بائبل Bible
Pashton Bible

مرقس ۱۳

د سپېڅلي کور د ورانیدو پېش بینی

( متی ۲۴: ۱-۲، لوقا ۲۱: ۵-۶)

۱ او کله چې عیسی له سپېڅلي کور څخه راووت، نو یو شاګرد یې ورته وویل: څومره لويې ګټان او څومره ښکلې ودانۍ دي.  ۲ نو عیسی هغۀ ته به ځواب کې وفرمایل: آیا دا لويې ودانۍ وینې؟ په دې کې به یوګټ د بل لپاسه پاتې نه شي او ټول به راونړول شي. 

د کړاوونو پېل

( متی ۲۴: ۳-۱۴، لوقا ۲۱: ۷-۱۹)

۳ او کله چې عیسی د زیتونو په غرۀ کې سپېڅلي کور ته مخامخ ناست ؤ، نو پطروس، یعقوب، یوحنا او اندریاس ترې په پټه پوښتنه وکړه چې:  ۴ موږ ته ووایه چې دا هرڅه به کله پېښېږي؟ او د دې پېښو د رانږدې کېدو نښې کومې دي؟  ۵ عیسی هغوی ته په ځواب کې وفرمایل: پام کوئ چې څوک مو بې‌لارې نکړي  ۶ ځکه چې ډېر به زما په نوم راشي او وبه وايي چې، زه هغه یم او ډېر به بې‌لارې کړي  ۷ او کله چې جګړې او د جګړو خبرونه واورئ نو مه وارخطا کېږئ، ځکه چې دا خبرې پېښېدونکي دي، خو دا به آخر وخت نه وي  ۸ ځکه چې قامونه به د قامونو او پاچاهۍ به د پاچاهۍ پرضد راپورته شي، په ډېروځایونو کې به زلزلې راشي، وچکالۍ او خوځښتونه به پېل شي او دا شیان به د زېږون د درد د پېل په شان وي  ۹ خو تاسو بېداره اوسئ، ځکه چې تاسو به جرګو ته وسپاري او په کنیسوکې به مو په قمچینو ووهي او تاسو به زما پخاطر چارواکو او پاچایانو ته بوځي، ترڅو د هغوی پر وړاندې زما اقرار وکړئ  ۱۰ او اړینه ده ترڅو ټولو قامونو ته د انجیل وعظ وشي  ۱۱ او کله چې تاسو ونیسي او هغوی ته مو وسپاري، نو دا اندېښنه مه کوئ چې څه به ووایاست او فکر مه کوئ، بلکې هغه مهال چې څه درکړل شي هماغه ووایئ، ځکه ویونکي تاسو نه، بلکې سپېڅلی روح دی.  ۱۲ ورور به خپل ورور مرګ ته وسپاري او پلار به زوی، بچي به د خپل مور پلار پرخلاف راپورته شي او هغوی به مرګ ته وسپاري  ۱۳ او ټول خلک به زما د نوم پخاطر تاسو سره دښمني کوي، خو څوک چې ترپایه صبر وکړي، هغه به وژغورل شي.  

لوی مصیبت

( متی ۲۴: ۱۵-۲۸، لوقا ۲۱: ۲۰-۲۴)

۱۴ نو کله چې تاسو هغه پلیت او تباه کوونکی بُت په هغه ځای کې ولاړ ووینئ چېرې چې په کار ندی، نو لوستونکي دې پوه شي او هغه څوک چې په یهودیه کې وي، نو غرونو ته دې وتښتي.  ۱۵ څوک چې دبام لپاسه وي نولاندې دې نه راکوزېږي او کور ته دې نه ننوځي، ترڅو څه یوسي  ۱۶ او څوک چې په پټي کې وي نو د خپلو جامو د اخیستلو لپاره دې نه را ګرځي  ۱۷ او په هغو ورځو کې دې افسوس وي، پر امیدوارو او شیدې ورکوونکو  ۱۸ او دعا کوئ چې ستاسو تېښته په ژمي کې نه وي  ۱۹ ځکه چې د خلقت له پېله تراوسه خدای داسې مصیبت نه دی راوستی او نه به راشي.  ۲۰ که چېرې مالک خدای هغه ورځې لنډې کړې نه وای، نو هېڅ بشر به ژوندی نه ؤ پاتې شوی، خو د خپلو انتخاب شویو پخاطر یې هغه ورځې لنډې کړې. 

د انسان د زوی راتګ

( متی ۲۴: ۲۹-۳۱، لوقا ۲۱: ۲۵-۲۸)

۲۱ بیا که څوک تاسو ته ووايي چې وګورئ مسیح دلته یا هلته دی، نو باور پرې مه کوئ  ۲۲ ځکه چې دروغژن مسیحیان او نبیان به راښکاره شي، نخښې او مُعجزې به ښکاره کوي او په هر ډول چې ممکن وي، د خدای غوره شوي به بې‌لارې کوي.  ۲۳ خو خبرداره اوسئ! دا دی ما تاسو له هرڅه نه د مخه خبر کړئ  ۲۴ او په هغو ورځو کې به له هغه مصیبت وروسته لمر تور شي او سپوږمۍ به خپله رڼا بېرته واخلي  ۲۵ ستوري به له آسمان څخه راولوېږي او آسماني ځواکونه به ولړزول شي.  ۲۶ او بیا به د انسان زوی ووینئ چې په وریځو کې به له ځواک او لوی جلال سره راشي  

او هغه به خپلې فرښتې واستوي ترڅو خپل غوره شوي د نړۍ له څلورو ګوټونو، دمځکې له لرې پرتو برخو او د آسمان تر لرې پرتو حدودو راټول کړي.

د اینځر له ونې څخه سبق

۲۷ (متی ۲۴: ۳۲-۳۵، لوقا ۲۱: ۲۹-۳۳) ۲۸ نو د اینځر له ونې څخه سبق واخلئ، کله یې چې څانګې شنې شي نو پاڼې کوي او تاسو پوهېږئ چې دوبی نږدی دی.  ۲۹ نو کله چې تاسو هم دا هرڅه ووینئ، نو پوه شئ چې هغه نږدې نه بلکې په دروازه کې ولاړ دی.  ۳۰ او زه په یقین سره تاسو ته وایم چې ترڅو دا ټولې پېښې رامنځ ته نه شي، نو دا پېړۍ به تېره نشي.  

مځکه او آسمان به لمنځه لاړ شي، خو زما کلام به هېڅکله لمنځه لاړ نه شي.

نا مالومه ورځ

۳۱ ( متی ۲۴: ۳۶-۴۴) ۳۲ او د هغې ورځې او شیبې څخه، له پلار پرته بل هېڅوک هم خبر نه دی، نه په آسمان کې فرښتې او نه زوی.  ۳۳ نو خبردار او بیدار اوسئ او دعا کوئ، ځکه تاسو نه پوهېږئ چې هغه وخت به کله راځي.  ۳۴ د دې مثال دهغه سړي دی چې په سفرلاړشي، خپلو خادمانو ته واک وسپاري او هر یو پرخپله خاصه دنده وګماري او څوکیدار ته امر وکړي چې بېدار اوسي  ۳۵ نو تاسو هم بېدار اوسئ، ځکه نه پوهېږئ چې د کور مالک کله راځي، ماښام، نیمه شپه، چرګ بانګ یا سهار  ۳۶ ګوا کې هغه ناڅاپه راشي او تاسو ټول ویده بیا مومي.  ۳۷ نو هغه څه چې تاسو ته وایم، هغه ټولو ته وایم، بېدار اوسئ. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.