بائبل Bible
Pashton Bible

لوقا ۵

د عیسی مسیح لومړني شاګردان

( متی ۴: ۱۸-۲۲، مرقس ۱: ۱۶-۲۰)

۱ او یو ځلې چې د خلکو يوه ‌ډله له هغۀ څخه راتاوه وه ترڅو د خدای کلام واوري هغه د ګېنېسرټ د بحيرې په غاړه ولاړ ؤ،  ۲ نو دوه کشتۍ یې ولیدلې چې د بحيرې پغاړه ولاړې وې، کب نیوونکي ترې راکوزشوي ؤ اوخپل جالونه یې وینځل.  ۳ بیا هغۀ له هغو دوو کشتیو څخه په یوې کې سپور شو چې خاوند یې شمعون ؤ او له هغۀ څخه یې وغوښتل ترڅو خپله کشتۍ د بحيرې له غاړې څخه لږه لري بوځي، هغه په کشتۍ کې کېناست اوخلکو ته یې تعلیم ورکاوه.  ۴ او کله چې د هغۀ خبرې پای ته ورسېدې نو شمعون ته یې وفرمایل: اوس ژورو اوبو ته لاړ شه اوخپل جالونه د ښکار لپاره وغورځوه.  ۵ شمعون د هغۀ په ځواب کې وویل: استاذه! ټوله شپه مو ډېره خواري وکړه خو هېڅ مو هم ونه نیول، خو چې ته داسې وايې نو موږ به بیا جالونه واچوو.  ۶ او کله چې یې داسې وکړل نو دومره ډېر کبان یې ونیول چې نږدې ؤ جالونه یې وشلېږي.  ۷ نو خپلو ملګرو ته یې چې په بله کشتۍ کې ؤ اشاره وکړه چې راشي او مرسته ورسره وکړي. نو هغوی راغلل او دواړه کشتۍ یې داسې ډکې کړې، چې نږدې وې ډوبې شي.  ۸ کله چې شمعون پطروس دا ولیدل، نو د عیسی مخکې په ګونډو شو او ویې ویل: ای مالکه! زما څخه لري شه، ځکه چې زه یو ګنهګار سړی یم.  ۹ هغۀ او د هغۀ ټول ملګري د کبانو په دومره غټه کچه ښکار کولو هک حېران شول،  ۱۰ همدغه راز د زبدي زامن یعقوب او یوحنا د شمعون شریکان، هم په همدې حال ؤ. عیسی شمعون ته وفرمایل: مه وېرېږه! لدې وروسته به ته د انسانانو ښکار وکړې.  ۱۱ کله چې هغوی خپلې کشتۍ وچې ته راوستلې، هرڅه یې پرېښودل او د هغۀ پسې روان شول. 

عیسی د جزام ناروغ ته روغتیا ورکوي

( متی ۸: ۱-۴، مرقس ۱: ۴۰-۴۵)

۱۲ او کله چې هغه په یو ښارکې ؤ نو هلته یوسړی ؤ چې دجزام په ناروغۍ اخته ؤ او کله چې هغه سړي عیسی ولید، نو ځان یې پړمخې وغورځاوه او هغۀ ته یې زاري وکړه چې، مالکه! که ته وغواړې نوکولای شې چې ما پاک کړې.  ۱۳ نوعیسی خپل لاس اوږد کړ، هغه یې لمس کړ او ویې فرمایل: هو! زه غواړم. پاک شه. نو هماغه وخت له هغۀ څخه جزام لري شو.  ۱۴ او هغۀ ته یې امر وکړچې پدې هکله هېچاته څه مه وایه، خومذهبي مشر ته لاړ شه او ځان وروښایه، بیا دخپل پاکوالي قرباني چې دموسی دشریعت له مخی ټاکل شوې ده ورکړه، ترڅو د هغوی لپاره ستا د روغتیا ګواهي وګرځي.  ۱۵ خو د هغۀ په هکله دغه خبرې نورې هم خپرې شوې، ډېر خلک د هغۀ د خبرو اورېدو لپاره راټولېدل او له خپلو ناروغیو څخه روغېدل.  ۱۶ خو هغه به ډېرځلې د دعا لپاره صحرا ته تلو. 

شل سړي ته روغتیا ورکول

( متی ۹: ۱ - ۸، مرقس ۲: ۱ - ۱۲)

۱۷ یوه ورځ هغه په تعلیم ورکولو بوخت ؤ او هلته ځینې فریسیان او دشریعت ښوونکي هم وو کوم چې له اورشلیم، ګلیل او یهودیې له ټولو کلیوڅخه راغلي ؤ او د مالک خدای ځواک د هغوی د روغتیا لپاره هغۀ سره ؤ.  ۱۸ په همدغه وخت کې څو کسانو یو شَل سړی په کټ کې راوست او هڅه یې کوله چې دننه یې بوځي او د هغۀ په مخ کې یې کېږدي.  ۱۹ خو کله یې چې د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله لار و نه موندله ترڅو هغه کور ته دننه کړي، نو هغه شل سړی یې پاس بام ته پورته کړ، بام یې سوری کړ او هغه یې په بستره کې لاندې راکښته کړ او دعیسی په مخ کې یې کېښود.  ۲۰ او کله چې هغۀ د هغوی ایمان ولید، نو ویي فرمایل: ای سړیه! ستا ګناهونه وبخښل شول.  ۲۱ هغه وخت د شرعې عالمانو او فریسیانو نیوکې پېل کړې او ویل یې: دا څوک دی چې کُفر وایي؟ آیا له خدای پرته بل څوک کولای شي چې ګناهونه وبخښي؟  ۲۲ کله چې عیسی د هغوی پرخیالونو پوه شو، نو ځواب یې ورکړ: ولې پخپلو زړونوکې داسی فکرکوئ؟  ۲۳ آیا دا خبره آسانه ده چې څوک ووایي، ستا ګناهونه وبخښل شول او که دا چې پورته شه او په لار لاړشه؟  ۲۴ خو د دې لپاره چې تاسو پوه شئ چې د انسان زوی د مځکې پرمخ د ګناهونو د بخښنې واک لري، نو هغه شَل سړي ته یې وویل: تا ته وایم، را پورته شه، بستره دې را واخله او خپل کور ته لاړ شه.  ۲۵ او هغه سمدلاسه د هغوی په مخکی راپورته شو او هغه بستره چې دی پرې پروت ؤ راواخیسته او پداسې حال کې چې دخدای لویي یې بیانوله خپل کورته روان شو.  ۲۶ هغوی ټول حېران شول او له وېرې سره یې د خدای لویي بیان کړه او ویل یې: نن مو ډېرې حېرانوونکې پېښې وليدلې. 

یو مالیه ټولوونکی د عیسی شاګرد کېږي

( متی ۹: ۹-۱۳، مرقس ۲: ۱۳-۱۷)

۲۷ له هغې وروسته چې هغه بهر لاړ نو د لاوي په نوم د مالیې یو مامور یې ولید چې د خپل کارځای کې ناست ؤ، نو هغۀ ته یې وویل: ما پسې را روان شه!  ۲۸ هغه سمدلاسه راپاڅېد، هرڅه یې پرېښودل او دهغۀ پسې روان شو.  ۲۹ لاوي پخپل کور کې د هغۀ لپاره یوه غټه مېلمستیا جوړه کړه، چې ګڼ شمېر مالیه ټولوونکي او نور خلک هم له هغوی سره د خوراک لپاره ناست وو.  ۳۰ خو دشرعې عالمانو او فریسیانو دهغۀ پرشاګردانو نیوکه وکړه او ویې ویل: ولې تاسو لدې مالیه ټولوونکو او ګنهګارانو سره یوځای خوراک او څښاک کوئ؟  ۳۱ نو عیسی هغوی ته په ځواب کې وفرمایل: روغ خلک طبیب ته ضرورت نلري خو ناروغان.  ۳۲ او زه راغلی نه یم چې رېښتیني د توبې لور ته راوبلم بلکې ګنهګاران. 

د روژې په هکله

( متی ۹: ۱۴ - ۱۷، مرقس ۲: ۱۸-۲۲)

۳۳ بیا هغوی ورته وویل: د یحیی شاګردانو به زیات وخت روژې نیولې او دعاوې به یې کولې، د فریسیانو شاګردان هم همدغه شان کوي، خو ستا شاګردان خوراک اوڅښاک کوي.  ۳۴ نو عیسی هغوی ته وفرمایل: آیا تاسو کولای شئ چې د زوم ملګري پداسې حال کې چې زوم هم ورسره وي، روژې نیولو ته اړباسئ؟  ۳۵ خو داسې ورځې به راشي چې زوم به له هغوی څخه واخیستل شي، نو په هغو ورځو کې به بیا روژه ونیسي.  ۳۶ بیا یې هغوی ته دا مثال وویلو: هېڅوک له نویو جامو څخه ټوټه نه شلوي ترڅو زړو جامو ته یې پېوند کړي، که داسی وکړي نو نوې جامې به هم وشلېږي او نوی پېوند به هم له زړو جامو سره سمون ونه خوري.  ۳۷ همدغه راز هېڅوک نوي شراب په زړو مشکونو کې نه اچوي، ځکه چې نوي شراب به زاړه مشکونه وشلوي، بیا به له یوه لوري شراب توی شي او له بل لوري به مشکونه له منځه لاړ شي.  ۳۸ خو نوي شراب باید په نويو مشکونو کې واچول شي  ۳۹ هېڅوک له زړو شرابو څښلو وروسته نوي شراب نه غواړي، ځکه چې وایي زاړه شراب غوره دي. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.