بائبل Bible
Pashton Bible

لوقا ۱

ښاغلی تیوفیلوسه!

۱ ډېرو خلکو کوښښ کړی ترڅو د هغو پېښو په هکله کومې چې زموږ په منځ کې پېښې شوي دي  ۲ او هغه پېښې¬ چې د عیني ګواهانو او د کلام د خادمانو لخوا موږ ته رارسېدلي دي لیکنې وکړي.  ۳ نو ماته هم ښه ښکاره شوه ترڅو تېرې شوې پېښې له پوره څېړنې وروسته په ترتیب سره تاته ولیکم ای خوږه تیوفیلوسه!  ۴ ترڅو ته د درکړل شووخبرو له سموالي څخه ډاډمن شې. 

د تعمید ورکوونکي یحیی د پېدایښت زیری

۵ دیهودیې د پاچا هیرودیس په زمانه کې یومذهبي مشر ؤ چې نوم یې زکریا ؤ، هغه د ابیا له ډلې څخه ؤ. او د هغۀ ښځه د هارون له نسل څخه وه چې نوم یې الیزابت وو.  ۶ دوی دواړه دخدای په وړاندې ډېر رېښتیني وو او د زړه له کومې یې دمالک خدای حکمونه او قوانین بې له عیبه پرځای کول.  ۷ خو هغوی اولاد نه درلود، ځکه چې الیزابت شنډه وه، لدې پرته دواړه ډېر زاړه وو.  ۸ یوځل چې هغه د مذهبي مشر په توګه، د خپلې ډلې په نوبت دخدای په حضورکې په خدمت بوخت ؤ  ۹ او د مذهبي مشرانو د دود لمخې د پچې اچونې پربنسټ هغۀ ته وار ورسېد ترڅو د مالک خدای سپېڅلي کور ته ننوځي اوهلته خوشبویي وسوزوي  ۱۰ نو د خوشبوی د سوزولو پرمهال کله چې ټول خلک بهر په دعا کولو بوخت وو  ۱۱ د مالک خدای یوه فرښته هغۀ ته ښکاره شوه او د خوشبوی سوزونې دځای ښي لورته ودرېدله.  ۱۲ زکریا دهغې په لیدو هک حېران شو او وېرې واخیست.  ۱۳ خو فرښتې هغۀ ته وویل: ای زکریا! مه وېرېږه، ځکه ستا دعا قبوله شوې، ستا ښځه الیزابت به تاته یو زوی وزېږوي او ته به دهغۀ نوم یحیی کېږدې.  ۱۴ هغه به ستادخوښۍاوخوشالۍ لامل وګرځي او ډېرخلک به دهغۀ د پېدایښت له امله ښادي وکړي.  ۱۵ ځکه چې هغه به د مالک خدای په نزدلوی وي، هغه باید هېڅکله کمزوري یا قوي شراب ونه څښي، هغه به د خپلې مور له رحِم څخه له سپېڅلي روحه ډک وي.  ۱۶ او هغه به ګڼ شمېر بني اسرائیل د مالک یانې د هغوی د خدای لور ته را ستانه کړي.  ۱۷ هغه به د الیاس په روح او ځواک سره د هغۀ نه مخ کې روان وي، ترڅو د پلرونو او زامنو زړونه سره نږدې کړي، سرکښه خلک د نېکانو حکمت ته راوبلي او خلک به دمالک خدای لارې ته تیار کړي.  ۱۸ زکریا فرښتې ته وویل، زه څنګه پدې باورکولای شم؟ ځکه چې زه سپین ږېری یم او ښځه مې هم زړه ده.  ۱۹ فرښتې ځواب ورکړ: زه جبرائیل یم، زه د خدای په حضور کې درېږم او زه رالېږل شوی یم، ترڅو تا سره خبرې وکړم او تاته دغه ښه زیری درکړم.  ۲۰ خو ګوره، ته به ګونګ شې او د دې شیانو تر پېښېدو پورې به خبرې نشې کولای، ځکه چې تا زما پر خبرو باور ونکړ، کومې به چې پخپل ټاکلي وخت کې ترسره شي.  ۲۱ خلکو د زکریا انتظار کاوه او په سپېڅلي کور کې د هغۀ د ځند په موخه حېران وو.  ۲۲ خو کله چې هغه بهر راووت، له هغوی سره یې خبرې نشو کولای، نو هغوی متوجه شول چې هغۀ په سپېڅلي کور کې رویا لیدلې ده، نو هغۀ هغوی ته اشارې کولې او چوپ پاتې شو.  ۲۳ هغه دخدمت د دورې له پای ته رسېدو وروسته خپل کورته راستون شو.  ۲۴ څه موده وروسته دهغۀ ښځه الیزابت امېدواره شوه، هغې د پنځو میاشتو لپاره ځان ګوښه کړ او ویل به يې:  ۲۵ مالک خدای زما لور ته په لطف سره وکتل او داسې کار يې وکړ چې زه یې د خلکو په منځ کې له سپکاوي څخه وژغورلم. 

د عیسی مسیح د پېدایښت زیری

۲۶ په شپږمه میاشت جبرائیل فرښته د خدای له لوري د ګلیل ولایت یو ښار ناصریې ته ولېږل شوه  ۲۷ ترڅو یوې پېغلې ته چې یوسف نومي سړي ته کوژده وه ورشي، هغه د داؤد له نسل څخه ؤ او د پېغلې نوم مریمه وه  ۲۸ نو هغه هغې ته ورغی او ورته یې وویل: خوشاله اوسه، پرتا ډېر فضل شوی او مالک خدای ستا مل دی.  ۲۹ خو مریمه د هغۀ له خبرو سخته اندېښمنه شوه چې د دې مطلب به څه وي.  ۳۰ فرښتې هغې ته وویل: ای مریمې! مه وېرېږه، تا دخدای لطف موندلی دی  ۳۱ او ګوره! ته به امېدواره شې، یو زوی به وزېږوې او د هغۀ نوم به عیسی کېږدې.  ۳۲ هغه به د لوی شخصیت خاوند وي او د لوی خدای د زوی په نوم به ونومول شي اومالک خدای به هغۀ ته دخپل نیکه داؤد د پاچاهۍ تخت ورکړي.  ۳۳ هغه به د تل لپاره د یعقوب پرکورنۍ پاچاهي وکړي او د هغۀ پاچاهي به نه ختمېدونکی وي.  ۳۴ بیا مریمې فرښتې ته وویل: دا به څنګه وشي، ځکه زه لا تراوسه پېغله یم؟  ۳۵ فرښتې ځواب ورکړ: سپېڅلی روح به پر تا نازل شي او د لوی خدای قدرت به پرتا سیوری وکړي، همدغه راز هغه سپېڅلی ماشوم چې پېدا کېږي، د خدای د زوی په نوم به ونومول شي  ۳۶ اوګوره! ستا خپلوانه الیزابت هم په زاړه عمر کې په یو زوی باندې شپږ میاشتینۍ امېدواره ده، هغه ښځه چې ټولو شنډه بلله.  ۳۷ ځکه چې د خدای لپاره هېڅ کار نا شونی ندی.  ۳۸ او مریمې وویل: زه د مالک خدای خادمه یم، هرڅه چې تا وویل هماغه شان دې وشي او بیا فرښته ورڅخه لاړه. 

مریمه د الیزابت لیدنې ته ورځي

۳۹ په هغو ورځو کې مریمه راولاړه شوه او په بېړه هغې کلي ته لاړه چې د یهودیې په غریزه سیمه کې ؤ  ۴۰ د زکریا کور ته دننه شوه او پر الیزابت یې سلام واچولو  ۴۱ کله چې الیزابت د مریمې د سلام غږ واورېد نو ماشوم د هغې په ګېډه کې په ټوپونو شو او الیزابت له سپېڅلي روح څخه ډکه شوه.  ۴۲ او بیایې په لوړ غږ سره خبرې وکړې ویې ویل: ته له نورو ټولو ښځو څخه بختوره یې او ستا د ګېډې مېوه بختوره ده.  ۴۳ زه څوک یم چې زما د مالک مور ماته راغلې ده؟  ۴۴ په حقیقت کې، کله چې ما ستا د سلام غږ واورېد نو ماشوم زما په ګېډه کې له خوشالۍ نه په ټوپونو شو  ۴۵ او څومره بختوره ده هغه چې پدې یې ایمان راوړی چې د مالک خدای وېنا به پوره شي! 

د مریمې د ستاینې سندره

۴۶ او مریمې وویل: زما زړه د مالک خدای لویي بیانوي  ۴۷ او زما روح زما د ‌ژغورونکي خدای په وجه خوشاله دی.  ۴۸ ځکه چې هغۀ دخپلې عاجزې خادمې پرحال نظر وکړ او لدې وروسته به ټول نسلونه ما بختوره وګڼي.  ۴۹ ځکه چې هغۀ قدرت لرونکي زما لپاره ډېر ستر کارونه کړي دي او د هغۀ نوم سپېڅلی دی.  ۵۰ او د هغۀ رحمت نسل په نسل کې له هغوخلکوسره وي چې له هغۀ څخه وېرېږي.  ۵۱ هغۀ د خپل مټ په زور خپل قدرت ښکاره کړی او کبرجن یې د خپلو زړونو له خیالونو سره شیندلي دي  ۵۲ هغۀ زورور له تختونو را کوز کړي او عاجزان يې سرلوړي کړي دي.  ۵۳ هغۀ اوږي په ښه شیانو ماړه کړي او مالداران يې خالي لاسونه شړلي دي.  ۵۴ هغۀ دخپل رحمت د یادښت په موخه، له خپل خادم اسرائیل سره مرسته کړې ده،  ۵۵ لکه څرنګه چې هغۀ د تل لپاره زموږ له پلرونو سره خبرې وکړې، دابراهیم او دهغۀ له اولادې سره.  ۵۶ مریمه نږدې درې میاشتې له هغې سره پاتې شوه او بیا خپل کور ته راستنه شوه. 

د تعمید ورکوونکي یحیی پېدایښت

۵۷ او کله چې د الیزابت د ماشوم پېدا کولو وخت راورسېد نو زوی یې وزېږاوه  ۵۸ د هغې ګاونډیانو اوخپلوانو چې واورېدل مالک خدای پر هغې څومره لوی رحم کړی دی نو له هغې سره یې خوشالي وکړه  ۵۹ هغوی په اتمه ورځ د ماشوم سنت ګیرۍ ته راغلل او غوښتل یې د هغۀ د پلار نوم زکریا پرې کېږدي.  ۶۰ خو د هغۀ مور ځواب ورکړ: نه، د ده نوم به یحیی وي.  ۶۱ خلکو هغې ته وویل: ستاسو په خپلوانو کې خو پدې نامه څوک نشته دی  ۶۲ بیا یې په اشاره د ماشوم له پلار څخه و پوښتل چې هغه پرخپل ماشوم کوم نوم کېښودل غواړي  ۶۳ نو هغۀ په اشارې سره د لیکلو تخته وغوښته، او ویې لیکل چې د هغۀ نوم یحیی دی او هغوی ټول حېران شول.  ۶۴ نو سمدلاسه د هغۀ خُله خلاصه شوه او ژبه یې چې ګونګه وه ګویا شوه او د خدای په ثنا ویلو یې پېل وکړ.  ۶۵ بیا د هغوی په ګېر چاپېره اوسېدونکو کې وېره خپره شوه او د یهودیې دغریزې سیمې په هرځای کې به همداخبرې کېدې.  ۶۶ هرچا به چې اورېدې نو پخپل زړه کې به یې فکر کاوه او ویل یې: دا به څنګه ماشوم وي؟ ځکه چې د مالک خدای لاس له هغۀ سره ؤ.  ۶۷ او پلار یې زکریا له سپېڅلي روح څخه ډک شو او داسې پېش بيني یې وکړه چې ویل یې  ۶۸ ستاینه دې وي د مالک، د بني اسرائیلو دخدای، ځکه چې هغه خپل قام ته نظر کړی او هغوی ته یې خلاصون ورکړی  ۶۹ او د خپل خادم داؤد په کورنۍ کې یې یو زورور ژغورونکی پېدا کړ ۷۰ لکه څرنګه چی هغۀ دپخوا نه دخپلو سپېڅلو نبیانو له خُلې وېنا کړې وه  ۷۱ چې هغه به موږ د خپلو دښمنانو او د هغو خلکو له منګولو څخه خلاص کړي کوم چې زموږ څخه کرکه کوي  ۷۲ او داچې هغه به دخپل د هغه تړون رحمت ښکاره کړي کوم چې یې زموږ له نیکونو سره کړی ؤ او خپله سپېڅلې ژمنه یاده وساتي.  ۷۳ همدغه راز هغۀ زموږ له پلار ابراهیم سره کړی ؤ  ۷۴ چې هغه به موږ د دښمنانو له لاسه وژغوري او له وېرې به پناه راکړي ترڅو موږ له وېرې پرته د هغۀ خدمت وکړو  ۷۵ او د خپل عمر ټولې ورځې د خدای په چوپړ کې په سپېڅلتیا او عدالت سره تیرې کړو.  ۷۶ او ته ای ماشومه! ته به د لوی خدای نبي ونومول شې، ځکه چې ته به د مالک نه وړاندې روان یې او د هغۀ لپاره به لارې برابرې کړې.  ۷۷ او د هغۀ قام ته به د خلاصون پوهه ورکړې ترڅو د هغوی ګناهونه وبخښل شي.  ۷۸ او د خدای د سوچه رحم په وجه به د سحر لمر پر موږ راوخېژي،  ۷۹ ترڅو هغو خلکو ته چې په تیاره کې دي او د مړینې تر سیوري لاندې ژوند کوي رڼا یي ورکړي او زموږ قدمونه د سولې لارې ته سم کړي.  ۸۰ هغه ماشوم لوی شو، په روح کې ځواکمن شو او اسرائیلو ته د راښکاره کېدو تر ورځې پورې په دښتو کې اوسېده. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.