بائبل Bible
Pashton Bible

مرقس ۱۴

د عیسی د وژلو دسیسه

( متی ۲۶: ۱-۵، لوقا ۲۲: ۱-۲، یوحنا ۱۱: ۴۵-۵۳)

۱ د فسحې او پتېرې ډوډۍ اختر ته دوه ورځې پاتې وې، لوی مذهبي مشرانو او د شرعې عالمانو داسې پلمه لټوله ترڅو عیسی ونیسي او ویې وژني  ۲ خو هغوی ویل چې دا کار باید د اختر په ورځو کې ونه کړي، ترڅو په قام کې بلوا جوړه نه شي. 

په عطرو سره د عیسی غوړول

( متی ۲۶: ۶-۱۳، یوحنا ۱۲: ۱-۸)

۳ او کله چې هغه په بیت‌عنیا کې د شمعون جذامي په کور کې ډوډۍ ته ناست ؤ، نو یوه ښځه راغله او ډېر قیمتي خالص عطر یې د مرمرو په عطر دانۍ کې راوړل، د بوتل سر یې مات کړ او د هغۀ په سر یې واچول.  ۴ نو ځینو یو له بل سره په غصه کې وویل: ولې دا عطر ضایع شول؟  ۵ ځکه کېدای شول چې دغه عطر له دریو سوو دینارو څخه په لوړه بیه خرڅ شوی او پر بېوزلانو ویشل شوي وای او هغې ته یې سپورې ستغې وویلې.  ۶ خو عیسی هغوی ته وفرمایل: هغه پرېږدئ! ولې هغه کړوئ؟ هغې زما سره ښه کار کړی  ۷ ځکه چې بېوزلان تل لتاسو سره دي او هر وخت کولای شئ چې له هغوی سره نیکي وکړئ، خو زه به د تل لپاره تاسو سره نه یم  ۸ هغې چې څه کولی شول، هغه یې وکړل او زما بدن یې ترښخولو وړاندې په عطر وغوړ کړ.  ۹ زه تاسو ته په یقین سره وایم چې د نړۍ په هرځای کې د دې انجیل وعظ کېږي، نو څه چې دې ښځې وکړل دا به د هغې د یادونې په موخه یادېږي. 

د یهودا خیانت

( متی ۲۶: ۱۴-۱۶، لوقا ۲۲: ۳-۶)

۱۰ نو یهودا اسخریوطي چې یو له دولسو شاګردانو څخه ؤ، لوی مذهبي مشرانو ته ورغی ترڅو عیسی ورته تسلیم کړي.  ۱۱ هغوی د هغۀ خبره واورېده او خوشاله شول او له هغۀ سره یې وعده وکړه چې پیسې به ورکړي او د هغه وخت نه وروسته هغه د جاسوسۍ د فرصت په لټه کې ؤ ترڅو عیسی هغوی ته په لاس ورکړي. 

د فسحې تیاري

( متی ۲۶: ۱۷-۲۵، لوقا ۲۲: ۷-۱۴، یوحنا ۱۳: ۲۱-۳۰)

۱۲ او د پتېرې د اختر په لومړۍ ورځ چې په هغې کې یې د فسحي د ګډوري قرباني کوله، شاګردانو یې هغۀ ته وویل: کوم ځای ته غواړې چې موږ لاړ شو او ستا لپاره د فسحې خوراک تیار کړو؟  ۱۳ نو خپل دوه تنه شاګردان یې ولېږل او هغوی ته یې وفرمایل: ښار ته لاړ شئ، هلته به یو سړی د اوبو له منګي سره تاسو سره مخامخ شي، نو هغۀ پسې لاړ شئ  ۱۴ او هر چېرته چې ننوځي نو د هغه کور څښتن ته ووایئ: استاذ وايي چې مېلمستون چېرې دی، ترڅو هلته له خپلو شاګردانو سره فسحه وخورم؟  ۱۵ نو هغه به تاسو ته یوه لویه او فرش شوې بالاخانه دروښايي او هلته زموږ لپاره تیاری ونیسئ  ۱۶ نو شاګردان لاړل او لکه څنګه چې ورته هغۀ ویلي وو، هرڅه یې هماغه شان وموندل او فسحه یې تیاره کړه.  ۱۷ بیا عیسی ماښام له هغو دولسو سره راغی  ۱۸ او کله چې ډوډۍ ته کېناستل نو عیسی وفرمایل: په یقین سره تاسو ته وایم، یو لتاسوڅخه چې زما سره ډوډۍ ته ناست دی، له ما سره به خيانت وکړي.  ۱۹ هغوی ډېر غمژن شول او یو یو هغۀ ته ویل: آیا زه هغه یم؟  ۲۰ نو هغۀ ورته وفرمایل: یو لتاسو دولسو څخه چې زما سره په کاسه کې لاس ښکته کوي.  ۲۱ دا سمه ده چې د انسان زوی به هماغه شان مړشي لکه څرنګه چې دهغۀ په هکله لیکل شوي دي،خو افسوس دهغه چا پرحال چې د انسان د زوی جاسوسي کوي، د هغۀ لپاره دا غوره وه چې هېڅ پېدا شوی نه وای. 

د مالک آخري ماښامنی

(متی ۲۶: ۲۶-۳۰، لوقا ۲۲: ۱۴ - ۲۰، لومړۍ قرنتیان ۱۱ : ۲۳- ۲۵)

۲۲ او دخوراک په وخت عیسی ډوډۍ راواخیسته، شُکریې وویست، ماته یې کړه، هغوی ته یې ورکړه او ويې فرمایل: واخلئ او وخورئ، دا زما بدن دی.  ۲۳ یوه پیاله یې راواخیسته، شکر يې وویست، هغوی ته یې ورکړه او هغو ټولو ورڅخه وڅښل  ۲۴ او هغوی ته يې وفرمایل: دا زما د تړون وینه ده چې د ډېرو لپاره توئېږي  ۲۵ او په یقین سره تاسو ته وایم چې، له نن وروسته به د انګورو اوبه ونه څښم، ترڅو چې د خدای په پاچاهۍ کې یې تازه ونه څښم. 

د پطروس د انکار پېش بینی

( متی ۲۶: ۳۱-۳۵، لوقا ۲۲: ۳۱-۳۴، یوحنا ۱۳: ۳۶-۳۸)

۲۶ او بیا هغوی د یوې مذهبي سندرې له ویلو وروسته د زیتون غرۀ ته لاړل.  ۲۷ نو عیسی هغوی ته وفرمایل: نن شپه به تاسو ټول ما پرېږدئ، ځکه لیکل شوي چې: شپونکی به ووهم او پسونه به یې خواره واره شي  ۲۸ خو له راپورته کېدو وروسته به لتاسو وړاندې ګلیل ته لاړ شم.  ۲۹ پطروس هغۀ ته وویل: که چېرې ټول تا پرېږدي، خو زه به هېڅکله تا پرېنږدم.  ۳۰ عیسی هغۀ ته وفرمایل: په یقین سره تاته وایم چې همدا نن شپه مخکې له دې چې چرګ دوه ځلې بانګ وکړي، ته به درې ځلې زما څخه انکار وکړې.  ۳۱ خو هغۀ په کلکه وویل: که چېرې زه لتاسره مړ هم شم، خو هېڅکله به درنه انکار ونکړم او نورو هم همدغه شان وویل. 

په ګیتسمني کې دعا کول

( متی۲۶: ۳۶-۴۶، لوقا ۲۲: ۳۹-۴۶)

۳۲ اوکله چې هغوی ګیتسمني نومي ځای ته ورسېدل نو شاګردانو ته یې وفرمایل: دلته کېنئ ترڅو دعا وکړم  ۳۳ پطروس، یعقوب او یوحنا یې له ځان سره بوتلل، اندېښمن او زړه تنګی ؤ  ۳۴ او هغوی ته یې وفرمایل: زړه مې له غمه چوي او مرګ ته نږدې یم، دلته پاتې شئ او ویښ اوسئ.  ۳۵ بیا لږ وړاندې لاړ، پرمځکه ولوېد او دعا یې وکړه چې، که کېدای شي دا ساعت له هغۀ څخه ليرې شي  ۳۶ او بیا یې وفرمایل: یا ابا، یانې ای پلاره! هر څه تاته شوني دي، دا پیاله زما څخه لرې کړه، لېکن زما په خوښه نه، بلکې ستا په اراده.  ۳۷ او کله چې بېرته راغی، هغوی یې ویده ولیدل، نو پطروس ته یې وفرمایل: ای شمعونه! آیا ته ویده یې؟ آیا یو ساعت ویښ پاتي کېدای نشوئ؟  ۳۸ ویښ اوسئ او دعا وکړئ، ترڅو په آزمېښت کې ونه لوېږئ، روح تیار دی خو بدن کمزوری.  ۳۹ هغه یوځل بیا لاړ او هماغه شان دعا یې وکړه  ۴۰ او کله چې بیا راستون شو نو هغوی یې ویده وموندل، ځکه چې سترګې یې درندې شوې وې او نه پوهېدل چې هغۀ ته څه ځواب ورکړي.  ۴۱ او کله چې بیا دریم ځلي راغی نو هغوی ته یې وفرمایل: اوس هم لا ویده یاست او آرام کوئ؟ بس دی، وخت راورسېد، دا دی د انسان زوی د ګنهګارانو لاسونو ته سپارل کېږي  ۴۲ راپورته شئ چې ځو! زما سپارونکی نږدې راغلی دی. 

د عیسی نیول کېدل

( متی ۲۶: ۴۷-۵۶، لوقا ۲۲: ۴۷-۵۳، یوحنا ۱۸: ۳-۱۲)

۴۳ هغۀ لا خبرې کولې چې سمدلاسه یهودا، چې یو له دولسو شاګردانو څخه ؤ راورسېد او له هغۀ سره یوه غټه ډله خلک وو، چې تورې او کوتکي ورسره ؤ او دغه خلک د لوی مذهبي مشرانو، د شرعې د عالمانو او ولسي مشرانو لخوا رالېږل شوي وو.  ۴۴ او د هغۀ سپارونکي هغوی ته نخښه ورکړې وه چې: څوک مې ښکل کړ نو هماغه دی، ویې نیسئ او په کلکې پاملرنې سره یې بوځئ.  ۴۵ نو هماغه شېبه هغۀ ته ورنږدې شو او ورته یې وویل: ای استاذه! او هغه یې ښکل کړ.  ۴۶ هغوی ناڅاپه پرهغۀ یرغل وکړ، ویې نیوه.  ۴۷ په ولاړو کسانو کې یو تن خپله توره راوویسته، د مذهبي مشرانو د مشر پرخادم یې ګذار وکړ او د هغۀ غوږ یې پرې کړ.  ۴۸ بیا عیسی هغوی ته مخ کړ او ويې ویل: آیا تاسو ما غل ګڼئ چې له تورو او کوتکو سره زما د نیولو لپاره راوتلي یاست؟  ۴۹ هره ورځ مې په سپېڅلي کور کې تاسو ته تعلیم درکاوه، خو تاسو ونه نیولم، دا خو اړینه ده ترڅو د کتابونو لېکنې بشپړې شي.  ۵۰ نو ټولو شاګردانو هغه پرېښود او وتښتېدل  ۵۱ او یو ځوان چې فقط د کتان یوه ټوټه یې له ځانه راتاوه کړې وه، د هغۀ پسې روان شو، خو هغوی، هغه ونیو  ۵۲ نو هغۀ د کتان هغه ټوټه هم پرېښوده او بربنډ وتښتېد. 

د جرګې پر وړاندې د عیسی محاکمه

( متی ۲۶: ۵۷-۶۸، لوقا ۲۲: ۵۴-۵۵ او ۶۳-۷۱، یوحنا ۱۸ : ۱۳- ۱۴ او ۱۹-۲۴)

۵۳ او عیسی یې د مذهبي مشرانو د مشر کور ته بوتلو، لوی مذهبي مشران، د شرعې عالمان او ولسي مشران پرهغۀ راټول شول.  ۵۴ پطروس د هغۀ پسې لرې روان ؤ، تر دې چې د مذهبي مشرانو د مشر کور ته ورسېد، له خادمانو سره کېناست او اور ته یې ځان توداوه.  ۵۵ لوی مذهبي مشران او د جرګې ټول غړي په دې لټه کې وو، ترڅو د عیسی پرخلاف ګواهي پېدا کړي او هغه ووژني، خو هېڅ یې هم ونه موندل.  ۵۶ ډېرو د هغۀ پرخلاف د دروغو ګواهي ورکوله، خو د هغوی ګواهي یو له بل سره موافقه نه وه.  ۵۷ بیا ځینې راپاڅېدل، په دروغو یې ګواهي ورکوله او ویل یې:  ۵۸ موږ د ده له خُلې څخه اورېدلي چې ویل يې: زه به دغه سپېڅلی کور چې د انسانانو په لاس جوړ شوی ورانوم او په درې ورځو کې به یو بل جوړوم، چې په لاسونو جوړ شوی نه وي.  ۵۹ خو پدې هکله هم د هغوی ګواهي موافقه نه وه.  ۶۰ بیا د مذهبي مشرانو مشر د هغوی له منځه راپاڅېد او عیسی ته یې وویل: ولې ځواب نه ورکوې؟ او دا څه خبرې دي چې دوی ستا په هکله دهغې ګواهي ورکوي؟  ۶۱ خو هغه غلی پاتې شو او هېڅ ځواب یې ورنه کړ، نو د مذهبي مشرانو مشر بیا له هغۀ څخه پوښتنه وکړه ويې ویل: آیا ته د مبارک خدای زوی یې؟  ۶۲ عیسی وفرمایل: زه یم او تاسو به د انسان زوی ووینئ چې د لوی خدای ښي لاس ته به ناست او دآسمان په وریځو کې به راروان وي.  ۶۳ بیا د مذهبي مشرانو مشر خپل ګریوان څیرې کړ او ویې ویل: نور نو ګواهانو ته څه اړتیا لرو؟  ۶۴ تاسو د هغۀ کُفر واورېد، اوس په څه کې مصلحت ګڼئ؟ نو ټولو پر هغۀ حکم وکړ چې د وژلو لایق دی.  ۶۵ ځینو په هغۀ لاړې توکولې، د هغۀ مخ یې پټ کړ، په سوکونو یې واهه او ورته یې ویل: نبوت وکړه او عسکرو هم هغه په څپېړو وواهه. 

د پطروس انکار

( متی ۲۶: ۶۹-۷۵، لوقا ۲۲: ۵۶-۶۲، یوحنا ۱۸: ۱۵-۱۸ او ۲۵- ۲۷)

۶۶ په دې وخت کې لا پطروس په لاندیني انګړ کې ؤ چې د مذهبي مشرانو د مشر یوه وینځه راغله.  ۶۷ او پطروس یې ولید چې ځان تودوي، نو هغۀ ته یې وکتل او ويې ویل: ته خو هم له ناصري عیسی سره وې  ۶۸ نو هغۀ انکار وکړ او ويې ویل: ماته مالومات نشته او زه نپوهېږم چې ته څه وایې! او کله چې د کور انګړ ته بهر شو نو چرګ بانګ وکړ  ۶۹ او یو ځل بیا هغې وینځې هغه ولید او خلکو ته یې وویل: دا سړی هم له هغوی څخه یو دی.  ۷۰ هغۀ بیا انکار وکړ او لږ څه وروسته ولاړو خلکو بیا پطروس ته وویل چې، بې له شکه ته هم له هغوی څخه یې، ځکه چې ته ګلیلي یې.  ۷۱ خو هغۀ ښېرې پېل کړې او په قسم سره يې وویل چې: کوم سړی تاسو یادوئ زه هغه نه پېژنم  ۷۲ او ناڅاپه چرګ یو ځل بیا بانګ وکړ، نو پطروس ته د عیسی هغه وېنا وریاده شوه چې ورته یې فرمایلي وو: وړاندې له دې چې چرګ دوه ځلې بانګ وکړي، نو ته به درې ځلې زما څخه انکار وکړې او کله چې دا وریاد شول نو ډېر سخت یې وژړل. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.