځ راپورته شي نو هغه به د کوم یو ښځه وي، له دې کبله چې هغو اوو واړو له هغې سره واده کړی ؤ. ۲۴ نوعیسی هغوی ته په ځواب کې وفرمایل: تاسو ناپوهه یاست، ځکه چې د خدای په کلام او د هغۀ په قدرت نه پوهېږئ ۲۵ ځکه کله چې هغوی له مرګ څخه راپورته شي، نه واده کوي او نه له هغوی سره واده کېږي، بلکې د آسمان د فرښتو په څېر به وي. ۲۶ آیا د مړو د راژوندي کېدو په هکله مو د موسی کتاب د بوټي په پېښه کې نه دي لوستي چې، خدای څنګه له هغۀ سره خبرې وکړې او یې فرمایل: زه د ابراهیم خدای، د اسحاق خدای او د یعقوب خدای یم ۲۷ او هغه د مړو خدای نه بلکې د ژوندو خدای دی، نو تاسوڅومره ډېر بېلارې شوي یاست.تر ټولو لوی حکم
( متی ۲۲: ۳۴-۴۰، لوقا ۱۰: ۲۵-۲۸)
۲۸ او کله چې د شرعې له عالمانو څخه یو تن ولیدل چې هغوی ته یې ډېر ښه ځواب ورکړ، نو رامخ ته شو او له هغۀ څخه یې پوښتنه وکړه چې: تر ټولو لوی حکم کوم یو دی؟ ۲۹ عیسی هغۀ ته ځواب ورکړ چې په احکاموکې ترټولو لومړی دادی: واوره ای اسرائیله! زموږ مالک خدای، یو مالک دی ۳۰ او له خپل مالک خدای سره په ټول زړه، ټول ځان، ټول فکر او ټول ځواک سره مینه وکړه. ۳۱ دویم دا چې له خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه وکړه او له دې دوو پرته بل لوی حکم نشته. ۳۲ نوعالم هغۀ ته وویل: آفرین استاذه! رېښتیا دې وفرمایل چې خدای یو دی او له هغۀ پرته بل نشته ۳۳ او له هغۀ سره په ټول زړه، ټول فکر، ټول ځان او ټول ځواک سره مینه کول او له خپل ګاونډي سره دخپل ځان په شان مینه کول، له ټولوسوځېدونکو قربانیو او هدایاو څخه غوره ده. ۳۴ او کله چې عیسی ولیدل چې په پوهې سره یې ځواب ورکړ، نو هغۀ ته یې وفرمایل: د خدای له پاچاهۍ څخه لرې نه يې او له هغې ورځې وروسته هېچا جرأت ونکړ چې له هغۀ څخه پوښتنه وکړي.داؤد او مسیح
( متی ۲۲: ۴۱- ۴۶، لوقا ۲۰ : ۴۱-۴۴)
۳۵ او کله چې عیسی په سپېڅلي کورکې تعلیم ورکاوه نو ويې فرمایل: څنګه د شرعې عالمان وايي چې مسیح د داؤد زوی دی؟ ۳۶ او حال دا چې خپله داؤد د سپېڅلی روح نه په الهام سره وویل: مالک خدای، زما مالک ته وفرمایل چې، زما ښي لاس ته کېنه ترڅو ستا دښمنان ستا د پښو لاندی کړم. ۳۷ خپله داؤد هغۀ ته مالک وايي، نوڅنګه د هغۀ زوی کېدای شي؟ او ټولو خلکو په خوښۍ سره د هغۀ کلام اورېده.د شرعي د عالمانو رټنه
( متی ۲۳: ۱-۳۶، لوقا ۲۰ : ۴۵-۴۷)
۳۸ نو عیسی په خپل تعلیم کې هغوی ته وفرمایل: د شرعې له عالمانو څخه ځانونه وساتئ، کوم چې خوښوي ترڅو په اوږدو چپنو کې اخوا دیخوا وګرځي او په بازارونو کې له درناوي ډک سلامونه واخلي ۳۹ او په کنیسو او مېلمستیاو کې دمشرۍ په ځایونو کې ناسته خوښوي ۴۰ هغوی د کونډو کورونه غصبوي او اوږدې دعاګانې کوي، دوی به تر ټولو سخته سزا ومومي.د کونډې ښځې هدیه
( لوقا ۲۱:۱-۴)
۴۱ عیسی د سپېڅلي کور د هدایاو صندوق ته مخامخ ناست ؤ او ننداره یې کوله چې خلک څنګه په صندوق کې پیسې اچوي او ډېرو شتمنو ډيرې پیسې اچولې. ۴۲ نو یوه بیوزله کونډه ښځه راغله او دوه سېکې یې په هغې کې واچولې ۴۳ نو خپل شاګردان یې راوبلل او ورته یې وفرمایل: زه په یقین سره تاسو ته وایم چې دې بېوزلې کونډې له هغو ټولو څخه ډېرې واچولې ۴۴ ځکه چې دې ټولو د خپل زیاتي مال څخه ورکړې، خو دې ښځې له خپلې ټولې غریبۍ سره، خپله ټوله شتمني ورواچوله.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.