بائبل Bible
Pashton Bible

مرقس ۱۵

عیسی د پېلاطوس په دربار کې

(متی ۲۷: ۱-۲، ۱۱-۱۴، لوقا ۲۳: ۱-۵، یوحنا ۱۸: ۲۸-۳۸)

۱ سهار لوی مذهبي مشرانو، ولسي مشرانو، د شرعې عالمانو او د جرګې ټولو غړو له مشورې وروسته عیسی یې په زولنو کې وتاړه او پېلاطوس ته یې وسپاره.  ۲ پېلاطوس له هغۀ څخه پوښتنه وکړه: آیا ته د یهودو پاچا یې؟ نو هغۀ ورته په ځواب کې وفرمایل: دا ته وایې.  ۳ او کله چې لوی مذهبي مشرانوپرهغۀ ډېر تورونه پورې کول  ۴ نوپېلاطوس بیا له هغۀ څخه پوښتنه وکړه او ويې ویل: هېڅ ځواب نه ورکوې، وګوره پرتا څومره تورونه لګوي.  ۵ خوعیسی بیا هم هېڅ ځواب ورنه کړ، نو پېلاطوس سخت حېران شو. 

د عیسی د مرګ حکم

( متی ۲۷: ۱۵-۲۶، لوقا ۲۳: ۱۳-۲۵، یوحنا ۱۸: ۳۹ - ۱۹: ۱۶ )

۶ او په هر اختر کې به یې یو بندي د هغوی په خوښه آزاداوه.  ۷ نو باراباس نومې سړی چې په یوه بلوا کې یې قتل کړی ؤ، هلته بندي ؤ.  ۸ او کله چې خلکو د دود لمخې غوښتنه وکړه  ۹ نو پېلاطوس هغوی ته ځواب ورکړ چې: آیا غواړئ د یهودو پاچا درته آزاد کړم  ۱۰ ځکه هغۀ ته مالومه شوې وه چې، لوی مذهبي مشرانو هغه د کینې له مخې ورسپارلی دی  ۱۱ خو لوی مذهبي مشرانوخلک لمسولي وو چې، باراباس هغوی ته آزاد کړي  ۱۲ پېلاطوس بیا هغوی ته وویل: نو له هغه کس سره څه وکړم چې تاسو ورته د یهودو پاچا وایاست؟  ۱۳ هغوی بیاچیغې کړې: پرصلیب یې وخېژوه.  ۱۴ پېلاطوس هغوی ته وویل: ولې، څه بد یې کړي دي؟ خو هغوی لا نورې هم چیغې کړې چې: پرصلیب یې وخېژوه.  ۱۵ نو پېلاطوس دهغوی د خوښۍ لپاره باراباس آزاد کړ، عیسی یې په قمچینو وواهه او صلیب ته یې روان کړ. 

د رومي سرتېرو ټوکې او ملنډې

( متی ۲۷: ۲۷-۳۱، یوحنا ۱۹: ۲-۳ )

۱۶ بیا عسکرو عیسی د والي کلا ته وردننه کړ، ټوله قشله يې راوغوښته او یو ځای له هغۀ څخه راتاو شول.  ۱۷ ارغواني چپنه یې ورواغوسته، د اغزو تاج یې جوړ او ورته یې په سرکړ  ۱۸ او هغۀ ته به یې سلامي وهله چې: ای د یهودو پاچا سلام!  ۱۹ په لښته به یې په سر واهه، لاړې به یې پرې توکولې، د ملنډو په موخه په ګونډو کېدل او هغۀ ته به یې سجدې کولې ۲۰ او کله یې چې ملنډې ختمې شوې، نو ارغواني چپنه یې ترې وویستله او د هغۀ خپلې جامې یې ورواغوستلې او هغه يې بهر ویوړ ترڅو پرصلیب يې وخېژوي. 

عیسی پر صلیب

( متی ۲۷: ۳۲-۴۴، لوقا ۲۳: ۲۶-۴۳، یوحنا ۱۹: ۱۷-۲۷)

۲۱ د قیروان اوسېدونکی، د سکندر او روفس پلار شمعون چې له ښار څخه راروان ؤ او له هغې ځایه تېریده، هغوی هغه مجبور کړ ترڅو د هغۀ صلیب پر اوږه کړي.  ۲۲ او بیا یې هغه یو ځای ته ویوړ چې ګولګتا نومیده، یانې د کوپړۍ ځای.  ۲۳ هغۀ ته یې له دوا سره ګډ کړي شراب ورکړل، خو هغۀ ونه څښل.  ۲۴ او کله یې چې هغه پر صلیب وخېژاوه، نو د هغۀ جامې یې په خپلو کې وویشلې او پچه یې پرې واچوله چې څوک به کوم شی یوسي.  ۲۵ او سهار نهه بجې یې هغه پرصلیب وخېژاوه.  ۲۶ پرهغۀ لګول شوی تور پر یوه تخته داسې لیکل شوی ؤ: د یهودو پاچا.  ۲۷ او د هغۀ ښي او کیڼ لور ته یې دوه تنه غله هم له هغۀ سره پر صلیب وخېژول  ۲۸ او په دې توګه هغه خبره پوره شوه چې وايي: هغه له خطاکارانو څخه وشمېرل شو.  ۲۹ او لارویو هغۀ ته کنځلې کولې، سرونه یې خوځول او ویل یې: ای هغه سړیه چې سپېڅلی کور ورانوې او بیا یې په درې ورځو کې جوړوې  ۳۰ له صلیبه راکوز شه او خپل ځان خلاص کړه  ۳۱ همدغه راز لوی مذهبي مشران او د شرعې عالمانو هم یو بل ته په ملنډو سره ویل: هغۀ نور خلک ژغورل خو اوس نه شي کولای ترڅو خپل ځان وژغوري.  ۳۲ پرېږدئ چې مسیح د اسرائیلو پاچا اوس له صلیبه راکوز شي، ترڅو موږ ووینو او پرهغۀ ایمان راوړو او څوک چې د هغۀ څنګ ته پر صلیب خېژول شوي وو، هغوی هم ورته بد رد ویل. 

د عیسی مړینه

( متی ۲۷: ۴۵-۵۶، لوقا ۲۳: ۴۴-۴۹، یوحنا ۱۹: ۲۸-۳۰)

۳۳ غرمې مهال پر ټوله مځکه تیاره خپره شوه او د ماسپښین تر دریو بجو پورې وه  ۳۴ او درې بجې عیسی په لوړ غږ سره نارې کړې، ویې فرمایل: ایلوئي ایلوئي لما سبقتني؟ یانې ای زما خدایه، ای زما خدایه! زه دې ولې پرېښودم؟  ۳۵ ځینو خلکو چې دا واورېدل، نو ویې ویل چې هغه الیاس رابلي.  ۳۶ یو سړي رامنډه کړه او یو اسفنج چې له سرکې یې ډک کړی ؤ او د یوې لښتې په څوکه یې ایښې ؤ، د هغۀ په خوله کې کېښود چې ويې څښي او ویې ویل: پرېږدئ چې ووینم ترڅو الیاس راشي اوهغه راکوز کړي.  ۳۷ نوعیسی یوه کړیکه کړه او سایې ورکړه.  ۳۸ هماغه شېبه د سپېڅلي کور پرده له سرنه تر بېخه دوه ټوټې شوه  ۳۹ او کله چې هغۀ ته مخامخ ولاړ افسر ولیدل چې په څه ډول یې سا ورکړه، نو ویې ویل چې: دغه سړی واقعاً د خدای زوی ؤ.  ۴۰ او څوښځو له ورایه ننداره کوله، چې په هغوی کې مریمه مجدلیه او مریمه، د کشر یعقوب او یوشا مور او سلومي وې.  ۴۱ دا هغه ښځې وې چې کله هغه په ګلیل کې ؤ، نو د هغۀ خدمت یې کاوه، او نورې ډېرې ښځې چې د هغۀ سره اورشلیم ته راغلې وې هم په هغه ځای کې وې. 

د عیسی تدفین

( متی ۲۷: ۵۷-۶۱، لوقا ۲۳: ۵۰-۵۶، یوحنا ۱۹: ۳۸-۴۲)

۴۲ او کله چې ماښام شو، نو لدې کبله چې د آمادګۍ ورځ وه، يانې له خالي څخه یوه ورځ مخکې،  ۴۳ نویوسف نومې چې د رامې اوسېدونکی، دروند شخصیت، دجرګې غړی او د خدای د پاچاهۍ د راتلو په تمه ؤ راغی او هغۀ جرأت وکړ پېلاطوس ته ورغی او د عیسی مړی یې ترې وغوښت.  ۴۴ پېلاطوس ددې خبر په اوریدو سخت حېران شو چې، هغه لا دومره ژر مړهم شو، نو افسر یې راوغوښت او پوښتنه یې ترې وکړه چې: آیا د هغۀ ډېر وخت وشو چې مړ دی؟  ۴۵ او کله یې چې د افسر ځواب واورېد چې هغه مړ دی، نو یوسف ته یې اجازه ورکړه ترڅو د هغۀ مړی یوسي.  ۴۶ نو هغۀ کتان راوپېره، هغه یې له صلیبه راکوز کړ او په کتان کې یې ونغښت، بیا یې په هغه قبر کې کېښود چې په ګټ کې توږل شوی ؤ او د قبرخولې ته یې یو ګټ راورغړولو.  ۴۷ مریمې مجدلیې او د یوشا مور مریمې ولیدل چې چېرې ښخ کړای شو. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.