لوقا ۲
د مسیح پېدایښت
(متی ۱: ۱۸-۲۵)
۱ او په هغو ورځو کې د قیصریې د اوګستوس لخوا امر وشو ترڅو د هغۀ د واکمنۍ لاندې سیمو کې سرشمېرنه تر سره شي ۲ دا لومړۍ سرشمېرنه وه چې دسوریې د والي کیرینیوس په وخت کې وشوه ۳ او ټول خلک باید په سرشمېرنه کې د ګډون لپاره خپل ښارونو ته تللي وای ۴ نو یوسف هم د ګلیل له ناصریې ښار څخه دیهودیې د بیتلحم ښار ته چې د داؤد د زوکړې ځای ؤ لاړ، ځکه چې هغه د داؤد له نسل او کورنۍ څخه ؤ، ۵ ترڅو له مریمې سره چې هغۀ ته کوژدن شوي وه او امېدواره وه، یو ځای نوم لیکنه وکړي. ۶ کله چې هغوی هلته ؤ، د هغې د ماشوم د زېږېدنې وخت راورسېد ۷ او خپل لومړنی زوی یې وزېږاوه، هغه یې په اورڼي کې راتاو کړ او په آخور کې یې کېښود، ځکه چې په مسافرخانه کې د هغوی لپاره ځای نه ؤ.د مالک خدای فرښتې او شپونکي
۸ په همدغه سیمه کې، شپونکي په کروندو کې پاتې کېدل او د شپې له خوا یې د خپلو رمو څارنه کوله. ۹ ناڅاپه د مالک خدای یوه فرښته د هغوی په منځ کې را ښکاره شوه او د مالک خدای جلال د هغوی ګېر چاپېره وځلېد او ټول سختې وېرې ونیول ۱۰ فرښتې هغوی ته وویل: مه وېرېږئ! ما تاسو ته د لویې خوشالۍ یو زیری راوړی چې د ټولوخلکو لپاره به وي ۱۱ چې همدا نن د داؤد په ښارکې ستاسولپاره یو ژغورونکی چې مسیح مالک دی وزېږېد. ۱۲ او نخښه یې دا ده چې: تاسو به یو ماشوم په اورڼي کې راتاوکړی په آخور کې بیا مومئ. ۱۳ ناڅاپه یو آسماني لښکر له هغې فرښتې سره یوځای شو او د خدای دا ډول ستاینه یې وکړه، ۱۴ د خدای نوم ته دې په لوړو آسمانونو کې جلال وي او په مځکه کې د هغوخلکو په منځ کې دې سوله وي له کومو څخه چې هغه راضي دی ۱۵ کله چې فرښتې د آسمان لور ته ستنې شوې، شپونکو یو بل ته وویل: راځۍ چې همدا اوس بیتلحم ته لاړ شو او هغه څه چې پېښ شوي او مالک خدای موږ ته زیری راکړی دی ووینو. ۱۶ هغوی په بېړه لاړل، مریمه او یوسف یې وموندل او ماشوم یې ولید چې په آخور پروت ؤ. ۱۷ کله یې چې دا ولیدل، نو هغه خبرې یې خپرې کړې کوم چې دوی ته د ماشوم په هکله ویل شوې وې. ۱۸ هرچاچې د شپونکوخبرې اورېدلې،حېران پاتې کېدل. ۱۹ خو مریمې دغه ټولې پېښې په خپل زړه کې ساتلې او دهغو په اړه به یې فکر کولو. ۲۰ بیا شپونکي بېرته ستانه شول او د هغه څه په وجه یې چې لیدلي او اورېدلي ؤ، دخدای صفت اوستاینه یې کوله، څنګه چې هغوی ته ویل شوي وو ۲۱ او په اتمه ورځ کله چې د سنتولو وخت راورسېد نو د هغۀ نوم یې عیسی کېښود، کوم چې فرښتې په رحِم کې د هغۀ له ځای نیونې تر مخه پرې ایښی ؤ.خدای ته دعیسی وقف کول
۲۲ کله چې د موسی د شریعت له مخې د هغوی د پاکېدو ورځې راورسېدې نو هغه یې هم له ځان سره اورشلیم ته بوتلو ترڅو مالک خدای ته یې وقف کړي. ۲۳ لکه څرنګه چې د مالک خدای په شریعت کې لیکلي دي کله چې لومړنی نر ماشوم پېدا شي، هغه باید مالک خدای ته وقف شي ۲۴ او دمالک خدای د شریعت له مخې دوه صحرايي کوترې یا د کوترو دوه بچي د قربانۍ په توګه ورکړي. ۲۵ هغه وخت په اورشلیم کې د شمعون په نوم یو کس ؤ، دغه سړی نیک، رېښتینی او د اسرائیلو د ژغورنې په تمه ؤ، هغه له سپېڅلي روحه ډک ؤ. ۲۶ سپېڅلي روح هغۀ ته ښکاره کړې وه چې ترڅو مالک مسیح ونه ګوري ترهغې به مړنشي. ۲۷ هغه دسپېڅلي روح د لارښوونې په اساس سپېڅلي کورته راغی، کله چې مور او پلار کوچنی عیسی سپېڅلي کور ته راوست ترڅو د موسی د شریعت له مخې هغه خدای ته وقف کړي، ۲۸ شمعون هغه په غیږ کې و نیوه، د خدای ستاینه یې وکړه او ویې ویل: ۲۹ ای مالکه! نن ته د خپلې ژمنې پربنسټ خپل خادم له سلامتۍ سره رخصت کړه. ۳۰ ځکه چې زماسترګو ستا هغه خلاصون ولید ۳۱ چې تا دټولو خلکو په مخ کې تیار کړی دی. ۳۲ یوه رڼا چې د غېر یهودیانو د پوهاوي لپاره به وي او ستا د قام اسرائیلو دجلال لامل ګرځي. ۳۳ مور او پلار یی دهغه څه له امله چې دهغۀ په هکله وویل شول، حېران پاتې شول. ۳۴ شمعون د هغوی لپاره د خیر دعا وکړه او د هغۀ مور مریمې ته یې وویل: دا ماشوم د ډېرو بني اسرائیلو د لوېدو او د ډېرو د سرلوړۍ او دهغې نخښې لپاره چې د ده په مخالفت کې ده ټاکل شوی دی. ۳۵ غم به د توري په څېرستا زړه سوری کړي ترڅو د ډېرو خلکو د زړونو پټ خیالونه راښکاره شي. ۳۶ او همدغه راز هلته د آنا په نوم یوه نبیه وه، چې د فنوئیل لور او د اشیر د ټبر یوه عمر خوړلې ښځه وه، هغه د واده په اووم کال کې کونډه شوې وه ۳۷ هغه دڅلور اتیاو کلونو دعمر پورې کونډه پاتې شوې وه او هېڅکله له سپېڅلي کور څخه بهر وتلې نه وه او شپه ورځ به یې په روژې او دعا سره عبادت کاوه. ۳۸ هغه په هماغه وخت کې هلته راغله او د خدای ستاینه یې وکړه او د هغۀ په هکله یې ټولو هغو کسانو ته چې په اورشلیم کې د ژغورنې په تمه ؤ خبرې وکړې. ۳۹ او کله چې هغوی د مالک خدای د شریعت اړوند مراسم پای ته ورسول، بیا خپل ښار د ګلیل ناصریې ته ستانه شول. ۴۰ ماشوم وده وکړه، په روح کې ځواکمن، له حکمته ډک شو او د خدای فېض پر هغۀ باندې ؤ.دولس کلن عیسی په اورشلیم کې
۴۱ او د عیسی مور او پلار هرکال د فسحې د اختر لپاره اورشلیم ته تلل. ۴۲ کله چې هغه دولس کلن شو هغوی د اختر د دود په اساس اورشلیم ته لاړل. ۴۳ کله چې داختر ورځې پای ته ورسېدې، د ستنېدو پرمهال کوچنی عیسی د مریمې او یوسف له خبرتیا پرته په اورشلیم کې پاتې شو. ۴۴ هغوی په لومړۍ ورځ د عیسی نشتوالي ته زیرنشول، هغوی ګمان کولوچې هغه ورسره دی او دخپلو دوستانو اوخپلوانو په منځ کې یې د هغۀ لټون کولو. ۴۵ خو کله یې چې هغه ونه موند نو اورشلیم ته ستانه شول ترڅو هغه ولټوي. ۴۶ په پای کې له درې ورځو لټون وروسته یې هغه په سپېڅلي کور کې وموند هغه د شریعت د ښوونکو په منځ کې ناست ؤ، د هغوی خبرې یې اورېدلې او پوښتنې یې ترې کولې ۴۷ او هرچا چې د هغۀ خبرې اوریدلې، د هغۀ له پوهې او ځوابونو څخه حېران پاتې کېدل. ۴۸ او کله چې د هغۀ مور او پلار هغه ولید نو حېران شول او مور یې ورته وویل: زویه ولې دې موږ سره داسې وکړل؟ ګوره! ما او پلار دې په تشویش سره ولټولې. ۴۹ هغۀ ورته وویل: زه مو ولې لټولم؟ آیا تاسو نه پوهېدئ چې زه باید د خپل پلار په کور کې اوسم؟ ۵۰ خوهغوی د عیسی د خبرې په مقصد پوه نشول. ۵۱ عیسی له هغوی سره ناصریې ته ستون شو او تل د مور او پلار منونکی ؤ، مور یې هم دغه ټولې خبرې پخپل زړه کې ساتلې. ۵۲ عیسی په حکمت او عمر کې وده کوله او د خدای او خلکو په وړاندې دخوښې وړ وګرځېد.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.