بائبل Bible
Pashton Bible

لوقا ۶

عیسی د خالی د ورځې مالک دی

( متی ۱۲: ۱- ۸، مرقس ۲: ۲۳- ۲۸)

۱ يوځل دخالي په ورځ هغه دغنمو د کروندې په منځ کې روان ؤ نو شاګردانو یې د غنمو وږي راشکول، په ورغوو کې یې مږل او هغه یې خوړل،  ۲ نو ځینو فریسیانو ورته وویل: تاسو ولې هغه کار کوﺉ چې د خالي په ورځ روا ندی؟  ۳ عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: آیا تاسو لوستلي ندي چې کله داؤد اوږی ؤ نو هغۀ او دهغۀ ملګرو څه وکړل؟  ۴ کله چې هغه د خدای کور ته ننوت، نو وړاندې شوې ډوډۍ یې راواخېسته، ویې خوړه او خپلو ملګرو ته یې هم ورکړه، پداسې حال کې چې د هغې ډوډۍ خوراک له مذهبي مشرانو پرته بل چا ته روا نه ؤ.  ۵ او هغوی ته یې وفرمایل: د انسان زوی د خالي د ورځې مالک هم دی. 

د خالي په ورځ وچ لاسي سړي ته روغتیا ورکول

( متی ۱۲: ۹-۱۴، مرقس ۳: ۱-۶)

۶ او د یوې بلې خالي په ورځ هغه کنیسې ته ننوت او تعلیم یې ورکړ، هلته یو سړی ؤ چې ښی لاس یې وچ شوی ؤ،  ۷ نو د شرعې عالمانو او فریسیانو له نږدې څخه د هغۀ څارنه کوله چې آیا د خالي په ورځ روغتیا ورکوي که نه؟ هغوی پدې لټه کې ؤ ترڅو د هغۀ د تورنولو لپاره یو دلیل پېدا کړي.  ۸ خو هغه چې دهغوی په خیالونوباندې پوه ؤ، نو هغه وچ لاسي ناروغ ته یې وویل: راپاڅېږه او په منځ کې ودرېږه، هغه راپاڅېد او ودرېد.  ۹ بیاعیسی هغوی ته وفرمایل: ستاسوڅخه یوه پوښتنه کوم: آیا د خالي په ورځ ښېګړه کول روا دي که بدي کول، د یو چاځان ژغورل که لمنځه وړل؟  ۱۰ بیا هغۀ ګېرچاپېره هغوی ټولو ته وکتل او هغه سړي ته یې وویل: لاس دې را اوږد کړه. هغۀ هماغه شان وکړل او لاس یې روغ شو.  ۱۱ هغوی ډېر په غصه شول او یوبل ته یې وویل چې: له عیسی سره څه وکړو؟ 

د دولسو رسولانو ټاکنه

(متی ۱۰: ۱-۴، مرقس ۳: ۱۳-۱۹)

۱۲ په هغو ورځو کې هغه د دعا لپاره غرۀ ته لاړ او ټوله شپه يې خدای ته یې په دعاتېره کړه.  ۱۳ اوکله چې سهارشونوخپل ټول شاګردان یې را وغوښتل او د هغوی لمنځه یې دولس تنه غوره کړل او هغوی یې دخپلو رسولانو په نوم ونومول. 

د عیسی د شاګردانو نومونه

۱۴ شمعون مشهور په پطروس، اندریاس د شمعون ورور، یعقوب اویوحنا، فیلیپوس او برتولما،  ۱۵ متی، توما، یعقوب د حلفي زوی، شمعون مشهور په ننګیالي،  ۱۶ یهودا د یعقوب زوی. او یهودا اسخریوطي هغه څوک چې خیانت یې ورسره وکړ. 

د عیسی مسیح تعلیم او روغتیا ورکول

( متی ۴: ۲۳-۲۵)

۱۷ بیا هغه له هغوی سره لاندې راکوز شو او د خپلو ګڼ شمېر شاګردانو سره په یو هوار ځای کې ودرېد، کوم چې د یهودیې او اورشلیم له ټولو برخو او د شمالي صور او صیدون له سمندري غاړې څخه ډېر خلک راغلي ؤ  ۱۸ او هغوی چې د هغۀ د خبرو اورېدو او له خپلو نارغیو څخه د روغتیا موندلو په موخه راغلي وو او هغوی چې د پېریانو له لاسه کړیدل هم روغ شول.  ۱۹ ټولو خلکو کوښښ کاوه ترڅو هغه لمس کړي، ځکه له هغۀ څخه یو ځواک راوتلو او ټول یې روغول. 

څوک بختور او نېکبخته دی

( متی ۵ :۱-۱۲)

۲۰ بیا هغۀ د شاګردانو لورته مخ کړ او ویې فرمایل: تاسو بختور یاست ای بيوزلو! ځکه چې د خدای پاچاهي ستاسو ده.  ۲۱ تاسو بختور یاست چې اوس اوږي یاست، ځکه چې تاسو به ماړه شئ. تاسو بختور یاست چې اوس ژاړئ، ځکه چې تاسو به وخاندئ.  ۲۲ تاسوبختور یاست کله چې خلک لتاسو څخه د انسان د زوی پخاطر کرکه کوي او پخپل منځ کې مو نپرېږدي، بدې ردې درته وایي او ستاسو نومونه به د شېطان په څېر بد کړي  ۲۳ په هماغه ورځ خوښي وکړﺉ او خوشاله اوسئ، ځکه چې په آسمان کې لوی اجر تاسو ته سترګې په لار دی، پوه شئ چې د هغوی پلرونو هم له پخوانیو نبیانو سره همدغه ډول چلند کړی ؤ.  ۲۴ خو ستاسو بډایانو پرحال دې افسوس وي، ځکه چې تاسو د خپلې سوکالۍ وخت موندلی دی.  ۲۵ افسوس دې وي ستاسو پرحال چې اوس ماړه یاست، ځکه چې تاسو به اوږي شئ. افسوس دې وي ستاسو پرحال چې اوس خاندﺉ ځکه چې تاسو به ویر او ژړا وکړﺉ.  ۲۶ افسوس دې وي پر تاسو چې ټول خلک ستاسو ستاینه کوي، ځکه د هغوی پلرونو هم له دروغژنو نبیانو سره همداسې کول. 

خپل دښمن سره مینه وکړﺉ

( متی ۵: ۳۸-۴۸)

۲۷ خو ای اورېدونکو! تاسوته وایم چې له خپلو دښمنانو سره مینه وکړﺉ اوڅوک چې لتاسوڅخه کرکه کوي له هغوی سره ښېګړه وکړﺉ،  ۲۸ او هرڅوک چې پرتاسو لعنت وایي هغوی ته برکت وغواړﺉ او څوک چې تاسو سره بد چلند کوي هغوی ته د خېر دعا وکړﺉ.  ۲۹ که څوک په یو مخ څپېړه درکړي نو تاسو بل مخ هم ورواړوﺉ او که څوک غواړي چې چپنه درڅخه واخلي نو خپل کمیس هم ترې مه سپموﺉ.  ۳۰ څوک چې لتاسو څخه څه غواړي ور یې کړﺉ او که چېرې څوک ستاسو شی درڅخه واخلي نو بېرته یې ترې مه غواړﺉ.  ۳۱ له خلکو سره هغه ډول چلند وکړئ څرنګه چې د ځان لپاره له هغوی څخه هیله کوﺉ.  ۳۲ که تاسو یوازې هغوخلکوسره مینه کوﺉ کوم چې لتاسو سره مینه کوي، نو بیا په نورو څه غوره والی لرﺉ؟ ځکه چې ګنهګاران هم له هغو سره مینه کوي څوک چې له هغوی سره مینه کوي.  ۳۳ که یوازې له هغوخلکو سره ښېګړه کوﺉ کوم چې له تاسو سره ښیګړه کوي، نو څه غوره والی لرﺉ؟ ګنهګاران هم دی ته ورته کارونه کوي.  ۳۴ که یواځې هغوخلکوته پور ورکوﺉ کوم چې د پور درګرځولو وسه لري نوڅه ښېګړه مو کړې ده؟ ځکه چې ګنهګاران هم ګنهګارانو ته پور ورکوي او بېرته یې پوره اخلي.  ۳۵ نو خپلو دښمنانو سره مینه وکړﺉ، له هغوی سره ښه وکړﺉ، پور ورکړﺉ او د بېرته اخیستو په تمه مه اوسئ، پدې توګه به ستاسو اجر ډېر لوی وي او تاسو به د لوی خدای زامن شئ. ځکه هغه په ناشکرو او بدي کوونکو هم مهربانه دي  ۳۶ نومهربانه اوسئ لکه څنګه چې ستاسو آسماني پلار هم مهربانه دی. 

د نورو په هکله قضاوت مه کوﺉ

( متی ۷: ۱-۵)

۳۷ قضاوت مه کوئ ترڅو پرتاسو قضاوت ونشي. مه غندئ ترڅو ونه غندل شئ. وبخښئ ترڅو وبخښل شئ.  ۳۸ ورکړﺉ ترڅو تاسو ته درکړل شي، سمه پیمانه، ډکه، خوځول شوې، او له مورګو تويېدونکې به ستاسوپه لمن کې واچول شي. ځکه په هره پېمانه یې چې اندازه کوﺉ، نو په هماغه پیمانه به بېرته تاسو ته درکړل شي.  ۳۹ همدغه راز هغوی ته یې یو مثال ورکړ: آیا یو ړوند بل ړوند ته لارښونه کولای شي؟ آیا دواړه به په کنده کې ونه غورځېږي؟  ۴۰ شاګرد له خپل استا‌‌ذ څخه لوی نه وي خو هرڅوک چې خپلې زده کړې بشپړې کړي نو دخپل استاذ په څېر به شي.  ۴۱ ولی د خپل ورور په سترګه کې ډکی وینئ، خو په خپله سترګه کې دې پروت لرګی نه وینئ  ۴۲ څنګه کولای شي چې خپل ورور ته ووایې وروره! اجازه راکړه تر څو ستا له سترګې څخه ډکی لرې کړم خو په خپله سترګه کې پروت لرګی نه وینئ؟ ای ځان ښودونکیه! لومړی له خپلي سترګې څخه لرګی وباسه نو بیا به ښه ولیدای شي تر څو د خپل ورور له سترګې څخه ډکی لرې کړې.  

ونه له مېوې څخه پېژندل کېږي

( متی ۷: ۱۶-۲۰ او ۱۲: ۳۳-۳۵)

۴۳ ځکه چې ښه ونه بده مېوه نه ورکوي او نه بده ونه ښه مېوه ورکوي.  ۴۴ ځکه چې هره ونه له خپلې مېوې څخه پېژندل کېږي. د اغزي له بوټي نه اینځر او له ځنګلي بوټي څخه انګور نه ټولوي.  ۴۵ ښه سړی د خپل زړۀ له ښې خزانې څخه ښه شیان او بد سړی د خپل زړه له بدې خزانې څخه بد شیان راباسي. ځکه چې خُله هغه څه وایي چې زړه ترې ډک وي. 

دوه کورونه

( متی ۷: ۲۴-۲۷)

۴۶ ولې ما ته مالک، مالک وایاست خو زما له وېناو څخه سر غړونه کوﺉ؟  ۴۷ هرڅوک چې ما ته راشي، زما خبرې واوري او پرهغې عمل وکړي، نو زه به تاسو ته وښایم چې هغه د چا په شان دی،  ۴۸ هغه د یو داسې سړي په شان دی چې یو کور جوړ کړي، مځکه ژوره کړي او د هغې تهداب پرګټ کېږدي. خو کله چې سېلاب راشي او پر هغې کور ورشي، نوهغه له ځایه نشي خوځولای، ځکه چې د هغۀ کور تهداب کلک ؤ.  ۴۹ خو چا چې زما خبرې واورېدې او عمل یې پرې ونکړ، د هغۀ مثال د هغه سړي په څېر دی چې خپل کور یې پرته له تهدابه د مځکې پر مخ جوړ کړ، کله چې سېلاب پرهغه کور ورغی، نو سمدلاسه راولوېد او هغه کور سخت وران شو. 

د معياري پښتو ژباړه د چاپ حق دی © 2022‑2026 افغان کلیسا. تاسو کولی شئ د شخصي او غیر تجارتي استعمال لپاره ډاونلوډ او توزیع کړئ.