لوقا ۳
یحیی د عیسی د راتلو لپاره لار جوړوي
( متی ۳: ۱-۱۲، مرقس ۱: ۱-۸، یوحنا ۱: ۱۹-۲۸)
۱ د قیصر تیبریوس د واکمنۍ په پنځلسم کال کې، کله چې پینطیوس پېلاطوس د یهودیې والي ؤ، هیرودیس د ګلیلیې والي ؤ، ورور یې فیلیپوس د ایتوریې او ترخونیتس دسیمو والي او لیسانیوس د آبلیې والي ؤ ۲ حناس او کیاپاس هم د مذهبي مشرانو مشران ؤ، د خدای کلام په دښته کې د زکریا پر زوی یحیی باندې نازل شو. ۳ هغه د اردن په خواوشا سیمو کې ګرځېده او خلکو ته به یې له ګناهونو څخه د پاکوالي په موخه د توبې د تعمید وعظ کاوه. ۴ لکه څرنګه چې د اشعیا نبي په کتاب کې راغلي ؤ چې: څوک په دښته کې غږ کوي او وایي چې د مالک د راتلو لپاره لار جوړه کړﺉ، نېغه لار ورته برابره کړﺉ. ۵ دَرې به ډکې، غرونه او غونډۍ به ټيټې، کږې لارې به نېغې او نا هواره لارې به هوارې شي، ۶ بیا به ټول خلک د خدای خلاصون وګوري.یحیی خلکو ته وېنا کوي
۷ هغۀ د خلکو یوې ګڼې ته چې ورته د تعمید لپاره راغلي ؤ وویل: ای د مارانو بچو! چا تاسو ته خبرداری درکړ چې د راتلونکي عذاب څخه وتښتئ؟ ۸ نو بیا په عملي بڼه توبه وباسئ او دخپلو ځانونو سره دا مه وایئ چې ابراهیم زموږ پلار دی ځکه زه تاسو ته وایم، چې خدای کولای شي له دې تیږو څخه هم ابراهیم ته اولاد پېدا کړي. ۹ اوس د ونو جرړو ته تبر نیول شوی دی، هره هغه ونه چې ښه مېوه ورنکړي پرې کېږي او په اور کې اچول کېږي ۱۰ خلکو له هغۀ څخه پوښتنه وکړه: نو بیا موږ څه وکړو؟ ۱۱ هغۀ ځواب ورکړ، که دوه کمیسونه لرﺉ نو یو هغه چا ته ورکړﺉ چې نه یې لري او که څوک خوراکي توکي لري همدغه راز دې وکړي. ۱۲ د مالیې چارواکي هم د تعمید د غسل لپاره هغۀ ته راغلل او پوښتنه یې وکړه: استاذه! موږ باید څه وکړو؟ ۱۳ هغوی ته یې وویل: هغه مالیه چې ټاکل شوې ده، له هغې څخه زیاته مه اخلئ. ۱۴ عسکرو هم له هغۀ څخه پوښتنه وکړه: موږ باید څه وکړو؟ هغوی ته یې وویل: له چاڅخه په زوره پېسې مه اخلئ، پر هېچا تور مه لګوﺉ او پرخپل معاش قناعت وکړئ. ۱۵ لکه څرنګه چې خلک په تمه ؤ او په زړونو کې به یې د یحیی په هکله فکر کولو چې آیا هغه مسیح دی که نه؟ ۱۶ یحیی خلکو ته داسې ځواب ورکړ: زه تاسو ته په اوبو تعمید درکوم، خو یو داسې سړی راتلونکی دی چې هغه زما څخه ډېر لوی دی، تر دې چې زه ځان د دې وړ نه ګڼم ترڅو د هغۀ دڅپلیو بندونه خلاص کړم، هغه به تاسو ته په سپېڅلي روح او اور سره تعمید درکړي. ۱۷ هغه خپله ښاخۍ په لاس کې لري، ترڅو خپل درمند پاک کړي او خپل غنم په زېرمه کې راټول کړي، خو بوس به په نه غلي کېدونکي اور کې وسوزوي. ۱۸ هغۀ به تل پدې ډول ښو وېناؤ سره خلکو ته زیری ورکولو. ۱۹ خو کله چې یحیی والي هیرودیس دخپل ورور له ښځې هیرودیا سره په واده کولو او نورو ډېرو ګناهونو په کولو سره ملامته کړ، ۲۰ نو هغه یې په زندان کې واچولو او پدې توګه یې په خپلو ګناهونو کې لا زیاتوالی وکړ.د عیسی تعمید اخیستل
( متی ۳: ۱۳-۱۷، مرقس ۱: ۹-۱۱)
۲۱ کله چې ټولوخلکو تعمید واخیست اوعیسی هم تعمید اخیستی ؤ او دعایې کوله نو آسمان پرانیستل شو. ۲۲ سپېڅلی روح د کوترې په څېر پر هغۀ رانازل شو، له آسمانه یو غږ راغی چې ویل یې: ته زما ګران زوی يې او زه له تا ډېرخوښ یم.د عیسی مسیح د نسب لړۍ
( متی۱: ۱-۱۷)
۲۳ عیسی نږدې دیرش کلن ؤ چې خپل خدمت یې پېل کړ، خلکو هغه د یوسف زوی ګڼلو، یوسف د هيلي زوی ؤ. ۲۴ د هيلي پلار متات ؤ، د متات پلار لېوي ؤ، د لېوي پلار ملکي ؤ، د ملکي پلار جنای ؤ، د جنای پلار یوسف ؤ. ۲۵ د یوسف پلار متاتیاس ؤ، د متاتیاس پلار عاموس ؤ، د عاموس پلار ناحوم ؤ، د ناحوم پلار ایسلي ؤ، د ایسلي پلار نګای ؤ. ۲۶ د نګای پلار مېآت ؤ، د مېآت پلار متاتیاس ؤ، د متاتیاس پلار سېمېن ؤ، د سېمېن پلار یوسف ؤ، د یوسف پلار یهودا ؤ، ۲۷ د یهودا پلار جونان ؤ، د جونان پلار ریسا ؤ، د ریسا پلار زروبابل ؤ، د زروبابل پلار شیلتي یل ؤ، د شیلتي یل پلار نیري ؤ، ۲۸ د نیري پلار ملکي ؤ، د ملکي پلار ادي ؤ، د ادي پلار کوسام ؤ، د کوسام پلار ایلمادام ؤ، د ایلمادام پلار عیر ؤ. ۲۹ د عیر پلار یوسي ؤ، د یوسي پلار ایلعاذر ؤ، د ایلعاذر پلار جوریم ؤ، د جوریم پلار متات ؤ، د متات پلار لېوي ؤ. ۳۰ د لېوي پلار شمعون ؤ، د شمعون پلار یهودا ؤ، د یهودا پلار یوسف ؤ، د یوسف پلار جونام ؤ، د جونام پلار ایلیاقیم ؤ. ۳۱ د ایلیاقیم پلار مېلیا ؤ، د مېلیا پلار مېنا ؤ، د مېنا پلار متاتا ؤ، د متاتا پلار نتان ؤ، د نتان پلار داؤد ؤ. ۳۲ د داؤد پلار جسي ؤ، د جسي پلار عبید ؤ، د عبید پلار بوعز ؤ، د بوعز پلار سالا ؤ، د سالا پلار نحشون ؤ. ۳۳ د نحشون پلار عمیناداب ؤ، د عمیناداب پلار اډمېن ؤ، د اډمېن پلار ارني ؤ، د ارني پلار حزرون ؤ، د حزرون پلار فارز ؤ، د فارز پلار یهودا ؤ. ۳۴ د یهودا پلار یعقوب ؤ، د یعقوب پلار اسحاق ؤ، د اسحاق پلار ابراهیم ؤ، د ابراهیم پلار تېراح ؤ، د تېراح پلار ناحور ؤ. ۳۵ د ناحور پلار سېروګ ؤ، د سېروګ پلار رعو ؤ، د رعو پلار پېلېګ ؤ، د پېلېګ پلار عبر ؤ، د عبر پلار شلاح ؤ. ۳۶ د شلاح پلار کينان ؤ، د کينان پلار ارفکساد ؤ، د ارفکساد پلار شيم ؤ، د شيم پلار نوح ؤ، د نوح پلار ليمک ؤ. ۳۷ د ليمک پلار ميتوسله ؤ، د ميتوسله پلار اینک ؤ، د اينک پلار جېرډ ؤ، د جېرډ پلار مهېلل ایل ؤ، د مهېلل ایل پلار کېنان ؤ. ۳۸ د کېنان پلار اینوس ؤ، د اينوس پلار سېتث ؤ، د شېتث پلار آدم ؤ او آدم د خدای زوی ؤ.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.