لوقا ۴
عیسی د شېطان پر وسوسو بری مومي
( متی ۴: ۱ - ۱۱، مرقس ۱: ۱۲-۱۳)
۱ عیسی چې له سپېڅلي روحه ډک شوی ؤ له اردن څخه راستون شو او د خدای د روح په لارښوونه دښتې ته لاړ ۲ هغه هلته دشېطان لخواڅلویښت ورځې وسوسه شو، پدغو ورځوکې عیسی هېڅ هم ونه خوړل چې په پای کې ډېر اوږی شو. ۳ شېطان هغۀ ته وویل: که چېرې ته د خدای زوی یې نو دې تیږې ته ووایه چې په ډوډۍ بدله شي ۴ نوعیسی هغۀ ته ځواب ورکړ: په صحیفوکې لیکل شوي دي چې انسان یواځې په ډوډۍ ژوندی ندی ۵ بیا شېطان هغه یو لوړ غرۀ ته بوتلو او په یو ليد یې د نړۍ ټولې پاچاهۍ وروښودلې. ۶ بیا شېطان هغۀ ته وویل: د دغو ټولو واکمني به له جلال سره تا ته درکړم، ځکه چې دا ماته راکړل شوي دي او هر چا ته چې وغواړم نو ور به یې کړم ۷ او که چېرې ته ماته سجده وکړې نو داټول به ستاشي. ۸ عیسی هغۀ ته ځواب ورکړ: دا لیکل شوي چې ته باید یواځې مالک خپل خدای ته سجده وکړې او یواځې دهغۀ په چوپړ کې واوسې. ۹ بیا شېطان هغه اورشلیم ته بوتلو او د سپېڅلي کور پر مناره یې ودراوه او ورته یې وویل، که چېرې ته دخدای زوی یې نو لدې ځایه ځان لاندې وغورځوه ۱۰ ځکه دا ليکل شوي دي چې خدای به خپلو فرښتو ته امر وکړي ترڅو ستا ساتنه وکړي، ۱۱ او په خپلو لاسونو کې به دې پورته ونیسي ترڅو ستا پښه په تیږه ونه لګېږي. ۱۲ نو عیسی هغۀ ته ځواب ورکړ: لکه چې ویل شوي دي، دمالک خپل خدای آزمېښت مکوه. ۱۳ کله چې شېطان خپلې ټولې وسوسې پای ته ورسولې نو د څه مودې لپاره له هغۀ څخه بېل شو.په ګلیل کې د عیسی د خدمت پېل
( متی۴: ۱۲-۱۷، مرقس۱: ۱۴-۱۵)
۱۴ بیا عیسی د سپېڅلي روح له قدرت سره دګلیل سیمي ته راستون شو او په ټوله سیمه کې د هغۀ آوازه خپره شوه. ۱۵ هغۀ په يهودي کنیسو کې تعلیم ورکاوه او ټولو خلکو د هغۀ لویي بیانوله.عیسی په ناصریه کې
( متی ۱۳: ۵۳-۵۸، مرقس ۶: ۱-۶)
۱۶ او کله چې هغه ناصریې ته راغی، هغه ښار چې دی پکې لوی شوی ؤ، نو د خپل عادت له مخې د خالي په ورځ کنیسې ته لاړ او د خدای د کلام د لوستلو لپاره ودرېد. ۱۷ هغۀ ته د اشعیا نبي کتاب ورکړل شو او کله چې هغۀ کتاب پرانیست، هغۀ دغه برخه وموندله چې پکې لیکل شوي وو ۱۸ د مالک خدای روح پرما دی، ځکه چې زه هغۀ مسح کړی یم ترڅو غریبانو ته زیری ورکړم، هغۀ زه رالېږلی یم ترڅو بندیانو ته آزادي اعلان کړم، ړندو ته بینايي ورکړم، مظلومان آزاد کړم ۱۹ او د مالک خدای د احسانونو د کال اعلان وکړم. ۲۰ بیا یې کتاب بند کړ، بېرته یې خادم ته ورکړ او کېناست او په کنیسه کې ټولو خلکو په هغۀ کې سترګې ښخې کړې وې. ۲۱ نو بیا یې هغوی ته وفرمایل: کوم کلام چې نن تاسو واورېد هغه بشپړ شو ۲۲ بیا ټولو خلکو هغه وستایلو او د فېض په هغو خبرو چې د هغۀ له خُلې څخه راوتلې حېران شول او ویې ویل: آیا دا د یوسف زوی نه دی؟ ۲۳ هغوی ته یې وفرمایل: بېشکه چې تاسو به ماته دا متل واوروئ چې، ای طبیبه ځان ته روغتیا ورکړه او هغه څه چې تا په کپرناحوم کې ترسره کړي، دلته یی په خپل ښار کې هم ترسره کړه. ۲۴ بیا هغۀ وفرمایل: په یقین سره تاسو ته وایم چې هېڅ نبي په خپل ښار کې منل شوی ندی. ۲۵ او دا هم په یقین سره درته وایم چې په بني اسرائیلو کې د الیاس نبي په وخت کې ډېرو کونډو ښځو شتون درلود، په هغه وخت کې درې نیم کاله باران نه ؤ اوریدلی او په ټول ملک باندې سخته قحطي راغلې وه، ۲۶ خو الیاس د هېڅ چا مرستې ته ونه لېږل شو، بلکې هغه یې یواځې د صېدون د صرفت د سیمې یوې کونډې ته ولېږه، ۲۷ یا دالیشع نبي په زمانه کې په اسرائیلو کې د جزام ډېر ناروغان ؤ، خو له نعمان سوریایي پرته بل هېڅوک له جذامه پاک نشو. ۲۸ کله چې په کنیسه کې شته خلکو دا خبرې واورېدې نوډېر په غصه شول ۲۹ پاڅېدل او هغه ېې له ښاره بهر د هغې غونډۍ څوکې ته بوتلو چې د دوی ښار پرې آباد ؤ ترڅو لاندې یې را وغورځوي، ۳۰ خو هغه د هغوی له منځه ووتلو او لاړ.عیسی یو پېریاني سړي ته روغتیا ورکوي
( مرقس ۱: ۲۱-۲۸)
۳۱ بیا هغه د ګلیل کپرناحوم ښار ته راکوز شو او د خالي په ورځ به یې هغوی ته تعلیم ورکاوه. ۳۲ هغوی د هغۀ له تعلیم څخه حېران شول ځکه چې دهغۀ په وېناو کې ځواک ؤ. ۳۳ خو په کنیسه کې یو سړی چې پېریانو نيولی ؤ، په لوړ غږ سره یې چيغې کړې چې ۳۴ ای ناصري عیسی! موږ سره څه کار لرې؟ آیا راغلی یې ترڅو موږهلاک کړې؟ زه تا پېژنم، ته دخدای سپېڅلی یې. ۳۵ عیسی هغه ورټلو او ورته یې وفرمایل: غلی شه او لده څخه بهر راووځه! نو هماغه شېبه پېري هغه سړی دخلکو په منځ کې په مځکه راوویشت او پرته لدې چې کوم زیان ور ورسوي له هغۀ څخه ووت. ۳۶ هغوی ټول حېران شول او یو له بل سره یې خبرې کولې او ویل یې: دا څه خبره ده چې دا سړی په ځواک او قدرت پېریانو ته امرکوي او هغوی بهر را وځي. ۳۷ او پدې توګه دغه خبره په ټوله سیمه کې خپره شوه.د پطروس خواښې او نورو ناروغانو ته روغتیا ورکول
( متی ۸: ۱۴-۱۷، مرقس ۱: ۲۹-۳۴)
۳۸ بیا عیسی له کنیسې څخه بهر شو او د شمعون کور ته لاړ. د شمعون خواښې سختې تبې نیولې وه، هغوی له عیسی څخه وغوښتل چې له هغې سره مرسته وکړي. ۳۹ او بیا هغه د هغې څنګ ته ودرېد او تبې ته یې امر وکړ چې هغه خوشې کړي، نو هماغه وخت تبې هغه پرېښوده، سمدلاسه راپورته شوه او د هغوی په خدمت یې پېل وکړ.ډېرو خلکو ته روغتیا ورکول
۴۰ دهمدې ورځې د لمر پرېوتو پرمهال خلکوخپل دوستان اوخپلوان چې په مختلفو ناروغیو اخته وو هغۀ ته راوستل، هغۀ هم پر یویو ناروغ لاس کېښود او روغتیا یې ورکړه. ۴۱ له ډېرو څخه پېریان بهر راوتل او چیغې به یې وهلې چې: ته د خدای زوی یې! خو هغۀ هغوی ورټل او اجازه یې نه ورکوله چې خبرې وکړي نه یې پرېښودې چې څه ووايي ځکه هغوی پوهېدل چې دامسیح دی. ۴۲ او کله چې سهار شو نو هغه یو ګوښه ځای ته لاړ، خلک د هغۀ د لټون پسې ووتل او کله یې چې هغه وموند نو په کلکه یې ورڅخه غوښتنه وکړه چې له موږڅخه مه ځه. ۴۳ خو عیسی هغوی ته وفرمایل: زه باید نورو ښارونو ته هم د خدای د پاچاهۍ زیری ورسوم، ځکه چې زه د همدې لپاره رالېږل شوی یم. ۴۴ همدغه راز هغۀ به د یهودیې په کنیسو کې وعظ کاوه.د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.