بائبل Bible
Pashton Bible

مرقس ۱۶

د عیسی مسیح راپورته کېدل

( متی ۲۸: ۱-۸، لوقا ۲۴: ۱-۱۲، یوحنا ۲۰: ۱-۱۰)

۱ او کله چې د خالي ورځ تېره شوه، نو مریمې مجدلیې، د یعقوب مور مریمې او سالومې، خوشبویه تېل واخیستل او راغللې ترڅو د هغۀ پر مړي یې واچوي.  ۲ او د یکشنبې په ورځ له لمرخاته وړاندې قبر ته لاړلې  ۳ او یوې بلې ته ویل چې: څوک به موږ ته د قبر له خُلې څخه ګټ لرې کړي؟  ۴ او کله چې متوجه شولې، نو ویې لیدل چې د قبر له خُلې څخه هغه غټ ګټ لرې شوی ؤ  ۵ او کله چې قبر ته ننوتلې، نو یو ځوان یې ولید چې ښي لور ته ناست ؤ او سپینه چپنه یې اغوستې وه، نو سختې حېرانې شولې.  ۶ هغۀ، هغوی ته وویل: مه وېرېږئ! آیا تاسو پرصلیب شوی ناصري عیسی لټوئ؟ هغه راپورته شوی دی! دلته نشته، تاسو هغه ځای ووینئ په کوم کې چې کېښودل شوی ؤ  ۷ اوس لاړې شئ، د هغۀ شاګردان او پطروس خبر کړئ چې هغه به تر تاسو وړاندې ګلیل ته ځي او لکه څنګه یې چې تاسو ته فرمایلي ؤ، هغه به هلته ووینئ  ۸ نو په چټکۍ راووتلې او له قبره راوتښتېدلې، ځکه هغوی رپېدلې او حېرانې وې او هېچا ته یې حال ونه ویلو، ځکه چې ډېرې وېرېدلې وې. 

عیسی، مریمې مجدلیې ته ځان ښکاره کوي

( متی ۲۸: ۹-۱۰، یوحنا ۲۰: ۱۱-۱۸)

۹ او کله چې عیسی د اونۍ په لومړۍ ورځ، سهار راپورته شو، نو تر ټولو وړاندې یې مریمې مجدلیې ته چې له هغې څخه یې اووه پېریان ویستلي وو، ځان ښکاره کړ.  ۱۰ هغه لاړه او شاګردان یې چې ژړا او ویر یې کاوه خبر کړل.  ۱۱ او کله چې هغوی واورېدل چې هغه ژوندی شوی او هغې ته ښکاره شوی، نو باور یې و نه کړ. 

شاګردانو ته ځان ښکاره کول

(متی ۲۸: ۱۶- ۲۰، لوقا ۲۴: ۳۶-۴۹، یوحنا۲۰: ۱۹-۲۳، اعمالو۱: ۶-۸)

۱۲ له هغې وروسته هغۀ په یو بل شکل کې دوو نورو ته ځان ښکاره کړ، کوم چې کلي ته روان ؤ.  ۱۳ هغوی بېرته لاړل او نور یې خبر کړل، خو هېچا پرې یقین ونکړ.  ۱۴ بیا هغه خپلو یوولس شاګردانو ته هغه مهال ورښکاره شو، کله چې هغوی ډوډۍ ته ناست وو او د هغوی بې‌ایماني او سخت دلي یې وغندله، ځکه هغوی د هغو خلکو په خبرو یقین نه ؤ کړی، کومو چې هغه ژوندی راپورته شوی لیدلی ؤ. 

تر ټولو لوی ماموریت

۱۵ نو هغوی ته یې وفرمایل: د دنیا هرګوټ ته لاړ شئ او ټولو خلکو ته د انجیل وعظ وکړئ.  ۱۶ نو چاچې ایمان راوړ او تعمید یې واخیست، وبه ژغورل شي او څوک چې پرې ایمان رانوړي، هغه به محکوم شي.  ۱۷ او څوک چې ایمان راوړي نو هغوی به دا نخښه ولري چې زما په نامه به پېریان وباسي او په نویو ژبو به خبرې کوي  ۱۸ او که هغوی ماران راونیسي یا وژونکي زهر وخوري، نو هېڅ ډول زیان به ورته ونه رسوي او کله چې خپل لاس پر ناروغانو کېږدي، نو هغوی به روغ شي. 

آسمان ته د عیسی مسیح پورته کېدل

( لوقا ۲۴: ۵۰-۵۳، اعمالو ۱: ۹-۱۱)

۱۹ او هغوی سره له خبرو کولو وروسته مالک عیسی آسمان ته پورته کړی شو او د خدای ښي لاس ته کیناست.  ۲۰ هغوی ووتل او په هرځای کې یې وعظ کاوه، خدای له هغوی سره کار کاوه او د هغو مُعجزو په مرسته يې کلام ثابتولو چې هغوی کولې.  

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.